افغانان د اوبو له څښلو ډډه کوي

زيات شمېر خلک له دې ډاره چې اوبه د هغوی روغتيا ته تاوان رسوي، غوره ګڼي، د يخو اوبو د څښلو پرځای تږي پاتې شي.

افغانان د اوبو له څښلو ډډه کوي

زيات شمېر خلک له دې ډاره چې اوبه د هغوی روغتيا ته تاوان رسوي، غوره ګڼي، د يخو اوبو د څښلو پرځای تږي پاتې شي.

. هغه له سرخوږ، خوبجنۍ (ګنګسوالي) او ستړيا رنځيږي.



نوموړي په پای کې د ډاکتر لارښوونه ومنله او 12 ګيلاسه اوبه يې وڅښلې. اغېز ډېر چټک او ډراماتيک و.



هغه وويل: ((زه احساس کوم، چې بيخي روغ رمټ او تازه يم.))



په ټوليز ډول افغانان ډېرې لږې اوبه څښي. هغوی په دې اند دي، چې نور مايعات لکه چای د هغوی لپاره ښه دي. په ژمي کې هغوی بېخي اوبه نه څښي او وايي، چې هغه يې روغتيا ته تاوان رسوي.



يو بوټ جوړوونکي، اته پنځوس کلن عبدالغفار آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه له دېرشو کلونو راهيسې يو ګوټ اوبه نه دي څښلي.



هغه وويل: ((کله چې زلمی وم، پښې مو خوږېدې. پلار مې راته وويل، چې دا د يخو اوبو د څښلو له امله دي. له دې کبله اوس يوازې چای څښم.))



کله چې په ټينګار ترې پوښتنه وشوه، نو ويې ويل، پښې يې لا تراوسه هم خوږيږي.



هغه وويل: ((خو که اوبه مې څښلی وای، له دې به بتروای. تر څو چې ژوندی يم اوبه به ونه څښم.))



په داسې حال کې چې افغانان د سمندر د څپو په وړاندې لامبو وهي، د طبي ټولنې يو شمېر غړي زيار باسي، ترڅو هغوی له دې بهير څخه واړوي.



په کابل کې د داخله ناروغيو يو ډاکټر، نورعلم شيرزي وويل: ((که چېرته څوک اوبه ونه څښي، نو د بدن حجرې يي کمزورې کيږي. دا کار له وخت څخه د دمخه مړيني لامل کيږي.))



يو شمېر هغه خلک، چې د چټلو اوبو له څښلو وروسته ناروغ شوي دي، دې ناسمې پايلې ته رسيدلي دي، چې پخپله اوبه د هغوی د ناروغۍ لامل شوی دی.



خو شيرزی وايي، سوچه اوبه د ناروغيو د رامنځته کولو پر ځای په حقيقت کې د يو زيات شمېر ناروغيو مخه نيسي. هغه وايي: ((که يو څوک په اوړي او ژمې کې د خپل بدن اړتيا تر سره کړي، نو تل به روغ وي. دا د روغتيا ساتنې ترټولو ارزانه لاره ده.))



د کابل ښار يوه اوسېدونکې، ګلالۍ د جمهوريت روغتون ته د برانشيت د درملنې لپاره راغلې ده. هغه د نورو په څېر د عادي اوبو له څښلو ډډه کوي اووايي، چې د بوتل د اوبو اخيستلو ته يې وسه نه رسيږي.



هغې وويل: ((زه پوهيږم، چې د مينرال اوبو څښل ګټه لري، خو يو بوتل يې 50 افغانۍ بيه لري، له دې امله غوره بولم، چې چای وڅښم.))



خو شيرزی دا خبرې نه مني. هغه وايي: ((خلک کولای شي، اېشول شوې اوبه وڅښي، چې په اوړي او ژمي کې د پاکو اوبو د لاسته راوړلو تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده.))



په حقيقت کې چای او قهوه مدر (ادرار راوړونکي) خاصيت لري او په پرمختللي حالت کې ښايي (په بدن کې) د اوبو نشتوالی رامنځته کړي.



شېرزی وايي، ستونزه ډېره جدي ده او د روغتيا وزرات بايد د معلوماتو يو پروګرام تر لاس لاندې ونيسي، ترڅو خلکو ته د څښلو د اوبو ارزښت وښايي.



هغه وايي: ((څنګه چې خلک زيات معلومات نه لري، نو له دې امله نه غواړي اوبه وڅښي. يو شمېر کورنۍ د ژمې په شپو کې خپل اولادونه داوبو له څښلو منعه کوي. ماشومان بايد اوبه وڅښي، که نه نو په عادي توګه وده نه شي کولای.))



د کابل د قرغې د سيمې اوسيدونکی، قيام الدين ددې خلکو له ډلې څخه دی. هغه وايي: ((د اوړي له تېرېدو وروسته مې کورنۍ نه پرېږدم، چې يخې اوبه وڅښي، ترڅو په برانشيت اخته نه شي.))



د روغتيا وزارت د يو سلاکار، دکتور عبدالله فهيم د وينا له مخې په ژمي کې د يخو اوبو د څښلو په اړه زړه نازړه توب کوم علمې بنسټ نه لري.



هغه زياتوي: ((په ژمي کې يخې اوبه روغتيا ته تاوان نه رسوي. آن په شمالي قطب کې خلک يخې اوبه څښي.))



د طب د ډګر کارپوهان وايي، افغانان د کافي اوبو د نه څښلو له امله ځانته تاوان اړوي.



په مزارشريف کې د داخله ناروغيو يو ډاکتر، غوث الدين انوري وايي: ((د لويانو بدن په اوړي کې پنځو او په ژمې کي دريو لېترو اوبو ته اړيتا لري. که يو څوک خپلو حجرو ته کافي اوبه ورنه کړي، نو ټول بدن يي کمزوری کيږي.))



په اصل کې د هېواد د زياترو اوسيدونکو بدنونو ته په پرله پسې توګه د اړتيا وړ اوبه نه رسيږي.



انوري وايي: ((له دې امله زيات شمېرافغانان کمزوري، ستړي او خوبجن ښکاري.))
Frontline Updates
Support local journalists