د افغانستان د سويل اوسيدونکي د نيمگړو خدمتونو له امله خپه دي
د زابل ولايت خلک دې ته اړ شوي چې د روغتيا څارنې او نورو اسانتياوو د ترلاسه کولو په موخه د ولايت مرکز ته وکوچيږي
د افغانستان د سويل اوسيدونکي د نيمگړو خدمتونو له امله خپه دي
د زابل ولايت خلک دې ته اړ شوي چې د روغتيا څارنې او نورو اسانتياوو د ترلاسه کولو په موخه د ولايت مرکز ته وکوچيږي
په زابل کى داى ډبليو پى ار تر روزنې لاندې خبريال نياز محمد زيارمل ليکنه
محمد رسول په قلات کې د روغتون د ديوال تر څنگ د لمر پيتاوي ته ناست دی او ډېر ستړی بريښي.
يوه اوونۍ دمخه هغه د زابل ولايت د نوبهار له ولسوالۍ څخه له خپلې ناروغې ماندينې سره قلات ته راغلی دی. د هغوی په سيمه کې کوم کلينيک نشته.
محمد رسول وويل: "له تېرو درېو ورځو څخه مېرمن يې په روغتون کې بستر شوې ده.هغه وويل ((زه د شپې له خوا هوټل ته ځم. باور وکړه دومره پيسې نه لرم چې د شپې ډوډې وخورم. وږی وېده کيږم.))
د زابل د سويلي ولايت خلکشکايت کوي چې له قلات څخه بهر عامه خدمتونه بيخي وجود نه لري. له دې امله له روغتيايي خمتونو څخه نيولې بيا تر نورو هغو پورې دې ته اړ کيږي چې ښار ته راشي.
محمد رسول وويل: "که پخپلې ولسوالۍ کې مو کلينيک درلودای، ولې به مې دومره ستونزې گاللې."
زابل د افغانستان تر ټولو وروسته پاتې ولايت دی. چارواکي اعتراف کوي چې عامه خدمتونه کمزوري دي، خو وايي سخته ده چې د هېواد دې سيمې ته د لوستو او وړ کارکوونکو پام راواړول شي.
د نوموړي ولايت والي، محمد اشرف ناصري آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ په دې سيمو کې متخصصين نه لرو. هغوی د لږمعاش له امله ولسواليو ته نه ځي. بله ستونزه په ولسواليو کې د حکومتي ادارو لپاره د دفترونو او ودانيو نشتوالی دی. کارکوونکي د کار او استوگنې لپاره کوم ځای نه لري."
والي وويل،((يو لړ پلانونه تر لاس لاندې لرو چې له مخې يې په نژدې راتلونکې کې دا ستونزې له منځه يوسو.))
هغه وويلچې له يو شمېر وزيرانو سره په ولسواليو کې حکومتي ادارو ته د ودانيو د جوړولو او د مسلکي کارکوونکو د استولو خبرې کړي دي.
د قلات شمال ته د ارغنداب د ولسوالۍ اوسيدونکي، عبدالرحمن وويل، د هغه په ځای کې يوازنۍ موجودې ادارې د ولسوال دفتر او امنيتي څانگې دي.
هغه وويل: "په ولسواليو کې هيڅ حکومتي ادارې نشته. موږ د ښوونې او روزنې، روغتيا څارنې او نورو په برخه کې هيڅ شی نه لرو. ودانۍ هيڅ نشته. څوک چې قلات ته د کوم کار لپاره راځي، لږ تر لږه د دوو سوو ډالرو پورې معادل پيسې لگوي. دا د زابل په څېر د وروسته پاتې ولايت خلکو ته ډېرې پېسې دي."
د ارغنداب، ميزان او نورو ولسواليو اوسيدونکو آی ډبليو پي آر ته وويل، د کلينيک د نشتوالي له امله يو شمېر خلک د عادي ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د نوموړي ولايت د عامې روغتيا رئيس، لعل محمد توخي وويل، دا شکايتونه تر يوه بريده پر ځای دي، ځکه دولتي خدمات په ډېرو گڼ مېشتو سيمو کې سرته رسيږي.
توخي وويل: "موږ په هغو سيمو کې کلينيک جوړوو چې د اوسيدونکو شمېر يې دري زره تنه وي. موږ قلات ته د بيړنيو ناروغانو د لېږدولو لپاره امبولانسونه او درمل چمتو کوو."نوموړي زياته کړه، کارکوونکي په دې هڅو بوخت دي چې لرې پرتو سيمو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي. هغه وويل: "اوس مهال موږ په هرې ولسوالۍ کې دوه يا درې کلينيکه لرو."
د زابل اقتصاد تر ډېره بريده په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی دی. کروندگر وايي د لومړنيو توکو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د شينکي ولسوالۍ اوسيدونکی، حميدالله قلات ته راغلی چې د کرنې له رياست څخه ميوه لرونکي نيالگي واخلي. هغه وويل، له تېرې اوونۍ راهيسې دلته ځي او راځي، خو د رياست کارکوونکو ورته تر اوسه پورې نيالگي نه دي ورکړي.
هغه وويل: "د زابل ټول خلک په کرنې او مالدارۍ ژوند تېروي، خو د کرنې رياست په هره ولسوالۍ کې دفترونه، نه لري چې خلکو ته په خپل وخت تخمونه، بزغلي، سره او د کرنې د افاتو درمل ورکړي. موږ دلته راځو او کارکوونکي مو ځوروي او پيسې غواړي. که پيسې ورنه کړې، نو اوونۍ، اوونۍ په دلته تېروي."
نوموړي زياته کړه: "زه له دې ميوه لرونکو نيالگيو څخه په دريو کلونو کې دومره پيسې نشم ترلاسه کولای، لکه چې له خپلې ولسوالۍ څخه يې قلات ته په تگ راتگ لگوم."
د نوموړي ولايت د کرنې رئيس، بسم الله هريپل وويل، له عمده مرکزونو بهر د دندې سرته رسول سخت کار دی.
هغه وويل: "موږ يوازې د شاجوی او شهر صفا په ولسواليو کې څانگې او کارکوونکي لرو. په نورو ولسواليو کې د مسلکي کارکوونکو او د ودانيو د نشتوالي او د معاشونو د لږوالي له امله څوک نه لرو. متخصصان ولسواليو ته د کار لپاره نه ځي. موږ اعلانونه خپروو چې خلک وهڅيږي او مراجعه وکړي. که هغوی د دولسم ټولگي فارغان هم وي په دندې يې گومارو، چې په ولسواليو کې بې کارۍ ته د پای ټکی کيدو."
په حقوقي برخو کې هم خبره همداشان ده. د شينکی د ولسوالۍ اوسيدونکي، عبدالولي وويل، خلک د ډېرې کوچنۍ حقوقي دعوې لپار قلات ته راځي.
په قلات کې کله ناکله د هغوی دعواگانې اوونۍ، اوونۍ ځنډيږي او چاوراکي د بډو غوښتنه کوي. عبدالولي وويل، د لسو ډالرو د موضوع هواری هر لوري ته تر دوه، درې سوو ډالرو پورې پرېوزي.
هغه په ملنډو وويل، حکومت دې نېغ په نېغه خلکو ته امر وکړي چې قاضيانو او څارنوالانو ته پيسې ورکړي. هغه زياته کړه: "په دې توگه به لږ تر لږه خلک په قلات کې په هوټلونو کې شپې نه تېروي او وخت به يې نه ضايع کيږي."
د زابل ولايت د څارنوالۍ رئيس عبدالغفار افضلي ومنله چې په ولسواليو کې د قاضايانو او څارنوالانو کمبود شته او لامل يې امنيتي ستونزې، ټيټ معاشونه د دفترونو او استوگنې د ځای او آن د بنديخانو نشتوالی وباله.
افضلي ويل، د هغه رياست زيار باسي چې دا ستونزې هوارې کړي.
د زابل امنيه قوماندان، غلام جيلاني فراهي وويل، هغه خطرونه چې زابل ورسره مخامخ دی د دې پلمه نشي کېدای چې ځايي حکومت دې د خلکو خدمت ونه کړای شي.
هغه وويل: "موږ په پام کې لرو په هغو سيمو کې چاڼيز عمليات پيل کړو، چې امنيتي ستونزې پکې موجودې دي. موږ امنيت تامينوو، خو وزارتونه دې هم په ولسواليو کې خپلو دفترونو ته ودانۍ جوړې کړي چې د خلکو ستونزې هوارې شي."
په همدې وخت کې د زابل اوسيدونکي قلات ته راځي، ډېرې پېسې لگوي او کله چې دلته راشي بيا له نااغيزمنتوباو فساد څخه سر ټکوي.
د شملزايي ولسوالۍ اوسيدونکي، محمد امين آی ډبليو پي آر وويل، هغه قلاتته راغلی و چې پېژندپاڼه واخلي، خو تر اوسه نه دی توانېدلی.
هغه شکايت وکړ: "زموږ په ولسوالۍ کې له جنگ سالارانو پرته نور څوک نشته. د ټولگټو ټول کارونه په ټپه درېدلي. يوه اوونۍ کيږي چې د تذکرې د اخيستلو لپاره دلته راغلی يم. مامورين دفترونو ته ناوخته راځي او دوخته ځي. دفترونه يې لکه خپل شخصي کورونه دي. که زړه يې وي کار کوي، که نه وي، دفتر تړي او ځي.موږ ته وايي سبا ته راشئ."
نياز محمد زيارمل په زابل ولايت کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.