ايا کېدای شي چې جلغوزه د بدلون يو تخم شي
ځايي سوداگر داسانتياوو او نړيوال مارکيټ ته د مستقيمې رسېدنې غوښتنه کوي.
ايا کېدای شي چې جلغوزه د بدلون يو تخم شي
ځايي سوداگر داسانتياوو او نړيوال مارکيټ ته د مستقيمې رسېدنې غوښتنه کوي.
په سويلي ولايت، خوست کې د جلغوزو گټور حاصل د پخوا په څېر اوس هم راټوليږي. د علي مرجان په نامه يوه پخواني ښوونکي، چې له پکتيکا څخه د جنگ جگړو له امله کډه شوی، وويل، هغه او کورنۍ يې په ورځو ورځودخوست ترسره لمر لاندې جلغوزې له غوزو څخه وباسې
مرجان وويل، دا فصلي کار يوازنۍ وسيله ده چې د خپلې کورنۍ د اعاشې او اباتې لپاره ترې کار اخلي، هغه زياتوي: «زه او مېرمن مې له خپلو کوچنيانو سره يوځای د جلغوزو غوزې پر لرگيو ماتوو او جلغوزي ترې راباسو. له دې پرته بل کوم کار نشته. همداکار کوو. له غوزو څخه يې په کور کې د سون د توکو په توگه کار اخلو.»
په سويلي ولايت خوست کې جلغوزې له ډېرو مهمو حاصلاتو څخه شمېرل کېږي چې یوه کیلو یې دخوست په بازارکې تر ٢٢ امريکايې ډالرو پورې پلورل کيږي، همدا رنگه يو غوره صادراتي توکی هم دی. ځايي حاصل ټولوونکي او سوداگر شکايت کوي او وايي چې د حکومت د پانگونې او نظم نشتوالی او پر صادراتي توکو د پاکستان لاسوهنه د هغې پراختيا په وړاندې لوی خنډ جوړوي.
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې جلغوزې په غرونو او ځنگلونو کې لوييږي. په تېره بيا لويه پکتيا چې خوست، پکتيکا او پکتيا پکې شامل دي. همدارنگه د جنگ جگړو کلونو او بې قانونۍ د افغانستان ځنگلونو ډېره برخه له منځه وړې ده. د يو قومي تړون له مخې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته د جلغوزو ځنگلونه ساتل شوي دي.
په خوست کې د جلغوزو دسوداګرو د ټولنې د مشر، شهزاده ځدراڼ د وينا له مخې جلغوزې د تېرو پنځو کلونو راهيسې زيات ارزښت موندلی دی. هغه وويل، يوازې په خوست کې د جلغوزو د پېرودلو او پلرولو لپاره دوه مارکيټونه جوړ شوي دي.
له دغو دوو مارکيټونو څخه د يوه مارکيټ خاوند، الله مير وويل، تېرکال له افغانستان څخه ٣٥٠٠ ټنه جلغوزې، چې ټوله بيه يې ٧٧ مليونه ډالره کيږي، بهر ته صادر شوي دي. سږکال د ډېرو اورښتونو له امله په حاصل کې د پام وړ زياتوالی راغلی او د هغه د اټکل له مخې يې ښايي صادرات ٥٠٠٠ ټنو ته لوړ شي، چې ټوله بيه به يې سلو مليونو ډالرو ته ورسيږي.
افغانستان د خپلو صادراتو په برخه کې د پاکستان په ښې ارادې پورې تړلی دی. دا کار د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سياسي ترینګلتیا ته په پام تل په زړه پورې نه وي.
د خوست سوداگر شکايت کوي چې هغوی له دوو ننگونو سره مخ دي، لومړی، دا چې په پاکستان کې د انگورو هډې ته تللې لارې د جلغوزو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال تړلې وي او بل، دا چې محصول يې خورا لوړيږي.
ځدراڼ وويل: «پاکستان د جلغوزو د حاصل پر مهال خپلې پولې تړي، جلغوزې وچيږي، خپل وزن له لاسه ورکوي او موږ ته ډېر تاوان اړوي. سږکال پاکستان زموږ په وړاندې بل ناقانونه گام هم پورته کړ. په هره کيلو يې راباندې يو نيم ډالر محصول کېښود او پر وړاندې يې راته نه کوم رسېد راکړ او نه کوم سند.»
هغه وويل، پاکستان ته په هره تلونکې لارۍ کې ١٥ ټنه جلغوزي بار شوي وو، يعنې پاکستاني حکومت د هرې لارۍ پر سر ١٥٠٠٠ ډالره محصول تر لاسه کړ. سوداگرو بله چاره نه درلوده، له دې پرته چې هغه پر پاکستان وپلوري. ځدراڼ په دوام وويل، افغانستان نشي کولای په مستقيم ډول نورو مارکيټونو ته ورسيږي.
هغه په دوام وويل: «که چېرته افغانستان جلغوزو ته کوم نړيوال مارکيټ موندلی وای، نو بيا به موږ د پاکستان له دې ناقانونه چلند سره نه مخ کېدو او زموږ محصولات به د پاکستاني محصولاتو په نامه نورو مارکيټونو ته نه تللای.»
د گل امين په نامه بل سوداگر هم وويل، په داسې حال کې چې د لويې پکتيا جلغوزې هم په اروپا او هم په چين کې له ښه نامه برخمن دي، خو هلته د پاکستاني جلغوزو په نامه پلورل کيږي.
نوموړي وويل: «له دې امله چې موږ نړيوالو مارکيټونو ته لار نه لرو، پاکستان له موږ څخه جلغوزې په ممکنې ټيټې بيې تر لاسه کوي، وروسته يې په لاهور کې پروسس کوي، په کڅوړو کې يې ځای په ځای کوي او بيا يې په لوړه بيه د پاکستاني توليد په نامه نړيوالو مارکيټونو ته صادروي.»
ځدراڼ وويل، هغوی په دې اړه څېړنه کوي چې څنگه وکولای شي خپل صادارت د چين له هېواد سره تنظيم کړي. په دې لړ کې يې پروسږکال يو شمېر چينايي سوداگر د خوست ولايت ته وړي وو.
هغه وويل: «موږ د جلغوزو د پلورلو په اړه د چين له سفارت سره پرله پسې اړيکې نيولې، ځکه هغوی د جلغوزو سوداگرۍ ته ډېر لېوال دي.»
ځايي چارواکي وايي، مرکزي حکومت له دوی سره پراخو مارکيټونو ته د رسېدو په موخه کومه مرسته نه ده کړې، ترڅو د جلغوزو د پروسس او زېرمه کولو لپاره بنسټيز کارونه سرته ورسوو.
د خوست ولايت د سوداگرۍ د خونو رئيس، نواب اميرزي وويل، حکومت آن په دې کار کې پاتې راغلی چې د افغان جلغوزو لپاره په نړيوالو مارکيټونو کې د معيارونو د تر لاسه کولو لپاره اعتبار تر لاسه کړي.
د خزان په نامه د خوست ولايت يو سوداگر وويل، د دې لپاره چې دغه صنعت پراختيا ومومي، نو د هغې د زېرمه کولو لپاره د سړو خونو چمتو کولو ته ډېره زياته اړتيا ده. جلغوزې له بنسټيزو تاسيساتو پرته تر يوې مياشتې پورې خپل اصلي خاصيت ساتلای شي.
هغه وويل: «دمگړۍ موږ د خپلو توکو د ساتلو لپاره ځانونه ستړي کوو. که هغه چېرته تودې هوا ته کېښودل شي، خپل وزن له لاسه ورکوي، ورستيږي او موږ ته ډېر تاوان رسوي.»
د خوست د کرنې رئيس، فضل رحيم وويل، د دغه موضوع د مخنيوي لپاره پلانونه تر لاس نيول شوي دي.
هغه وويل: «موږ په پام کې لرو چې د منگلو، ځدراڼو په ولسواليو او د ټنيو د ولسوالۍ په ځينو برخو کې سړې خونې جوړې کړو. دغه سيمې د جلغوزو زيات توليدات لري.»
اميرزي وويل، سوداگران هم مسؤوليت لري چې له حکومت سره همکاري وکړي. لږه اندازه جلغوزې په قانوني ډول صادريږي، ځکه سوداگر له قانون څخه ځانونه پټوي.
اميرزي وويل: «د محصول د ورکولو له ډاره هغوی د سوداگرو په خونه کې ځانونه، نه دي ثبت کړي. له دې امله هغوی ناقانونه سوداگري مخ ته وړي او قانوني سوداگرۍ پر ځای قاچاق کوي.»
د خوست د والي وياند، مبارز ځدراڼ له دې سره موافق دی، زياتوي: «که د جلغوزو سوداگر خپل ځانونه ثبت نه کړي، نو له حکومت څخه د اسانتياوو د چمتو کولو د غوښتنې حق نه لري.»
د خوست ولايت د سوداگرۍ او صنعت رئيس، بهرام برهاني وويل، له رسمي ميکانيزم څخه د غاړي دغړولو له امله د هغه دفتر له يو څو گامونو پرته نوره مرسته نشي کولای.
هغه وويل: «سوداگر د ځانونو ثبتولو ته حاضر نه دي او که په زوره ترې وغواړو ځانونه ثبت کړي، نو بيا وايي چې موږ له هغوی څخه پيسې غواړو.»
د کاسي گل په نامه يوه سوداگر وويل، هغه او ملگري يې له دې ډاريږي چې د هغو عايداتو پر سر ماليه به ترې واخيستل شي چې لا تر اوسه يې نه دي ترلاسه کړي.
هغه وويل: «سوداگر نغدې پيسې نه لري. جلغوزې په پور اخلي او له دې امله ځانونه، نه ثبتوي. هغوی له دې ډاريږي چې حکومت به پورونه پانگونه وگڼي او لوړ ټکس به پرې ولگوي، په داسې حال کې چې دا د هغوی پېسې نه دي.»
فضل الرحيم مني چې پخوانۍ ادارې د جلغوزو سکتور ته لږ پام درلود. دا هغه څه دي چې د خوست والي، حکم خان حبيبي يې د منځه وړلو ژمنه وکړه.
نوموړي تېره مياشت د کرنې يوې غونډې ته وويل، څرنگه چې افغان سوداگر نړيوالو مارکيټونو ته مستقيم لاسرسی نه لري، پاکستان د افغاني جلغوزو له پلورلو څخه له سلو ميليونو څخه تر يو سلو او پنځوس ميليونو ډالرو پورې عايد تر لاسه کوي.
هغه وويل: «غواړم يو ميکانيزم رامنځته کړم چې د جلغوزو د نيالگيو کېنول، د جلغوزو د تخم راټولول، پروسس او په کڅوړو کې يې اچول او همد ا رنگه نړيوالو مارکيټونو ته د دغه ارزښمن توکي صادرول به پکې شامل وي. تر اوسه پورې دغه ملي سرچينې ته هيچا کوم پام نه دی اړولی.»