افغانستان: ښځې د اپينو قربانيانې
په شمال ختيځ ولايت کې د ناروغۍ د زياتېدو د مخنيوي لپاره ډېرې لږې سرچينې موجودې دي.
افغانستان: ښځې د اپينو قربانيانې
په شمال ختيځ ولايت کې د ناروغۍ د زياتېدو د مخنيوي لپاره ډېرې لږې سرچينې موجودې دي.
د بدخشان د زېباک د ولسوالۍ اوسېدونکې د درېو اولادونو مور، بي بي روشن له اته کلنۍ راهيسې اپين کاروي.
د هغې مور او پلار، چې پر نشه يي توکو روږدي وو، پر هغې هم اپين خوړل. د زرخان د کلي اوسيدونکي، بي بي روشن اوس همدغه کار له خپلو اولادونو سره کوي.
نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «کله چې زما اولادونه په کور کې شور ماشور کوي، لږ اپين ورته ورکوم چې ويې خوري او کرار ويده شي.» نوموړې زياته کړه، زه په هرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠ گرامه اپين څکوم.
بي بي روشن وويل: «کله چې خورم یا څکوم، عجيب احساس کوم، بدن مې سپکيږي او د ډېرې کرارۍ احساس کوم.»
داسې بريښي چې د کوکنارو د عمده توليدوونکي شمال ختيځ ولايت، بدخشان، په زرگونه مېرمنې هره ورځ اپين خوري.
په نوموړي ولايت کې کره شمېرې په لاس کې نشته، خو د آی ډبليو پي آر خبريال د روږدو ښځينه وو په اړه د معلوماتو د راټولولو په موخه شپږ مياشتې د بدخشان په بېلابېلو سيمو کې وگرځېد او څېړنې يې سرته ورسولې.
پر نشه يي توکو له روږدو مېرمنو او ځايي مشرانو سره له مرکو برسېره شوه چې په هر کلي کې په لسگونه روږدې ښځې موجودې دي. په منځنۍ توگه د ورځې د شلو گرامو اپينو په کارولو له دوو څخه تر درې ډالرو پورې لگښت راځي او دا يو گرانبيه عادت دی.
د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، محمد افندي مني چې اعتياد يوه ستره ستونزه ده. هغه وويل، د سرچينو د نشتوالي له امله د اعتياد د رښتينې کچې په اړه د سمو معلوماتو تر لاسه کول يو ناشونی کار دی.
افندي وويل: «موږ ته پته ده چې په بدخشان کې په زرگونو معتادې مېرمنې موجودې دي، خو اصلي شمېره يې راته معلومه نه ده، ځکه موږ نشو کولای هغوی راجستر کړو.»
چارواکو وويل، ښځې په ځانگړې ډول د واخان، اشکاشم، زېباک، يمگان، کران او منجان په ولسواليو کې نشه يي توکي کاروي.
پر نشه يي توکو د درملنې لپاره د شغنان په ولسوالۍ کې يوازې يو ٢٥ بستره ييز حکومتي روغتون موجود دی. د دغه روغتون رئيس، نجيب الله ضيايي وايي، په دې ولايت کې د روږدو کسانو د شمېر اټکل ناشونی کار دی.
په بهارک ولسوالۍ کې د شهامت مرکزي روغتون او د اشکاشم په ولسوالۍ کې د آغاخان د بنسټ ٢٥ بستره يې روغتون په نامه دوه خصوصي روغتونونه موجود دي. دا روغتونونه هم د روږدو ښځينه ناروغانو درملنه کوي.
په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو تر ټولو وروستۍ شمېرې د نشه يي توکو لپاره د ملگرو ملتونو د ادارې د ٢٠٠٥ کال په رپوټ کې راغلې دي. په دغه رپوټ کې اټکل شوی و چې په بدخشان ولايت کې پر اپينو ٣٠٠٠ تنه روږدې ښځې موجودې دي.
په بدخشان کې د آغاخان د بنسټ د روغتيايي خدمتونو رئيس، شمس علي شمس اټکل وکړ چې دمگړۍ په دغه ولايت کې ٧٠٠٠ معتادې ښځې موجودې دي.
هغه وويل، په تېرو نهو کلونو کې يې د ١٤٠٠ مېرمنو درملنه کړې ده، خو ويې ويل، زياترو بېرته د اپينو په کارولو پيل کړی دی.
افندي له دې سره موافق دی چې د نشه يي توکو د درملنې د مرکزونو د موجوديت سره سره نوي سلنه مېرمنې بېرته د نشه يي توکو کارونې ته راگرځيدلې دي.
نوموړي په دوام وويل، د دې کار اصلي لامل د تاسيساتو ټيټ معيار دی. په کلينيکونو کې د نوو وسايلو کاروونکي ماهر ډاکټران نشته او د سرچينو د نشتوالي له امله زياتره ښځې له روغتون څخه بېوخته رخصتيږي، چې له امله يې بېرته ډېر ژر د نشه يي توکو کارونې ته مخه کوي.
د بدخشان ولايت د ښځو د چارو رئيسې، ذوفنون حسن ناطق وويل، د ښځو له خوا د نشه يي توکو کارونه په دې ولايت کې د ژوند يوه عادي برخه ده.
د بدخشان ولايت د پوهنې رئيس، عبدالحي انتظامي وويل، تېر کال په سرحدي سيمو کې د هغه د رياست د يوې سرته رسېدلې سروې له مخې د نجونو په يو شمېر ښوونځيو کې ٣٨٠ ښځينه ښوونکې په نشه يي توکو روږدې وې.
ارزانه او په هر ځای کې موجود
د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملگرو ملتونو ادارې (UNODC)) د ٢٠١٦ کال رپوټ له مخې افغانستان، هر کال د ٣٣٠٠ ټنو اپينو په توليد، د نړۍ د سترو توليد کوونکو هېوادونو په سر کې واقع دی.
همد ا راز په ٢٠١٥ کال کې افغانستان د نړۍ په کچه اويا سلنه نشه يي توکي توليد کړي وو.
د هېواد دننه د دغو توکو کارونه، چې نسبتا ارزانه او په هر ځای کې پيدا کيږي، يوه عادي خبره او په بېلابېلو لارو کاريږي.
د زرخان د کلي اوسيدونکي، دولت محمد وويل، ځوانې مېرمنې زياتره د هغوی اپين څکوي.
هغوی يوه کوچنۍ ټوټه اخلي، پر يوه فلز يې ږدي او لوگی يې د يوه نرې پايپ له لارې کشوي.
نوموړي وويل، په دغه لارې د اپينو د لوگي څکول څه ناڅه لس دقيقې وخت نيسي. هغه زياته کړه: «زړې ښځې د يوې گولۍ په اندازه اپين اخلي او له چای سره يې تېروي.»
ښځې د اپينو د اخيستلو لپاره هر هغه څه پلوري چې په کاله کې يې موجود دي.
د سرچشمې د کلي يوې روږدې مېرمن، زربېگم وويل، مېړه يې څلور غواگانې او ١٢ دانې پسونه لري. هغه د شېدو د پلورلو له لارې درې ډالره ترلاسه کوي او خپل عادت پرې پوره کوي.
د اشکاشم په ولسوالۍ کې د قوماندان په نامه يوې نومول شوې زړې مېرمن وويل، هغه له ٢٠ کلونو راهيسې روږدې ده. هغه هره ورځ په ځايي بازار کې دروېزه گري کوي، ترڅو وکړای شي دوه – درې ډالره پيدا او خپل ورځنی عادت پرې رفع کړي.
د زېباک ولسوالۍ د زرخان د کلي د پراختيايي شورا مشر، سيد باقرشاه پامير پور وويل، ځايي بازارونه هغه ځايونه دي چې د اپين پلرونکي پکې فعاليت کوي.
هغه وويل، د اپينو کاروبار کوونکي زياتره بېروزگاره ځوانان دي چې به بازار کې نشه يي توکي پلوري. نوموړي زياته کړه پوليسو د دې کار د مخنيوي لپاره هيڅ گام نه پورته کوي.
د بدخشان د والي وياند، احمد نويد فروتن له دې سره مواق دی چې له کلونو کلونو راهيسې د نشه يي توکو په سلگونه کاروبار کوونکي په بازارونو کې په پوره خونديتوب خپل کار پر مخ وړي.
ځايي پوليس هغومره سرچينې نه لري چې په کليو کې د نشه يي توکو له کارکوونکو سره د مقابلې لپاره زيات شمېر په کار وگوماري.
د زېباک ولسوالۍ د ځايي شورا مشر، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل، د هغه په اند روږدې ښځې هره ورځ د درې ډالرو په بيې څه ناڅه شل گرامه اپين کاروي. په هغه ټولنه کې چې دعايد کچه يې تيټه ده، دا د پام وړ پېسې دي.
په درېو کليو کې له شلو تنو مېرمنو سره له مرکې وروسته دې اټکل ته ورسېدو چې په خپل دې عادت د مياشتې تر ٩٠ امريکايي ډالرو پورې لگوي.
د اعتياد له مالي او ټولنيز لوړ لگښت سره سره ښځې وايي چې ورځنی سخت ژوند يې پرې يو څه کرار او ارام تېرېږي.
د اشکاشم د اوساس د کلي اوسېدونکې، بي بي گل چې د يوه نري فلزي نل له لارې يې اپين څکول، وويل، له دې پرته ژوند نشي کولای.
هغې وويل: «له خوړو پرته شپه او ورځ تېرولی شم، خو له اپينو پرته ژوند نشم کولای.»