افغانستان: د کرزي د خبرو اترو د پلان خطر
د سولې د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه دوديزه جرګه پلان شوې ده، خو د شنونکو د وينا له مخې برياليتوب به دې کې نغښتی وي، چې اسلام اباد د بهير د بېلارې کولو لپاره کومه هڅه ونه کړي.
افغانستان: د کرزي د خبرو اترو د پلان خطر
د سولې د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه دوديزه جرګه پلان شوې ده، خو د شنونکو د وينا له مخې برياليتوب به دې کې نغښتی وي، چې اسلام اباد د بهير د بېلارې کولو لپاره کومه هڅه ونه کړي.
خبره داده، چې د طالبانو د پرله پسې بغاوت له امله د افغانستان په سهيل کې له سياسي ډګر څخه ايستل شوې استوګنې پرګنې د ستونزې لپاره د حل د خپلې لارې يو چانس تر لاسه کړي او د پولې هغه غاړې ته د پاکستان په سرحدي سيمو کې اوسېدونکي خلک، چې د باور له مخې په کې باغې ملېشې اوسيږي، د رغنده سولې د بسياينې له بهير سره همغاړي کړای شي.
يو شمېر ځايي شنونکي او د جرګې زيات شمېر احتمالي برخوال ګوته څنډي، چې په اوسنيو شرايطو کې د جرګې رابلل له خطر څخه ډک يو کار دی. د يو شمېر پېچلو ملي ګټو د شتون له مخې ددې خطر هم شته، چې ښايي ناسم استازي جرګې ته وروبلل شي او داسې لږ څه تر سترګو کيږي، چې ګوندې ځايي پرګنې دې د هغې له مخې په کومې يوې لارې سره سلا شي.
د پولې دواړو خواوو ته د يوې جرګې د رابللو مفکوره د تېر سپتمبر په مياشت کې واشنګتن ته د افغان ولسشمر حامد کرزي د سفر په مهال د پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف او د امريکا د ولسمشر جورج بوش تر منځ راپورته شوه.
نوموړې غونډه يو څه ستونزمنه وه، ځکه دواړو لوريو د افغانستان په سهيل کې د طالبانو له خوا د امنيتي حالت د ګډ وډولوله امله يو بل پړ ګڼل. مشرف په دې اند و، چې طالبان يوه افغاني پديده ده او زياتره په دغه هېواد کې فعاليتونه کوي. په داسې حال کې کابل ټينګار کوي، چې نوموړی غورځنګ خپلو ليکو ته جلب او جذب، روزنه او بريدونه د پولې هغه غاړې ته په قبايلي سيمو کې تنظيموي.
دا څرګنده خبره ده، چې د تاوتريخوالي او د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د پروپاګند په جګړې کې د افغانستان په سهيل کې د مېشتو پښتنو غږ هيڅ نه اورېدل کيږي.
جرګه، چې يو افغاني دود او د قومونو د مشرانو سپين ږيرو او ديني عالمانو د راغونډېدو يو ميکانيزم دی، ښايي ددې زمينه رامنځته کړي، ترڅو دا غږونه واورېدل شي او ښايي په داسې لارو چارو سره سلا شي، چې دا جګړه پرې پای ته رسيږي او داسې ګامونه هم پورته شي، تر څو يو شمېر اندېښنې له منځه يوسي، هغه چې وايي د طالبانو ملاتړ د خلکو د بېوزلۍ او د کوکنارو د منځه وړلو له پروګرامونو څخه سرچينه اخلي او په سهيل کې د بهرنيو پوځونو د فعاليتونو په اړه د خلکو د حساسيت لامل کيږي.
د ولسمشر حامد کرزي وياند، کريم رحيمي وويل، د حکومت له خوا د داسې يوې لويي جرګې رابلل يو ستر ګام دی، چې د هغه په اند به يوه مثبته پايله ولري. هغه وويل: ((موږ فکر کوو دا جرګه رغندې پايلې ولري، چې قومي مشران او نور اغېزمن سپين ږيري به په کې برخه واخلي.))
نوموړې جرګه به د باور له مخې، چې نېټه به يي وروسته وټاکل شي، يو، يو ځل په دواړو هېوادونو کې جوړه شي. رحيمي وويل، جزئيات لا تر اوسه پورې په ډاګه شوي نه دي. هغه وويل: ((دا بهير زيات کار ته اړتيا لري. د هغې د کار د ميکانيزيم په اړه به وروسته پرېکړه وشي. اوسمهال له دې زيات معلومات په لاس کې نه شته.))
همدا جزيات دي، چې په افغانستان کې د سياسي شنونکو اندېښنه يي راپارولې ده. هغوی وايي د اسلام اباد حکومت په دې اړه ناپلوی دريځ نه لري. هغه به زيار وباسي، چې د پاکستاني لورى د پښتنو د رښتينو استازو پر ځای د خپلې خوښې خلک دې جرګو ته راواستوي.
په کابل کې ميشت سياسي شنونکي، حبيب الله رفيع د پاکستان د ای ايس ای استخباراتي شبکې ته په ګوتې نيولو، چې په لومړي ځل يي د طالبانو له رامنځته کېدو سره مرسته کړې او لا تر اوسه يي ملاتړ کوي، وايي: ((سياستوالو کله ناکله د جرګې له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. ددې جرګې غړي هم لا تر اوسه څرګند نه دي. ايا هغې ته به د ای ايس ای استازې لاره ومومي او يا به په خپله لاره لاړه شي؟))
رفيع جرګې د پولې ددواړو خواوو پرتو پښتنو يو ارزښتمن دود بولي، خو ددې ډار لري، چې اسلام اباد به د خبرو اترو بهير په خپله ګټه واړوي. هغه وويل: ((افغانستان بايد هوښيارتيا له لاسه ورنه کړي او په ناسمو جرګو او پرېکړو تېر نه وځي.))
د کابل پوهنتون استاد، محمد اسمعيل يون دا مني، چې د راتلونکو پرېکړو په نيولو کې دې بايد پښتانه برخه واخلي، خو هغه هم په دې باور دی، چې کېدای شي په درغلو جرګو کې نااستازي خلک برخه واخلي او د طالبانو له خوا برمته شي.
هغه وويل: ((طالبان له پښتنو سره توپير کېدای شي. هغه يو فکري پوځي غورځنګ دی.))
سياسي شنونکي، عبدالرزاق مامون په دې هکله رڼا واچوله او ويي ويل: ((دا جرګه د پاکستان له لوري په رسميت باندې د طالبانو د پېژندلو په موخه جوړيږي، ترڅو په افغانسنان کې خپلې ګټې ترلاسه کړي.))
مامون هغه اوربند ته ګوته ونيوه، چې د سپتمبر په مياشت کې ولسمشر مشرف په شمالي وزيرستان کې له ځايي مشرانو سره لاسليک کړ. له نوموړي قبايلي سيمي څخه يي خپل پوځونه په شا کړل او په بدل کې يي موافقه وکړه، ترڅو طالبان هغه خاوره په افغانستان باندې د بريدونو لپاره ونه کاروي.
نوموړي وويل: ((د جرګې ګټونکی به د پاکستان حکومت وي، چې د پولې په دې خوا او هغه خوا پښتنو تر منځ يي زيات کار کړی او په جرګې کې به په بشپړ ځواک برخه واخلي په داسې حال کې چې د افغانستان لوری به کمزوری دريځ ولري.))
دا شکونه د افغانستان د ګوجرو د قومي ملي شورا مشر، مولوي محمد صادق هم لري. هغه وايي: ((زه د پاکستان په ارادې باندې باور نه لرم... (چې) تل يي د افغانستان د ورانولو هڅه کړې ده. جرګه به تر هغه بې مانا وي، ترهغې چې نړيواله ټولنه له پاکستان څخه په افغاني چارو کې د نه لاس وهنې ضمانت وانخلي.))
ورته شکونه د پاکستان په شمال لويديځې برخې کې د پښتنو سياسي مشرانو راپو رته کړي دي.
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر، اکرم شاه په دې باور دی، چې په پاکستان کې ټاکل شوي ميشت قبايلي مشران به د اسلام اباد تر واک لاندې کار وکړي.
هغه د پژواک خبري رسنۍ ته وويل: ((جرګه به ترهغه بې ګټې وي، ترڅو د پاکستان له اغېز څخه بهر شوې نه وي او د خلکو رښتيني استازي ټاکل شوي نه وي.))
د پاکستان وتلی ژورنالست محمد صادق ژړک وويل، د قومي مشرانو په څېر دې په پاکستاني ترکيب کې د پښتونخوا ملي عوامي مشران هم ورګډ شي، ترڅو په رغنده توګه په خپل حکومت باندې د تاوتريخوالي د مخې نيولو فشار راوړي.
د افغانستان د قومونو او سرحدونو د چارو په وزارت کې د جرګو د رياست چارواکي، سيد نعيم پاچا وويل، د کابل حکومت په دې خطرونو پوهيږي او زيار وباسي، ترڅو ددې ډاډ تر لاسه کړي، چې پاکستاني استازي پېژندل شوې څېرې وي، نه د ای ايس ای له خوا ټاکلي خلک.
هغه په دې ټينګار وکړ، چې دا کار د پاکستان په نيکې ارادې پورې تړلی دی: ((ددې جرګې برياليتوب او اغېزمنتوب به د پاکستان د حکومت په ارادې پورې تړلی وي. ځکه دا پاکستان دی، چې افغانستان ته ستونزي پيداکوي، نه افغانستان.))
مامون د جرګې د پاتېوالي په هکله د افغانستان په سهيل کې د خلکو اقتصادي ځوړتيا ته ګوته ونيوله. هغوی د نړيوالې ټولنې له مرستو او بيا رغاونې ډېره لږه ګټه اخيستې ترڅو د سولې لپاره کار وکړي. هغه وويل: ((د تشو ګېډو جرګه به څوک ماړه نه کړي او نه به کار او روزګار ورته ومومي.))
نوموړي زياته کړه: (( خلکو د (افغانستان) په ختيځ، سهيل او لويديځ کې څه شی تر لاسه کړی، چې دفاع وکړي؟ هغوی په دې جګړې کې څه شی له لاسه نه ورکوي. ددې ولايتونو اقتصادي بنسټونه بايد پياوړي شي، ترڅو خلک دفاع وکړي. اوسمهال خلک له خپل حکومت څخه پردي دي.))