د معلولينو نه ختميدونکى خپګان
د حکومتي چارواکو له چال چلند څخه بى زاره ، په سل ګونو معلولين او معيوبين کوڅو ته راووتل او له حکومت څخه يي وغوښتل چى د دوى حالت ته لا زياته توجه وکړي.
د معلولينو نه ختميدونکى خپګان
د حکومتي چارواکو له چال چلند څخه بى زاره ، په سل ګونو معلولين او معيوبين کوڅو ته راووتل او له حکومت څخه يي وغوښتل چى د دوى حالت ته لا زياته توجه وکړي.
هغه ورکشاپ چى تيره اوونۍ د افغانستان د معيوبى ټولنى د وضعى د څيړنى له پاره په کابل کى جوړ شوى ود قهرجنو معيوبينو له خوا په داسى حال کى په يوه احتجاج بدل شو چى معيوبين پر خپل (ويل چير) يا د ناستى سايکل کى د حکومتي دوايرو په لور وخوځيدل تر څو د دوى سره د چال چلند پر ضد احتجاج وکړي.
نژدى ٣٠٠ معيوبينو د شهدا او معلولينو د وزير عبدالله وردګ پر ضد پداسى حال کى شعار ورکوه چى هغه د دسامبر د دريمى نيټى له امله وينا کوله ، او دغه اعتراض هغه دى ته اړ کړ چى د ډډى له دروازى څخه ووځي.
د احتجاج کوونکو استازو وروسته له چارواکو سره وليدل چى د خپلو ستونځو په هکله بحث وکړي او خبردارى يي ورکړ چى که چيرى د جنورۍ تر لسمى نيټى د دوى غوښتنى تر سره نه کړي نو دوى به په لا راديکاله او سخت دريزه مظاهرو لاس پورى کړي.
د دوى د خپګان د لست مهمه موضوع د ٥٠٠ افغانيو ( ٣٠ امريکايي ډالرو) نه ورکول و چى د کمکي اختر د رارسيدو له امله يي بايد ورکړي واى. دوى همدارنګه د مفلسۍ او د کار د پيدا کولو د امکاناتو د نشتوالي، د بدن د مصنوعي غړو د کموالي او په مجموع کى د دوى په اړه د حکومت او د ټولنى د غفلت د احساس له امله شکايت کوه.
د افغانستان د معيوبينو او معلولينو د ملي اتحاديي ريس حاجي امير محمد د دسمبر په دريمه حاضرينو ته د وينا په ترڅ کى وويل ، په افغانستان د معيوبينو شمير دوو ملينو ته رسيږي، خو حکومت موږ هير کړي يو. موږ د خپل حکومت او خلکو مينى ته اړتيا لرو.
اټکل کيږي چى د دوو لسيزو جګړى وروسته افغانستان هغه هيواد دى چى د نړۍ تر ټولو ډير معيوبين لري چى شمير يي په سلو کى لسو ته رسيږي. د ملګرو ملتونو په وينا هره مياشت له ٢٥٠ څخه تر ٣٠٠ پورى کسان د ځمکى د ماينونو له امله چى د جګړو له مهاله پاتى دي وژل کيږي.
دا درى ورځنى ورکشاپ چى د معيوبينو د نړيوالى ورځى سره يي سمون درلود، موخه يي د ملي او نړيوالو ادارو د فعاليتونو هم اهنګي وه چى د معيوبينو په اړه کار کوي. د معيوبينو له پاره د ملي کميسون مشر، عارف وويل: د هغه ادارى په ټول افغانستان کى د معيوبينو سروى پيل کړى او نيت لري چى يو ډاټا بيز يا د شمير پروګرام جوړ کړي.
ورکشاپ د خير ښيګڼى د ټولنو له پاره دا امکان برابر کړ چى هغه وسايل نندارى ته کيږدي چى د معيوبينو له خوا جوړ شوي و، دغه راز د ډيرو معيوبينو له پاره يي دا امکان برابر کړ چى خپل جوړ کړي شيان نندارى ته وړاندى کړي او په دى توګه هغه ناچيزه ګټه چى دوى يي لاس ته راوړي هم مطرح کړي ، او ټولو د ويلو له پاره دردونکي کيسى درلودى.
پداسى حال کى چى ګل خانم پخپله عرابه داره څوکۍ يا ويلچير کى ناسته وه او د ماين د چاودنى له امله يي د خپلو دوو پښو د له لاسه ورکولو کيسه کوله، بى اختياره يي اوښکى تويدى. نوموړى هغه مهال خپلى پښى له لاسه ورکړى چى په ١٩٩٢ کال کى چى مسلمان مجاهدين د شوروي د اشغال پر ضد جنګيدل هغى خواړه وړل. څو کاله وروسته يي خپل خاوندهم له لاسه ورکړ او اوس دى ته محتاجه ده چى څوک پخپله هغى او د هغى ١٢ کلنى لور ته ډوډۍ ورکړي.
ګل خانم چى د ساه لنډۍ ناروغي لري وايي څوک له موږ سرهڅ مرسته نه کوي . زه څوک نه لرم چى موږ ډاکتر ته يوسي.
صديقه چى د توغندي د چاودنى له امله يي بدن سورى سورى دى او يوه سترګه يي هم ورته ړنده کړى ده وايي الوتکو توغندي غورځول. زه له خپل ماشوم او خاوند سره وم. د توغندي د لګيدو له امله مى خاوند او ماشوم ووژل شول. زه ټپي شوم او خاوند مى زما په غيږ کى ساه ورکړه.
غلام رباني پر ويلچير ناست او د کوڅى په اوږدو کى روان دى. هغه وايي هغه مهال چى په ١٩٩٢ کال کى ټپي شوم راڅخه سوالګر جوړ شو. څوک زما له کورنۍ سره مرسته نه کوي. چى سوالګري کوم يا خير غواړم خلک له ما سره مرسته کوي خو د يوه لس کسيزى کورنۍ د مړولو له پاره بايد د کور شيان خرڅ کړم.
علي احمد د افغانستان د معيوبينو دردونکى وضع تشريح کړه. هغه چى دوى پښى يي له حرکته لويدلي، د معلولينو د وزارت د دروازى تر شاه د چا انتظار باسي تر څو هغه پنځه قدمه وړاندى د ننوتو دروازى ته يوسي چى د مرستو د تر لاسه کولو له پاره خپل نوم ثبت کړي. چى هلته ورسيد نو دريم پوړ ته رسيدل ورته بله سخته دنده وه چى د مرستو دفتر هلته موقعيت درلود او ليفټ هم نه و.
وردک د پوښتنو په ځواب کى وويل چى معيوبين د مياشتى له ٨٠ څخه تر ١١٠ افغانيو پورى تر لاسه کوي او وزارت د دى توان نه لرى چى له دى زياتى پيسى ورکړي ځکه دوى لا خپلو کارکوونکو ته د تنخواه ګانو د ورکولو توان نه لري او دفترونه يي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تالا شوي دي.
د معلولينو او معيوبينو وزير طالبان د هغو معيوبينو د حقونو په پامالولو تورن کړل چى د ډاکتر نجيب اله د حکومت پر مهال چى په ١٩٩٢ کال کى نسکور شو معيوب شوي و. هغه زياته کړه موږ ټول بايد په دى وپوهيږو چى دا ټول معلولين افغانان او زموږ د ټولنى برخه دي. موږ بايد دا خبره هيره کړو چى دوى په کوم رژيم پورى تړلى و.
د معلولينو وزير د کابل غونډى ته وويل چى حکومت هڅه کوي د معلولينو له پاره د لا زياتو مالي مرستو سرچينى ومومي او د دى لارى چارى لټوي چى معيوبينو ته کوپون ورکړي چى د هغى په وسيلى وکولى شي خپلى لمړنۍ اړتياوى پوره کړي. هغه زياته کړه موږ په پام کى لرو چى د معيوبينو له پاره د محاسبى، غالۍ اوبدلو، ترکاڼۍ او ګنډنى مهارتونه ور زده کړو چى وکولى شي له ځان سره مرسته وکړي.
هغه د وينا کى په ترڅ کى همدارنګه زياته کړه هغه ځانګړى بوديجه چى حکومت يي ژمنه له دغى ادارى سره کړى تر اوسه تر لاسه شوى نه ده او بهرنۍ مرستى چى پکښى د معيوبينو له پاره په چين کى جوړ شوي ځانګړى سايکلونه او په آلمان کى جوړ شوي ماشينونه دي تر اوسه دغه وزارت ته نه دي ورکړ شوي.
حاجي امير محمد وويل د هيواد د معيوبينو له ډلى ٦٠٠٠٠ د کابل اوسيدونکي دي او له نړيوالو خيريه ټولنو څخه يي هيڅ ډول مرستى تر لاسه کړي نه دي. هغه زياته کړه د سره صليب نړيوالى کميټى په تير وخت کى له دوى سره معينى مرستى کړي خو په دى وروستيو کى مرستى بندى شوي دي.
د سره صليب د نړيوالى کميټى په استازيتوب ډاکتر محمد داود وويل: چى د هغه ادارى د جنګونو پر مهال له معيوبينو سره مرستى کړي دي خو له هغه وخته چى جګړه بنده شوى مرستى هم بندى شوي دي. هغه د کابل غونډى ته د وينا په ترڅ کى وويل: دا اوس مهال موږ د افغانستان له معيوبينو سره مرستى نه کوو. موږ يوازى د مصنوعي پښو او لاسونو ، ځانګړو سايکلونو په برابرولو او خلکو ته د ماينونو د خطر په هکله د لارښوونى په برخه کى مرستى کوو.
د پوځ د پخواني افسر شاه جهان له پاره چى خپلى دواړه پښى يي په جګړه کى له لاسه ورکړي ، د شپږ کسيزى کورنى له پاره د ډوډۍ د برابرولو په خاطر د رنګمال په توګه کار کول څه نا څه د آرامۍ ساه ايستل دي. هغه وايي دا ټولى ويناوى مفتى خبرى دي. هيڅ څوک له موږ سره مرسته نه کوي. نه پوهيږم څه وکړم؟ چى وطن پريږدم چيرته ولاړ شم؟