بېوزلى ولس
د آى ډبليو پي آر وروستۍ سروې په ډاګه کړې، چې له امنيت څخه وروسته کمزوري اقتصادي وضعه د افغانانو دويمه لويه اندېښنه ده.
بېوزلى ولس
د آى ډبليو پي آر وروستۍ سروې په ډاګه کړې، چې له امنيت څخه وروسته کمزوري اقتصادي وضعه د افغانانو دويمه لويه اندېښنه ده.
دهغې مېړه معيوب او ړوند دى. شپږ اولادونه يې مړه شوي دي. يو بل زوى يې هغه ووهله او ترې ولاړ. اوس په کندهار کې دا ٥٠ کلنه مېرمن خپله ډوډۍ د دروېزه ګرۍ له لار ې پيدا کوي.
د ډنډ د ولسوالۍ د هيلې قلعچې د کلي اوسېدونکې دې مېرمنې وويل، چې د مدرسې له زده کوونکو (طالبانو) څخه د درېم لاس ډوډۍ رانيسي. دا زده کوونکي کور په کور هغه له خلکو څخه راټولوي. نوموړې وايي: "هغه دا ارزانه ډوډۍ رانيسي، چې کله ناکله سړه او خوسا وي."
وچه ډوډۍ د زياترو افغانانو عمده خواړه جوړوي، ځکه د زياتې بېوزلۍ له امله د خوراک نور اړين شيان نه شي تر لاسه کولاى. په ملي کچه يوې سروې کې په کليو او ليرې پرتو سيمو کې، ښځو او نارينه وو دواړو خبريالانو ته ويلي، چې اقتصادي ستونزې، په تېره بيا بېکاري او د مزدورۍ ټيټه بيه او د اوبو د نشتوالي ستونزه د دويمې کچې لويه اندېښنه ده.
د خلکو نظريې د هېواد په کچه په ٢١ ولايتونو کې له دريو زرو تنوڅخه راټولې شوي دي، چې داګست په نيمايي کې د آى ډبليو پي آر له خوا د ژورناليزم او ټول ټاکنو په اړوند د يو جوړ شوي ورکشاپ د يوې برخې په توګه له سلو تنو خبريالانو له خوا تر سره شوې وه.
په کابل کې د امنيتي ستونزو په پرتله اقتصادي ستونزو ته زياته ګوته نيول شوې ده. داقتصادي ستونزو په لړ کې د اوسېدو وړ ارزانه کورونو درلودل هم کتار شوي و.
افغانانو په ډېر خپګان د بېوزلتوب په هکله خبرې کولې.
د کابل ښار د رحمن مېنې په ناحيې کې يوې ٤٥ کلنې مېرمنې خبريال ته په دې فکر، چې ګوندې دولتې مامور دى ولسمشر ته ستوغه او سپوره وينا وکړه او ويې ويل: "(ولسمشره!) داسې کا روکړه، چې د خلکو ګېډې مړې شي. هر څوک وږى او ېيکاره دى. ته له مجاهدينو (مشرانو) سره يوځاى شوى يې او ټولې هغه پيسې خورئ، چې له بهر څخه راځي. وشرمېږه!"
ددې ستونزو له منځه وړل د وخت خبره ده.
اقتصادي ستونزې له نورو ستونزو سره تړاو لري، چې خلکو يادولې؛ لکه امنيت، د اوبو نشتوالى، روغتيايي څارنه، ښوونه او روزنه، د برښنا کمبوت، د سړکونو او ترانسپورت نشتوالى.
د کابل پوهنتون يو استاد او اقتصاد پوه، سيد مسعود وايي، ترڅو چې بنسټيزې پروژې، لکه؛ سړکونه، اوبه او برښنا نه وي رغاول شوي، د اقتصادي پرمختګ چانس ډېر کم دى.
نوموړى وايي، کوچني کسبونه او کاروبار د اقتصاد څرخونه دي. له هغوى سره د حکومت نه مرسته په حقيقت کې "اقتصادي ګناه" ده. په دې برسېره حکومت بايد په نورو سکتورونو کې هم اقتصاد ته پام واړوي. هغه زياتوي، اوبه او برښنا په کليوالي سيمو او بانډو کې هم خورا ارزښت لري، ترڅو ښارونو ته د کليوالو د کډې کولو مخه ونيسي، چې کرکيله له خنډونو سره مخامخ کوي. مسعود زياتوي، چې حکومت بايد د کرنې او لاسي صنايعو له پراختيا سره مرسته وکړي، تر څو کليوالي اقتصاد پياوړى شي.
د تېرو ٢٥ کلونو جګړو، کډوالۍ او وچکالۍ خلک زيات بېوزلي کړي دي. اوبه اود برښنا سيستم، فابريکې، سړکونه او ودانۍ ويجاړې شوي اود جګړو په کلونو کې له پامه غورځول شوي دي. په ميلونونه خلک د جګړې او ماينونو له امله شل او شوټ شوي. له کورونو څخه په تېښتې خلکو خپل شته او مالونه له لاسه ورکړي او ښوونه او رزنه له خنډونو سره مخامخ شوې ده. وچکالۍ په خپل وارکرکيله له منځه وړې، چې د افغانانو تر ټولو لويه بوختيا ده. کروندې په پراخه توګه، نه يوازې د وچکالۍ او اوبو خور د نشتوالي له امله ويجاړې شوي، بلکې له رغنده ترانسپورت او سمو سړکونو پرته کروندګر نه شي کولاى خپل حاصلات لويو ښارونو ته ولېږدوي.
د باميانو ولايت د قرغنه تو د ولسوالۍ يو ٧٠ کلن بوډا وويل، سړکونه او موټرې نه شته، چې د خلکو مزلې لنډې کړي."زموږ سابه مخکې له دې چې د باميانو بازار ته وروسيږي، خوسا کيږي."
د سړکونو او ترانسپورت نشتوالى نه يوازې کروندګرو ته زيان رسوي، بلکې د امنيت بسيا کول هم له ستونزو سره مخامخ کوي او روغتيايي مرکزونوته د ناروغانو پر خپل وخت د رسېدو مخه نيسي.
سره له دې چې په هېواد کې د ودانولو کارونه په هر ځاى کې په ډچه په مخ روان دي، خو خلک د کار او دندې د موندلو لپاره ليري ځايونو ته ځي.
افغانان په کابل او د هېواد په ختيزو او جنوبي ولايتونو کې بايد له پاکستاني کارګرانو سره سيالي وکړي، چې د کار وړتيا او مهارت لري او لږه مزدوري غواړي.
د کندهار د لو والې (لويې ويالې) يو بېکاره شل کلن ځوان وويل:"پنجابيان له پاکستان څخه دلته راځي او کار کوي،خو دکندهار خلک بېکاره دي او پاکستان ته د کار لپاره ځي."
خلک وايي، معاشونه لا هماغسې ډير لږ دي. د کورونو کرايې، د خواړو او سون موادو بيې ډېرې لوړې تللي دي. د ننګرهار ولايت يوې ٣٩ مېرمنې خبرې د نورو خلکو د ستونزو يوه بېلګه ده. نوموړې وايي: "زما مېړه مامور دى. ٢٠٠٠ افغانۍ معاش اخلي، چې زموږ د کور ګوزاره پرې نه کيږي. که ماشومان مې نارغه شي، حيرانه يم چې څه پرې وکړم."
زيات شمېر ځوانان د ولور د زيات لوړوالي له امله نه شي کولاى ودونه وکړي. ولور په کندها رکې له ٢٠٠ زرو څخه تر ٣٠٠ زرو افغانيو، په خوست کې له ٢٠٠ زرو څخه تر ٤٠٠ زرو کلدارو پورې، په هرات کې له ١٠٠ زرو څخه تر ٣٠٠ زروافغانيو پورې، په ننګرهار کې له ٤٠ زرو څخه تر ١٠٠ زرو افغانيو پورې، په کابل کې له ٨٠ زرو څخه تر ١٥٠ زرو افغانيو پورې دى. په دې ولور کې د واده لګښت، د ناوې جوړې اونو رلګښتونه شامل نه دي، چې ښايي زرګونه افغانيو ته ورسيږي.
د کندهار يو ٢٣ کلن ځوان وايي: "زه به هغه چاته رايه ورکړم، چې پيسې راکړي، ځکه ماکوژده کړې او ٢٠٠ زره کلدارو ته اړتيا ارم، چې ناوې راولم."
البته نوى ولسمشر به ددې توان ونه لري، چې هر چاته نغدې پېسې ورکړي. د اقتصاد د جوړولو خبره ډېره پېچلې ده.
د معادنو او سپکو صنايعو د وزارت مرستيال، بشير مشعل وايي: "د افغانانو بنسټيزه مالي ستونزه بېکاري ده. پيسې او اقتصادپه کرنې ولاړ دى. پرله پسې وچکالۍ په هېواد کې د کرکيلې او اوبو خور سيستم خراب کړى دى. له دې امله مالي سيتسم يې هم له منځه وړى دى."
دهغه په اند دافغانانولپاره د دندو د موندلو يوازينۍ لاره د فابريکو جوړول دي، چې د هېواد د خامو موادو، بشري ځواک او د پانګې اچولو لپاره له ښه چاپېريال څخه ګټه واخلي. مشعل وايي: "شل کاله دمخه موږ په ٣٢ فابريکو کې سل زره تنه کارګران لرل. خو اوس د برښنا د نشتوالي او زړو ماشينونو له امله يوازې اته زره تنه کارګران لرو."
په کندوز، بلخ او بغلان کې درې فابريکې له سره جوړې شوي او د فرانسويانو او جرمنانو له خوا په نوي او عصري وسايلو سمبالې شوي دي.
مشعل زياتوي: "په سږني مالي کال کې زموږ حکومت شل مليونه ډالره د نويو فابريکو جوړولو ته بيل کړي دي. د پلان له مخې د دريو کلونو په مودې کې به په اوو ولايتونو کې نوې فابريکې جوړې شي او د يو ميليون تنو لپاره به نوې دندې چمتو شي.