د افغانستان او متحده ايالتونو تر منځ د امنيتي تړون په اړه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده
.له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب د مهمې موضوع په اړه خبرې اترې له ستونزو سره مخامخ دي
د افغانستان او متحده ايالتونو تر منځ د امنيتي تړون په اړه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده
.له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب د مهمې موضوع په اړه خبرې اترې له ستونزو سره مخامخ دي
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، حفيظ الله گردش ليکنه
د افغان شنونکو په وينا هغه امنيتي تړون، چې افغان ولسشمر حامد کرزی او د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير، جان کيري پرې تېره اوونۍ لومړنۍ هوکړې ته رسيدلي، له سرته رسېدلې معاملې لېرې بريښي.
په پام کې ده چې د اوږدې مودې سترگې په لار دوه اړخيز تړون به په راتلونکي کال کې د ناتو تر مشرۍ لاندې د زياترو سرتېرو له وتلو وروسته د متحده ايالتونو او افغانستان تر منځ دفاعي همکاري تنظيم کړي. د دې تړون د شرايطو بشپړ متن لا تر اوسه په ډاگه شوی نه دی، سره له دې کيري او کرزي د اکتوبر د مياشتې د يوولسمې او دولسمې نېټې غونډې په پای کې ورته گوته ونيوه چې د تړون پر عمده برخو هوکړه شوې ده.
کرزي وويل، د افغانستان د بشپړتيا، له بهرني تجاوز څخه د افغانستان د دفاع په اړه د واشنگټن ژمنه او د امريکايي ځواکونو د خپلسرو عملياتو د نه ترسره کولو په اړه ليکلي ضمانتونه ترلاسه شوي دي.
سره له دې دوه ورځنيو تودو خبرو ونه کړای شول په افغانستان کې د ملي امنيتي ځواکونو د روزنې په موخه د پاتې شوو امريکايي سرتېرو د مهمې موضوع؛ قضايي خونديتوب په اړه هوکړه ترلاسه کړي.
ولسمشر بارک اوباما ويلي وو، که چېرته سرتېري پاتې کيږي، نو د خونديتوب موضوع يې مهمه ده، خو کرزي وويل، دا خبره به لويه جرگه هواروي، چې د هغه په وينا په راتلونکي مياشت کې رابلل کيږي.
کرزي له کيري سره په يوې گډې مطبوعاتي غونډې کې خبريالانو ته وويل:"قانوني معافيت د افغان حکومت د واک خبره نه ده. دا د افغانستان په خلکو پورې اړه لري. لويه جرگه به په دې اړه پرېکړه وکړي."
د بهرنيو چارو وزير له خپل لوري وويل، قانوني دريځ ښايي هغسې وي لکه چې د نړۍ په نورو برخو کې د متحده ايالتونود مېشتو ځواکونو په وړاندې پلی کيږي.
هغه وويل: "خونديتوب دا معنا نه لري چې د ناسمو کړنو په وړاندې دې د متحده ايالتونو تورن ځواکونه ازاد وگرځي. که چېرته زموږ سرتيري په افغانستان کې کوم جرم سرته ورسوي، هغوی به په متحده ايالتونو کې د متحده ايالتونو تر قانون لاندې محاکمه کيږي. دا بايد ووايو، که چېرته د قانونيت موضوع هواره نشي، نو له بده مرغه به دوه اړخيز تړون ته ونه رسيږو."
د پارلمان غړي، رمضان بشردوست، چې تل پرحکومت نيوکې کوي، وويل د کيري او کرزي د خبرو اصلي پايله ناڅرگنده وه.
هغه وويل: "په رسنيو کې خپاره شوي رپوټونه او د پردې ترشا خبرې يو تر بله توپير لري. نه افغان حکومت او نه متحده ايالتونو کله هم خپلو خلکو ته رښتيا ويلي دي. زه باور نه لرم چې د حامد کرزي له خوا دا سرته رسېدلې خبرې اترې دې صادقانه او د افغانستان په گټه وي."
بشردوست په تېر کال کې د متحده ايالتونو او افغانستان تر منځ لاسليک شوي ستراتيژيک تړون ته گوته ونيوه چې له ٢٠١٤ کال وروسته د دوه اړخيزو مرستو بنسټ جوړوي. هغه وويل، متحده ايالتونو د نوموړي تړون درناوی نه دی کړی. په تړون کې راغلي و چې د امريکا تر لاس لاندې زندانونو او د ځانگړو [جگړه ييزو] عملياتو مسؤوليت به افغان لوري ته لېږدول کيږي. په تړون کې د مرستو او پراختيا په اړه هم څرگندونې شوې وې.
بشردوست وويل، په دوه اړخيز امنيتي تړون کې دې د توغندويي بريدونو په وړاندې د افغانستان خونديتوب په پام کې ونيول شي چې کابل يې په پرله پسې ډول پر پاکستان تور پورې کړی دی. پاکستاني چارواکو له دې څخه غاړه غړولې چې گوندې دا بريدونه دې د هغوی پوځونو کړي وي.
هغه وويل: "متحده ايالتونو له پاکستان څخه د افغانستان پر خاورې پر توغندويي بريدونو سترگې پټې کړي او ستراتيژيک تړون يې تر پښو لاندې کړی. همدا کار به د امنيتي تړون په وړاندې هم سرته ورسوي، ځکه د دا راز تړونونو د پلي کېدو لپاره کوم تضمينونه نشته."
سياسي شنونکي، وحيد مژده وويل، د دواړو لورو تر منځ پراخ واټن موجود دی.
نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "د کرزي او کيري د خبرو تر منځ توپير موجود و. کيري د هغې موضوع يادونه ونه کړه چې د کرزي په وينا پرې هوکړې ته رسيدلي دي. هغه مازې پر دې ټينگار وکړ چې په افغانستان کې د امريکايانو قانوني خونديتوب داسې يوه غوښتنه ده چې متحده ايالتونه پرې سترگې نشي پټولای، خو داسې يې هيڅ ونه ويل چې د کرزي د وينا پر تاييد دلالت وکړي؛ په دې معنا چې ښايي کيري له هغه سره يوه خوله نه و."
مژده د نور سيمه ييز تاوتريخوالي يادونه وکړه چې د ناتو د سرتېرو د شتون له امله رامنځته کيږي، د بېلگې په توگه په تاجيکستان کې د روسي پوځي څلوېښت کلن شتون په اړه د روسيې او تاجيکستان تر منځ تړون. دا کار به د منځنۍ اسيا هېواد په افغانستان کې د ملېشو د راولاړېدونکي گواښ په وړاندې وساتې او همدارنگه به د مسکو له ځواکمن کېدو سره مرسته وکړي چې د متحده ايالتونو زوړ او پخوانی سيال دی.
مژده وويل، د لويې جرگې جوړېدو ته اړتيا نشته چې د متحده ايالتونو سرتيرو ته قانوني خونديتوب ورکړي، ځکه د دې موضوع په اړه پخوانۍ جرگې خبرې اترې کړي او رده کړې يې ده.
هغه گوته وڅنډله که امنيتي تړون پر مخ ولاړ، نو ټيکاو به رامنځته نه کړي.
هغه وويل: "له متحده ايالتونو سره د تړون د لاسليک کيدو گټه به افغانستان ته ونه رسيږي؛ ځکه په افغانستان کې د متحده ايالتونو مخالفين او نور هېوادونه به چوپ پاتې نشي. له امريکايانو سره به پر جگړو لاس پورې کړي او د مخالفينو تر شا هېوادونه به د هغوی ملاتړ پراخه کړي."
د طالبانو مشر، ملا محمد عمر د لوی اختر په مناسبت په خپل پيغام کې په ټينگار ويلي چې دوه اړخيز امنيتي تړون به "هيڅکله ونه منل شي"اوگوته يې څنډلې چې د هغه غورځنگ به خپلې جگړې ته دوام ورکړي.
يو شمېر شنونکي وايي افغان حکومت تر دې کچې کمزوری دی چې نشي کولای له متحده ايالتونو سره سمه چنه ووهي.
د سياسي او دفاعي چارو شنونکي، جاويد کوهستاني وويل، هغه پر دې پوه شوی چې د افغانستان د ملي امنيت شورا له کيري سره د کرزي د معاملي پر څرنگوالي ناخوښه ده او شکايت يې کړی چې هغه [کرزي] بيځايه سخت دريځ نيولی دی.
کوهستاني وويل، د افغانستان په څېر کمزوری دريځ د متحده ايالتونو په څېر غښتلي انډيوال ته اړتيا لري. د امريکايانو پرله پسې پوځي شتون به له هغه سره د کورني اخ و ډب او بهرنيو گواښونو په وړاندې مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه: "موږ لا له پخوا څخه د خپلې اردو په گډون، د متحده ايالتونو پر مرستو ولاړ يو. موږ د متحده ايالتونو او د هغوی د متحدينو مرستو ته تر هغه اړتيا لرو، ترڅو پر خپلو پښو ودريدلي نه يو. باور وکړئ که چېرته متحده ايالتونه يوه مياشت زموږ پر اردو خپلې مرستې ودروي، نو اردو به مو تالا ترغۍ شي."
د نورو شنونکو په څېر کوهستاني هم په گډ مطبوعاتي کنفرانس کې د کرزي او کيري چلن ته گوته ونيوله چې د هغه په وينا پکې د دواړو لورو تر منځ ترينگلتيا برېښېده.
خلکو په کابل کې هم ورته نظر درلود.
د يوې ناحکومتي موسسې کارکوونکي، نور محمد وويل: "د [مطبوعاتي] کنفرانس په بهير کې ما وکتل چې هغوی يو څه ويل او د مخ څېرو يې بل څه ويل. هغوی د دوو غليمانو په څېر برېښېدل، آن يوه عادي موسکا يې هم پر شونډو نه خپرېده. له دې امله څرگنده ده چې لا زيات شمېر ستونزې پر خپل ځای پاتې دي."
هغه وويل، که واشنگټن د اړيکو د ساتلو اراده لري، بايد د کرزي د غوښتنو در ناوی وکړي. نوموړي زياته کړه، سياسي واقعيتونه تر دې کچې پېچلي دي چې نه پوهيږي څه شی يې په گټه دی.
هغه وويل: "که چېرته متحده ايالتونه له افغانستان څخه ووځي، نو له طالبانو، پاکستان او ايران سره به مخامخ شو. په دواړو لارو افغانان کړيږي."
حفيظ الله گردش په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر اديتور دی.