د افغانستان په سويل ختيځ ولايت کندهار کې د ژورناليزم په ډگر کې د ښځو د نشتوالي له امله د مهمو ټولنيزو موضوعگانو په اړه رپوټ نه ورکول کيږي.
سره له دې چې په رسنيو کې د ښځو د شمېر د لوړولو په موخه بې شمېره روزنيز کورسونه جوړ شوي، خو ټولنيز تبعيض د ژورناليزم په ډگر کې د دغو کورسونو د فارغانو د کار کولو مخه نيسي.
دمگړۍ په کندهار کې ١٨ رسنۍ موجودې دي، چې ٣٥٠ تنه پکې په کار بوخت دي. په دې شمېره کې ١٤ تنه ښځې شاملې دي چې په دوو تلويزيوني کانالونو او نهو راډيوي ستيشنونو کې د پروډيوسرانو په توگه کار کوي.
سيمه ييزې رسنۍ په افغاني ټولنه کې د جنسيتي تبعيِض له امله د ښځو د نه گډون او جبري ودونو په څېر نورو موضوعگانو په اړه ډېرې لږې خپرونې کوي. دا کار زياتره يوه نارينه ژورناليست ته د منلو نه دی چې له يوې مېرمنې سره آن د تيليفون له لارې مرکه وکړي.
د کندهار يوه ژورناليست، اسدالله زړه سواند آی ډبليو پي آر ته وويل: «هره ورځ خبرېږم چې په زياترو کلو بانډو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کيږي، خو زه د يوه نارينه په توگه نشم کولای په دې اړه رپوټونه چمتو کړم. د کلو او بانډو ښځې نشي کولای له يوه نارينه ژورناليست سره خبرې وکړي. له دې امله مجبورېږم چې له دغه راز موضوعگانو څخه ځان لرې وساتم. له امله يې حکومتي چارواکي چمتو نه دي چې د ښځو ستونزو ته کیږدي .»
د کندهار د والي وياند، صميم خپلواک وويل، د محافظه کارو دودونو له امله کورنۍ ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د رسنيو په ډگر کې کار وکړي.
سره له دې چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط راوروسته د ښځو په زده کړه کې ډېر زياتوالی راغلی دی، خو له هغې سره سره بيا هم ښځو ته د ډېر شرم خبره بلل کيږي چې له کوره بهر کار وکړي. د ژورناليزم په څېر مسلک ته په ځانگړي ډول د شک په سترگه کتل کيږي.
خپلواک په دوام وويل: «د کندهار سيمه ييزه اداره داسې کوم پروگرام تر لاس لاندې نه لري چې دمگړۍ دې زده کړې لرونکې مېرمنې په رسنيو کې پر کار وگوماري.»
غږونه چوپ کيږي
په کندهار کې مېرمنې وايي نه د خپلو اندېښنو د بيانولو لپاره کومه لار لري او نه د خپلو موضوعگانو د بيانولو فرصت.
د ارغيستان د ولسوالۍ په شمال کې د يوه کلي اوسېدونکې ٢٥ کلنې، نسيمې آی ډبليو پي آر ته وويل، لس مياشتې کيږي چې د بدو پر وړاندې په جبري توگه واده شوې. بد په پښتني قبېلو کې د دښمنيو او تربگنيو په له منځه وړلو کې د يو دود په توگه د نجلۍ يا ښځې ورکول دي چې له اوږدې زمانې راهيسې موجود دی.
د نسيمې کيسه داسې وه چې يو کال دمخه د هغې ورور د خپل گاونډي له يو زوی سره جنگ وکړ او هغه يې وواژه. د کلي مشرانو دوديزه جرگه راوبلله او پرېکړه يې وکړه چې نيسمه د خپل ورور د بدو په بدل کې د وژل شوي هلک ورور ته واده کړي.
نسيمې وويل، خسرگنۍ يې ورباندې ډېر ظلم کوي او مېړه يې هره ورځ وهي.
هغې وويل: «هيڅوک نشته چې خپله کيسه ورته وکړم اومرسته ترې وغواړم.»
دغه راز کيسې په ځايي رسنيو کې د زيات شمېر ښځينه کارکوونکو ځای په ځای کولو ته اړتيا بيانوي. د کندهار د رسنيو د کلوپ مشر، سيد سرور اميني په ټينگه وويل، يو څو د گوتو په شمېر ښځې چې د پروډيوسرانو په توگه کار کوي، بس نه دی.
هغه وويل: «موږ زيات شمېر ژورناليستانو، اډيټرانو او منيجرانو ته اړتيا لرو.»
د نړيوالو موسسو له خوا هڅې روانې دي چې په کندهار کې د رسنيو په ډگر کې د کار کولو لپاره مېرمنې وروزل شي.
د خپلواکو رسنيو د ملاتړ د ادارې (نی) مشر، عبدالسميع غيرتمل وويل، هغه له څلوېښتو څخه زياتې مېرمنې، چې زياتره يې د ښوونځيو زده کوونکو دي، پېژني چې له راډيوي خپرونو سره مينه لري او په دغو ورکشاپونو کې روزل شوي دي، خو د کورنيو غړي يې ورته د رسنيو په ډگر کې د کار کولو اجازه نه ورکوي.
د کندهار د ښار د نهمې ناحيې اوسيدونکي، يو هټيوال چې ويې غوښتل نوم يې وانخيستل شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، سره له دې چې هغه پر ليک لوست نه پوهيږي، خو لور يې له ليسې څخه فارغه شوې او په ٢٠١٥ کال کې يې د ژورنالېزم په يوه کورس کې گډون کړی دی.
نوموړي ٥٤ کلن سړي وويل، لور يې ترې غوښتنه وکړه، چې که په يوې راډېو کې ورته د کار کولو اجازه ورکړل شي، خو هغه ونه مله؛ ځکه دا کار به يې د کورنۍ د شرم لامل شي.
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، حضرت ولي هوتک وويل، په تېر کال کې ورته يوې مېرمنې هم د کار کولو غوښتنليک نه دی وړاندې کړی.
هغه له دې سره موافق و چې ښځينه غږونو ته په رسنيو کې ډېره زياته اړتيا ليدل کيږي. هغه وويل: «زه به د هغو مېرمنو هرکلی وکړم چې د ژورناليست په توگه د کندهار په راډېو يا تلويزيون کې د کار کولو غوښتنه وکړي»
د روزنيزو کورسونو فارغانې ډېرې خواشينې دي چې نشي کولای خپلو ارمانونو ته ورسيږي.
شل کلنې سپوږمۍ د تيليفون په ليکه آی ډبليو پي آر ته وويل، کله چې له لېسې څخه فارغه شوه د راډيو د ژورناليزم په يوه ورکشاپ کې يې گډون وکړ. نوموړې له خپل پلار څخه وغوښتل چې په يوې سيمه ييزې راډيو کې ورته د پرډيوسرې په توگه د کار کولو اجازه ورکړي، خو هغه ونه منله.
آی ډبليو پي آر د سپوږمۍ له پلار سره چې ليک لوست نه لري، اړيکې ونيولې او پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې يې خپل لور له کار کولو منع کړې ده.
نوموړې د آی ډبليو پي آر ژورناليست ته له وهلو ډبولو دمخه وويل: «ماته ډېره مهمه خبره دا ده چې پوه شم تا چېرته او کله زما له لور سره ليدلي دي.»
دا دښمني يوه عادي پديده ده.
اوولس کلنې ناديې د کندهار په نهمې ناحيې کې د (نی) له خوا د ٢٠١٥ کال په يوه جوړ شوي ورکشاپ کې گډون کړی و.
د هغې پلار، سردار محمد هغه په تلويزيون کې کار کولو ته پرې نښودله، ويل يې چې دا کار به يې کورنۍ ته د شرم لامل شي.
سردار محمد، آی ډبليو پي آر ته د اړيکو نيولو پر مهال په غوسه ځواب ورکړ چې نه غواړي د دې موضوع په اړه خبرې وکړي.
هغه وويل: «لور مې دوبی ته تللې او بېرته کندهار ته نه راستنيږي.»
هغه مېرمنې چې د جنسيت له تاوتريخوالي څخه کړيږي، له ژورنالستانو سره خبرې کول ورته سخت کار دی.
نولس کلنه سکينه د ژيړي د ولسوالۍ د يو کلي اوسيدونکې ده. هغه هم له خپلې خوښې پرته واده شوې ده. هغې وويل، پلار يې د کلي يوه ٥٥ کلن سړي ته ورکړې، چې د دغه سړي له اتلس کلنې خور سره واده وکړي.
سکينې وويل، جبري ودونه په کندهار کې يوه عادي خبره ده، خو داسې څوک نشته چې ښځې ورته خپلې د زړه خبرې وکړي.
سکينې زياته کړه، دا لومړی ځل دی چې په خپل ژوند کې له يوه ژورناليست سره مخامخ شوې ده.
هغې وويل: «لومړی، له دې امله خوشحاله يم چې يوه ژورناليست زما د ژوند په اړه پوښتنه وکړه. دويم، ډاډمنه يم چې دا خبريال به حکومت ته زما د ټول درد او غم کيسه وړاندې کړي.»