د اجباري ودونو مخنيوى شونى دى
حسينېه سليمان او ليلما سديد د آى ډبليو پى آر راپورټرانى په کابل کي
د اجباري ودونو مخنيوى شونى دى
حسينېه سليمان او ليلما سديد د آى ډبليو پى آر راپورټرانى په کابل کي
د نوي اساسي قانون د مسودى د ٥٤ مادې له حکم سره سم بايد دولت داسې ګامونه واخلي، چې د "د اسلام د سپېڅلي دين له اصولو سره په توپير کې دودونه اور رواجونه" له منځه يوسي، چې له مخې يي د يو قانوني واده لپاره د يوې ښځې خوښه غوښتل کيږي.
په افغانستان کې د څو دليلونو له مخې له ښځو سره په جبري توګه ودونه کيږي: ځوانې او ښکلې نجونې دزيات ولور په وړاندۍ پلورل کيږي؛ ځينې وختونه مور او پلار لوڼې ددې لپاره ژر مېړه ته ورکوي، چې له لګښتونو يي بېغمه شي؛ کونډې له خپلو لېورونو سره نکاح کولو ته اړ ايستل کيږي؛ او کله کله خويندې د خپلو ورونو په بدو کې وروکول کيږي.
د نوي اساسي قانون د مسودې ٢٦ ماده په بدو کې د نجونو ورکول منع کوي او ددې ټکي څرګندونه کوي، چې مجرم بايد پخپله دخپل جرم سزا ويني.
رڼا حميدزاده، چې په کريمينولوژۍ کې د ماسټري درجه لري او د تېرو دولسوو کلونو زياته موده يې د پوليسو په قوماندانۍ کې سرته رسولې، وايي چې د منځمهالې ادارې له پيل څخه راپه دې خوا د بندي شوو مېرمنو قضيي په سلو کې ٣٠ هغه يي له جبري ودونو سره تړاو لري. هغه د يوې پنځلس کلنې نجلۍ، پري ګل کيسې ته ګوته نيسي، چې له يو زوړ او بيړا سړي سره واده کولو ته اړايستل شوې وه، ځکه هغه ددې پلارته زياتې پيسې ورکړې وي. په پاى کې پري ګل په غزني کې د خپل مېړه له کوره وتښتېده او په پټه يي له بل سړي سره يي واده وکړ. د هغې پلار پوليسو ته خبر ورکړاو پوليسو هغه ونيوله.
قاضي فوزيه امين، د ښځو د چارو په وزارت کې د ښځو د حقوقو د څانګې مرستياله په دې نزدې ورځو کې د يوې لس کلنې نجلۍ واده ته ګوته نيسي، چې له دوو مېرمنو لرونکي سړي سره واده کړاى شوې وه. نجلۍ هغه مهال د مېړه له کوره وتښتېده او د پلار کور ته لاړه، چې مېړه يي سخته ډبولې او ټپي کړې وه اوپه رواني ناروغۍ اخته شوې وه. هغه وايي: "سره له دې ، چې دا نجلۍ لس کلنه وه، خو لکه د يوې زړې ښځې په څېر ښکارېده." وروسته د دغه دفتر له خوا د هغې مېړه ته قناعت ورکړ شو، چې هغې ته بيرته د خپل پلار کورته د تګ اجازه ورکړي.
شيما محب يوه بله تحقيق کوونکې، چې دنده يي له کوره د تښتېدلو نجونو له موضوعګانو سره تړاو لري، اټکل کوي، چې په افغانستان کې، له شرعي قوانينو څخه په سرغړونې، د ودونو په سلو کې سم نيمايي اجباري دي. هغه زياتوي: "د اسلامي شريعت له مخې نه يوازې پېغلې نجونې، بلکې کونډې مېرمنې بايد له خپل واده سره موافقت ولري."
محمد ظريف اظهر، د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد له دې ټکي سره موافق دى اووايي: "حضرت رسول اکرم (ص) دا حق خپلې لور حضرت زينب صلوات الله عليها ته ورکړى و. موږ حضرت زينب د خپلواکې زينب په نوم يادوو؛ ځکه هغې ته د خپل واده کولو په هکله واک ورکړ شوى و."