افغانان د سولې پر غړند بهير خبرې اترې کوي
سره له دې چې د ځنډ د لاملونو په اړه نظرونه مختلف دي، خو هر څوک د سولې درول شوې او پيل شوې خبرې له ستونزو سره مخامخ بولي.
افغانان د سولې پر غړند بهير خبرې اترې کوي
سره له دې چې د ځنډ د لاملونو په اړه نظرونه مختلف دي، خو هر څوک د سولې درول شوې او پيل شوې خبرې له ستونزو سره مخامخ بولي.
د آی ډبليو پي آر د مناظرو ويناوال د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پرمختگ اوهمدارنگه په دې اړه خبرې اترې کوي چې څنگه عادي خلک کولای شي د روغې جوړې له بهير سره مرسته وکړي.
دغه مناظرې د ارزگان، کندهار او زابل په سويلي ولايتونو کې جوړې شوې وې، چې طالبان پکې پياوړی حضور لري.
د ارزگان ولايت د والي مرستيال، شېرپاچا ارگوني د سولې تړون ته د رسېدو په اړه خوشبينې څرگنده کړه، سره دې چې خبرې اترې په دې وروستيو کې د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر د مړينې د اعلان له امله له ځنډ سره مخامخ شوې. (وگورئ: پر افغاني مناظرو د ملا عمر د مړينې اغېز)
ارگوني وويل: «په دې وروستيو مياشتو کې د سولې بهير د کتنې وړ پرمختګ کړی. د طالبانو د مشر د مړينې له امله د هغوی ليکې سره جلا شوې، خو بيا هم هيله موجوده ده چې خبرې به ژر پيل شي.»
نوموړي زياته کړه: «سوله اړينه ده. افغانان تر بل هر څه زيات سولې ته اړتيا لري.»
په ارزگان کې د مدني ټولنې يوه فعال، جاوېد احمد خپلواک وويل، د سولې عالي شورا، چې د بيا پخلاينې د بهير مسؤوليت پرغاړه لري، پخپله ستونزمنه ده؛ ځکه زيات شمېرغړي يې په تېرو نښتو کې د طالبانو پوځي رقيبان وو.
د ارزگان د رادېو او تلويزيون مشر، نور محمد ابدالي پر دې ټکي زور واچاوه چې منځگړې د خبرو اترو په بهير کې رغنده رول لوبولای شي.
هغه وويل: «سره له دې چې جگړه د بهرنيانو له خوا تپل شوې، خو موږ ته ښايي چې هيله له لاسه ورنه کړو او د سولې د راوړلو په موخه گډ کار وکړو.»
په کندهار کې قاري مؤمن خان په نامه يوه ديني عالم وويل، اسلامي عالمان بايد په دغه بهير کې ورگډ کړای شي چې د سولې بهير خلکو ته بيان کړي.
هغه وويل: «د سولې شورا ښايي له ديني عالمانو سره اړيکې ټينگې کړي، ترڅو خلک د سولې او يووالي پر ارزښت پوه شي.»
د کندهار ولايت د مدني ټولنو په استازيتوب، داودشاه زمري وويل، پکار ده چې عادي خلک په دې بهير کې ښکېل شي.
د کندهار ولايت د ژيړي ولسوال، حاجي جمال آغا وويل، د ځايي ټولنو تر منځ د واټن په له منځه وړلو هغه په داسې يوه ځای کې سول تامين کړه چې پخوا له کنتروله بهر او د مخالفانو تر لاس لاندې وه. هغه وويل، دا «يوه داسې لاره ده چې زرگونو بهرنيو او ځايي سرتېرو ونشو کړای د جگړ په کلونو کې يې تر لاسه کړي.»
د کندهار ولايت د عامه اړيکو کارکوونکي، عبدالقدوس باعث د خپلو هلو ځلو دفاع وکړه، ويل يې د خبراترو د ځنډ لاملونه د هغوی له کنترول څخه بهر دي.
هغه وويل: «په اسلام آباد کې د سولې د خبرو اترو لومړی پړاو د حکومت او د ولس دواړو هيلې پيدا کړې. د اوربند په اړه په دويم پړاو کې موافقه ترلاسه کېده. د گاوڼدي هېوادونو د استخباراتو په لاسوهنه خنډونه رامنځته شول.»
په زابل کې ويناوال هم يو خوله وو او ويل يې خبرې د «بهرنۍ لاسوهنې» له امله له خڼد سره مخ شوې، چې پاکستان ته يوه پټه اشاره وه.
د زابل د والي وياند، گل اسلام سيال وويل، د بهير د ځنډ لامل بهرنۍ لاسوهنه او همداراز د طالبانو د مشرتابه تر منځ جگړه ده.
د زابل ولايت د ولايتي شورا غړي، عبدالله خان خروټی له دې خبره سره موافق و.
هغه زياته کړه: «که چېرته د طالبانو داخلي شخړه هواره او د بهرنيو هېوادونو لاسوهنه بنده شي، سوله ترلاسه کېدای.»
د زابل ولايت د ديني عالمانو د شورا مشر، مولوي عبدالحکيم همت وويل، د سولې پرمختگ په وړاندې د خڼد بل لامل د افغانستان د حکومت په منځ کې ځينې ځواکونه دي.
هغه وويل: «د افغانستان حکومت د سولې د تامين لپاره کوټلي گامونه نه دي پورته کړي. لاتراوسه هم په حکومت کې داسې مفسدې څېرې شته چې د شخصي گټو له امله د سولې له بهير سره مخالفت کوي.»
د مدني ټولنې فعالې. زرمينې پټانې د سولې په بهير کې هغه کوچني رول ته گوته ونيوه چې ښځو لوبولی دی، سره له دې چې له طالبانو سره د سولې په سر د هغوی په سخته لاسته راوړل شوي ازادي له خطر سره مخامخ کيږي.
هغې وويل: «افغاني مېرمنې په دې بهير کې هغومره ستره برخه نه لري، چې ښايي درلودلی يی وای.»