د ټاکنو اغېز لا تر اوسه تر پوښتنې لاندې دی
يو شمېر څارونکي د ټاکنو په پای ته رسېدو ددې پوښتنه کوي، چې ايا دا ټاکنې به د نيمګړتيا له امله بې خونده شوې وي؟
د ټاکنو اغېز لا تر اوسه تر پوښتنې لاندې دی
يو شمېر څارونکي د ټاکنو په پای ته رسېدو ددې پوښتنه کوي، چې ايا دا ټاکنې به د نيمګړتيا له امله بې خونده شوې وي؟
د ميلونونو افغانانو له خوا ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو کانديدانو ته اچول شوي ووټونه د وسله والو ساتونکو تر څار لاندې په هېواد کې 34 ولايتي مرکزونو ته د راليږدولو په حال کې دي.
سره له دې د ټاکنو چارواکي وايي، د ووټونو زياتره بکسونه اوس د شمېرلو لپاره رارسېدلي دي،له ليريو پرتو سيمو څخه له نورو هغو راوړل ښايي يوه اوونۍ نور وخت ونيسي، چې په غرنيو سختو لارو د هغې د لېږدولو لثاره د یئز ښې وسېلې، اوښانو، په واسطه راوړل کيږي. په نورو ځايونو کې ان د لاريو په واسطه د بکسونو رالېږدول د خامو سړکونو له لارې تر څلورو ورځو پورې وخت غواړي.
د تيت و پرک پرتو کوچيانو د رايو شمېرل، چې د ورته د بېلو شويو لسو څوکيو لپاره خپل استازي خوښوي، به هم يوه ننګونه وي.
د ټاکنو د اوو زرو کارکوونکو يو لښکر لا له وړاندې په ښارونو کې د رايو په شمېرلو پيل کړی دی.
په داسې حال کې چې ټينګ امنيت د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره نيول شوی و، يو شمېر څېړونکي دا پوښتنه کوي، ايا ټاکنې په رښتيايو بری ګڼل کېدای شی، چې له150 مليونو څخه زيات ډالر پرې لګېدلي دي؟
هغوی ټينګار کوي، که چېرته په دې ټاکنو کې د خلکو د ګډون شمېره د تېر کال د ولسشمرۍ په ټولټاکنو کې په سلو کې د اويا د ګډون د شمېرې په پرتله ټيټه وي، نو د ا به د ولسمشر حامد کرزي د حکومت او په واشنګټن کې د هغوی د ملاتړو د کمزورتيا څرګندونه وي.
له ټاکنو څخه وروسته د ټولټاکنو د سمون د ګډې څانګی (JEMB) د يوې بيانيې له مخې د لومړيو رارسېدلو معلوماتو له مخې د خلکو د اټکل شويو دولسو مليونو رايه ورکوونکو له ډلې څخه د خلکو ګډون په سلو کې له پنځوسو څخه يو څه زيات ښوول شوی و.
د JEMB اجرايوي مشر پيتر اربسن وويل په دويمو ټولټاکنو کې په لږې شمېرې د خلکو د ګډون تمه يوه عادي خبره ده. هغه د بېلګې په توګه د بوسنيا او کولمبيا ټاکنو ته په دې هکله ګوته ونيوله.
سياسي څېړونکی حبيب الله رفيع په دې اند دي، چې د خلکو د ګډون د شمېر لږوالي د رايه ورکونکو تر منځ د خلکو د ناباورۍ په څېر نور لاملونه هم لرل.
هغه وويل: ((د ولسمشرۍ ټولټاکنو دا ټاکنې تر اغېز لاندې راوستې. د ميزان د ټولټاکنو را په دې خوا خلکو هيله لرله، چې حکومت به د بسپنه ورکوونکو هېوادونو د بسپنې په پيسو د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي. حکومت دا پيسې په بيارغاونې ولګولې، خو له بده مرغه د خلکو د ژوند کچه د ولسمشرۍ له ټولټاکنو څخه وروسته نوره هم پسې ناوړه شوه.))
رفيع وايي، زياتره خلک خپه دي، چې کرزي ((يو شمېر زاړه جنګ سالاران په غېږ کې نيولي او هغوی يی د خپلو مرستيالانو په توګه ټاکلي دي. دا هغه څه نه دي، چې خلکو يې هيله لرله.))
هغه همدارنګه وويل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې څانګه (يوناما) او JEMB په ټاکنو باندې د خلکو په پوهولو کې پاتې راغلي دي.
نورو څارونکو هم وويل، چې يو زيات شمېر خلک د ولسمشرۍ له ټولټاکنو څخه راوروسته د رايو له ورکولو څخه د زړه بدوالي له امله په څټ شوي دي، چې خلکو يې په زياتې مينې او ليوالتيا هرکلی کړی و.
يو سياستوال، محمد قسيم اخګر وايي، کرزی له خلکو سره د خپلو هغو کړو ژمنو په سرته رسولو کې پاتې راغلی، چې د ولسمشرۍ له ټولټاکنو څخه دمخه يې کړې وې. هغه وايي: ((خلک له خپلو ځانونو څخه پوښتنه کوي، هغوی له دې ټولټاکنو څخه وروسته کوم تاج زموږ په سر کېښود، چې اوس بيا ځان په زحمت کړو او هغوی ته رايه ورکړو.))
يو بل څېړونکی، بشير بېژن اوسنۍ وضعه له هغه ليوالتيا سره پرتله کړه، چې د تېر کال په ټولټاکنو کې ښوول شوې وه. هغه وويل، خلک د (رايو) په شمېرلو کې د غولولو احساس کوي او له دې ټاکنو څخه هم همدغه توقع لري.
نوموړي زياته کړه: ((حکومت له لومړي سر څخه لکه د يو ديکتاتور په څېر عمل وکړ او خلک په دې پوهېدل هغه ميکانيزم، چې هغه د پارلماني ټاکنو لپاره تصويب کړ، په بشپړ ډول بې اعتباره و.))
يو سياسي څېړونکی او د افغان ملي جرېدې مسوول چلوونکی، محمد حسن ولسمل وويل، د رايو د ورکولو اوږدې او پېچلې پاڼی د زياتره افغانانو لپاره يو سرخوږی و، هغه چې زياتره يې په ليک لوست نه پوهيږي.
په بنکاک کې مېشت د ازادو ټاکنو لپاره اسيايي شبکې، (ANFREL) څارونکو هم د ټاکنو په اړه پوښتنې رامنځته کړي دي، له هغې سره سره ،چې نوموړې ډلې د تېرکال د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په پرتله په دې ټولټاکنې کې يې دJEMB چمتووالی (د پام وړ يو پرمختګ) بللی دی.
يوه څرګنده ستونزه دا وه، چې کوچيان د رايو د ورکولو په سيستم باندې سم نه و پوهول شوي. زياترو هغو داسې انګېرله، چې ګوندې ولسمشر حامد کرزی يو کانديد دی.
ANFREL د کمپاين په بهيرکې د شتمنو او بېوزلو کانديدانو تر منځ د زيات توپير موجوديت ته ګوته نيسي.
د نوموړې ډلې په منځمهالې رپوټ کې ويل شوي دي: ((هغه شمېر (کانديدانو) چې زياتې پيسې درلودې خلکو ته يې د غرمې او شپې ميلمستياوې کولې او د ټإکنو لپاره سينګار شوي او ښايسته اعلانونه يې چمتو کړې و، لکه سترې لوحې او له اړتيازيات پوسترونه ... . تر داسې حالتونو لاندې دا يوه څرګنده پوښتنه ده، چې ايا تر ټولو ښه کانديد به وکړای شي، ازاده او عادلانه سيالي وکړي؟))
داماسو ماګبوال، چې د خپلې موسسې په استازې توب د ټاکنو د څارونکو د يوې 30 کسيزي پلاوي مشري کوي، وويل، زيات شمېر کانديدانو له قانون څخه سرغړونه کړې ده او زيات لګښتونه يې کړي دي. داسې رپوټونه هم شته چې يوازې يوه برښنايي تخته په اتوزرو ډالرو جوړه شوې. د يو کانديد په کمپاين 15 زره ډالره لګېدلي دي.
ANFREL د ټاکنو په هکله د شکايتونو د اورېدلو په کميسون باندې د کانديدانو د نه وړتيا په هکله د ناوخته پرېکړې او د رايو ورکولو په مرکزونو کې د هغوې د نومونو په ځړولو کې د پاتې راتګ له امله نيوکه وکړه. هغوی زياته کړه: ((ددې ډار شته، چې يو شمېر رايې به په شمېر کې يوې خواته کېښودل شي.))
په واشنګتن کې مېشت د نړيوال جمهوري انيستيتوت څارونکو IRI وويل، ټاکنې ښې تنظيم شوې وې او ((داسې برېښېده، چې)) رايه ورکوونکي ((د رايې د ورکولو په سيستم باندې ښه پوهول شوي وو.))
د آی ډبليو پي آر خبريالو ته جوته شوه، چې داسې ويناوې کله ناکله د خوشبينۍ له امله وې.
د بېلګې په توګه په مرکزي ولايت باميانو کې د بصيرې په نوم يوې مېرمنې آی ډبليو پي آر ته وويل: ((ما د ډله ييزو رسنيو له لارې واورېدل، چې زما رايه به پټه وي او هېڅوک به مې دې ته اړ نه باسې چې دې يا هغه ته خپله رايه ورکړم. خو يوې مېرمنې چې ځان يې مسوول راوپېژاند، ماته وويل، حتما بايد صادق علي ته رايه ورکړم. له دې امله مې پرېکړه وکړه چې هيچا ته رايه ورنه کړم.))
د خپل حق په اړه د رايه ورکوونکو د نه ډاډمنۍ او ډارولو ورته کيسې له هرځای څخه غوږونو ته رارسېدې.
د IRI د پلاوي مشرې، د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت پخواني مرستيال، کانستانس بيري نيومن په يو مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړه، بايد د هغو ټولو ګونګوسو څېړنه وشي، چې ويل شوي دي: په ګوتې باندې وهونکي رنګ پاکيږي او سړی کولای شي، څو ځلې رايې ورکړي، د رايو ورکولو بکسونه د خلکو کورنوته وړل شوي او جعلې پاڼې په هرات کې په خلکو وېشل شوي دي.
په همدې ډول د ټاکنو څخه يوه ورځ وروسته په کابل کې يو پارلماني کانديد په وړاندې د 200 تنو په شاوخوا کې خلکو مظاهره وکړه او ادعا يې کوله، هغه له موږ سره ژمنه کړې وه، که هغه ته کمپاين وکړي، نو په بدل کې به ورته پيسې ورکړي.
د شفيقې په نوم يوې ښځې وويل، هغې د عبدالجبار پيکان لپاره درې مياشتې مبارزه وکړه او همدا رنګه د ټإکنو په ورځ مې د څارونکې په توګه کار وکړ. هغه له ماسره ژمنه کړې وه، چې د کمپاين په وړاندې به راته د مياشتې 350 ډالره او د رايو د ورکولو په ورځ به 50 ډالر راکوي. ولاړو خلکو د هغې ددې ادعا پخلی وکړ.
مظاهره کوونکو دا هم ويل، د يو کانديد له ملاتړو څخه غوښتل شوي و، په يو کاغذ باندې لاسليک وکړي، چې ګوندي د څارونکو په توګه د هغوی د کار اجازه ليک دی. خو د شوکت الله په نوم يو سړي وويل، هغوی ته څرګنده شوه، دا کاغذ په اصل کې د پيسو د اخيستلو يو (رسيد) و، چې هغوی ته هېڅ ورکړ شوې نه وې.
له پيکان سره اړيکې نيول ګران و. د پوليسو يو چارواکي وويل، چې هغه اوس تر نظارت لاندې دی. له هغې وروسته ټولو مظاهره کوونکو په يوې پاڼې کې خپل شکايتونه وليکل او هغه يې لاسليک کړل.
د ننګرهار ولايت د حصارشاهي په ولسوالۍ کې پارلماني کانديد، انجنير عمر آی ډبليو پي آر ته شکايت وکړ: ((لس زره رايه ورکوونکي د راې ورکولو له حق څحه بې برخې شول، ځکه هلته د هغوی لپاره د رايې ورکولو کوم مرکز نه و. موږ غواړو دا خبره په خپرونو کې خپره شي، چې د ټولو خلکو غوږونو ته ورسيږي.))
د ځايي خبرې رسنۍ له مخې، نيل کانتا، د ختېزو ولايتو لپاره د JEMB رسمي چارواکي، د ننګرهار د ټاکنود سمون د څانګې په ګډون د رايو ورکولو د ځايي مرکز د نه شتون خبره ومنله.
ځايي خلک وايي، هغوی ته ويل شوي و، چې د رايې ورکولو تر ټولو نژدې مرکز ته لاړ شي، خو هر يو ته تګ يې دوه ساعته لاره وه.
د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون وويل، هغوی ته يو شمېر شکايتونه رارسيدلي، خو سمدلاسه يې تبصره پرې ونه کړه: ((له هغه راهيسې چې شکايتونه ثبت شول، نو د رايو له شمېرلو څخه دمخه به د رايو د ورکولو ستيشنونه پرانيستل شي.))
د ټولټاکنو تنظيموونکي وايي، د وږې د 27 د ټاکنو پايلې به 16 ورځې وروسته څرګندې شي، چې څه ناڅه ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ته د 6000 تنو له خوا په کې سيالي شوې وه. وروستۍ پايلې ښايي د تلې د مياشتې تر 30 پورې څرګندې شي او شکايت کوونکو ته به د شکايت لپاره وخت ورکړ شي.
کرزي د ټاکنو هرکلی وکړ او هغه يې (سولې او ثبات ته د يو ګام نزدې کېدل) وبلل. دولتي رسنيو دا بهير وستايلو. د ملي ارمان، خپلواکې ورځپاڼې د ټاکنو د ورځې ارامه فضا: ((ښايې يوه هيله د خلکو په زړونو کې ژوندۍ کړي او د رايه ورکوونکو ډره کيو ته وړتيا ورکړي، چې د راتلونکي په اړه سوچ وکړي.))
ولسمل لږ خوشبينه و. هغه ويل: ((زيات شمېر خلک داسې انګيري، چې پارلماني ټاکنې به د هغوی په ژوند کې کوم بدلون را نه ولي، ځکه يو زيات شمېر جنګ سالاران او قوماندانان به په پارلمان کې ناست وي، چې لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي او همدا خلک به ستر رول لوبوي.))