د افغان سوداگرو د برياليتوب ناويلې کيسې

.د ننگرهار د سوداگرو مشران وايي د مخالفينو له گواښونو سره سره د توليد کچه مخ په زياتېدو ده

د افغان سوداگرو د برياليتوب ناويلې کيسې

.د ننگرهار د سوداگرو مشران وايي د مخالفينو له گواښونو سره سره د توليد کچه مخ په زياتېدو ده

په ننگرهار  کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

د افغانستان په ختيځ ننگرهار ولايت کې سوداگر گيله کوي چې د ياغيانو پر فعاليتونو د رسنيو د تمرکز له امله په اقتصادي برخه د هغوی د برياليتوب په اړه معلومات نه ورکول کيږي. 

د هغوی په وينا د دې ډار له مخې، چې په راتلونکي کال کې د ناتو د پوځونو وتل به د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي، د رغنده او مثبت پرمختگ په اړه رپوټ ورکول له اهميت څخه ډکه خبره ده.

داسې بريښې چې په يو شمېر ولسواليو کې د مخالفينو فعاليت مخ په زياتېدو دی او پاکستان ته په غځېدلې لويه لار د سړي تښتونې بلگې ليدل شوي دي. طالبان د ننگرهار ولايت په پراخه سيمه د پام وړ حضور لري، سره له دې چې امنيتي مسؤولين وايي وضع يې تر گورت لاندې ده. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: د افغانستان ختيځ ته په غځېدلې لويه لار د طالبانو سړي تښتونې)

له خطر سره سره پانگه اچوونکي وايي د ننگرهار ولايت د سوداگرۍ پرمختگ ته ژمن دي.

په ننگرهار ولايت کې د پانگې د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر، غلام نبي رحمانزی وايي، د تېرو دوو کلونو راهيسې د ننگرهار په کچه د پانگې اچول شل سلنه زياته شوې؛ يعنې په کال کې له سلو مليونو امريکايي ډالرو څخه ١٢٠ مليونو امريکايي ډالروته پورته شوې.  

هغه وويل، اوس په جلال آباد کې شاوخوا اتيا فابريکې په فعاليت بوختې دي. دا شمېره مخ په زياتېدو ده. د پرمختگ او ودې لاملونه يې دا دي، چې په لږو پيسو کارگران گومارل کيږي، فابريکو ته د اړتيا وړ برښنا چمتو شوې او د جلال آباد په ختيځ کې په حصارشاهي صنعتي پارک کې [فابريکې] د لسو کلونو لپاره له محصول څخه معاف دي.

د ننگرهار د صنعتکارانو د اتحاديې مشر، حاجي تورملنگ وويل، د هغه ملگري سوداگرو په دې پوهيږي چېبى ثباتى  د خلکو ورځنی ژوندسره تړلې ده  

هغه وويل: "افغانان د کډوالۍ له ژوند او د گاونډيو هېوادونو له چال چلن څخه ډېر کړيدلي دي. اوس هغویدى  ته اړ شوي چې په خپل هېواد کې په هر راز شرايطو کې ژوند وکړي. هغوی د راتلونکي په اړه کوم ډار نه لري. د افغانستان وضع له تېرو دېرشو کلونو راهيسې گډه وډه ده. موږ شرايطو ته نه تسليميږو. پروا نه کوي، هر څه چې وي، وي به، موږ خپل هېواد او خپلو هېوادوالو ته له خپلو ارمانونو نشو تېرېدلای."

د ملنگ له نيک نظر سره د ننگرهار د المونيمو د فابريکې خاوند، حاجي نورالحق هم يوه خوله دی. هغه په رسنيو غږ وکړ، د مثبتو پرمختگونو په اړه رپوټ ورکړي چې خلک ډاډه کړي او ژوند پر سمه لار روان شي.

د هغه ٧٠ تنه کارگران نشي کولای د بيا پروسس شوو المونيمي تختو د توليد لپاره د خلکو غوښتنه پوره کړي. نورالحق په پام کې لري چې په ٢٠١٤ کال کې يوه بله فابريکه هم جوړه کړي. هغه له پانگه والو غواړي په نورو ځايونو کې د فرصتونود موندلو په موخه افغانستان پرې نږدي. 

هغه وويل: "موږ افغانان يو او په افغانستان کې ژوند کوو. که وضع نوره هم خرابه شي، پروا نه کوي، موږ به نه له افغانستان څخه ووځو او نه به کارونه ودروو. په حقيقت کې دا گاونډيان دي چې پر موږ يې جگړه تپلې ده او موخه يې داده چې افغانستان تل د هغوی د لگښتي توکو بازار وي او افغانان ونشي کړای پرخپلو پښو ودريږي."

حاجي شريف الله صديقي د "اسما"د څښلو د اوبو د فابريکې خاوند دی، چې د ورځې ٥٠٠٠ ليتره اوبه توليدوي او د افغانستان په ختيځو سيمو کې يې پلوري.

هغه وويل: "که چېرته موږ د وضعې ښه کېدو ته سترگې په لار پاتې شو او بهرنيانو ته مو سترگې نيولې وي چې هېواد راته ودان کړي، نو ډېره ستره اشتباه به مو کړي وي. له دې پرته بله لار نه لرو چې لسټونې رابډ وهو او له وضعې سره ځانونه سم کړو. موږ دلته د افغانستان د راتلونکې په خاطر پانگونه کړې ده. اوس يې نه شو پرېښودلای."

هغه زياته کړه: "موږ ډاډمن يو چې وضع به د ناوړه کېدو پرځای ښه شي."

د ننگرهار د اقتصاد د پوهنځي استناد محمد بشير دوديال وويل، په [ننگرهار] ولايت کې د سوداگرو د مشرانو زړورتيا د ستاينې او قدر وړ ده.

هغه وويل: "موږ په پښتو کې يوه وينا لرو، چې گټه له تاوان څخه لاسته راځي. اقتصادي اصول لارښوونه کوي چې د تاوان خطر بنسټيز عنصر دی."

دوديال وويل، رسنۍ بايد ژر تر ژره د وضعې له ناوړه ښودنې څخه سمدلاسه لاس واخلي.

هغه وويل: "دا د رسنيو اشتباه ده. هغوی بايد خپل پام د دا راز مثبتو پرمختگونو په اړه رپوټ ورکولو ته واړوي. زه پوهيږم چې د ننگرهار زياتره خلک او همدارنگه د افغانستان د نورو سيمو خلک ناخبره دي چې څومره شيان په ننگرهار کې توليديږي. دليل يې دا دی چې رسنۍ يوازې منفي رپوټونه خپروي."

د ننگرهار پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي رئيس او د بي بي سي راديو همکار، ببرک مياخېل وويل، دا نيوکه تر يوه بريده سمه ده.

هغه وويل: "خلک له خبريالانو څخه د مثبتو او منفي دواړو خبرونو د اورېدو حق لري."

مياخېل وويل، د ژورناليزم پوهنځي محصلانو ته د تد يس پر مهال پر دې ټينگار کوي چې په خپلو رپوټونو کې هر لوري ته پام وکړي.

يو شمېر ځايي ژورنالستان وايي هغوی ته پته نه وه چې په ننگرهار کې سوداگري په برياليتوب سره روانه ده. په کابل کې د اشنا تلويزون خبريال وويل، هغه حيران شو چې وايې اورېدل په دې ولايت کې زيات محصولات توليديږي.    

هغه د جلال آاد له ليدلو وروسته وروسته وويل: "شخصا زه پخپله نه وم خبر چې زموږ ننگرهار دومره توليدات لري ."هغه زياته کړه، اوس به د دې پرمختگ په اړه رپوټ چمتو کړم. "دا افغانانو ته ډېر وياړ دی."

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists