د ګټې پرځاى زيان رسوونکې درملنه

د لوړو زده کړو لرونکو ډاکټرانو کمبود زيات شمېر نالوستو افرادو ته د طبي درملنې موقع په لاس ور کړې، چې زياتره ناوړه پايلې رامنځته کوي.

د ګټې پرځاى زيان رسوونکې درملنه

د لوړو زده کړو لرونکو ډاکټرانو کمبود زيات شمېر نالوستو افرادو ته د طبي درملنې موقع په لاس ور کړې، چې زياتره ناوړه پايلې رامنځته کوي.

غير مسلکي او يا د لږوزده کړو لرونکي افراد، چې ادعا کوي ډاکټران دي، د افغانستان په هر ګوټ کې خلکو ته د درملو لارښوونه کوي او آن کله ناکله په خپلو ناپاکو کلينيکونو کې په يو لړ ناروغانو د جراحۍ عمليات سر ته رسوي.


د آى ډبليو پي آر له خوا د يو شمير ناروغانو او يا د هغوى له خپلوانو سره له مرکو جوته شوې، ځينې وختونه هغه درملنه، چې ددې تش په نامه ډاکټرانو له خوا تر سره کيږي، د ناروغ د تلپاتې ټپي کېدو او آن دهغه د مړينې لامل کيږي.


حکومتي چارواکي دا مني، چې دا ستونزه د هېواد په زياترو برخو کې شته. د روغتيا د وزارت د قوانينو او ارزيابۍ رئيس، عبدالمنان سيدي وايي: "په ټولوولايتونو کې زيات شمېر غير قانوني کلينيکونه او درملتونونه شته. آن هغه شمېر وګړي، چې د پاکستان او ايران په هېوادونو کې د روغتونونو چپړاسيان وو، اوس يې خپل کلينيکونه يي پرانيستي دي."


په حقيقت کې د مسلکي ډاکټرانو د شمېر لږوالى، په تېره په کليوالي سيموکې ، له دې پرته چې دې غير مسلکي افرادو ته مراجعه وشي، بله لاره نه لري.


هغه يو شمېر پېښې، چې آى ډبليو پي آر ته برسېره شوي، په لاندې ډول دي:


* د ميدان او وردګو ولايت د چک په ولسوالۍ کې يو تن، چې د ملاريا په ناروغى اخته و، د يو داسې غير مسلکي ډاکټر له خوا يي د ژيړۍ تبې د ناروغۍ په وړاندې درملنه شوې وه، چې ويل يي يوازې درې مياشتې طبي روزنې يي تر لاسه کړې وه.


* د ميدان او وردګو ولايت د سيد آباد په ولسوالې کې يو کوچنى هلک، د هغه يو چا له درملنې وروسته مړ شو، چې ويل يي يوازې نهه مياشتې طبي روزنه يي تر لاسه کړې ده.


* د لوګر ولايت يوې ښځې وويل، چې پښه يي د هغه شخص له درملنې وروسته له کاره ولوېده، چې له ديارلسم ټولګي ورسته يي زده کړې پرېښې او يوازې درې مياشتې طبي روزنه يې تر لاسه کړې وه.


* د هلمند ولايت يو اوسېدونکي د داسې يو چا له خوا په سترګه کې له پېچکارۍ وروسته د سترګو رڼايي له لاسه ورکړه، چې ويل يي يوه لنډه طبي روزنه يي تر لاسه کړې ده.


* يو دولس کلن هلک د درملنې لپاره په کابل کې يو روغتون ته راوړل شوى و. هغه ته د يو داسې غير ملسکي شخص له خوا په خوټه کې پېچکاري شوې وه، چې هيڅ لوړې زده کړې يي نه لرلې.


په افغانستان کې زياتره قانوني ډاکټرانواووه کاله په پوهنتون کې زده کړه کړي او د طبابت درجه يي تر لاسه کړي ده.


خو زياترو تش په نوم ډاکټرانو دخپلې کډوالۍ پرمهال په پاکستان کې د طبي کورسونو يوازې درې مياشتنۍ روزنه تر لاسه کړې. يو شمېر نورو د اتياومو کلونو په بهير د جهاد پر مهال د لومړنيو مرستو بنسټيز کورسونه لوستي او له هغې راوروسته ځانونه ډاکټران بولي.


د چک د ولسوالۍ اوسېدونکى، ٢٩ کلن غلام محمد وايي، له دري مياشتو راهيسې ورته د ګېډې خوږ پيدا شوى و. هغه وايي د غبرګولي په لومړيو کې، ډاکټر جلال نومي يو چا ته لاړم. جلال د هغه په کلي کې د روغتيا څارنې يوازنى سړى و.


هغه وايي، جلال هغه ته درمل ورکړل، خو حالت يي لا پسې ناوړه شو. هغه وايي: "ناروغي مې ورځ په ورځ خرابېده او کله چې د دويمې ورځې لپاره د هغه کلينيک ته لاړم، نو راته يي ويل، چې ژبه دې راښکاره کړه. له هغې وروسته يي زما سترګې وليدلې او راته يي ويل، چې ژيړۍ تبې (محرقه) لرم. له هغې وروسته يي څوګولۍ او د سيرمو يو ه خلته راکړه او ويي ويل، ماښام زه راځم او سيروم درته چالانوم. خو له هغې ورسته مې ناروغي نوره هم پسې خرابه شوه. ما آن نه شو کولاى چې و ګرځم. پلار مې کابل ته راوستم. دلته څرګنده شوه، چې ملاريا يم. کله چې مې د ملاريا درمل وخوړل، نو يو څه ښه شوم، خو اوس هم د هغه درملو له امله، چې جلال راکړي وو، سم خوراک نه شم کولاى."


دري دېرش کلن جلال آى ډبليو پي آرته وويل، چې په پېښور کې يي د درمل جوړولو او روغتيا پالۍ شږ مياشتنۍ روزنه تر لاسه کړې ده. هغه وايي، چې له نهو کلونو راهيسې خلکو ته درمل ورکوي. نوموړى وايي "ددې نهو کلونو په بهير کې ما پوره تجربه تر لاسه کړې او مسلکي ډاکټرانو ته چلينج ورکولاى شم (چې وليدل شي، څوک ښه ډاکټر دى.)"


د سيد آباد ولسوالۍ اوسېدونکى، ګل محمد لاتر اوسه د خپل يوازني اوولسن کلن زوى، عمر، په مړينه ماتم کوي. هغه خپل زوى يو سيمه ييز طبيب ته د تبې په خاطر وړى و . د ګل محمد د وينا له مخې هغه طبيب، چې ځانته يي ډاکټر اکبر ويل، د عمر د ناروغى په تشخيص نه پوهېد او سره له هغې يي عمر ته د درملو نسخه ورکړه. ددې زلميګوټي ناروغې پسې ناوړه شوه او په پاى کې مړ شو. ګل محمد وايي: "دې ناپوهه ډاکټر زما د زوى له ژوند سره لوبې وکړې او ويې وواژه."


نهه دېرش کلن اکبر آى ډبليو پي آر ته وويل، چې نهه مياشتنۍ طبي زده کړې يي تر لاسه کړي دي. هغه وايي: "په ١٩٩١ کال کې ما يو شپږ مياشتنى طبي کورس ولوست او له هغې وروسته مې د روغتيايي زده کړو درې مياشتنى بل کورس ولوست. "


اکبر وويل، پخوايي يو درملتون درلود،خو اوس شخصي کتنځى لري. هغه د ګل محمد تورونه ونه منل. هغه وويل: "زه هېڅکله د هغې ناروغۍ لپاره درمل نه ليکم، چې پرې نه پوهيږم. په داسې حالتونو کې ناروغ روغتيايي کلينيک ته استوم."


د لوګر ولايت د بره کې برک په ولسوالۍ کې دېرش کلنه ګل بته د يوې تيارې خونې په کونج کې پرته او چېغې وهي. دوه کاله دمخه هغې ته يو سيمه ييز طبيب، اسدالله درمل ورکړي و. ګل بته وايي، چې هغه ورته له کتنې او معاينې پرته يوه پېچکاري کړې وه. ګل بتې وويل، د پېچکارۍ پر مهال ستنه ماته او د هغې په ورون کې پاتې شوه. نوموړې وايي: "له هغې وروسته چې دا پېچکاري مې کړې، نو بدن مې خوږ کوي. زه يو څو ورځې نه شوم ګرځېدلاى او په پاى کې له پښو ورغورځېدم او شله شوم. زه په خپل ژوند دومره پکو يم، چې وايم (کشکې) مړه شم."


اسدالله اوس مړ شوى دى، خو د هغه د تره زوى، حاجي شاه ولي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې دهغه خپلوان تر شپږم ټولګي پورې لوست کړى و او په پېښورکې درې مياشتنى کورس تر لاسه کړى و. حاجي ولي وايي، هغه د ګل بتې له کيسې خبر نه دى.


په داسې حال کې، چې د طبيبانو په توګه د کارکوونکو غير مسلکي افرادو په هکله کومه سرشمېرنه په لاس کې نشته، زيات شمېر مسلکي طبي افراد ددې ستونزې له ناوړه کېدو څخه سر ټکوي.


د روغتيا د وزارت د ډاکټراتو د تخصص د روزنې مرستيال، دکتور رحماني وايي: "د غير قانوني ډاکټرانو شمېره مخ په زياتېدو ده. موږ يو زيات شمېر کميسونونه جوړ کړي دي، چې ددې ډاکټرانو کار وڅاري او څيړنه يې وکړي."


د لوګر ولايت د بره کي برک د روغتون مرستيال، محب الله زر وايي، داسې ښکاري چې حالت مخ په خرابېدو دى. نوموړى واي: "يوازې په دې ولسوالۍ کې چې ماته معلوم دي، لس غير مسلکي ډاکټران شته. ښايي يو شمېر نو رهم وي، چې شخصي کلينيک ونه لري او ناروغانو په خپلو کورونو کې ګوري."


دکتور محب الله چې په ٥٢ بستره يي روغتون کې کا رکوي، وايي: "زيات شمېرناروغان دمخه تر دې، چې دې روغتون ته راځي، لومړى دغه غير مسلکي ډاکټرانو ته ورځي. دا ډاکټران لوړې زده کړې نه لري. هغوى يوازې درې مياشتني کورسونه لوستي وي، اوس سپينې چپنې اغوندي او د پيسو د لاسته راوړلو لپاره د خلکو له ژوند سره لوبې کوي. هغو ۍد ناروغۍ تشخيص نه شي کولاى. هغوى په پټو سترګو نسخې ليکي. کله چې د ناروغ حالت خراب شي، نو بيا يي روغتون ته ليږي."


د روغتيا په وزارت کې سيدي وويل، د هغه رياست ته د داسې ډاکټرانو په هکله زيات رپوټونه رارسيږي. حکومت د ولايتونو د روغتيا سيمه ييزو رياستونو ته ليکونه استولي دي او ورته ويلي دي، چې په دې هکله ګامونه واخلي، خو تر اوسه کوم ځواب نه دى تر لاسه شوى.


خو محب الله فکر نه کوي، چې ګوندې حکومت دې وکړاى شي، په دې هکله څه وکړى. هغه وايي: "د روغتيا د وزارت ځيني چارواکي نه غواړي ددې غير مسلکي ډاکټرانو د کار مخه ډب کړي ... که چېرته هغوى په رښتيا وغواړي، نو د هغوى د کار د مخې نيول دومره ګرانه خبره نه ده."


Frontline Updates
Support local journalists