د ګټونکو کانديدانو پرانېستې غونډه
هغه کانديدان چې ښکاري په پارلماني ټاکنو کې يې بری تر لاسه کړی دی، وايي، د خپلو سيالانو له خوا په نښه کيږي او غواړي ددوی څوکۍ ونيسي.
د ګټونکو کانديدانو پرانېستې غونډه
هغه کانديدان چې ښکاري په پارلماني ټاکنو کې يې بری تر لاسه کړی دی، وايي، د خپلو سيالانو له خوا په نښه کيږي او غواړي ددوی څوکۍ ونيسي.
سلجوقي په ددې پېښه کې ټپي نه شو، خو يو ساعت وروسته يې کورته نژدې د خځلو په منځ کې نور چاوديدونکي مواد وموندل شول.
دا 42 کلن زوړ ډاکټر وايي: ((زه هيڅ دښمنی نه لرم. خو فکر کوم، چې په انتخاباتو کې زما بری يو شمېر خلکو ته د منلو وړ نه دی.))
هغه وايي، له هغه ځايه چې په حکومتي امنيتي ځواکونو باور نه لري، د هغه خپلوان د هغه ساتنه کوي. هغه د نور ګټونکو کانديدانو د برخليک په هکله هم اندېښمن دی.
د وږي د مياشتې د 27 نېټې پارلماني ټاکنو را په دې خوا هغه کانديدان چې د رايې ورکولو په پاڼو کې د د دنومونو ليکل ددې مانا ورکوي، چې پارلمان ته يې لاره موندلې ده. ددې سيستم له لارې هر ولايت د ورکړ شويو څوکيو له مخې راټولې شوې رايې شمېري، د هغوی د خونديتوب په اړه مخ په ودې زياتې ستونزې رامنځته شوي دي.
د ټاکنو چارواکي وايي، هغوی په پام کې لري، چې پارلمان ته د ګټونکو وروستی لست به ددې مياشتې په پای کی خپور کړي.
د ټاکنو د قانون د 37 مادې اتم فصل وايي که چيرته يو ګټونکی کانديد مړ شي او يا د پارلمان له لومړنۍ غونډې دمخه نا اهله وګرځول شي، څوکۍ په هغه چا پورې اړه نيسي، چې د هغه پسې يې تر ټولو ډېرې رايي وړې وي.
يو شمېر راتلونکې وکيلان وايي د پرانيستې غونډې جوړول د هغوی په هکله سم دي.
دوږي له 27 را په دې خوا د ډېرو رايو وړونکی يو کانديد ووژل شو او په يو شمېر نورو يې برېدونه وشول ، خو ونه وژل شول. د يو شمېر نورو په اړه داسې ګونګوسي روانې دي، چې د هغوی په نااهله ګرځولو به د هغوی سيالانو ته لاره برابره کړای شي.
په شمال کې د بلخ په ولايت کې اشرف رمضان له خپل يو ساتونکي سره ووژل شو، چې له امله يې خلکو مظاهرې وکړې او پړه يې د ولايت په والي عطا محمد نور واچوله.
په ننګرهارکې دتورپيکې علم هغه مهال يې د ناپېژندل شويو وسله والولخواپه کور برېدوشو. چې هغې وکړای شو،ځان له هغو څخه پټه کړي او ټپي نه شوه، خو هغه په دې قانع ده، چې داهڅه د هغې له کانديديدو سره تړاو درلود. سره له دې چې هغه د پارلماني څوکۍ په لاس ته راوړلو کې پاتې راغله. په فراه کې وتلې کانديدې، ملالۍ جويا ته څو څو ځلې ګواښونه شوي و او وايې چې د ژوند په هکله اندېښمنه ده. د 2003 کال په لويې جرګې کې د جنګ سالارانو په وړاندې د هغې دريځ هغې ته ډېر دښمنان راپيدا کړل. هغه وايي، هغه مهال چې په خپل پلرنې ولايت فراه کې په دويمه ګڼه کې راغله، ګواښونو زور واخيست.
ملالۍ شينوارې چې په کابل کې د ښځو په ليکه کې لومړۍ شوه، وايي، چې هغه د خپل کمپاين پر مهال له ډارونې او ګواښونو سره مخامخ شوې ده. هغه مهال چې د هغې احتمالی بری څرګند شو، نو وضعه لا پسې ناوړه شوه. هغه د ملېشو په قوماندانانو باندې پړه اچوي، چې پخپله يې هم پارلمان ته لاره موندلې او تاوتريخوالی سپرغۍ شيندي.
هغې آی ډبليو پي آرته وويل: ((په پارلمان کې د جنګ سالارانو شتون دا مانا لري، چې خپلواک کانديدان به هيڅکله د خونديتوب احساس ونه کړي.))
د ټولټاکنو د سمون د ګډې څانګې وياند، سلطان احمد بهين دا ومنله، چې د ټاکنو د بهير له پيل کېدو را په دې خوا اته تنه کانديدان وژل شوي او د وږي تر 27 پورې دا تاوتريخوالی لا روان و.
سره له دې چې سلطان احمد بهين د هغوی مړينه نېغ په نېغه د ټإکنو پورې يا د وړونکو کانديدانو په توګه د هغوی په دريځ پورې د بحث وړ يوه موضوع وګڼله. هغه وويل: ((دا وژنې په شخصي دښمنيو او تربګنيو پورې تړلې وې.))
((موږ د رايو د شمېرلو وروستۍ برخې ته نژدې کېدونکي يو. امنيت يوه ډېره جدي موضوع ګرځي. د ټاکنو په بهير کې د ښه امنيت ټينګول او د رايو د پاڼو د بکسونو ليږدول بايد اوس کم نه شي، په تېره بيا چې موږ ورستۍ پايلې اعلانوو.))
د کورنيو چارو دو زارت وياند، يوسف ستانکزی ټينګار کوي، چې د ګواښونو پېښې او تاوتريخوالی بې ارښته دي.
هغه وايي: ((دا راز کارونه د نړۍ په هر ځای کې کيږي. که هر يو کانديد کومه ستونزه لري، نو بايد د کورنيو چارو وزارت ته راشي، موږ به يي امنيت خوندي کړو.)) هغه زياته کړه، ټول هېواد بوڅ ناست دی
او پوليس چمتو دي، چې د خلکو حمايت خوندي کړي.
داسې نه بريښي، چې کانديدان دي ډاډمن شوي وي. يو شمېر انګيري، چې دا ګواښونه هغوی ته د وسله والو ډلو له خوا ورکول کيږي، چې د حکومت دننه له ملاتړ څخه برخمن دي.
له کابل څخه پارلمان ته يو پاتې راغلي کانديد نصير احمد لطيفي وويل: ((په قتل اووژنو کې ککړې څېرې هغه واکمنان دي، چې په پارلمان کې خپلو خلکو ته څوکۍ غواړي.))
په کابل کې د نهو تنوبرياليو کانديدانو په ډلې کې شکريې بارکزۍ هم د امنيت په اړه خپل غږ پورته کړی دی. هغه وايي، وضعه دومره ناوړه ده، چې کانديدان نه غواړي نومونه يې د پارلمان له لومړۍ غونډې دمخه اعلان شي. په هر ترتيب د ټولټاکنو د سمون ګډه څانګه نومونه د نتيجو له څرګنديدو سره سم اعلانوي.
سره له دې چې مخامخ کوم تاوتريخوالي تر سره شوی نه دی، د څرګندو ګټونکو ژوند به د نامعلومو ادعاګانو له امله تريخ شوی وي.
د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون چارواکي په خصوصي ډول وايي، چې هغوی د ګټونکو کانديدانو په هکله په شکايتنونو کې ترغوږونو پورې ډوب شوي دي، زياتره يې له وسله والو ډلو او يا ترهرګرو سره په تړاو لرلو تورنوي. يو چارواکي وويل، دا تورونه بې بنسټه دي او هغه مهال رامنځته شوي، چې د ټاکنو پايلې راڅرګندې شوي دي.
له کابل څخه د پارلماني څوکۍ يو ګټونکي، عبدالکبير رنجبر وايي، هغه د خپل خونديتوب په اړه اندېښمن دی. هغه ګوته څنډي، چې د کانديدانو په وړاندې کمپاين د حکومت اعتبارته زيان رسوي.
هغه وايي: ((که چېرته حکومت د کانديدانو ساتنه نه شي خوندي کولای، نو دا ددې نښه ده، چې حکومت کمزوری او دښمن پياوړی دی. که خبره همداسې وي، نو هيڅ يو کانديد به هيڅکله د خونديتوب احساس ونه کړي. ))