د هېواد سيندونه ښې ادارې ته اړتيا لري
کارپوهان وايي حياتي سرچينه هېواد ته مليارډونه امريکايي ډالر ارزښت لري.
د هېواد سيندونه ښې ادارې ته اړتيا لري
کارپوهان وايي حياتي سرچينه هېواد ته مليارډونه امريکايي ډالر ارزښت لري.
د آی ډبليو پي آر له خوا په درېو ولايتونو کې د جوړو شوو مناظرو د گډون کوونکو په وينا د افغانستان د اوبو د پراخو سرچينو د ادارې لپاره ملي ستراتيژي ته بېړنۍ اړتيا لېدل کيږي.
د ننگرهار، پکتيا او کونړ ولايتونو په مناظرو کې واورېدل شول، سره له دې چې په افغانستان کې پنځه لوی سيندونه بهيږي، چې د ايران، پاکستان او مرکزي اسيا پراخې سيمې هم خړوبوي، خو د اوبو د وېش په اړه مناسب تړونونه، نه لري.
لسگونو کلونو جگړو مهم بنسټونه ويجاړ کړي چې د کرنيزو ځمکو اوبوخوړ ته پکارېدې، همدارنگه يې د هېواد پراخه سيمه د وچکالۍ له خطر سر مخامخ کړې ده.
ننگرهار د کرکېلې يو مرکز و. په ١٩٦٠ کلونو کې د ننگرهار اوسنی ٧٠ کيلومتره اوږد کانال د افغانستان د ختيځي سيمې لپاره يوه ستره عايداتي سرچينه وه، د سيمه ييزو مېوو او خون د توليداتو لپاره يې د اوبو لگولو سيستم رامنځته کړی و.
د ننگرهار ولايت د سيندونو رئيس، صديق ساپي وويل، د دې ولايت د سرچينو د بيارغاولو لپاره کار روان دی.
هغه وويل: «زموږ وزارت د نړيوال بانک او جاپان په مرسته يوازې په ننگرهار ولايت کې د اوبو خوړ د تنظيم په موخه ١٥٠ بندونه جوړ کړي دي.»
د ننگرهار د پوهنتون استاد بشير دوديال وويل، له دې سره سره د يوې سرچينې د ساتلو لپاره په ملي کچه کار ته اړتيا ليدل کيږي چې د هېواد د اقتصاد له پراختيا سره مرسته وکړي.
هغه وويل: «مليارډونه مکعب اوبه اوس زموږ گاونډيو هېوادونو ته د هيڅ په بدل کې روانې دي. که دا په سم ډول اداره شوی وای، فکر وکړئ چې دا هېواد به څومره بډای شوی و.»
د ننگرهار د والي اقتصادي سلاکار، اکبر شېر ومنله چې کابل ته پکار ده له دې گران بيه طبيعي سرچينې څخه پوره گټه واخلي.
نوموړي د اوبو د ادارې د څېړنې د يو مرکز د تاسيس وړانديز وکړ چې وکړای په غوره ډول د اوبو زېرمې اداره کړي.
شېر وړاندې وويل: «د لوړو زده کړو وزارت او شخصي پوهنتونونو د جيولوژۍ په برخه کې سمه پانگونه کړې نه ده. تر هغه چې د دې برخې له پراختيا سره مرسته ونشي، موږ به د اوبو د ادارې داخلي ظرفيت ونه لرو.»
شېر دا هم وويل، حکومت ته پکار ده د کونړ د سيند اړوندې موضوعگانې، چې گاونډي هېواد پاکستان ته هم بهيږي، هوارې کړي.
په پکتيا کې ويناوالو د سيمه ييزو بنسټونو پر نيمگړي حالت رڼا واچوله.
د پکتيا پوهنتون د کرنې د پوهنځي استاد، هدايت الله سالاري وويل: «موږ له اوبو څخه د کار اخيستنې لپاره اړين وسايل نه لرو، کانالونه، ډنډونه او بندونه نړېدلي او اوبه يې له کاره وتلې دي.»
سالاري دا حالت له پولې ها خوا د ايران له حالت سره پرتله کړ، چې هلته يې خپلې زده کړې سرته رسولې دي.
هغه وويل: «د ايران د سيستان په ولايت کې ډېر غنم کرل کيږي چې ټول يې د هلمند د سيند پر اوبو خړوبيږي. په مشهد ولايت کې کرنه د هريرود پر سيند ولاړه ده. د افغانستان حکومت خپل مسؤوليتونه سرته نه دي رسولي.»
د اقتصادي چارو کارپوه او د پکتيا د پوهنتون استاد، نورمحمد احمدزي هم وويل، افغانستان ته ښايي له بهرنيو تجربو زده وکړي.
هغه وويل: «په نورو هېوادونو کې د اوبو اړوند نړيوال تړونونه موجود دي، افغانستان بايد له دغه راز تړونونو څخه کار واخلي.»
د ولايتي شورا غړي، تاج محمد منگل وويل، اړوند وزارتونه په ٢٠٠١ کال کې آن د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته په دې موضوع کې پاتې راغلي دي.
هغه وويل: «د اوبو د تنظيم او سمې کارونې په اړه يو مناسب پلان ته اړتيا شته، خو د تېرو ١٤ کلونو په موده کې چا ورته پام نه دی کړی.»
د کونړ د مناظرې گډون کوونکو په دې اړه بېلا بېل نظر درلود چې گوندې حکومت بايد د نړيوالې ټولنې په مرسته د اوبو سرچينې په اغېزمن ډول کنترول کړی وای.
د کونړ د ادارې او صنعت د انستيتوت استاد، شفيع الله سلطانزي وويل، د افغانستان طبيعي سرچينو بايد دا هېواد تر اوسه ډېر بډايه کړی وای.
هغه وويل، دا د حکومت ناسمه اداره ده چې شاته روانه ده.
سلطانزي وويل: «افغانستان ته په مليارډونه امريکايي ډالر مرستې راورسېدې. که چېرته دا پېسې په اوږدمهاله پروژو لگېدلی وای، کېدای شوای چې افغانستان سم پرمختگ کړی وای. پېسې په لنډ مهاله پروژو ولگېدې.»
د کونړ د والي وياند، عبدالغني مصمم وويل، کابل ډېرې ستونزې لري او ټولو ته نشي رسېدای.
هغه وويل: «د انرژۍ او اوبو د وزارت د سروې له مخې دېرشو مليارډو ډالرو او دېرشو کلونو کار ته اړتيا شته چې په افغنستان کې د اوپو زېرمې تر کنترول لاندې راشي. اوسمهال، دغه لگښت د حکومت له توانه وتلې خبره ده.»