افغانستان: ولسي خلك د جګړو له امله له ګرمسير څخه وتلو ته اړ شوي دي
د هلمند والي وايي، نړيوال ستر پوځي عمليات د بشري ناتار لامل شوي دي.
افغانستان: ولسي خلك د جګړو له امله له ګرمسير څخه وتلو ته اړ شوي دي
د هلمند والي وايي، نړيوال ستر پوځي عمليات د بشري ناتار لامل شوي دي.
د آى ډبليو پي آر يو خبريال د لويې ويالې په نوم يو كلي ته ورغلى، چې د څلورو زرو په شاوخوا كې اوسيدونكي يي تښتېدلي دي. له نيمايي څخه زيات كورونه ويجاړ شوي او پاتې شوي څاروي د مرګ په پوله ولاړ دي.
خوسا بد بوى په سيمې كې خپورشوى دى. په يو كور كې د يو سړي مړى پروت و، چې د چاودنو له امله يي ژوند له لاسه وركړى و.
يو سړي چې دا صحنه يي په خپلو سترګو ليدلې وه، د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل: ’’زه نه شم ويلاى، چې څه شى مې ليدلي دي. سم ناتار و.’’
د ګرمسېر ولسوالي د (ازاد اوسه!) تر نوم لاندې د ناتو د سترو عملياتو مركز دى، چې د اپريل د مياشتې په ۲۸ پيل شوي او د امريكا د متحده ايالتونو د سمندري پوځونو ۲۴۰۰ غښتلو سرتېرو په كې ونډه اخيستې. دا ځانګړى ځواك د سږكال په پسرلي كې افغانستان ته رارسيدلى دى.
د ناتو ترمشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي پوځ په ملاتړ نوموړي پوځ تېره مياشت د هلمند په سويل كې له طالبانو سره په سختو جګړو كې ښكېل و. هغوى هلې ځلې كولې، ياغيان له هغه سيمې څخه وشړي، چې د تېرو دوو كلونو راهيسې يي پرې منګولې ښخې كړې وې.
د ګرمسېر ولسوالي د هلمند د ولايت له مركز، لښرګاه څخه ۷۰ كيلومتره ليرې پرته او له پاكستان څخه د راتلونكو ياغيانو او ددې ولايت نوروبرخو ته د هغوى د تګ راتګ په لاره پرته ده. دا ولسوالي د كوكنارو بډاى هلمند د اپينو او هيروينو د راكړې وركړې ستر مركز هم دى.
د ايساف وياند، تورن جنرال كارلوس برانكو آى ډبليو پي آر ته د تليفون په ليكه وويل: ’’دا يو ډېر بريالي عمليات و. د امريكا د سمندري ځواك يوازې يو سرتيرى وژل شوى او خلور تنه ټپيان شوي، چې دوو تنو يي له جګړې سره تړاو نه درلود.’’
هغه د طالبانو د شمېر د نه څرګندولو په اړه يو ځل بيا د ايساف د تګلارې پخلى وكړ. خو ويي ويل، چې: ”طالبانو ته ډېر زيان رسېدلى دى. هغوى په ډېر نامنظم ډول په سيمې كې د خپلو پوځونو په بيا سمبالولو لګيا دي.”
ولسي خلكو ته د زيان د رسېدا په اړه د ايساف وياند وويل: ’’زه دا نه وايم، چې هيڅ زيان به نه وي رسېدلاى، خو موږ ته د هغوى په هكله كوم رپوټ نه دى رسېدلاى.’’
تورن جنرال برانكو آى ډبليو پي آر ته وويل، له سيمې څخه د يو لوى شمېر اوسيدونكو د بيځايه كېدو په هكله په افغاني رسنيو كې په خپرو شوو رپوټونو كې (ډېره مبالغه شوې ده.)
هغه وويل: ’’زموږ په شمېرنو كې د بيځايه شوو خلكو شمېر ۴۰۰۰ ته رسيږي. د هغوى زيات شمېر د عملياتو له پيل كېدو څخه دمخه وتلي و.’’
دا شمېرې له هغو شمېر سره سر نه لګوي، چې د سيمه ييزو چارواكو او اوسيدونكو له خوا وركول شوي دي.
د هلمند د والي، ګلاب منګل په وينا د جګړو له امله اته زره كورنۍ بيځايه شوي او هغوى ته د مرستو رسولو د كتنې وړ كمبوت شته دى.
هغه وويل: ’’هغه مرستې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د دفتر- يوناما او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهې صندوق دفتر – يونسيف له خوا چمتو شوي دي، د خلكو د اړتياوو ځواب نه شي ويلاى. هغوى په ډېره بيړه نورو زياتومرستو ته اړتيا لري.’’
د يوناما د اطلاعاتو د څانګې كاركوونكې، سونيا ونټرس برګر آى ډبليو پي آر ته وويل د هغې دفتر د بېځايه شوو كورنيو كره شمېره نه لري.
هغې په كابل كې د يوې تليفوني مركې له لارې وويل: ’’موږ اصلا هلته كوم استازى نه لرو.’’
ولسي خلكو ته د زيان د رسېدلو په اړه د معلوماتو په نشتوالى هم خبرې اترې كيږي.
د ګرمسېر د ميرآغا له كلي څخه راغلي عبدالكريم آى ډبليو پي آر ته وويل د هغه د يو ګاونډي په كور باندې د بم د رالوېدو له امله څلور تنه ووژل شول.
هغه د ګرځنده تليفون له لارې آى ډبليو پي آر ته وويل: ’’موږ كور پرېښود او دښتې ته راغلو. د ګرمسېر د ولسوالۍ هر اوسيدونكى تښتي، يا پاكستان ته ځي او يا هم لښكرګاه ته راځي. هغه خلك چې پيسې نه لري په دښتې كې ايسار پاتې دي.’’
د كوكنارو يوكروندګر، چې ونه يي غوښتل ونومول شي، آى ډبليو پي آر ته وويل، همدا اوس له ګرمسېر څخه د لښكرګاه ښار ته راغلى دى.
هغه وويل: ’’ما دوه تيوتا ډوله ميني بسونه وليدل، چې له ښځو او ماشومانو څخه ډك وو او له سيمې څخه د وتلو په حال كې و. په بسونو باندې بمونه وغورځېدل او په بشپړ ډول ويجاړشول. نه شم ويلاى، چې څومره خلك به په كې مړه شوي وي، ځكه موږ وتښتېدو او ځانونه مو پټ كړل. خو ليدل مو، چې اور پرې بليږي او لوګي ترې خيژي.’’
ويل كيږي، د هلمند په دښتو كې، چې د تودوښې درجه په كې د سليزيوس په كجه پنځوسو ته رسيږي، زرګونه خلك سرپنا، خواړه او د څښلو پوره اوبه نه لري. د ځايي ادارې سرچينې د كډوالو د زغم په څېر خپلې ټېتې كچې ته رسېدلې دي.
د هلمند ولايت د كډوالو د ادارې په وړاندې د راټولو شوو له سلو څخه زياتو خلكو له ډلې څخه يوې بوډۍ مېرمنې، چې تور څادر يي اغوستى و، وويل: ’’موږ له پرون راهيسې د خوړو لپاره هيڅ شى نه لرو.’’
’’كله چې دلته د مرستې لپاره راشو، نو عسكر راپسې راليږي، چې ومو شړي. هيڅوك زموږ غږ نه اوري. موږ په بازار كې د ډوډۍ پخوونكو د هټيو مخې ته په دې هيله درېږو، چې كه څوك راته يوه ډوډۍ راكړي او خپلو ماشومانو ته يي يوسو.’’
د هلمند د ولايت د كډوالو د ادارې مشر، عبدالستار مظهري آى ډبليو پي آر ته وويل: ’’موږ له بيځايه شوو كورنيو سره هيڅ مرسته نه شو كولاى. زموږ لومړنۍ دنده د هغوى د ځاى او اړتياوو معلومول دي.’’
د مظهري د وينا له مخې بيړني كميسون وموندله، چې له ۴۵۰۰ څخه زياتې بيځايه كورنۍ شته، چې د هغوى له ډلې څخه ۱۵۰۰ ته د يوناما او يونسيف له خوا يوڅه مرسته ويشل شوې ده.
هغه وويل زياتې اړتياوې لا په ځاى پرتې دي.
نوموړي وويل: ’’ټول بيځايه شوي خلك بېوزله نه دي. خو هيچا د هغوى بنسټيزو اړتياوو، لكه خوړو او خيمو ته پام نه دى اړولاى. موږ سرې مياشتې ته په دې اړه خبر وركړ، خو مرسته يي راسره ونه كړه.’’
دهلمند دسرې مياشتې رئيس، اسدالله مايار وويل هغوى تر سختو شرايطو لاندې له خپلې وسې سره سم كار كوي.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ’’بيځايه شوي خلك ډېر ناوړه حالت لري. له هغوى سره مرسته نه ده شوې. تېره اوونۍ موږ ۲۸۰ كورنيو ته چاى، اوړه، غوړي او شړۍ ووېشلې. موږ نورو ۷۰۰ كورنيو ته مرستې چمتوكړي دي. خو زيات نور لا پاتې دي.’’
مايار د هلمند د والي په څېر وويل اته زره كورنۍ نورو ولسواليو او يا دښتې ته تللي دي.
هغه وويل: ’’له هغه وروسته چې د هغوى ځاى ځايګى مو پيدا كړ، ډېر ژر به مرسته ورورسوو.’’
د ګرمسېر ولسوالي د طالبانو او د هغوى غير افغاني ملګرو له بغاوت وروسته د سيالۍ ډګر دى، چې له ناتو سره د جګړې لپاره له پاكستان څخه راځي.
د هلمند والي، ګلاب منګل وايي: ’’له عملياتو څخه دمخه په ګرمسېر كې د ۵۰۰ تنو په شاوخوا كې بهرني جنګيالي وو، خو اوس د هغوى شمېر ۱۱۰۰ ته لوړ شوى دى. نور زيات لا را روان دي.’’
’’يوازې په يوه شپه كې ۲۵ مخالف جنګيالي ووژل شول، چې شل تنه يي عربان و.’’
په داسې حال كې ناتو زيار باسي، چې په درنو هوايي بمباريو د طالبانو او د هغوى د متحدينو جرړې وباسي، خو جګړې دروند بار د سيمې د خلكو په اوږو دى.
د دريو كلونو په منګ يو كوچني، اسلم وويل: ’’توره تياره وه. موږ ټولو منډې وهلې. ما مې مور وركه كړه. ما ژړل. دې سړي وموندلم. هغه اختر محمد ته ګوته ونيوله، چې اوس يي په كور كې اوسېده. زه ډاريږم. د شپې له خوا بمبارۍ وي او الوتكې ګرځي. زه خپله مور غواړم.’’
د ګرمسېر د ولسوالۍ يو اوسيدونكى، شېراغا د بريد پر مهال د وضعې د بدمرغه حالت څرګندونه كوي.
هغه آى ډبليو پي آرته وويل: ’’ما زاړه سړي، ښځې او كوچنيان وليدل، چې د ځانونونو د پټولو لپاره يي هرې خوا ته منډې وهلې. ميندو او پلرونو خپلو ماشومانو ته نه كتل او ماشومانو خپلو ميندو او پلرونو ته نه كتل. هر څوك د خپل ځان په غم كې و.’’
جنرال برانكو په كابل كې د مى په ۲۵ په يوې خبرې غونډې كې څرګنده كړه، چې د ناتو د پوځونو له خوا پوره پام او دقت شوى و، په دې معنا چې ’’د عملياتو له سختوالي سره سره’’ د ولسي خلكو د زيانونو په اړه كوم رپوټ لا سته رانغى.
هغه وويل، همدغه خبره د طالبانو او د هغوى د متحدينو په هكله هم كېداى شي. هغه وويل: ’’له دې امله چې موږ له طالبانو سره د هغوى د راغونډېد په ځايونو كې جګړه كوو، په ګرمسېر كې د هغوى غبرګون ډېر جدي دي او هغوى ته ډېر سخت زيانونه رسېدلي دي.’’
د امريكا د متحده ايالتونو يو بل وياند وويل د ګرمسېر اوسيېدونكي د هغوى د عملياتو ملاتړ كوي.
د امريكا د سمندري ځواك د ۲۴ قطعې قوماندان، ډګروال پيتر پترانزيو وويل: ’’افغان اوسيدونكي د خپلې سختيو او ستونزو پړه په ياغيانو اچوي. يوازينۍ نېوكه چې تر موږ رارسېدلې هغه داده، چې خلك وايي موږ ډېر ورو پر مخ ځو.’’
ايساف ژمنه كوي، چې ښه راتلونكې په مخكې ده.
تورن جنرال برانكو په يو مطبوعاتي كنفرانس كې وويل: ’’طبيعې ده، موږ خواشينې يو كه كومې كورنۍ خپل كور پريښى وي. خو يوه پلا چې افغان حكومت كنترول بېرته تر لاسه كړ نو بېرته به راستانه شي او د طالبآنو له ظالمانه رژيم څخه به خلاص ښه ژوند ولري.’’
ايساف لومړى رپوټ وركړى و، چې د افغان ملي اردو او ايساف ګډو ځواكونو د ۲۰۰۶ كال په سپتمبر كې د اتو ساعتونو په عملياتو كې طالبان له ګرمسېر څخه شړلي و.
د ۲۰۰۷ كال په فبرورۍ كې د (كنګل عملياتو) يو ځل بيا طالبان له ګرمسېر څخه وشړل او د هماغه كال د اپرېل په مياشت كې ايساف په يوې خبرې رسنۍ كې څرګنده كړه، چې لا له وړاندې د بيا رغاونې كارونه پيل شوي دي.
پۀ بيانيې كې راغلي و: ’’د لښكرګاه، نوزاد او ګرمسېر په ولسواليو كې ځايي افغانانو له يو خوندي چاپېريال څخه ګټه پورته كول پيل كړل.’’
يو كال وروسته ګرمسېر بيا د عملياتو مركز شو.
د افغانستان لپاره د مدني حقونو د يوې افغاني غير دولتي موسسې د رئيس مرستيال، فاروق داور وويل: ’’دا شلم ځل دى، چې په ګرمسېر كې د پوځي عملياتو نوم اورم.’’
نوموړي زياته كړه: ’’كله چې طالبان كليو ته ځي، نو معمولا د زياتې مودې لپاره هلته نه پاتې كيږي. ورپسې امريكايان راځي او پوځي عمليات كوي. ولسي خلكو ته د زيانونو رسول خپلې پوځي برياوې ګڼې. كله چې له سيمې څخه ووځي طالبان بېرته راځي. دا كومه معنا نه وركوي. په دې لاره په يوې سيمې كې ثبات او ټينګښت نه شي راتلاى.’’
داور وويل، په حقيقت كې دا راز پوځي بريدونه يوازې وضعه خرابوي.
هغه وويل: ’’ولسي زيانونه د امنيت د خرابېدو لامل دى. د وژل شوو خلكوخپلوان د غچ د اخيتسلو لپاره له طالبانو سره يوځاى كيږي.’’
د داور په اند بله ستونزه د خلكو فرهنګي وضعې په اړه د معلومانو نه درلودل دي. د ملي اردو ځواكونه هم په دې ليكه كې شامل دي، ځكه د هغوى زياتره د افغانستان له شمالي برخو څخه راغلي دي او د سويل د پښتون ميشته سيمو په كړو وړو نه پوهيږي.
داور وويل: ’’د يو غير پښتون لپاره، كه د پوليسو يا ملي اردو قوماندان هم وي، دا پګړۍ والا خلك ټول طالبان بريښي. خو دلته تقريبا هرڅوك پګړۍ په سروي.’’
هغه وويل: ’’دا د عملياتو څلورمه اوونۍ ده. خو كه څلور كلونه روانه وي، نوهيڅ څه به په لاس رانشي. امريكايان او ناتو بايد په خپلې تګلارې له سره غور وكړي.’’
برعكس ايتلافي ځواكونه وايي، چې هغوى د يوې نامعلومې مودې لپاره دلته پاتې دي.
آى ډبليو پي آر ته د امريكا د سمندري پوځ د ۲۴ ځواك د عامه اړيكو مسوول، تورن كيلي فروشور وويل: ’’په ګرمسېر كې د عملياتو د پاى كومه نېټه نه ده په نښه شوې. سمندري ځواك به ترهغه پورې دلته پاتې وي، ترڅو يي ماموريت پاى ته نه وي رسېدلاى. آن كه سمندري ځواك په دايمي ډول په ګرمسېر كې نه وي، ناتو او د هغوى پوځونه به خپل ماموريت ته ژمن پاتې شي.’’