افغان پانګه ساتونکى
د ملي موزيم رئيس د هېواد د تاريخي ميراث د ويجاړتيا د مخنيوي په هکله څرګندونې کوي.
افغان پانګه ساتونکى
د ملي موزيم رئيس د هېواد د تاريخي ميراث د ويجاړتيا د مخنيوي په هکله څرګندونې کوي.
افغانستان تېره اوونۍ هغه مهال د ارام سا وايستله، چې د لرغونو توکو زياته برخه، هغه چې د لوټمارانو او طالبانو له خوا يي د له منځه تللو ډار موجود و، د موزيم د رئيس او دهغې د کارکوونکو له خوا په خوندي ډول ساتل شوي دي.
هغه چا چې د افغانستان دتاريخ په ساتلو کې ستر رول لوبولى دى، وايي، چې د لوټ او تالان زياتره پېښې د مجاهدينو د واکنۍ پر مهال تر سره شوې وې،نه د طالبانوپه واکمنۍ کې.
د افغانستان دملي موزيم رئيس، عمراخان مسعودي له دې امله د نړيوالو زيات پام ځان ته اړولى، چې وايي، د هېواد زياتره هنري توکي يې ساتلي دي. خو د هغه دې تبصرو ته لږ پام اړول شوى، هغه وايي: په ١٩٩٦ کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو دمخه "د لوټ او تالان شويو هنري توکو په سلو کې اويا برخه د مجاهدينو د واکمنۍ پرمهال لوټ شوي و."
په اصل کې طالبان د افغاني فرهنګ د ويجاړتيا بل نوم و. تر ټولو ناوړه دا ده، چې هغوى په (باميانو) کې د بودا ستره مجسمه له خاور سره خاورې کړه. د طالبانو د حکومت غړيو په ملي موزيم کې هغه هنري او تاريخي توکي ويجاړول، چې د هغوى په اند به غير اسلامي و.
له آى ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې مسعودي څرګنده کړه، چې څنګه واک ته د طالبانو تر رسېدو دمخه د افغانستان دهنرې توکو د له منځه تللو کار پيل شو او هغه په څه ډول د هغه مخه ونيوله.
د افغانستان ملي موزيم په ١٩١٩ کال کې تاسيس شوى او لومړى يي په باغ بالا کې موقعيت درلود. شپږ کاله وروسته د ارګ د کوټۍ باغچې ماڼۍ ته ولېږدول شو. د راټولو شويو توکو د ډېروالي له امله دا توکي په١٩٣١ کال کې د کابل ښار په جنوب لويديځ کې د دارلامان ماڼې تر څنګ يوې ودانۍ ته ولېږدول شول، چې او س هم په همدې ځاى کې موقعيت لري.
د دنګې ونې څښتن، مسعودي يو خوږ ژبى او ظريف سړى دى. هغه په مخ ږيره لري او لويديځ ډوله جامي خوښوي. نوموړى په ١٩٧٣ کال کې له کابل پوهنتون څخه فارغ شوى او په ١٩٧٨ کل کال کې يې په کابل موزيم کې په دندې پيل کړى دى.
هغه د فرهنګي او تاريخي توکو د ساتلو او ژغورلو له امله ، په تېره بياد طالبانو د واکمنۍ پرمهال زيات شهرت ګټلى دى. سږکال هغه د هالنډ د شهزاده، کلوس فوند له خوا د هغه د کار له امله د ٢٥ زرو يورو د جايزي د ګټلو وياړ تر لاسه کړى دى.
مسعودي د يوې نيمې لسيزې په بهير کې د کورنۍ جګړې پر مهال د ملي موزيم د تاريخ په هکله څرګندونې وکړې. هغه وويل: "په ١٩٩٢ کال کې واک ته د مجاهدينو تر رسېدو دمخه په موزيم کې د تاريخي بېلابېلو دورو څه ناڅه سل زره لرغوني توکي موجود و، چې مخينه يې له اسلام دمخه پېر څخه نيولي تر شلمې پېړۍ پورې رسېده. هغه په مناسبه توګه ځاى په ځاى شوي او يوازې په سلو کې لس هغه يې د نندارې لپاره ايښول شوي و. نور يې په ګودام کې ساتل شوي و."
په ١٩٨٩ کال کې د نجيب الله د حکومت پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت وپتېله، چې نندارې ته ايښول شوي يو شمېر توکي راغونډ کړي او په ګودام کې يې ځاى پر ځاى کړي. هغه مهال د حکومت مخالفينو په پلازمېنې راکټونه اورول او د موزيم کار کوونکي د موزيم د ودانۍ له ړنګېدو ډارېدل.
په ١٩٩٢ کال کې د نجيب الله تر راپرځېدو او د مجاهدينو د مشرانو له خوا د حکومت تر جوړېدو وروسته بېلا بېلو تنظيمي ډلو د پلازميني په بېلا بېلو برخو ګېډې واچولې. موزيم لکه د نورو ډېرو ځايونو په څېر دوسله والو ملېشو له لوټ او تالان سره مخامخ شو. مسعودې وايي: "مجاهدينو د ١٩٩٢ او ١٩٩٦ کلونو تر منځ موزيم د پوځي مرکز په توګه کارولو. په ١٩٩٣ کال کې د موزيم دويم پوړ په بشپړه توګه وسوځېده او ټول لرغوني توکي په کې د اور لمبه شول."
مسعودي وايي، د نوي يمو کلونو په منځ کې موزيم وتړل شو او د موزيم زياتره لرغوني توکي په پوره بېرحمۍ لوټ شول. د بګرام د عاج راټولې شوې سکې، د اسلامي پېر توکي او کوچنۍ مجسمې ټولې لوټ او تالان شوې.
په ١٩٩٦ کال کې د مجاهدينو د (حکومت) د له منځه تللو او واک ته د طالبانو په رسېدو لومړې امنيتي وضعه ښه شوه. خو په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د مشرانو په لارښوونه د اسلام دمخه پېر پورې تړلو مجسمو د ويجاړولو کار پيل شو. مسعودي وويل، هغه څنګه وتوانيد، د زيات شمېر لرغونو توکو په ژغورلو بريالى شو. هغه وايي: "د پټولو لومړنى طريقه دا وه کله چې بکسونه وتړل شول ښکاره ده چې د مجسمو د ساتلو او د يو د بل نه د بيلولو لپاره د کاغذ د تريشې نه کار اخستل کيږي، نو کله به چې طالبانو بکسونه خلاصول نو د کاغذ د يوه لوى انبار سره مخامخ کيدل او داسى فکر به يې کاوه چې د دې له لاندې څه نشته ، او بله طريقه يې دا وه چې د مجسمو يو شمېر بکسونه تر هغو بکسونو لاندې و، چې خاورين لوښي په کې وو. هغوى (طالبانو) چې د خاورينو لوښو يوڅو بکسونه بېرته کړل، نو نور پاتې بکسونه يې ونه لټول."
مسعودي وويل، پر دې برسېره، هغه او دهغه کارکوونکو وکړاى شول، چې يو شمېر مجسمې له طالبانو پټې کړي.
د موزيم رئيس وويل، طالبانو هر څه نه ويجاړول، په هغوى کې به يې غورچاڼ کاو. هغه وايي: "طالبانو هغه توکي ويجاړول، چې انسان ته ورته بڼه به يې درلوده. په نورو يې غرض نه کاو."
نن موزيم شاړ پاتې دى. په ١٩٩٤ کال کې نړيوالې ټولنې د هغې د بنسټزې بيارغاونې لپاره يو موټى پيسې ورکړې. د لومړي پوړ کړکۍ په خښتو بندې شوي او د عمومي دروازې په مخ کې يوه فلزي دروازه جوړه شوه. مسعودي وايي، په موزيم کې د پاتې شويو توکو د ځاى په ځاى کولو، کتلاک او ساتنې لپاره پلانونه تر لاس لاندې دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوس د معلوماتو (ډاټا) د راغونډولو لپاره يو کمپيوتر ايښى دى، تر څو په دې مرکز کې د موزيم ټول توکي راجستر کړاى شي. د ثبت کار د اپرېل په مياشت کې پيل شوى دى. تر اوسه ټول ټال ٢٢٥٠٠ توکي ثبت شوي دي. د ويجاړو شويو توکو بيارغاونه هم پيل شوې ده. مسعودي وايي، چې تراوسه ٥٠٠ توکي بېرته رغاول شوي دي. فرانسوي او ايټالوي ماهرين په دې کار کې مرسته کوي.