د اپينو خوږ ځای ناستی (چاره - بديل)
د بغلان ولايت بزګران د بورې جوړولو د يوې زړې فابريکې بيارغاول د ګران بيه اپيمو د توليد پر ځای د يو بل متبادل کښت يوه لاره بولي.
د اپينو خوږ ځای ناستی (چاره - بديل)
د بغلان ولايت بزګران د بورې جوړولو د يوې زړې فابريکې بيارغاول د ګران بيه اپيمو د توليد پر ځای د يو بل متبادل کښت يوه لاره بولي.
فابريکه چمتو ده، کارګران روزل شوي، خو پاتې نور يې جوارۍ ته ورته يو څيز دی.
آيا د کابل په شمال لويديځ، بغلان ولايت کې به بزګران خپل د کوکنارو پټي واړوي؟ آيا د اپينو له ګران بيې توکي څخه به تېر شي او په ځای به يې چوغندر وکري؟
زيات شمېر وايي، چې هغوی به دا کار وکړي، سره له دې چې اپين د کلونو کلونو جهاد او کورنۍ جګړې راهيسې د عايداتو يوه تر ټولو ښه سرچينه ده.
عبدالکريم وزيري، د بغلان د قند د فابرېکې رئيس، چې په افغانستان کې د بورې د جوړولو يوازينۍ فابريکه ده او په دې وروستيو کې رغاول شوې، وايي، هغه زيار باسي تر څو د شمالي ولايتونو ټول بزګران د چوغندرو کرلو ته وهڅوي. نوموړی وايي، له هغوی سره ژمنه شوې، که دا کار وکړي، نو په راتلونکو دوه درې کلونو کې به د هغوی د چوغندرو ټول محصول ځيني په بيه واخلي.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، تر اوسه 200 تنه کارګر په فابريکه کې په کار ګومارل شوي او د ورځې د درېو امريکايي ډالرو په انډول معاش ورکول کيږي. دا فابريکه به په کال کې له سل زره ټنو چوغندرو څخه د پنځلس زره ټنو بورې جوړولو ظرفيت ولري.
لږ تر لږه تر اوسه يو بزګر په دې هکله خپله اراده څرګنده ګړې ده.
ددغه ولايت يو بزګر، 63 کلن بازمير وايي: ((سره له دې چې د کوکنارو د حاصل په پرتله به لږې پيسې تر لاسه کړو، خو هغه به ډېرې ښې وي، ځکه چې موږ چوغندر په آزاده توګه له هر راز ګواښ او محدوديت څخه پرته کرلای او خرڅولای شو.))
تازه مير يو پخوانی سړی دی او هغه ورځې يې ښې په يادې دي، چې چوغندر د بغلان ولايت ستر حاصل و او د بغلان ولايت د بورې د جوړلو له امله د هر چا په خولو کې و.
هغه وايي: ((که فابريکه د جګړو په کلونو کې زيانمنه شوې نه وای او تر اوسه مو چوغندر پلورلای شوای، نو هيڅکه به مو هم په خپلو کروندو کې کوکنار نه وای کرلای.))
وزيري وايي، اوسمهال افغانستان هر کال 400 زره ټنه بوره له ګاونډيو هېوادونو، زياتره له روسيې او پاکستان څخه واردوي.
له کوکنارو څخه يو متبادل کښت ته د بزګرانو اړول د حکومت يوه پخوانۍ موخه ده، ځکه د نړۍ د نيشه يي توکو په سلو کې څه ناڅه د اتيا په شاوخوا کې د توليد له امله افغانستان بې سيکه شوی او د نيشه يي توکو په يو دولت ياد شوی دی.
پخوانۍ هلې ځلې هومره ډېرې بريالی نه وې.
تازه مير وويل، هغه يو ځل غوښتل غنم وکري، خو وروسته له خپل نيت تېر شو، ځکه غنم د يو جريب په سر يوازې د 50 ډالرو په انډول حاصل کوي، چې د کوکنارو د حاصل يوازې يوه کوچنۍ برخه جوړوي.
د کرنې د وزارت معين، غلام مصطفی جواد آی ډبليو پي آر ته وويل: ((د کرنې وزارت له نزدې څخه د بورې د جوړولو له فابريکې سره همکاري لري او تر خپلې وسې زيار باسي، تر څو بزګران په خپلو ځمکو کې د چوغندرو کرلو ته وهڅوي.))
هغه وويل، په لومړي ګام کې به د بغلان ولايت له بزګرانو سره مرسته وشي او بيا به نورو ولايتونو ته مخه کړي، ترڅو هلته هم د چوغندر کرلو ته پراختيا ورکړشي. بزګران به وروزل شي، ترڅو له خپلو ځمکوڅخه دامکان تر پولې زيات حاصل واخلي.
له جګړې د مخه د چوغندرو د کرلو ستر ولايتونه ، بغلان، کندوز او سمنګان و. هغوی ټولو به د بغلان ولايت د قند فابريکې ته چوغندر راوړل.
جواد وويل: ((يوه مهمه موضوع داده، چې بزګرانو ته د هغوی د حاصل د پلورلو لپاره مارکيټ جوړشي. هغه مهال چې د قندو فابريکه فعاله نه وه، نو هېڅ بزګر دې ته چمتونه و، چې په خپلې ځمکې کې چوغندر وکري. موږ هوډمن يو، چې په راتلونکي کال کې بيخي د کوکنارو د کرکېلې مخه ونيسو.))
د کرنې وزارت او د قند فابرکه په دې حقيقت پوهيږي، چې چوغندر يو قانوني کښت دی. د هغې په کرکيله کې هغسې ستونزه نه شته، چې د کوکنارو په کرکيله کې شته، لکه د جنګ سالارانو له تاوتريخوالي سره مخامخ کېدل، د پوليسانوبريد، د کوکنارو اړولو د مخنيوي لپاره بډو ورکولو ته اړتيا او د بندي کېدلو چانس.
د کوکنارو کرکيله او د اپينو راټولول د چوغندرو د کرلو او راټولولو په پرتله زيات کار او کړاو غواړي.
بزګران کوکنار رنګي کوي (د دوو بوټو تر منځ واټن زياتوي) او د حاصل د ټولولو لپاره د کوکنارو هره غوزه په ځانګړې چړې وهي او بيا ترې راوتلې شېره (اپين) راټولوي. هغه د وچولو لپاره يوه ورځ ساتي او په پای کې تور رنګه اپين لاس ته راځي.
کله چې د کوکنارو غوزې پخې شي، نو بزګران بايد د پنځلسو ورځو په بهيرکې هغه ووهي او اپين ترې راټول کړي. اپين د ورځې د ګرمۍ پر مهال راټوليږي.
د بغلان په ولايت کې يو بل بزګر، لعل محمد آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ د کوکنارو په کښت کې ټول کال کار کوو، ځکه هغه پرله پسې کا رته اړتيا لري او په عين حال کې راټولول يې هم يو ستونزمن کار دی. ددې کار لپاره موږ مزدوران نيسو او هر يوته د ورځې د لسو ډالرو په انډول پيسې ورکوو. ما له جګړو دمخه په خپلو پټيو کې چوغندر کرل او له هغې مې ښه حاصل اخيست.))
د بلخ په څېرمه ولايت کې يو بزګر، 55 کلن نور محمد آی ډبليو پي آر ته وويل: ((که د بغلان د قندو فابريکه له موږ سره د چوغندرو د پېرودلو تړون وکړي، نو هېڅکه به کوکنار ونه کرم. ما او نورو ټولو بزګرانو له دې کبله کوکنار کرل، چې بل يو ښه متبادل مو نه درلود.))
د قندو د فابريکې رئيس وزيري به يو ټن چوغندر په 1300 افغانيو (26 ډالرو شاوخوا) وپيرې. يو بزګر ته يو جريب ځمکه له لسو ټنو زيات چوغندر کوي، په دې مانا چې د هر جريب په وړاندې به د درې سوو ډالرو په انډول پيسې تر لاسه کړي.
د کوکنارو د کښت حاصل د وروستني توليد په کيفيت پورې اړوند دی. په ځينو ځايونو کې يو جريب له يو زر څخه تر دريو زرو ډالرو پورې حاصل ورکوي. خو دا هغه محاسبه ده، چې په کښت باندې لګېدلې پيسې په کې نه شته او هغه خطر هم له پامه غورځول شوی، چې کېدای شي د پوليسو له خوا د کوکنارو کښت واړول شي او يا بهر ته د قاچاق پر مهال ونيول شي.
د قند د فابريکې له بيارغاونې سره دوو جرمني شرکتونو مالي مرسته کړې ده، چې د لومړي ځل لپاره د 1940 کلونو په بهير کې جوړه شوې وه. وزيري وويل، موږ لا له وړاندې يو شمېر بزګرانو ته د چوغندرو تخمونه وېشلې دي او ورته مو ويلي، چې د ټولو چوغندرو د پېرودلو تړون به ورسره وکړو.
وزيري خپله راتلونکې پلان کړې ده.
هغه وايي: ((موږ به د راتلونکو دريو کلونو په بهير کې د بورې د توليدولو دوه (نور) ماشينونه ودروو او په دې توګه به وتوانيږو له 500 زرو ټنو څخه زيات چوغندر پروسس او اتيا زره ټنه بوره توليد کړو. بزګرانو د چوغندرو د کرلو په اړه خپله مينه څرګنده کړې ده او اوسمهال يو زيات شمېر موږ ته هره ورځ راځي او راته وايي، چې په راتلونکې کال کې به په خپلو ځمکو کې چوغندر وکري او په دې زياتوب به زموږ د فابريکې توليد هم زيات شي.))