د کيسې شاته کيسه

د سنتګيرۍ (ختنې) د فيستيوال وروستى ټاټوبى

د کيسې شاته کيسه

د سنتګيرۍ (ختنې) د فيستيوال وروستى ټاټوبى

Thursday, 24 June, 2010

په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

ماته ددې کيسې د ليکلو مفکوره له هغه وروسته راپه زړه شوه، چې يو ملګري مې راته د جوزجان ولايت په يو کلي کې د سنتګيرۍ د يو دوه زره کلن زوړ دود نکل وکړ.ځايي خلک [دا مراسم] د "بازي مشعل" په نامه يادوي.

دا دود ډېر په زړه پورې و. له دې امله مې د فيض آباد له ولسوال، ګوهرخان بابري سره اړيکې ونيولې. هغه يو ښه انډيوال او د معلوماتو يوه ښه سرچينه وه. هغه ماته وويل، که بل ځل دا مراسم سرته رسېدل، نو دمخه به راته خبر راکړي.

په فيض آباد کې اوسېدل يا کار کول عادي خبره نه ده، ځکه هلته امنيت ډېر ډاډمن نه دى. پروسږکال د ماين پاکولو د يوې موسسې پنځه تنه کارکوونکي  ټوپک والاوو وژلي او دمخه پر ولسوال او د پوليسو په چارواکو باندې داسې نور بريدونه ترسره شوي وو.

لږ و ډېر يوه مياشت  وروسته راته بابري د نوموړي مراسمو د جوړېدو په اړه خبر راکړ. يو ښوونځي ته، چې ډېر خلک په کې راغونډ شوي وو، ولاړم. يو شمېر خلک په ډوډۍ پخولو بوخت وو. ولسوال راته وويل، د امنيتي ډار له امله مو مراسم د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه په يو ه ښوونځي کې نيولى دى.

د تيارې په رارسېدو د ميلمنو شمېره زياتېده. د ښوونځي شاوخوا له دېرشو څخه زيات پوليس د امينت په خاطر ګومارل شوي وو. د شپې په اتو بجو ډوډۍ وخوړل شوه. وروسته اعلان وشوه چې مراسم  ژر پيليږي. زه په ډېر هوس سترګې په لار وم.   

څلور تکړه ځوانان بلېدونکې ډېوې په لاس غونډې ته راغلل او په څلورو کونجونو کې د ځاى د روښانه کولو لپاره ودرېدل. په داسې حال کې چې ما د مراسمو د پيل کېدو شېبې شمارلې، په خوا کې مې يو ناست زوړ سړي وويل، (لوبغاړو) جامې اغوستي او سينګار شوي دي. زه لا په دې فکر کې وم چې څه به پيښيږي، په حيرانۍ مې وليدل چې لس تنه سړي څلور تنه هلکانو ته د نجونو جامې وراغوندي.

ما يو تلويزيوني پروګرام ته له صحنې څخه فلم هم چمتو کاوه. کله چې هغه هلکانو زما د فلم کمره وليده، چيغې يې کړې: "زموږ عکسونه مه اخله! که پر تلويزيون مو وښيې، نو طالبان به مو د ګډا په تور ونيسي او په دار به مو وځړوي." 

يوازې ځوانان نه وو، چې د مراسمو د رپوټ په اړه يې اندېښنه درلوده، بلکې د نقيب الله په نامه سړي، چې د زوى د سنتګيرۍ لپاره يې دا مراسم جوړ کړي وو، ماته په غوسه وويل: "ولې ددې مراسمو رپوټ ورکوې؟ په تلويزيون يې بايد خپور نه کړې!"

هغه وويل، که چېرته خلکو ددې فلم ننداره وکړه، نو کېداى شي ددې غونډې ناسم انځور واخلي او په دې توګه به هغه له شرم سره مخامخ شي. 

د خان محمد په نامه يوه زاړه سړي، چې د لاس پر خپلې لکړې يې ډډه لګولې وه، ماته په غوسه وويل: "ته غواړي ددې صحنې په فلم اخيستلو ملايان پرموږ په غوسه کړې او زموږ دود ته د  پاى ټکى کښيږدې." 

ما د هغوى د کرارولو هڅه وکړه او ورته مې وويل، غواړم ستاسو دا دود مشهور کړم، ترڅو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاسو ددې رسم او رواج  د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.  

زاړه سړي يو ځل بيا په لوړ غږ وويل: "موږ ډاريږو چې هغه به منع کړي."

په پاى کې مې وکړاى‌ شو، ډاډ ورکړم، چې زما رپوټ به هغوى ته ستونزې پيدا نه کړي.

وروسته مراسم پيل شول. د نجونو په جامو څلور تنه سينګار شوي هلکان  مجلس ته راننوتل او د زمري په څېره کې يو سړى د هغى په خوا کې ودرېد. هلکانو په ګډا پيل وکړ او يو شمېر نورو ځوانانو هڅه کوله [ګډېدونکو نجونو ته] لاسونه وروړي، خو "زمري" يې مخه نيوله.  

هيچا هم د دې مراسمو پر مخينې څه ونه ويلاى شول.

د سنتګيرۍ غونډه تر نيمې شپې روانه وه. ما او نورو ملګرو مې شپه له ولسوال سره تېره کړه او په بله ورځ سهار د جوزجان د امنيت د آمر، سمونوال غلام حيدرخان په بدرګه د مزار شريف لوري ته روان شو.

سره له دې چې ومې کړاى شول د مراسمو ننداره وکړم او فلم واخلم، خو په دې خپه وم چې هيچا راته د دې مراسمو د مخينې او اصلي ځاى په اړه معلومات رانه کړاى شول. 

په دې اند وم، چې کېداى شي د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به دا معلومات ولري، خو د هغې له رئيس سره د اړيکو نيولو وروسته، له بده مرغه هغه هم د نوموړي دود په اړه خپله بې خبري وښودله.

هغه وويل: "دوه ځلې دمخه راڅخه هم په دې اړه پوښتنه شوې وه. خو په کتابتونونو کې مې داسې سرچينې لاس ته رانغلې، چې ددې دود پر مخينې رڼا واچوي او يا د هغې د ريښې په اړه سم او کره معلومات راکړي." 

زه ډېر خپه وم او داسې مې انګيرل، چې ټولې هڅې مې بې فايدې وې، ځکه رپوټ له مخينې او تاريخ پرته معنا نه لري. ما خپلو هڅو ته دوام ورکړ.  

ما له نورو خبريالانو او ليکوالو څخه پوښتنې کولې، خو يا به هغوى د مراسمو په اړه معلومات نه درلودل  او يا به د هغوى معلومات راته ناسم برېښېدل.

د تصادف له مخې يوه ورځ د بلخ پوهنتون ته لاړم. هلته يو استاد راته په جوزجان کې د اسمعيل مشفق په نامه د يو ليکوال پته راکړه.

له لسو ورځو ورسته مې هغه وموند. هغه وويل دا مراسم ډېر لرغوني دي او مخينه يې څه ناڅه ٢٣٠٠ کاله وړاندې د زردشت پېر ته رسيږي. هغه د هغه مهال د نورو مراسمو په اړه هم معلومات درلودل. هغه وويل د نوروز په ګډون نور دودونه هم شته، چې ځايي خلک يې لمانځي، لکه د شپې په تياره کې له اوره د کوچنيانو ټوپ وهل.

هغه وويل هغه په دې انددى چې پخوا په دې مراسمو کې په رښتيا هم نجونې ګډېدلې. د زردشت  سيمې ته د اسلام له راتګ ورسته د نجونو پرنڅا بنديز ولګول شو او ځاى يې هلکانو ونيو. 

سره له دې د خلکو له اندېښنو خبر وم، چې که ديني عالمان په افغانستان کې د داسې مراسمو له لمانځلو خبر شي، نو څه غبرګون به څرګند کړي. له هغې سره مې له يوه ملا څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، خو دا مې ونه ويل چې ګوندې په کومو مراسمو کې مې ګډون کړى دى.   

هغه د اور پالونکو (زردشتيانو) له دودونو خبر و او په غوسه يې د هغوى يادونه وکړه. هغه وويل، د اورپالونکو يو شمېر دودونه تر اوسه ژوندي دي، خو بايد ريښې يې وايستل شي.

هغه وويل: "ټول خرافاتي اعمال اسلام منع کړي دي. خلک بايد د قران پيروي وکړي. که څوک غير اسلامي عملونه سرته رسوي، بايد سزا وويني."

ددې رپوټ له خپرېدا وروسته ما ډېره اندېښنه درلوده چې ښايي ديني کړۍ ددې عملونو د بنديدو په اړه ګامونه پورته کړي. خو له نيکه مرغه هيڅ هم ونشول.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists