د مزارشريف روغتيايي ستونزې په ځمکو باندې د ګېډې اچولو ميراث
د مزارشريف اوسيدونکي د ښار د پراخوالي او د جنګ سالارانو له خوا په ځمکو باندې د ګېډې د اچولو له امله د ککړ شوي چاپېريال له ناوړه اغېز څخه رنځيږي.
د مزارشريف روغتيايي ستونزې په ځمکو باندې د ګېډې اچولو ميراث
د مزارشريف اوسيدونکي د ښار د پراخوالي او د جنګ سالارانو له خوا په ځمکو باندې د ګېډې د اچولو له امله د ککړ شوي چاپېريال له ناوړه اغېز څخه رنځيږي.
هغه په داسې حال کې چې زړه يې دربېده، آى ډبليو پي آر ته وويل: ((کله چې فوټبال کوم نو ګاونډيان مې راباندې نارې سورې وهي او وايې چې د هغوى کړکۍ ماتې نه کړم. کورنۍ مې هم راباندې په غوسه کيږي. هغوى ډاريږي، چې کوم موټر مې ونه وهي.))
هغه زياته کړه، يوڅو ورځې دمخه يې د يو ملګرې پښه هغه مهال ماته شوه، چې يو موټر وواهه.
احمد وويل: ((چېرته فوټبال وکړو؟ ميدان يا پارک نشته. چاره څه ده؟ څه کولاى شو؟ ))
له لسګونو کلونو راهيسې پر ځمکو باندې د ګېډې اچولو د لوبې له امله نه په مزارشريف او نه د بلخ په ولايت کې کوم خالي ځاى يا شنه ځمکه پاتې شوې ده. په داسې حال کې چې حکومت د ځمکې د ترلاسه کولو په ناشونې دندې باندې لګيا دى کار کوي. ځايي استوګن د ککړ چاپيرال له اغېز، د ونو او نورو شنو بوټو له نشتوالي څخه کړيږي.
مزارشريف له ١٩٩٠ څخه لسګونه کلونه راهيسې، چې د ((جنګ سالارانو د دوران)) په نامه ياديږي، خالي ځمکې او مېدانونه له لاسه ورکړي دي. په هغه وختونو کې د زور او ملېشو خاوندانو خپله ولسوالي د خپل شخصي مال او شتو په توګه تر لاس لاندې
راوستله، خپل قلمرو به يې بللو، خلک به يې ډارول او آن يو څو خو يې خپلې پېسې هم چاپولې.
نوموړو جنګ سالارانو زياتره د ځمکو په بڼه مرسته او ملاتړ تر لاسه کولو چې په تخنيکي ډول يې په مرکزي حکومت پورې اړه درلوده. د ځمکو موضوعګانې د هغه لانجمنو موضوعګانو په ډلې کې دي، چې نن ورځ ورسره حکومت مخامخ دى. ددې موضوعګانو زياته سلنۍ د هېواد په قضايي غړند رفورم کې تر څېړنې لاندې پرتې دي.
دبلخ والي، عطامحمد نور وويل: ((د حکومتي ځمکو غصب تر اوسه موږ ته يوه ننګونه ده. د ځمکو مافيا تر اوسه په دې شتمنيو باندې په ناقانونه توګه ودانۍ جوړوي. موږ يې ګورو، خو هيڅ نه شو کولاى.))
والي زياته کړه، هغه مهال چې د ١٩٩٠په لسيزه کې عبدالرشيد دوستم د شمال زياته برخه تر لاس لاندې لرله، په زرګونو هکتاره ځمکې ګېډه اچول شوې او په جنګ سالارانو باندې پلورل شوې ده. اوس لسګونه کلونه وروسته د هغې بېرته تر لاسه کول او يا د هغې د رښتينې خاوندانو معلومول يوه ناشونې خبره ده.
عطا وويل: ((جنرال دوستم خپل يو مرستيال قوماندان ته د دېرش زره جريبه (څه ناڅه پنځلس زره هکتاره ) دولتي ځمکې د وېش حکم ورکړى و. نوموړي مرستيال بيا وروسته داسې رسمي اسناد تر لاسه کړل، چې د هغه د ملکيت څرګندونه يې کوله.))
د مزارشريف ښاروال، محمد يونس مقيم هم ورته خبره وکړه.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((زه دا خبره تاييدوم... د مزارشريف په ټولې شنې سيمې باندې ګېډه اچول شوې ده. دا موضوع اوسنۍ نه ده. هغه د طالبانو له رژيم څخه دمخه د جنرال دوستم د واکمنۍ پر مهال پېښه شوې ده.))
اختلافي څېره، عبدالرشيد دوستم اوس د مرکزي حکومت غړى دى. هغه اوس د ولسمشر حامد کرزي د اعلى قوماندانۍ درستيزوال دى. دا يوه تشريفاتي څوکۍ ده. خو چا و نه کړاى شول هغه له دې ستونزو او يا لږ ترلږه له شمال څخه راوباسي.
د تېرې فبرورۍ په مياشت کې له يو پخواني ملګري سره د هغه (دوستم) تاوتريخوالي پخوانى لوى څارنوال، عبدالجبار ثابت دې ته وهڅولو، چې د هغه د نيولو لارښوونه وکړي. خو دوستم پرې غوږ ونه ګرولو. له دې سره سره نوموړى زورځواکى لا تر اوسه په واک کې پاتې دى او داسې بريښي، چې د قانون لاس ورته نه رسيږي.
د دوستم د جنبش ملي اسلامي د ګوند کوم يو غړي په ناقانونه ډول په ځمکو باندې د ګېډې د اچولو د ادعاګانو په اړه څه تبصره نه ده کړې. په مزارشريف کې د نوموړي ګوند مرستيال، عزيز الله اخګر مرکې ته حاضر نه شو. هغه ويل، چې د ځمکو د ملکيت په موضوع باندې خبرې د محکمې کار دى.
د ښاري پراختيا وزير، محمديوسف پښتون په ٢٠٠٧ کال کې شمال ته د خپل يو سفر په ترځ کې خبريالانو ويلي و، چې له کابل پرته د نورو ولايتونو په پرتله په مزارشريف کې په زياتې ځمکې ګېډه اچول شوې ده.
هغه ويلي و: (( په دغه ولايت کې په زياتره شنې سيمې او حکومتي ځمکو زورځواکانو ګېډه اچولې او دا کار لا تر اوسه روان دى. ځايي چارواکي او نور د زور خاوندان لا تر اوسه په ځمکو ګېډې اچوي.))
د هغه وزارت د شمېرنو له مخې په بلخ ولايت کې له څلوېښت زرو جريبه (څه ناڅه شل زره هکتاره) څخه زياتې شنې او بې خاونده ځمکې کې د استوګنو کورونه جوړ شوي دي.
په شمالي ولايتونو کې د ښار او کور جوړولو رئيس، محمد اسمعيل رحيمي آى ډبليو پي آر ته وويل چې د بلخ ولايت له ١٩٩٣ کال را په دې خوا په سلو کې پنځوس خالي ځمکې او ميدانونه له لاسه ورکړې دي.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((ما په ښاروالۍ کې زيات غوښتنليکونه ليدلي دي. په هغې کې ليکل شوي و، چې دولتي ځمکې بايد ځايي زورځواکانو ته ورکړل شي. پخواني ښاروال زموږ له مخالفت سره سره موافقه کړې وه. ښايي هغه يا ډارول شوى وي او يا يې هم بډې اخيستې وي. هغوى دې زور ځواکانو ته رسمي سندونه ورکړې، چې د دځمکې ملکيت يې څرګندوي.))
د مزارشريف يو اوسيدونکي جان محمد وويل، ددې کار پړه په هغه چا اچول کيږي، چې پر ځمکو باندې د ګېډې اچولو پر مهال په واک کې وو.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((زه داسې اسناد لرم، چې يو والي په کې خپلو ملګرو ته د ځمکې د و ېش امر ورکړى او ولسوال هغه نه و منلاى. هغه دولتي ځمکه وه او چاته نشوه ورکول کېداى. والي حکم وکړ، چې ځمکه بايد ورکړ شي. پروا نه کوي، چې چېرته ده.))
د لويې څارنوالۍ مرستيال، تيمورشاه ستانکزى د اپريل په مياشت کې د ځمکو د ملکيت د معلومولو په موخه شمال ته لاړ.
هغه يوې خبرې ناستې ته وويل: ((په بلخ ولايت کې له څلور سوه زره جريبه څخه زياته ځمکه په ناقانونه توګه يا وېشل شوې او يا پرې ګېډه اچول شوې ده. له دې جملې څخه څلوېښت زره جريبه يې ميدانونه او يا شنه سيمه وه.))
ستانکزي کابل ته د ستونزې د انتقال ژمنه وکړه. خو له هغه مهاله تر اوسه څه خبره معلومه شوې نه ده.
دعبدالبصير کدنګ په نوم يو ولايتي چارواکى باور لري، چې د ځمکې د بېرته ګرځولو خبره ناشونې ده. هغه وايي، جهادي تنظيمونو چې دا ځمکه يې د ١٩٩٠ کلونو پر مهال تر لاس لاندې کړې وه، هغه بېرته پلورلې او موضوع يې لا پسې پېچلې کړې ده. په هغې سربېره په ځمکو باندې زياتره ګېډه اچوونکي پخپله اوس په کابل کې د واک په ګدۍ ناست دي.
کدنګ وويل: ((موږ داسې سندونه لرو، چې د ځمکو په غصب کې د جهادي مشرانو، قوماندانانو او حکومتي لوړ پوړو چارواکو او د پارلمان دغړو لاس لرل څرګندوي.))
په داسې حال کې چې حکومت ګوري د مزارشريف د اوسيدونکو روغتيا ورځ په ورځ پسې خرابيږي.
د مزارشريف يو طبيب، دوکتور محمد حيدر يوازې آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د شنو چمنونو او ونو نشتوالي د مزارشريف په اوسيدونکو کې تنفسي ستونزې رامنځته کړي دي.
هغه وويل: ((زه د ورځې له پنځلسو څخه تر شلو پورې ناروغان وينم. زياتره يې د ښار اوسيدونکي دې. هغوى تنفسي، د سږو او ځيګر ناروغۍ لري. د هغوى د ناروغتيا عمومي ستونزه ککړه هوا او ناولى چاپېريال دى.))
د ښار په لويديځ کې د ظهيرالدين فارابي د مينې اوسيدونکى اتلس کلن ځوان، نور احمد د داسې يو ځاى غوښتنه کوي، چې په ازاده توګه په کې تنفس وکړاى شي.
هغه وويل: ((کله چې له ښوونځي څخه کور ته راشم، ډودۍ خورم او کورنى کار مې سرته رسوم. له هغې وروسته د فوټبال يا واليبال لوبې ته ځم او تازه هوا اخلم. خو (تازه هوا) هلته نشم اخيستلاى. په دې ښار کې تازه هوا نشته.))