د هلمند ستونزو ځپلو ځوانانو ته د غوره انتخاب محدوديتونه
بېروزګاري يو شمېر ځوانان د طالبانو ليکو ته ورولي په داسې حال کې، چې يو شمېر نور بيا نيشه يي توکو او جنايتونو ته پنا وړي.
د هلمند ستونزو ځپلو ځوانانو ته د غوره انتخاب محدوديتونه
بېروزګاري يو شمېر ځوانان د طالبانو ليکو ته ورولي په داسې حال کې، چې يو شمېر نور بيا نيشه يي توکو او جنايتونو ته پنا وړي.
هغه وويل: "ما هيچېرته کار ونه موند. له دې امله له طالبانو سره يوځای شوم. هغوی ما ته د کور د لګښت لپاره پسې راکړي. که طالبان مې پرېښی وای، نو چېرته به تللی وای؟"
جان آغا ښوونځی نه دی لوستی. هغه دومره په څه نه پوهيږي.
هغه وويل: "ما ليک او لوست نه دی کړی. له دې امله د دندې موندل ګرانه خبره ده. په داسې حال کې چې زيات شمېر زده کړې لرونکي خلک نن سبا وزګار ګرځي."
په سهيلي ولايت، هلمند کې د نيشه يي توکو سوداګري او طالبان د ځوانانو لپاره د بوختيا د انتخاب يوازېنۍ سرچېنې دي.
ښوونځي د بې امنيتۍ له امله تړلي دي او پوهنتون د زياترو خلکو لپاره مازې يو خوب دی. بېروزګاري په سلو کې پنځوسو ته رسيږي. په داسې حال کې چې د اپينو د غوړېدونکي سوداګرۍ او مخ په ودې ناکرارۍ په منځ کې راکښېل په زرګونو ځوانان بېروزګاره او پرېشان ګرځي.
طالبان ټاکلی معاش نه ورکوي. هغه شمېر خلک چې له هغوی سره کا رکوي، يوازې د ډوډۍ، جامو، درملو، ترانسپورت او مخابرې لپاره پيسې تر لاسه کوي. د زياترو خلکو لپاره دا يوه غوره انتخاب دی.
د لښکرګاه يو اوسيدونکي 22 کلن محمود له طالبانو سره هغه مهال يوځای شو، چې د ژوند نورې لارې چارې پرې بندې شوې.
هغه وويل: "ما دوه کاله د طالبانو تر څنګ ددې لپاره جګړه وکړه، چې بل روزګار مې نه درلود."
له طالبانو سره په يوځای کېدو محمود ته دا چانس په لاس ورغی، چې يوه اندازه پيسې سپما کړي او يو کوچنی کاروبار پرې پيل کړي. اوسمهال هغه په لښکرګاه کې شيان رانيسي او د اوونيو په بازارونو کې يي په ولسواليو کې پلوري.
هغه وويل: "اوس چې مې کار موندلی، له طالبانو سره نه يم."
د هلمند ځوان نسل له رښتينو ستونزو سره هغه مهال لاس او ګرېوان کيږي، چې د واده نيت وکړي. په افغانستان کې ودونه په دوديز ډول د "ولور" په نوم زياتو پيسو ته اړتيا لري. د کوکنارو په دې بډايه ولايت کې، چې د نړۍ د نيمايي په شاوخوا کې اپين توليدوي، ودونه کله ناکله تر شلو زرو ډالرو پورې لګښت ته خوله اچوي.
د "ښايسته" نجونو ولور زيات وي او هغه سړي، چې د کوکنارو او يا د نيشه يي توکو په سوداګرۍ کې لاس ونه لري، بايد له هغه چا سره سيالي وکړای شي، چې جيبونه يي د کوکنارو پيسو پړسولي وي.
يو شمېر شنونکي وايي، په قانوني لارو چارو باندې د ولور په چمتو کولو کې د بېوسۍ له امله خلک جرمونو ته لاس اچوي.
د نادعلي د ولسوالۍ يو 28 کلن ځوان، تورجان وويل: "زما کوژدې اته کاله دوام وکړ. په دې مودې کې زما خسر ژمنه شوی ولور دوه برابره لوړ کړ. زه د ملي اردو له ليکو سره يوځای شوم. په دې کار راته طالبانو د مرګ ګواښونه وکړل. بيا له هغوی سره يوځای شوم."
هغه مهال چې تورجان پوه شو، د طالبانو معاش د هغه ولور نه شي پوره کولای، نو د هلمند بل مخ په ودې صنعت ته وروګرځېد.
هغه وويل: "ومې پتېله، چې د نيشه يي توکو قاچاق پيل کړم."
د ګرشګ د ولسوالۍ اوسيدونکی، 22 کلن نورالله هم ورته انتخاب درلود، خو هر څه ورته چپه واوښتل.
هغه په خپګان وويل: "کله چې مې د اپينو يوه هټۍ چلوله، نو زياتې پيسې مې درلودې. ما په دې ژمنې چې يو مليون پاکستاني روپۍ ولور به ورکړم، کوژده وکړه. وروسته مي حکومت ټول اپين ونيول. اوس د ډېرو خلکو پوروړی يم."
نوموړي زياته کړه: "اوس د واده لپاره پيسې نه لرم. له ژوند څخه پوزې ته راغلی يم. اوس د پيسو د لاس ته راوړلو بله لاره نه لرم، بېله دې چې له خلکو غلا وکړم."
د ځوانانو لپاره د کار او استخدام پړه او ملامتيا، په تېره بيا د نړۍ د اپينو په دې پلازمینې کې، د نيشه يي توکو په مخ په زياتېدونکي ناوړه کارونې باندې اچول کيږي.
د مارجې د ولسوالۍ يو نولس کلن ځوان، عبيدالله وويل ځکه يي د نيشه يي توکو کارونې ته لاس واچولو، چې بل روزګار يي نه درلود.
هغه د بېحالۍ په حال کې وويل: "د تفريح لپاره مې کوم ځای نه درلود. نه مې غوښتل له چا سره خبرې وکړم. لومړی مې د سګريټ په څکولو پيل وکړ.په سبا مې په هغې کار نه کېدو. بيا مې د چرسو په څکولو او بيا په اپين لاس پورې کړ. اوس مې په دې ټولو باندې کار نه کيږي او د هيروينو کارولو ته مې لاس اچولی دی."
په لښکرګاه کې د محمدي نجات روغتون د مشر، رحمت الله محمدي د وينا له مخې د هلمند په ولايت کې (په نيشه يي توکو باندې) د 75 زرو په شاوخوا کې روږدي کسان شته.
د 40 زرو په شاوخوا کې يا له نميايي پورته روږدي کسان د 15 او 25 کلونو ترمنځ عمرونه لري.
د محمدي نجات روغتون، چې د 16 زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی، د روږدو کسانو لپاره 22 بسترې لري، خو درملنه يي د پيسو په وړاندې کيږي.
محمدي وويل: "د يو روږدی شخص درمله په يوې مياشتې کې کولای شو. هغوی د درملنې په وړاندې لس زره افغانۍ فيس ورکوي."
د ودان په نوم په يو بل روغتون کې شل بسترې شته دی.
د موسی کلا د ولسوالۍ په يو روږدی شخص، بسم الله کې له لسو ورځو درملنې څخه وروسته د روغتيا نښې نښانې ليدل کيږي.
هغه وويل: "زه هغه مهال د نيشه يي توکو په کارونې باندې روږدی شوم، چې له خپلو ورڼو او نورو کارګرانو سره مې په خپلو پټيو کې له کوکنارو څخه اپين راټولول."
د هلمند ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس، محدنادر وطنوال وويل لښکرګاه ته د راتلونکو ټولو خلکو لپاره پوره کار او روزګار نه شته.
هغه وويل: "د امنيتي ناوړه حالت له امله زيات شمېر خلک، په تېره بيا ځوانان، له ولسواليو څخه لښکرګاه ته راځي. له دې امله په کار باندې د ولايت د ځوانانو د ګومارلو په وړاندې ستونزې رامنځته کيږي."
وطنوال زياته کړه، د هغه د رياست له لارې د دولسمو ټولګيو 180 فارغين حکومتي ادارو ته د کار لپاره ورپېژندل شوي دي. نور 60 تنه د موټر د تخنيک، وايرنګ او ترکاڼۍ په برخو کې تر مسلکي روزنې لاندې نيول شوي دي.
د ليسو د يو شمېر فارغينو د وينا له مخې د بېروزګارۍ ستونزه د زده کړې او تحصيل د امکاناتو نشتوالی دی.
پروسږکال د ليسو 300 تنو فارغانو پوهنتون ته د شموليت لپاره د کارنکو په ازموينې کې ګډون وکړ، خو يو يي هم بريالی نه شو.
زيات شمېر خلک ددې کار لامل په ښوونځيو کې د زده کړې او لوست د کچې ټيټوالی بولي، خو هلمنديان بيا احساس کوي، چې د هغوی په وړاندې له تبعيض څخه کار اخيتسل کيږي.
دوه ويشت کلن وحيدالله وويل، د نورو زياتو ځوانانو په څېر هغه څو، څو ځلې پوهنتون ته د کانکور ازمونيې ورکړې، خو پاتې راغی.
وحيدالله وويل: "که وضعه په هلمند کې همداسې دوام ومومي، نو ښايي په دې ولايت کې کوم انجينير، قاضي، طبيب او نور رامنځته نه شي. ځوانان هر کال په ازموينو کې پاتې کيږي. هيڅوک پوهنتون ته نه شي تللای."
څلېريشت کلن ضيا وويل، هغه دوې ځلې د کانکور ازموينې تېرې کړې، خو پوهنتون ته يي لاره ونه موندله.
هغه وويل: "په هلمند کې خلک يوازې د زياتو پيسو په درلودلو يا د يو لوړ رتبه حکومتي چارواکي په پېژندلو کولای شي لوړې زده کړې وکړي. دا دوه هغه شيان دي، چې زه يي نه لرم."