د آی ډبليو پي آر مناظرو ته د زده کړې د مهمو سرچينو په سترگه کتل کيږي
د خبرو اترو غونډې خلکو ته د دې فرصت ورکوي چې د هغوی په وړاندې د دولت پر مکلفيتونو وپوهيږي.
د آی ډبليو پي آر مناظرو ته د زده کړې د مهمو سرچينو په سترگه کتل کيږي
د خبرو اترو غونډې خلکو ته د دې فرصت ورکوي چې د هغوی په وړاندې د دولت پر مکلفيتونو وپوهيږي.
د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو د لړۍ گډون کوونکي وايي، دې غونډو د زده کړو د مهمو وسيلو په توگه له هغوی سره مرسته وکړه چې د خپلو حقونو په اړه زيات معلومات ترلاسه کړي.
د آی ډبليو پي آر له خوا د سولې او روغې جوړې په اړه په وروستنيو غونډو کې، چې د افغانستان په ١٢ ولايتونو کې جوړې شوې وې او پر رنگارنگ موضوعگانو پرې خبرې وشوې، شاوخوا ١٢٠٠ تنو گډون کړی وو.
د پلازمېنې کابل شمال ته په کاپيسا ولايت کې د حشمت الله اسحاق زاده ساپي په نامه يوه برخه وال وويل: «د دې پروگرامونو تر ټولو ستره پوهنيزه گټه داده چې خلک د قانون په اړه معلومات پيدا کوي. هېوادوال له چارواکو سره د مخامخ خبرو اترو موقع تر لاسه کوي او ورسره په ځايي او سيمه ييزو ستونزو خبرې اترې کوي. دا کار له شک پرته مثبت اغېز کوي. د مناظرو برخه وال د ستنيدو پرمهال نوې موضوعگانې له ځانه سره خپلو سيمو ته وړي.»
د کاپيسا له مناظرې سره يوځای د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت او په شمال لويديځ کې د غور په ولايت کې ورته جوړو شوو مناظرو پرعايداتو د ماليې ورکولو محصول )ټکس( د رول په اړه خپل فکر متمرکز کړ چې حکومت ته د خدمتونو د پرمخ وړلو وس ورکوي.
د غور ولايت د ښوونکو د روزنې د انستيتوت يوه استاد، نبي ساقي وويل، که چېرته هېوادوال غواړي حکومت په سم ډول اجراات وکړي بايد ټکس ورکړي.
هغه وويل: «يو لامل چې حکومت نشي کولای آن ډېر بنسټيز خدمتتونه سرته ورسوي، دا دی چې هېوادوال خپل ټکس نه ورکوي. حکومت په دې کې پاتې راغلی چې عايدات پخپله راټول کړي. د دې کار لامل تر يوې کچې د امنيت نشتوالی او همدارنگه بې خړته فساد او ډارونه ده.»
د غور د مناظرې يو بل برخوال، محمدياسين آژند وويل: «ما نن د ټکس په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړل. همدارنگه مې وکړای شول له چارواکو پوښتنې وکړم او ځوابونه ترلاسه کړم.»
د بلخ د مناظرې يوې برخه والې، شريفې وويل: «زما په څېر مېرمنې نه پېسې لري او نه په دې اړه معلومات چې سوداگري څنگه سرته رسيږي. موږ د ټکس په نامه هيڅ شی نه پېژانده. په دې مناظرې کې موږ پوه شو چې ټکس څه شی دی او څومره ارزښت لري. د داسې پروگروامونو جوړول زموږ نظر پراخوي.»
د محبسونو پر سيستم باندې په کندهار، نورستان او خوست ولايتونو کې خبرې اترې وشوې، په داسې حال کې چې په زابل، کونړ او نورستان ولايتونو کې خبرې اترې د محاکمو د اجرااتو پر څرنگوالی وشوې. (د زياتو معلومانو لپاره وگورئ: افغانان د عدالت لپاره طالبانو ته ورځي.)
د افغانستان سويل لويديځ ته د زابل په ولايت کې د مدني ټولنې يو فعال، عبدالرزاق قيصرخېل وويل، عدلي سيستم د ځايي زورواکانو په لاس کې دی او فساد له کچې اوښتی. د دې کار له امله ځايي خلک د طالبانو اختصاصي محکمو ته ورځي.
هغه وويل: «هيڅوک پر هغو ستونزو سترگې نشي پټولای چې په زابل ولايت کې حقوقي او قضايې ادارې ورسره مخامخ دي. قاضيان او حقوقپوهان بډې اخلي. خلک هوښيار شوي او د خپلو قضيو د هوارۍ لپاره طالبانو ته ورځي.»
د افغانستان په ختيځ، کونړ ولايت کې د مناظرې يوه برخوال، حمزه مړوند وويل: «د نن ورځې غونډه داسې يوه پېښه وه چې تر دې دمخه مې هيڅ نه وه ليدلې. ماته ډېره په زړه پورې وه. د حقوقي ادارو په اړه د خبرو له امله هک پک شوم. دمخه ما د جزا د قانون او عدلي ادارو په اړه معلومات نه درلودل. اوس مې ډېر څه زده کړل. آی ډبليو پي آر بايد دا راز ډېر نور پروگرامونه پلي کړي.»
د ټولنيزو رسنيو موضوع د دايکندي، نيمروز او بلخ د ولايتو په مناظرو کې تربحث لاندې ونيول شوه.
د افغانستان په مرکزي برخه کې د دايکندي په ولايت کې د مدني ټولنې د شبکو مشر، رحمت الله شريعتي وويل: «په نړيواله کچه د ټولنيزو رسنيو پر اغېز او ونډې څوک سترگې نشي پټولای. اوسني سياسي او ټولنيز انقلابونه، لکه د عرب پسرلی، چې د رژيم د بدلون لامل شول، ټولو په ټولنيزو شبکو کې ريښې ځغلولې وې.»
د افغانستان د اوسيدونکو په توگه موږ مسؤوليت لرو چې د بېلابېلو موضوعگانو په اړه د ارزښتمنو عقيدو، مفکورو او مقالو د لېږد لپاره له ټولنيزو رسنيو څخه کار واخلو او افغانان د سوله ييز گډ ژوند، سوکالۍ او پرمختگ لوري ته وهڅوو.
د مناظرې يوه برخه وال غلام اصغر عزيزي وويل: «موږ له آی ډبليو پي آر څخه مننه کوو چې د دا راز پروگرامونو له لارې د خلکو پوهه او معلومات زياتوي. د ټولنيزو رسنيو په اړه د نن ورځې له خبرو اترو څخه ما ډېره څه زده کړل. ما ته پته ولگېده چې د دې شبکې پر ځای کارول په ټولنې کې د ستونزو په وړاندې د مبارزې ډېره ښه لار ده.»
د بلخ او کاپيسا ولايتونو تر منځ د سکايپ او ويديويي اړيکو له لارې د جنسيت د موضوع په اړه مناظرې جوړې شوې وې. گډون کوونکو د ښځو د حقونو په اړه پر گډو ننگونو، چې ورسره مخ دي، خبرې اترې وکړې.
د بلخ اوسيدونکې، ذکيې خواجه زاده وويل، جبري ودونه په دې ولايت کې مخ په زياتيدو دي.
هغې وويل: «جبري ودونه، چې ناوړې پايلې لري، د ملي کچې په پرتله زيات دي. ښاري ښځې تر يوې کچې له خپلو حقونو څخه خبرې دي او کولای شي دفاع ترې وکړي، خو په کلو کې بيا خبره بل راز ده.»
خواجه زاده وويل، د جبري ودونو د زياترو ښځو خبره محبس ته رسيږي. هغه افغان مېرمنې چې له کوره وتښتي او يا له واده سر وغړوي، زياتره د «اخلاقي جرم» په نامه بنديانيږي. دا داسې يو تت مفهوم دی چې په رسمي قوانينو کې وجود نه لري.
د شکرالله محمد په نامه يو بل گډون کوونکي وويل، د کاپيسا ولايت په کليوالي سيمو کې خبره هم همدغه شان ده.
هغه وويل: «نجونې په خام عمر کې د هغوی له خوښې پرته واده ته مجبوريږي. په ځينو حالتونو کې دا کار د کورنيو ترمنځ په دښمنيو اوړي. لوړ ولور هم يوه ستونزه او د کورنيو پر اوږو دروند اقتصادي پيټی دی.»
د مناظرې برخوال مرتضی وويل: «د دوو ولايتو تر منځ د اړيکو ټينگول، له يو بل سره د ستونزو شرېکول، د نظر او مفکورو راکړه ورکړه او د احساساتو تبادله ټولو ماته يو څه رازده کړل. مناظره ماته د يو لوست په څېر وه، ځکه له هغې څخه مې زده کړه وکړه. هيله لرم داسې پروگرامونه دوام ومومي، چې خلک د يو بل له حالت څخه خبر شي او د ورورولۍ او گډ ژوند احساس په موږ کې پراخه شي.»
د جنسيت موضوع د پکتيکا د «پښتون غږ» خصوصي راديو په کوربه توب د تليفون له لارې چمتو شوې وه. دا يوساعته خپرونه پر دې ولاړه وه چې څنگه زاړه دودونه د کورنيو تر منځ تاوتريخوالي ته لمن وهي.
د پروگرام يوه مېلمه، دادمحمد لېوال وويل، راديو د داسې پيغامونو د لېږدولو تر ټولو ښه لار ده. هره کورنۍ، آن په کلو او بانډو کې، يوه راديو لري. لوستي او نالوستي خلک دواړه يې اوري او ډېر څه ترې زده کوي.
نوموړي زياته کړه: «ښځې زياتره د ناوړو کلتوري دودونو قربانيانې دي. داسې پروگرامونه کولای شي د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړي.»
د مناظرو لړۍ د آی ډبليو پي آر د پروژې يوه برخه ده، چې سرليک يې دی: افغاني روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کول
په ورته وخت کې د هېواد د بېلابېلو برخو اوسيدونکو په کابل کې د آی ډبليو پي آر په مرکزي دفتر کې «په افغانستان کې د سولې په وړاندې ننگونې» تر سرليک لاندې په يوه ورکشاپ کې گډون وکړ.
د ورکشاپ برخوال، کرامت الله صديقي وويل: «بحث خورا په زړه پورې و، ځکه له بېلا بېلو ولايتونو څخه راغلي خلک ټول له امنيتي ستونزو سره لاس او گرېوان وو. هغوی ډېر گټور وړانديزونه درلودل. د آی ډبليو پي آر دې نوښت ته د قدر په سترگه گورم، ځکه موږ سولې ته ډېره زياته اړتيا لرو. موږ په ورکشاپ کې څېړنيزې وړتياوې ترلاسه کړې چې د سولې په بهير کې به زموږ په ورگډيدو کې مرسته وکړي.»