د دموکراسۍ خوبونه ليدل
څنګه چې افغانستان له درېو لسيزو څخه د زياتې مودې راهيسی خپلې لومړنۍ پارلماني ټولټاکنې سر ته رسوي هيلې او ډار يو له بل سره ګډ شوي دي.
د دموکراسۍ خوبونه ليدل
څنګه چې افغانستان له درېو لسيزو څخه د زياتې مودې راهيسی خپلې لومړنۍ پارلماني ټولټاکنې سر ته رسوي هيلې او ډار يو له بل سره ګډ شوي دي.
په مليونونه افغانان به دوږي د مياشتې د رايو مرکزونو ته لاړ شي، په دې هيله چې د جګړو کلونه تر شا پرېږدي، خو له دې خبرې څخه هم ډاريږي، چې د هغوې به رايې د هغوې د راتلونکې لپاره څه ګټه راوړي.
هلې ځلې د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو د نيولو لپاره کيږي،چې سيمه ييزې چارې به په مخ وړي او د قانون جوړونې بله پورته څانګه، د مشرانو جرګې د بڼې له جوړلو سره به مرسته وکړي.
پنځه پنځوس زره تنه پوليس او 28 زره د ملي اردو سرتېري د بهرنيو ځواکونو د لسو زرو پوځونو په مرسته او ملاتړ ګومارل شوي دي، د طالبانو د احتمالي بريد مخه ونيسي، چې جنګيالي يي لا تر اوسه د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف سره په جګړو کې بوخت دی.
په داسې حال کې چې د امنيت د ټينګولو لپاره د کلکو ګامونو پورته کولو خلک ډاډمن کړي دي، زيات شمېر رايه ورکونکي د رايې د پايلو په هکله اندېښمن دي.
د کابل ښار د پښتونستان واټ په څلورلارې کې يو هټېوال 28 کلن فرهاد وويل: ((که زه او نور يو ښه کانديد ته رايه ورنه کړو، نو پارلمان به له جنايتکارانو او وژونکو څخه ډک وي.)) هغه زياته کړه، هيڅکه به هم يو بنسټپال ته رايه ور نه کړم.
دا داسې يو نظر دی، چې زيات شمېر نورو خلکو هم څرګند کړی دی او د هغو کانديدانو په هکله يې خبرې کړي، چې (لاسونه يې د خلکو په ونيو سره دي.)
د وردګو د ولايت يو اوسېدونکي 30 کلن عبدالشکورددې اندېښنو په اړه په دې توګه وويل: ((زموږ ولس د جګړې په واسطه ټوټې ټوټې شوی دی. هغه خلکو چې پرون تورې را ايستلی وی، نن بايد پارلمان ته له ورتګ څخه په شا شي.))
هغه زياته کړه، هغه کانديدان چې پارلمان ته بريالي کيږي، بايد ټول ولس په پام کې ونيسي. بايد د قومي او سمتي ګټو په لاره روان نه شي.
هغه مهال چې د وږي د مياشتې په 27 د رايو مرکزونه د 12 نيم مليونو رايه ورکوونکو په مخ پرانيستل شي، چې زياتره به يې نالوستي کسان وي، په ټول هېواد کې به د رايو ورکولو په مرکزونو کې د رايې د ورکولو موقع ولري. يو شمېر مرکزونه په ډېرو لېرې ځايونو کې پراته دي، چې د ټاکنو مواد ورته د څارويو، يانې خرو او اوښانو په واسطه وړل کيږي. نور خلک به جوماتونو، ښوونځيو، کليو، بانډو او داسې ورته د غونډېدو نور ځايونو ته ورځي، چې د رايو د ورکولو مرکزونه په کې جوړ شوي دي. د رايو ورکولو دا 26 زره مرکزونه به د همدې ورځې تر څلورو بجو پورې پرانيستي وي.
هر رايه ورکوونکی به دوه رايې اچوي، يوه د پارلماني کاندېد او بله د ولايتي شورا کانديد لپاره.
په پلازمينې کابل کې به رايه ورکول يو ستونزمن کار وي. څلور سوه تنه کانديدان د ولسي جرګې 33 څوکيو ته مبارزه کوي، چې کابل ته ځانګړې شوي دي. د رايو ورکولو په هره پاڼه کې به عکسونه، د ټاکنو نښې او د هر کانديد شمېره په کې ليکلي وي. هر رايه ورکوونکی به په دی لست ک د خپلې خوښې کانديد لټوي.
د هېواد په 34 ولايتونو کې د 3000 کانديدانو په يو شمېر باندې بې باوري موجوده ده، چې د ولسې جرګې 249 څوکيو ته مبارزه کوي.
پخپله کانديدان يوه ګډوله ده. د هغوی په منځ کی پخواني جنګ سالاران او د ټيټي کچې قواماندان شته، چې د 1992 او 1996 کلونو ترمنځ يې ملېشو د خپلمنځي تنظيمي کورګډو جګړو پر مهال د کابل زياته برخه کنډواله کړي، چې د کمونيست رژيم له رانسکورېدو واک ته رسيدلي و.
په دې کانديدانو کې يو شمېر پخواني طالبان هم شامل شته، چې د(امر بالمعروف اونهي عن المنکر) مسوولين و. د کابل يوه ښځه هم د هغوی په ډلې کې د پارلمان د څوکۍ نيولو ته ولاړه ده، چې پخپله يې د همدغه مذهبي پوليسو د غمچينو ترخه ګوزارونه خوړلي دي.
له دري سوه څخه زياتې ښځې په پارلمان کې هغوی ته د بېلو شويو 68 څوکيو د ګټلو لپاره مبارزه کوي.
سياسي څيړونکي، بشير بېژن د يو رښتيني استازي پارلمان رامنځته کېدو چانس خورالږ بولي. هغه وايي: ((لکه هماغسې چې د ولسمشرۍ ټولټاکنې د يو څو تنو افرادو په اردې او ميل تر سره شوې، پارلماني ټاکنې به هم هماغسې وي. هغه خلک به پارلمان ته لاره ومومي، چې هغوی يې غواړي.))
بيژن او يو شمېر نو څېړونکي اندېښنه لري، چې رايې به د بهرني نفوذ تراغېز لاندې راشي. د رپوټونو له مخې نړيوالی ټولنی د ټاکنو د تمويلولو لپاره تر 150 مليونوزيات ډالر لګولي دي.
پرته له دې چې هغه د واشنګتن د موخې په هکله څرګدنونه وکړي،وويل: ((امريکايان به هغه وکړي، چې د هغوی پلاتفورم يې د يو ټاکلي پارلمان له لارې د پلي کېدو غوښتنه کوي.))
يو بل څېړونکي قسيم اخګر هم شک څرګند کړ، چې ګوندې پارلمان به د افغانانو رښتينی استازيتوب وکړای شي. هغه ډار څرګند کړ، چې پارلمان به د بډايو او ځواکمنو خلکو تر اغېز لاندې وي.
هغه وويل: ((بهرنيان نېغ په نېغه په پارلمان کې ښکېل دي، ځکه يو زياته اندازه (پيسې) په هغې لګېدلي او دا جوته ده، چې افغان حکومت په دې اندازې پيسې نه لري. او البته هغه خلک چې دې بهير ته مرسته ورکوي (سبسيډايز) کوي، غواړې د هغوی هدفونه ددې پارلمان له لارې ترسره شي. ))
اخګر وويل،خپلواک کانديدان به د ټاکل کېدو هېڅ چانس ونه لري، ځکه هغوی داړتيا وړ ملاتړ نه
لري. ((دا پارلمان به هغومره اغېزمن نه وي.))
د ټاکنو د قانون له مخې ښايي د هر هغه کانديد نوم له لست څخه ايستل شوی وای، چی لا تر اوسه هم له وسله والوډلو سره تړاو لري، د جګړې په جنايت تورن شوی وي، يا په حکومتي څوکۍ کار ته دوام ورکوي. دا بهير زياتره ناغېزمن ثابت شو
د يکشنبې د ورځې له ټاکنو څخه يوازې پنځه ورځې دمخه د پارلماني کانديدانو درې ملاتړي هغه مهال ټپيان شول، چې ټوپکوالاو تخار ته دتګ په لار د هغوی د سپرليو په موټرو باندې ډزې وکړې. د مطبوعاتو د رپوټونو له مخې دا کانديد، چې د ملېشو پخواني قوماندان و، د بريد پړه په خپلو مخالفينو باندې واچاوله.
پارلماني دوه وتلي کانديدان، محمد يونس قانوني او سلام راکټي د يو تلويزيوني پروګرام له لارې د ډله ييزو وژنو اوله بشري حقونو د سرغړونو تورونه يو په بل واچول. هر يو ادعا کوله چې هاغه بل بايد د ټاکنو له لست څخه وايستل شي.
هيڅ يو کانديد د جګړې په جنايتونو يا له بشري حقونو څخه په نورو سرغړونو تورن شوی نه دي، چې د نه وړتيا يو معيار دی.
د طالبانو په اړه، چې په 2001 کال کې د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ ايتلافي ځواکونو له واکه راوغورځول، اندېښنې موجودې وي، چې ښايي د ټولټاکنو بهير ګډوډ کړي. د نوموړې ډلې وياند،
لطف الله حکيمي ويلي و، چې طالبان د رايو د ورکولو په مرکزونو باندې بريد نه کوي،ځکه نه غواړې د بېګناه خلکو د مرګ او ژوبلې مسووليت په غاړه واخلي.
حکيمي ټاکنې وغندلې او هغه يې د طالبانو په جګړو کې يوه ننداره وبلله، چې ويل يي له ټاکنو څخه وروسته به دوام ومومي او تر هغه به روانې وي، ترڅو بهرنی پوځونه او د هغې تر ملاتړ لاندې حکومت له منځه لاړ نه شي.
د امريکا او افغان پوځونو چارواکي او د نړيوالي سوله ساتي پوځونه وايي، هغوی د هر احتمال پر وړاندې چمتو والی لري او ددې ډاډ ورکوي، چې ټاکنې به ګډې وډې نه شي. له دې نظر سره په پلازمينې کې زياتره خلک هم نظره دي.
په کابل کې د يوې هټۍخاوند، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل: ((سره له دې چې د مخافينو ډله به (طالبان) د بهيرد ګډوډلو لپاره له خپل زور څخه کار واخلي، خو زه فکر نه کوم، چې بريالي شي.))
هغه په دې اند دی، چې هر څوک بايد رايې ورکړي. ((ځکه دې ټاکنو ته د دموکراسۍ د يو ګام په سترګه کتل کيږي. دا ددې مانا لري، چې موږ به د ځواک او واک يوه سرچينه ولرو، چې د حکومت په چارو کې به دخيله وي.))
د هغه له دې خوشبينۍ سره 34 کلن اختر محمد هم شريک و، چې په نادر پښتون واټ کې يوه هټۍ لري. يو ځلې چې پارلمان وټاکل شو، هغه باور لري، چې زياتې ستونزې به حل شي. ((زه به داسې يو چاته رايه ورکړم، چې صادق، وړ، مسلمان او لاسونه يې د خلکو په وينو سره نه وي.))
د کابل پوهنتون د حقوقود پوهنځي استاد، عزيزاحمد د نوې ملي شورا د جوړښت په هکله خوشبين و. هغه وويل: ((زما په فکر افغانان پوهيږي، چاته رايه ورکړي.))
خو شمېر نور بيا هغومره زيات د نوي پارلمان په هکله خوشبين نه دي. يو بوټ رنګوونکی ای ډبليو پي ار ته وويل، د هغه په اند پارلمان د وخت او پيسو له لاسه ورکول دي.
هغه په غوسه وويل : ((وروره، له تاڅخه دې ليرې وي، پارلمان څه شی دی او څه کوي؟ بل چا ته لاړ شه چې خبرې درسره وکړي. کرزي ته مو له رايې ورکولو څه ګټه تر لاسه کړې؟))