د ايدس خپرېدا، يوه زياتېدونکې اندېښنه
سره له دې چې په افغانستان کې په ايدس د اخته کسانو شمېر لږ دى، خو ښکاري چې دا ويروس وده ومومي.
د ايدس خپرېدا، يوه زياتېدونکې اندېښنه
سره له دې چې په افغانستان کې په ايدس د اخته کسانو شمېر لږ دى، خو ښکاري چې دا ويروس وده ومومي.
په افغانستان کې د ايدس او ايچ آى وي(HIV/AIDS) ثبتې شوې پېښې د نړۍ د کچې په پرتله له لږوالي سره سره، مخ په زياتېدو دي. د نړيوالې ټولنې ماهرين ګواښ کوي، چې ددې ناروغۍ داخته کېدو په وړاندې خلک بېچاره دي.
د روغتيا د وزارت د(HIV/AIDS) نوي پروګرام له مخې په افغانستان کې د ايچ آى وي ٢٢ پېښې ثبتې شوې دي. په ٢٠٠٣ کال کې د ١٥ نويو پېښو خبر ورکړ شوىو. سږکال تراوسه يوازې يو ويروس د ټيسټ په وړاندې مثبت ښوول شوى دى.
دا شمېرې د وينې د مرکزي بانک له لارې راټولې شوي دي او يوازې د هغوخلکو استازيتوب کوي، چې د ويني د اهدا لپاره يي مراجعه کړې ده.
د روغتيا وزارت دملي پروګرام مشر، نقيب الله صافي اټکل کوي، چې په هېواد کې ښايي په ايچ آى وي د اخته کسانو شمېر د ٣٠٠ تنو په شاوخوا کې وي. د سمو او دقيقو شمېرو ترلاسه کول ناممکنه خبره ده. دا پېښې د شلو مليونو تنو په درلودونکي يو هېواد کې يوه لږه شمېره ده. افغانستان د ناروغيو د خپرېدو ټيټه کچه لري،خو نړيوال ماهران ګواښنه کوي، چې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر لوړ دى.
د ملګرو ملتونو د ايدس اداره (UNAIDS) يادونه کوي، چې د زيات شمېر کډوالو او کورنيو بې ځايه شويو افرادو په راستنېدو په جګړه ځپلو سيمو کې د ناروغيو د اخته کېدو لامل زياتيږي. په مليونونو بېځايه شوي خلک د جګړو له کلونووروسته په تېرو دووکلونو کې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وينې د بانک د (HIV/AIDS) د څانګې مشره، راضيي سميع آى ډبليو پي آر ته وويل، تر اوسه هېواد ته له بهر څخه د راستانه شويو افغانانو په ډله کې يوازې يوه پېښه موندل شوې ده.
صافى چې دتېرکال د جون د مياشتې راهيسې پروګرام پرانيستى دى، ټينګار کوي، هېواد ته راستانه شوي کډوال او راغلي بهرنيان د ناروغى د خپرېدو ستر عامل نه دى. هغه وايي، په هېواد کې د طبي حفظ الصحې نشتوالى، په نيشه يي توکو د روږدو کسانو له خوا د زياتو کارول شويو ستنو کارول او د ناروغۍ په هکله د پوهې نشوتوالى د ناروغۍ د پراخېدو ستر عامل دى.
ايچ آى وي، چې په ايدس باندې د اخته کېدو سبب کيږي، يوازې د جنسي مقاربت او د وينې د ورکولو له لارې يو بل ته خپريږي. کېداى شي دا ويروس د کارولو شويو ستنو، د جراحۍ د ناپاکو وسايلو او د مور له لارې ماشوم ته هم ولېږدول شي.
په افغانستان کې ستنې او نور طبي سامان آلات، له مناسب تعقيم پرته، زياتره بيا بيا کارول کيږي.
افغاني ټولنه چې يوه اسلامي زړه پاله ټولنه ده، د جنسي مقاربتونو د موضوع په هکله په ډاګه خبرې نه کوي.
صافى وايي، د ايران او ازبکستان په ګاونډيو هېوادونو کې په ايچ آى وي باندې د اخته کسانو زيات شمېر، د نړۍ برعکس، چېرته چې جنسي مقاربتونه د انتقال عمده وسيله ګڼل کيږي، په نيشه يي توکو باندې د روږدو کسانو له خوا د ستنو د ګډې کارونې له لارې اخته شوي دي. نوموړى وايي، دا موضوع اوس د ځانګړې اندېښنې سبب ده، ځکه په نيشه يي توکو د اخته کسانو له خوا د ګډو ستنو کارول زيات شوي دي. د (UNODC) شمېرنې په ګوته کوي، چې په کابل کې د هيروينو ٤٧٠ تنه پېچکارۍ کوونکي ناروغان شته.
په همدې توګه په ايران کې د يوې پراخه څېړنې له مخې په افغانستان کې د بدلمنو شمېر د اتو زرو تنو په شاوخوا کې او په ښوول شوى دى.
د بدلمنو ښځو شتون، زياتره د جګړې له امله کونډې شوې ښځې، چې د ژوند چلولو بله لاره نه لري، او د لواطت پېښې دواړه د ايچ آى وي د ناروغى د خپرېدو سبب ګرځي، چې په افغانستان کې ورته ډير لږ د خلکو له خوا پام اړول کيږي.
صافى وايي، چې د ملاامامانو، د حج او اوقافو، د ښځو د چارو او د پوهنې د وزارتونو په ګډه مرسته پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي، چې خلک ددې موضوع په هکله لازم معلومات او پوهه تر لاسه کړي.
د نړيوالو موسسو په مرسته د ولايتونود لابراتوارونو کارکوونکي تر روزنې لاندې نيول شوي، چې د ايچ آى وي د ټيسټ لارې چارې زده کړي. اوس مهال افغانستان د ګوتو په شمېر داسې څانګې لري.
په ٢٠٠٢ کال کې د نړيوالې روغتيا موسسې وموندله چې د هېواد د جراحۍ د ٤٤ روغتونونو نيمايي برخه په منظمه توګه وينه د ايچ آى وي له مخې ناروغ ته له ورکولو دمخه نه شي کتلاى.
آن د وزير محمد اکبرخان روغتون، چې د هېواد په کچه يو ښه روغتون دى، يوازې د ابتداي وسايلو يو لابراتوار لري. دد ې روغتون يوې تکنالوجستې، سيدې آى ډبليوپي آر ته وويل: "موږ په وينه کې د ايچ آى وي د ټيسټ وسايل او سامان آلات نه لرو."
د پلازمينې په لارو او کوڅو کې ډېرو خلکو ويل چې هېڅکله يي دايدس په هکله څه نه دي اورېدلي. يو زيات شمېر خلکو فکر کاو، چې کېداى شي دا ناروغي د ناروا جنسي مقاربت له لارې خپره شي.
د تالقانو د ښار يو ښوونکى، سيد شمس الحق چې اوس اوس کابل ته راغلى، وايي: "خلک بايد دکوڅې د سر له خلکو سره جنسي اړيکې ونه نيسي." هغه وايي، چې د اسلامي ارزښتونو تبليغ د ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي يو ستر عامل دي. نوموړى زياتوي: "اسلام ١٤ سوه کاله دمخه زنا او د نيشه يي توکو کارول حرام کړي دي."
يو ٥٥ کلن بايسکل جوړوونکيى، دين محمد په دې پوهيږي، چې د ستنو ګډ کارول ښايي ددې ناروغۍ د خپرېدو سبب شي، خو دا ناسم فکر هم ورسره و، چې کېداى شي، په حمام کې هم سړى په دې ناروغۍ اخته شي. هغه وايي: "ددې کار له امله زه هېڅکله حمام ته نه ځم او خپل ځان په کور کې مينځم."
څلوېښت کلن چلوونکى ګل محمد د ناروغۍ داخته کېدو ملامتي په عصري مفکورو او د ژوند په څرنګوالي اچوي، وايي: "زما په فکر د ستونزې لامل ټولينزه دموکراسي ده."