د ننګرهار خبريالان د چارواکو له خوا [د معلوماتو د ورکړې] د مخنيوی ادعا کوي
خبريالان ادعا کوي، چې د ځايي حکومتي ادارو له خوا معلوماتو ته لاسرسی په قصدي ډول محدوديږي.
د ننګرهار خبريالان د چارواکو له خوا [د معلوماتو د ورکړې] د مخنيوی ادعا کوي
خبريالان ادعا کوي، چې د ځايي حکومتي ادارو له خوا معلوماتو ته لاسرسی په قصدي ډول محدوديږي.
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه
ختيخ ته د پروت ولايت، ننګرهار خبريالان پر ځايي حکومتي چارواکو پړه اچوي چې په سيستماتيک ډول معلوماتو ته د هغوی د لاسرسي مخه نيسي.
په جلال آباد ښار کې د آی ډبليو پی آر د ولايتي دفتر له خوا په يوې رابلل شوې غونډې کې د رسنيو سيمه ييزو کارکوونکو خپلې اندېښنې رابرسېره کړې.
د ځايي ژورنالستانو د دفاع د کمېټې مشر، عبدالموحد هاشمي وويل: «د هېواد په نورو برخو او همدارنګه ننګرهار کې، قانون ته درناوی نه کيږي. موږ ته د خبريالانو له خوا شکايتونه رارسيدلي، چې ادعا کوي ځينو چارواکو له دوی سره ناوړه چلن کړی او د مرګ ګواښونه يې ورته کړي دي.»
د شمشاد تلويزيون خبريال، طاهر ساپي يادونه وکړه ، پخپله هاشمي په لغمان ولايت کې يو چارواکي له خوا ګواښل شوی او ورته يې ويلي دي چې دسر بيه يي څلور زره ډالره او دوه متره ځمکه ده
د امريکا غږ خبريال، لال پاچا ازمون وويل، د هغه په اند په ننګرهار کې زيات شمېر چارواکو ته لارښوونه شوې له رسنيو سره خبرې ونه کړي، په داسې حال کې يو شمېر نورو د معلوماتو له ورکړې په دې پلمه ډډه کړې چې ګوندې هغه محرم دي.
هغه وويل: «چارواکي بايد د محرمو اسنادو او معلوماتو تر منځ په توپير وپوهيږي، خو هغوی عادي معلوماتو ته هم محرم وايي.»
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته په افغانستان کې د رسنيو پرمختيايي پړاو او د بيان ازادۍ ته زياتره د پرمختګ په سترګه کتل کيږي. خو خبريالان وايي کله ناکله اړ ايستل کيږي خپل کار ددې لپاره سانسور کړي چې خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له غچ اخيستلو وساتي.
د ځايي حکومت چارواکي د آی ډبليو پي آر په دفتر کې غونډې ته رابلل شوي وو، خو هغوی رانغلل. د ننګرهار د والي، ګل آغا شېرزي وياند، احمد ضيا عبدلزي آی ډبليو پي آر ته وويل، د ولايتي اداري چارواکي د رسنيو په واک کې لازم معلومات ورکوي.
هغه وويل: «موږخپلو چارواکو ته په رسمي او غير رسيمي ډول ويلي چې رسنيو ته معلومات ورکړي، ترڅو خلک په ننګرهارکې د کارونو د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړي.»
عبدلزي د خبريالانو له دې ادعا څخه غاړه وغړوله چې ګوندې ټاکلي چارواکي واک نه لري د والي له خبرتيا پرته له رسنيو سره مرکه وکړي.
هغه وويل: «د يو څو ادارو چارواکي نشي کولای يا زړه نازړه وي چې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي، له دې امله بهانې لټوي. خو د داسې کسانو شمېر ډېر نه دی.»
ددې رپوټ د ليکوالو په ډلې کې د هجرت الله اختيار په نامه يو خبريال په ننګرهار کې د کانو او صنايعو له يو لوړپوړي چارواکي سره د مرکې په اړه خپله کيسه ياده کړه.
کله چې چارواکي اختيار وليد، پوښتنه يې ترې وکړه: «آيا ته د مرکې لپاره راغلی يې؟ آيا د والي له دفتر څخه دې کوم ليک راوړی؟ که ليک دې راوړی وي، نو راننوځه. که نه، نو دروازه هغه ده، په مخه دې ښه! موږ د مرکې کولو اجازه نه لرو.»
له دې وروسته اختيار د والي له وياند سره اړيکې ونيولې. نوموړي چارواکي ته د مرکې لارښوونه وکړه. چارواکي موافقه وکړه او ويې ويل: «په سترګو.»
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، اورنګ صميم پر هغو چارواکو نيوکې وکړې چې له خبريالانو سره له مرکې ډډه کوي او ژمنه يې وکړه چې موضوع به په يوې غونډې کې ياده کړي.
هغه وويل: «ما پتېلې ده چې هره مياشت د خبريالانو اوليکوالو يوه غونډه جوړه کړم . زه به چارواکو ته د محرمو معلوماتو د چمتو کولو په اړه يو ورکشاپ پر مخ يوسم، تر څو له هغې وروسته د ژورنالستانو په وړاندې (له محرمو معلوماتو) څخه د پلمې په توګه کار وانخلي.»
ساپي د ننګرهار د سرحدي پوځونو پر قوماندان، امين الله امرخېل تور پورې کړ چې هغه د رسنيو غونډې ته نه خبروي.
ساپي وويل: «هغه ما خبري غونډوته نه بلي او معلومات نه راکوی. نه پوهيږم سړی چاته شکايت وکړي.»
د ادريس مهمند په نامه د نوموړي پوځ د پوليسو د لومړي سرحدي زون يو وياند، خبري غونډې ته د ساپي د نه خبرولو پخلی وکړ.
هغه وويل: «کيسه داسې ده چې موږ يو څه برياوې درلودې. جنرال امين الله د رسنيو خبري غونډه راوبلله ترڅو د هغې په اړه معلومات ورکړي. نوموړی خبريال غونډې ته رانغی، پر ځای يې لاړ او له نورو پوليسو څخه يې معلومات راټول کړل. له دې امله جنرال پر هغه په غوسه دی.»
مهمند وويل، د سرحدي ساتونکو په موضوع کې يوازې مشر (مسؤول شخص) رسنيو ته د معلوماتو د ورکړې حق لري. نوموړي وويل: «د کورنيو چارو وزارت يوازې جنرال امين الله ته د مرکو کولو اجازه ورکړې، ځکه زياتره پوليس په ليک لوست نه پوهيږي او د ګاونډيو هېوادونو په اړه احساساتي خبرې کوي. کېدای شي [دا څرګندونې] له هغوی سره پر اړيکو اغېز وکړي.»
خبريالانو په يوې غونډې کې دا خبره ومنله چې د هغوی انډيوالان هم تر يوې کچې پړ دي، ځکه خپله دنده د چارواکو له خوښې سره سم پر مخ وړي.
د ژوندون د تلويزيون خبريال، ارشاد رغند وويل: «زموږ يو شمېر ژورنالستان هم گرم دي. يو شمېر يې له پنځو مياشتو راهيسې خپل معاشونه نه دي اخيستي. له دې امله له چارواکو څخه بډې اخلي او خپل رپوټونه د هغوی له خوښې سره سم جوړوي.»
هغه پخپله د غونډې په اړه وپوښتل: «ولې نن دلته زيات شمېر ژورنالستان راټول شوی نه دي؟ که يو چارواکی مېلمستيا جوړوي، نو په منډه ورته ورځي او خپل خپلوان هم ورته راولي.»
رغند وويل،ژورنالستان بايد د چارواکو او جنګ سالارانو په وړاندې يوه متحده جبهه جوړه کړي، چې غواړي د دوی اغېز کم کړي او د خلکو درناوی ترلاسه کړي.
هاشمي له دې سره موافق دی چې غير مسلکي ژورنالستان مسلک ته وفادار نه دي او وايي هغه رسنۍ بايد ډېر پام وکړي چې دوی يې پر کار ګومارلي دي.