د هلمند حاصلات
اوس د کوکنارو د حاصل د راټولولو وخت دی. هرڅوک، آن حکومتي کارکوونکي په هغې کې ښکېل دي.
د هلمند حاصلات
اوس د کوکنارو د حاصل د راټولولو وخت دی. هرڅوک، آن حکومتي کارکوونکي په هغې کې ښکېل دي.
هغوې له ځايي چارواکو څخه د هغو ناندريو په کرارولو کې د منځکړتوب غوښتنه کوله، چې د هغوی د کوکنارو د حاصل راټولول يي له ګواښ سره مخامخ کړي دي. د اپين د راټولولو لپاره نيول شوو کارګرانو په يوه خوله د ځمکې په خاوندانو باندې زور راوړی و، ترڅو هغوی ته د حاصل نيمايي برخه ورکړي. د ځمکو خاوندانو ټينګار کولو، چې د ټول حاصل يو په پنځمه برخه يوه مناسبه مزدوري ده.
د ځمکو خاوندانو له ولايتي چارواکو څخه په موضوع کې د منځګړتوب غوښتنه کوله.
که د کوکنارو د بوټو او د هغی د کرکيلې په له منځه وړلو کې د حکومت ښکېلتيا په پام کې ونه نيول شي، ښايي دا په عمل کې دموکراسۍ ته ورته يوه خبره وي.
د ځمکې يو خاوند شکايت وکړ: "موږ خپلې ټولې پيسې د کوکنارو په کرلو کې لګوو. که حکومت له موږ سره د کوکنارو په حاصل کې مرسته ونه کړي، نو هر څه به له لاسه ورکړو."
خو د ځايي کارګرانو دريځ تر هغوی غښتلی و. سږنی حاصل د اورښتونوله امله ښه دی او ښايي تر پخوا ډېر زيات وي، له دې امله يي د ټولولو لپاره زياتو کارګرانو ته اړتيا ليدل کيږي.
کارګران هم د طالبانو د زيات شتون له امله کار له خطر څخه ډک بولي، ځکه نو زياته مزدوري غواړي. په هلمند کې تاوتريخوالی او بغاوت په خوټکېدو دی. د ولايت له مرکز څخه زياتره ليرې پرتې سيمې د طالبانو تر لاس لاندې دي.
يو تن کارګر، عبدالجميل، چې هر کال اپين راټولوي، وويل: "پروسږکال مو د ځمکې له خاوندانو څخه خيرات غوښته. د حاصل يو په 16 برخه مو غوښتله او آن د هغې لپاره مو بښنه هم غوښته."
"خو په سږني حاصل کې هغوی موږ ته تر دې زياته اړتيا لري، چې موږ يي ورته لرو. هغوی موږ ته يو په څلورمه راکوي او ښايي يو په درېمه راکړي. موږ نېکمرغه يو، که هغوی موږ هغو ولسواليو ته وليږي، چې د طالبانو په لاس کې دي، نو بايد زياتې پيسې راکړي."
د اپرېل تر نهمې پورې حاصل ټولوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي و. د نا تاييد شوو رپوټونو له مخې د هلمند ولايتي چارواکو د کارګرانو لپار د يو په څلورمې برخې پورې د مزدورۍ اندازه محدوده کړې ده.
افغانستان د نړی د اپينو په سلو کې د نوي په شاوخوا کې توليدوي. د هلمند ولايت په يوازې سر ددغه توليد په سلو کې 40 برابروي او د نړۍ د اپينو تر ټولو لوی توليدوونکی ځآى دى.
ولسشمر کرزي د نيشه يي توکو په وړاندې "جهاد" اعلان کړی و او نړيوالې ټولنې له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره سخاوتنمندانه پيسې او تجربې چمتو کړي. خو له دې ټولو سره سره د کوکنارو د له منځه وړلو په وړاندې ټولو تر سره شوو هڅو او لګېدلو پيسو څه ګټه نه ده کړې او يا لږ ترلږه په هلمند کې يي نه ده کړې.
د پوليسو يو ځايي قوماندان، ګلبدين د مجازاتو او تنبيه پر ځای خبرې اترې سودمنې ګڼي. هغه وويل: "موږ کروندګرو ته وايو، دا ستاسې ځمکه ده، نه زموږ. حاصل ټولوونکي نه غواړي له تاسو سره ولاړ شي. موږ نه شو کولای هغوی له يو سره په يو په نيمايي، له بل سره په يو په درېمه يا تر هغې لږ وډېر اخيستلو ته اړ باسو."
د کوکنارو د پخېدو پرمهال د افغانستان له هرې برخې او آن له ګاونډيو ولايتونوڅخه په زرګونو کارګران دې ولايت ته مخه کوي. د هغوی زيات شمېرته دا يو ستر عايد دی.
د وردګو د ولايت اوسيدونکی، 40 کلن عبدالبصير وايي: "زه دلته له خپلو شپږو ملګرو سره راغلی يم. موږ خوار ژوند لرو. دنده نه شته او زوړ هم يم. موږ دلته د يو څو پيسو د ګټلو لپاره راغلي يو. موږ په خپل ولايت کې کوکنار نه لرو. هلته بله کومه دنده هم نه موندل کيږي. له دې امله هرکال دلته راځو."
ځايي اوسيدونکي، د ښوونځيو زده کوونکي او آن دولتي کارکوونکي په دې کارکې ښکېل کيږي.
پنځه دېرش کلن عبدالمالک وويل: "زه حکومتي کارکوونکی يم. زه د مياشتې 3000 افغانۍ تنخوا لرم. زما اقتصادي حالت ورځ په ورځ خرابيږي. ما واده کړی او څلور کوچنيان لرم. زه په يو دولتي کور کې اوسيږم. زه کوم ملاتړی نه لرم. هغوی ما له کور څخه شړي."
"زه د پيسو د پيدا کولو بله لاره چاره نه لرم. زه دلته راځم او 15 ورځې دا حاصل ټولوم. ښايي د لس، پنځلسو زرو افغانيو کار وکړم. په دې به مې ستونزې حل شي."
دا ملا ماتوونکی کار دی. حاصل ټولوونکي د ورځې دوه وخته کار کوي. مازيګر هغوی کروندې ته ځي او د کوکنارو غوزې په نيشتر وهي. په دې توګه د کوکنارو شيره راوځي. د شپې له خوا هغه کلکيږي او نصواري رنګ غوره کوي. دا شېره بله ورځ سهار د لمر له تودېدو څخه دمخه راټوليږي. په بله ورځ مازيګر بيا د کوکنارو غوزې وهل کيږي او دا کار پنځلس ورځې دوام کوي.
زيات راغلي کارګر له يو ځای څخه بل ځای ته ځي. او په دې توګه تر شپږو سوو ډالرو پورې مزدوري کوي.
څلرويشت کلن عصمت الله وويل: "زه په لښکرګاه کې اوسيږم. زه او نور درې ورونه مې د کوکنارو حاصل ټولوو. موږ څلور ساعته سهار او دوه درې ساعته مازېګر کار کوو. موږ اوس د نادعلي په ولسوالۍ کې اپين ټولوو. دلته د کار له پای ته رسيدا وروسته نورو ځايونو ته ځو. د ځمکو خاوندان موږ ته د حاصل يو په څلورمه مزدوري راکوي. موږ هغه بيا په پيسو پلورو."
هغه مهال چې حاصل راټول شي، کارګران د يو په څلورمې مزدورۍ له امله چې چارواکو را منځته کړی، ښايي لږې پيسې ترلاسه کړي. ځکه د توليد د زياتوالي له امله بيې راټيټږي.
د اپينو يو کوچنی سواګر، رحمت الله وايي: "سږنی ښه کال و. زيات اورښتونه وشول او ښايي زيات حاصل لاسته راشي. خو بيې به ټيټې شي."
هغه وويل، يوه مياشت دمخه يو کيلوګرام اپينو 140 ډالره کول، خو اوس يي بيه نوي او آن اتياو ته رالوېدلې ده.
هغه وويل: "کله چې د حاصل د ټولولو وخت پای ته وروسيږي، نو موږ يي تر دې هم له کارګرانو څخه په ارزانه بيه پېرودلای شو. هغوی له بازار څخه تر لاسه شوي شيان نه شي پلورلای. اوس مارکيټ زموږ په لاس کې دی. موږ ښه بيه تر لاسه کولای شو."
د ځمکو خاوندان هم د لګښت په ډېرېدو او د بېو په لويدو ناخوښي څرګندوي.
د نادعلي اوسيدونکي عبدالحق وويل: "ما په 14 جريبه ځمکه کې کوکنار کرلي دي. زموږ ځای ته د کوکنارو د اړولو کمپاين نه و راغلی. زما فصل پاتې شو. اوس زما په ځمکه کې 14 تنه کارګران کار کوي. زه بايد د کارګرانو د لګښت د پوره کولو لپاره 20 کيلو ګرامه اپين وپلورم."
ماهرين وايي، چې په ښه کال کې يو جريب ځمکه تر 30 کېلو پورې خام اپين توليدوي.
آن کوچني ماشومان د کوکنارو د حاصل ټولولو ته شېبې شماري. د کارګرانو د کار په پای کې هغوی کروندو ته ځي او پاتې شوې اپين راټولوي.
يوولس کلن احمد غواړي سږکال هم حاصل راټول کړي.
هغه په وياړ وويل: "ما پروسږکال اپين راټول کړی و او خپل ځانته مې پرې بايسکل پېرودلای و. زه د چا پيسو ته اړتيا نه لرم. څه شی چې مې په کار وي، پخپله يي ځانته رانيسم."
هټيوال هم د کارګرانو په راتګ خوشحاليږي، ځکه د هغوی کاروبار هم ښه کيږي.
د بولان د ولسوالۍ يو قصاب وويل: "معمولا زه د ورځې يو غويي حلالوم. خو د کوکنارو د ټولولو په فصل کې زه آن تر پنځو پورې غوايان حلالوم. خلک ښو خواړو ته اړتيا لري. که نه نو دکوکناروبوى او بد اثر به يي خراب کړي."
په لښکرګاه کې د يو رستورانت خاوند، ساوا هم خوښ برېښېد، هغه په خندا وويل: "ښار ته زيات شمېر کارګران راغلي دي. زه به ډېرې پيسې وګټم."
خو ټول خلک دومره خوشحاله نه بريښي. د هلمند د ناکراره امنيتي وضعې له امله د څو زرو کارګرانو راتګ ښايي يو ګواښ وبلل شي.
يو هټېوال شکايت وکړ، ويې ويل: "دلته په يو ځای کې زيات شمېر کارګران اوسيږي. موږ د ښار په منځ کې ددې تور پګړيو له امله تګ راتګ نه شو کولای. هغوی ټول سپينې يا تورې پګړۍ پرسروي. له طالبانو سره د هغوی توپير نه کيږي."