استازي اوس د زړه خبرې کوي
د حفيظ الله ګردش او بشير ګواښ ليکنه
استازي اوس د زړه خبرې کوي
د حفيظ الله ګردش او بشير ګواښ ليکنه
د جوزجان د ولايت استازي، ميرغلام په خپل ولايت کې له جنګ سالارانو او ټوپکيانو څخه سرټکاوه او له حکومت يي غوښتل چې هغوى تر خپل کنترول لاندې راولي. هغه ويل: "په جوزجان کې جګړه ماران خپلې شخصي بنديخانې لري. څوک چې د هغوى له خوښې پرته کوم کار وکړي، نو په دې بنديخانوکې يي اچوي. حکومت بايد ډېر ژر دهغوى ددې کار د بندولواقدام وکړي او جنګ سالاران محکمې ته راکاږي."
له مزارشريف څخه يوې استازې، ماريا سزاوار ورته شکايت درلود. هغې ويل: "د خلکو ستونزې به تر هغه ليرې نه شي، ترڅو چې دا جنګ سالاران له منځه نه وي تللي."
د هلمند د ولايت استازي، عبدالاحد عليزي وويل: "زياترو پوځي قوماندانانو خپلې پوځي پوستي جوړې کړي، د هغوى هدف داى، چې د نورو خلکو جيبونه خالي او خپل ډک کړي."
کله چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير، سيد مخدوم رهين غونډې ته خبرې کولې، يو استازې هغه د وينا په يوه برخه کې ودرولو او شکايت يي وکړ، چې د هغه د وزارت له پيل راهيسې خلک مجاهدين د جګړه مارانو په نوم يادوي. په داسې حال کې، چې مجاهدين د شوروي پوځ د ايستلو لپاره راپاڅېدلي وو.
رهين د ډېرو استازو د لاسونو پړکولو په ځواب کې وويل: د مجاهدينو او جنګ سالارانو تر منځ لوى توپير دى. "ما پخپله ١٣ کاله په جهاد کې ونډه اخيستې، خو هېڅکله مې ملي شتمني نه ده غلا کړې." هغه وپوښتل: "آيا جهاد د خداى د رضا لپاره و،يا د نجونو، موټرو او پيسو لپاره؟" هغه زياته کړه: "دين او جهاد له جنايت سره توپير لري."
په غونډو کې زيات شمېر ښځو له موقع څڅه ګټه پورته کړه او په افغانستان کې يي د ښځو په وړاندې د نارينه وو له چلن څخه شکايت وکړ. هغوى د ښځو د حقوقو ټينګه غوښتنه وکړه، چې بايد په اساسي قانون کې ځانګړي شي.
د پکتيا له ولايت يوې استاې ثريا اکبري وويل: "په زياترو ولايتونو کې نارينه ښځې د مريانو په توګه کاروي.." هغې شکايت وکړ، چې: "خويندي لا تر اوسه د خپلو ورونو د قربانيانو کورنو ته ورکول کيږي او کونډې د خپلو مېړونو له مړينې وروسته بايد خپلو ليورونو ته نکاح شي. هغوى د څه ويلو حق نه لري."
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون مشرې، ډاکټرې سيما ثمر هم د ښځو د موضوعګانو په اړوند اندېښنه څرګنده کړه. وي ويل "د ښځو عزت بايد خوندي شي. ښځې بايد د وينې بدل نه شي. کونډې بايد په خوښه د خپل سرنوشت د ټاکلو حق ولري. د هغوى حقوق بايد په اساسي قانون کې وټاکل شي. هغوى دې، د شخصي پرېکړې په ځاى د قانون له مخې سزا وويني."
د کندهار ولايت د ښځو استازې، رنګينې حميدي وويل ، ځينو جهادي استازو ښځينه استازې د پيسو په وړاندې هڅولي، چې په لويه جرګه کې د ښځو د حقوقو د مسئلې له يادولو تېرې شي.
د اساسي قانون د مسودې په ٥٤ ماده کې راغلي، چې دولت د کورنۍ او په ځانګړې توګه د مور او ماشوم د جسمي او روحي روغتيا دتامين او د ماشومانو د روزنې او د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سره د مغايرو رسومو د له منځه وړلو لپاره لازم تدبيرونه نيسي.
خو زياترو ښځينه استازو ويل، چې يوازې دا کار بس نه دى. ځينو ښځو په هېواد کې د امريکايي فوځونو د کړنو په هکله خبرې کولې.
د کونړ د ولايت يوې استازې، شريفې صافۍ د امريکايي عسکرو له امله شکايت وکړ. هغې وويل: "له اجازې پرته د ښځوتالاشي کول، موږ نه شو ځغملاى. هغوى بايد دا کار بس کړي او يا دې ددې کار لپاره ښځې وګوماري."
د ارزګان له ولايت څخه محمد صديق وويل، چې امريکايان: "بايد د القاعدې د له منځه وړلو لپاره، د ناسمو استخبارتي رپوټونو له امله په عادي خلکو باندې د بمبارۍ پر ځاى له بل تاکتيک څخه کار واخلي."
ځينو استازو د لويي جرګې څخه د يوې غونډې په توګه ګټه پورته کړه او په خپلو سيموکې يي د برښنا او د اوبو د لګولو لپاره داوبو د بندونو د جوړولو غوښتنې کولې. د کونړ له ولايت څخه قاضي عبدالستار وويل: "موږ غوښتنه کوو، چې سړکونه او پلونه موله سره جوړ شي. موږ غواړو چې د کونړ په سيند د برښنا بندجوړشي. حکومت بايد د کونړ د ځنګلونو د وهلو په کلکه مخه ونيسي."
د شيعه ګانو د حرکت اسلامي افغانستان د تنظيم مشر، شيخ محمد آصف محسني وويل، روسيه بايدپه افغانستان کې په خپلې لاسوهنې اعتراف وکړي او په مسکو يي غږ وکړ، چې د کال يومليارډ ډالره افغانستان ته ورکړي.
د ننکرهار له ولايت څخه روح الامين وويل، هيڅوک بايد دافغانستان په ملي سرحدونو بريد ونه کړي. هغه وويل، د ډېورند د کرښې مسئله دې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لويه پوله جوړوي، په اساسي قانون کې وليکل شي. هغه همدارنګه وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په پولو دې خبرې پيل شي.
د ډېورند کرښه، چې په ١٩٨٣ کال کې د افغانسنان او برتانوي هند تر منځ راکښل شوې وه، له کلونو راهيسې پرې له پاکستان سره لانجې رامنځته شوې دي. د دفاع وزارت مرستيال عبدالرحيم وردګ روح الامين ته وويل، چې د ډېورند دکرښې موضوع د راتلونکي ټاکل شوي حکومت کار دى، نه د اوسني منځمهالې ادارې.
په اسلام آباد کې د افغاني کډوالو د استازو له ډلې څخه، سيد محد علي صدر د پاکستان په بنديخانو کې د يو زيات شمېر بندي افغانانو خبره ياده کړه: "زموږ يو زيات شمېر افغاني ورونه له جرم پرته په پاکستانې جېلونو کې پراته دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بايد دې کار ته د پاى ورکولو په خاطرجدي اقدام وکړي."