د کوچنيو عسکرو بېوسلې کول

د ملګرو ملتونو د يو پروګرام له مخې هغه شمېر تنکي ځوانان بېرته ټولنې ته استول کيږي، چې د ځايي قوماناندانو خدمت ته اړايستل شوي و.

د کوچنيو عسکرو بېوسلې کول

د ملګرو ملتونو د يو پروګرام له مخې هغه شمېر تنکي ځوانان بېرته ټولنې ته استول کيږي، چې د ځايي قوماناندانو خدمت ته اړايستل شوي و.

يو شمېر تنکيو ځوانانو د طالبانو په وړاندې په جګړې کې ونډه اخيستې، خو يو زيات شمېر نور يې له مريانو څخه يو لږ څه ښه والی لري، چې په زوره د ځايي قوماندانانو او جنګ سالارانو د خدمت لپاره ګومارل شوي دي.


د ملګرو ملتونو د ماشونو د صندوق (يونسيف) په وينا اتوزرو ته نژدې د تنکي عمر عسکر، چې نړيوال قانون يې له اتلس کلنۍ څخه د ټيټ عمر جګړه ماران، بولي، په افغانستان کې خواره واره دي. ملګرو ملتونو اوس د هغوی د بېوسلې کولو يو پروګرام تر لاس لاندې نيولی دی.


د تنظيمي جګړو له کلونو څخه راپاتې د ملېشو زيات واحدونه شته، چې په تدريجي ډول بېوسلې شوي، ترڅو د نوې ملي اردو د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي.


دا کوچنيان يوازې د پيرې پر مهال ټوپک لري. ډېر لږ وخت هغوی يو عسکر ته ورته وي، يوازې د درې وخته ډوډۍ په بدل کې د خپل قوماندان په کورونو يا ځمکو کې کار کوي.


په ځينوحالتونو کې، په تېره بيا په هغو ځايونو کې چې پوځي ډوله قوماندانان نارينه جلبيان د جنسي موخې لپاره استخداموي، د يونسيف کمپاين داسې يوې پروژې ته پاتې کيږي، چې دا کوچنيان له مرييتوب څخه ازاد کړي.


يو جلبي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((ما زياتې ستونزې درلودې. قوماندان به له خپلو انډيوالانو سره ترنيمې شپې پورې جواري کوله. ما به پيره کوله او چای به مې دمول. خو ځينې شپې به پخپله قوماندان په زوره بد فعل ته اړايستلم او په ګډه به يې راباندې تيری کاو. ))


اوس چې دا هلک 14 کلن شوی دی، په فارياب ولايت کې د هغه کلي ته له پوځ څخه د يونسيف تر پروګرام لاندې د (ټوپک والا) له ليکو ايستل شوی دي.


هغه لا اوس هم ډاريږي، ځکه د هغه کلی لا تر اوسه د ځايي ملېشو د مشر شخصي سيمه ده. هغه وايي: ((موږ بېوزلي خلک يو. چاته شکايت نه شو کولای، ځکه قوماندان به زما پلار ووژني.))


دا ډار نوروماشومانو هم وښود، چې يونسيف ورسره د تنکيو ځوانانو د بېوسلې کولو اوټولنې ته د بېرته ورګرځولو د پروګرام لاندې مرسته کوي. دا پرواګرام تېره مياشت پيل شوی او په پام کې لري، د يوولسو او اوولسو کلونو ترمنځ تنکي ځوانان بېوسلې کړي.


د ملګرو ملتونو په وينا هغه مهال چې داپروګرام بشپړ شي، نو هيڅ يو تنکی ځوان به په پوځي ځواک کې پاتې نه شي. چارواکي د کليو د مشرانو سره ګوري، ترڅو له قوماندانو سره د تنکيو ځوانانو شتون او دهغوی شمېره څرګنده کړي. چارواکي د کليو له مشرانو غواړي، ترڅو له قوماندانانو سره خبرې وکړي او دې ته يې وهڅوي، چې دا هلکان يونسيف ته وسپاري.


په همدې وخت کې يونسيف له يو څو غيرحکومتي موسسوڅخه غوښتنه کړې ده، چې د هغې په استازيتوب همدغه دنده پر غاړې واخلي.


د افغانستان په لويديځ کې چې ددې پروګرام له پيل څخه تراوسه پورې 500 کوچنيان بېوسلې شوي دي، دې پروګرام اوس خپل کار د افغانستان شمال او شمال لويدځ ته غځولی دی.


د يونسيف وياند، ادوارد کارواردين آی ډبليو پي آر ته وويل: ((په افغانستان کې داسې وسله والې ډلې شته، چې کوچني ماشومان يې استخدام کړي دي.))


له تنکيو ځوانانو څخه د جنسي ناوړې ګټې د اخيستنې د خطر په هکله کارواردين وويل: ((ټول بېوسلې شوي تنکي ځوانان به د HIV له مخې تر طبي ازموينې لاندې ونيول شي او له هغه وروسته به ورته د پوځي دندې په بدل کې د ښوونې او روزنې او حرفه يي زده کړو په ګډون دوام لرونکي دندې چمتو کړای شي.))


پروسږکال د لويانو د بېوسلې کولو په پروګرام کې، د ځايي قوماندانانو له خوا د 3000 تنو استخدام شويو تنکيو ځوانانو په شاوخوا کې، چې د دفاع په وزارت کې يې کار کولو، بېوسلې او له پوځي ليکو وايستل شول. د هغوی زياتره د افغانستان په مرکزي سيمو او شمال ختيځو ولايتونو کي و.


وياند وويل، د هغو کوچنيانو په ډلې کې يو لږ شمېر يې HIV باندې اخته شوي و.


نوموړې وياند وويل، په لسو کې نهه تنه تنکي ځوان عسکران نالوستي دي او ژمنه يې وکړه، چې يونسيف به د هغوی لپاره د ليک لوست د زده کړې پروګرامونه جوړکړي.


کارواردين وويل، دهغه له موسسې سره ځايي ثبتې شوې غير حکومتي موسسې دنده لري، دا کوچني سرتېري بېرته عادي ژوند ته وروګرځوي. د هغه د وينا له مخې ټولنې ته د بېرته ورګرځولو په اړوند د ملېشو ځايي قوماندانانو مينه ښوولې ده او له دې پروګرام سره يې هيڅ مخالفت نه دی کړی.


دا راز يو قوماندان، چې لا تر اوسه د کوچني عمر عسکران لري، د پروګرام ستاينه کړې، وايي: ((نور د کوچنيانو ساتلو ته کومه اړتيا نه شته.))


د سرپل په ولايت کې دهغه له مرکز څخه دې پوځي ډوله مشر، چې نه يې غوښتل ونومول شي، وويل، هغه کوچنيان يوازې له هغوی سره د مرستې په خاطر ګومارلي و. هغه وايي: ((په افغانستان کې اوس جګړه پای ته رسېدلې ده. موږ اوس وسله والو سړيو ته اړتيا نه لرو. موږ کوچنيان لپاره ساتلي و، ځکه که پرېښی مو وای، نو بې روزګاره شوی به وای. اوس ډېر خوشحال يو، چې ملګري ملتونه به هغوی بېرته ټولنې ته واستوي.))


په همدې ولايت کې يو پنځلس کلن کوچني عسکر، چې نری او ناروغ برېښېد او له ځانه لويي پوځي جامې يې په تن کې وې او اصلا يې هيڅکله هم په جګړې کې ونډه نه ده اخيستې، لا تر اوسه هم په راتلونکې کې ډاريږي. هغه خپل نوم ونه ښود او نه يې دا وويل، چې جنسي تېری ورباندې شوی، خو دايې وويل، چې ځايي قوماندان ډېر سخت وهلی ډبولی دی.


هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((ما درې کاله د قوماندان په کور کې کار کړی دی. د ورځې به مې پخلی کاو او کور به مې پاکولو او د شپې به مې له شپږو ساعتونو څخه زياته پيره کوله. ماته پيسې نه راکول کېدې، يوازې د ورځې درې وخته ډوډۍ به يې راکوله. کله به داسې ستړی شوم، چې د قوماندان د کور کار به مې نه شوای کولای او يا به راته د شپې له خوا په پيره کې خوب راغی. نو هغه به ډېر وهلم اوويل به يې چې زه بدغونی يم.))


هغه وويل، چې د خپل کلي د مشرانو له خولې مې د ملګرو ملتونو د بېوسلې کولو له پروګرام واورېدل او د زياتې خوشحالۍ لامل مې شو.


نوموړي وويل: ((سره له دې چې ژوند مې په تېرو دريوکلونو کې ضايع شو، خو له زړه له تل څخه غواړم زده کړه وکړم او د کار کولو توان ومومم، ترڅو د نورو داوږو بار نه شم.)) خو نوموړي زياته کړه: ((دا قوماندان ډېر غښتلی دی. زه ډېر ډارېږم، که چېرته ملګري ملتونه له دې ځايه ولاړ شي، نو ښايي چې يوځل بيا مې عسکرۍ ته اړ باسي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists