د طالبانو د جګړې له ليکې تېرېدل

يو رپوټ ورکوونکي د خپل زېږېدا په سيمې کې په وروستيو بمباريو کې ځپل شوي ولسي او د کابل له حکومت څخه د نهيلو خلکو د ليدلو لپاره د خپلې زېږېدا سيمې تللی دی.

د طالبانو د جګړې له ليکې تېرېدل

يو رپوټ ورکوونکي د خپل زېږېدا په سيمې کې په وروستيو بمباريو کې ځپل شوي ولسي او د کابل له حکومت څخه د نهيلو خلکو د ليدلو لپاره د خپلې زېږېدا سيمې تللی دی.

IWPR

Institute for War & Peace Reporting
Sunday, 14 October, 2007
.



دا اتيا کيلومتره لاره د حامد کرزي او ملا عمر د پلويانو تر منځ وېشل شوې ده. په بله وينا لومړی څلوېښت کيلومتره د حکومت او پاتې نوره څلوېښت د طالبانو په لاس کې ده.



زه د حيدراباد شمال ختيځ ته د کجکي په ولسوالۍ کې زيږېدلی يم. دلته ما ته دا د خپل کور په څېر برېښېده.



څوک چې په ناقانونه توګه هېواد ته ننوزې هغومره به ونه ډاريږي، لکه زه چې د طالبانو (پولې) ته په وررسيدو وډارېدم.



ما د طالبانو له ځايي قوماندانانو سره اړيکې نيولې وې او غوښتل مې پر مخ ولاړ شم. ما د هغوی له لارښوونو سره سم کار کاو، خوبيا هم ډارېدم، چې څرنګه چلن به را سره کيږي.



ما هم خپل شرطونه په ځای کړې و. حيدراباد ته له تګ وروسته مې د هلمند د امنيې له قوماندان سره خبرې وکړې او د خپل سفر له پلان مې خبر کړ.



هغه ډېر په غوسه شو او غالمغال يي راباندې وکړ.



هغه وويل: "زه اوس له تا سره څه کولای شم؟ تا ماته ترهغه څه ونه ويل، ترڅو سيمې ته نه وې رسېدلای. زه تاته اوس مازې دعا کولای شم، چې خدای دې بېرته ژوندی راوله."



دې کار له ما سره مرسته ونه کړه.



حيدراباد ته له رسېدو لږ وروسته زموږ موټر د يوې ډلې طالبانو له خوا محاصره شو.هغوی موږ ته د ټوپکونو خولې راواړولې او چېغې يي کړې. "څومره پيسې چې کولای شئ، موږ ته يي راکړئ!"



ما ورته خپل جيبونه وښودل او ورته مې وويل، ما ته مې ژوند ډېر ګران دی. له يو څه پيسو اخيستو وروسته هغوی د ټوپکونو خولې واړولې ا و موږ ته يي د تګ اجازه راکړه.



کله چې د حيدراباد بازار ته وروسېدو يو بيا راباندې وسله وال طالبان راټول شول. هغوی ته مې خپل مطبوعاتي پېژندپاڼه وښوده. څنګه چې هغه په انګليسي ليکل شوې وه، نو پرې پوه نه شول. خو داسې بريښي، چې طالبان هم په ژبو ډېر ښه پوهيږي.



له دې وروسته مې د هوسايۍ احساس وکړ او له ځايي خلکو سره مې خبرې پيل کړي.



خلک زموږ په راتګ خوشاله نه شول. هغوی داسې خلک و، چې د کورنيو غړي يي په وروستيو بمباريو کې وژل شوي و. هغوی داسې موږ ته کتل، چې ګوندې موږ د هغوی د کورنيو غړي وژلي وي.



يويي وويل: "تاسو دلته څه کوئ؟ لومړی مو وژنئ او بيا راځئ عسکونه مو اخلئ."



ما هغوی ته وويل، نه، زه دلته راغلی يم، چې د ستاسو خبرې واورم او هڅه وکړم، ستاسو غږونه غوږونو ته ورسوم.



په پاې کې يو څو نفرو راسره خبرې پيل کړې.



د محمد ګل په نوم يو سړي راته وويل، چې څنګه د هغه د کورنۍ پنځه تنه غړي په بمبارۍ کې وژل شوي دي.



هغه وويل: "سرتېرې بايد موږ ولېدلای شي. هلته دښته ده او يوه ونه هم ه شته. موږ کورته ننوتو او ځانونه مو پټ کړل، خو جيټان راغلل او په موږ يي بمبارۍ پيل کړې. څنګه بهرنيان وايي، چې هغوی يوازې يو تن ښه په نښه کولای شي؟ خو دلته هغوی نه ويني، چې ښځې وژني، که ماشومان؟"



محمد ګل لکه په سيمې کې د نورو خلکو په څېر خورا خپه او په هلمند کې په ګومارل شوو بهرنيو ځواکونو ډېر په غوسې و.



هغه وويل: "بهرني ځواکونه طالبان نه وژني، هغوی يوازې موږ وژني. هغوی سړکونه نه جوړوي او نه بل کوم ګټور کار کوي. هغوی موږ له منځه وړي. دلته يو شمېر خلکو ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې ده. هغوی وايي، هغوی ځانونه ځانمرګو بريدونو ته چمتو کوي. هغوی له ژوند څخه پوزې ته راغلي دي."



محمد ګل د خپلو زيانونو په وړاندې د پيسو اخيستل ښه نه ګڼل او هغې ته يي بد ويل.



هغه وويل: "حکومت موږ ته په بمبارۍ کې د هر وژل شوي سړی په سر سل زره افغانۍ راکوي. زه غواړم ولسمشر ته ووايم، په دې پيسو څه وکړم؟ کورنۍ مې له منځه لاړه او تر ځمکې لاندې شوه. زه به حکومت ته دوه مليونه افغانۍ ورکړم، کې د خپل يو چارواکي سر راته راکړي. د کرزي د سره لپاره به سل مليونه افغانۍ ورکړم."



هغه افغان ولسمشر وننګولو: "کرزی دې موږ ټولو ته بلنه راکړي او ددې پرځای چې په بمونو مو ووژني په چاکوګانو دې مو ټوټې ټوټې کړي."



هغه وويل: "موږ بهرنيو ځواکونو ته قومي مشران واستول او د خپلو مړو د ښخولو اجازه مو ترې وغوښته. هغوی وويل، چې زموږ تر تګ پورې دې وګوري. ما پخپله په يو قبر کې 14 تنه ښخ کړي دي. ما هغوی سم نه شو ښخولای. موږ ټول په منډه وو او د سر د پټولو ځای مو لټولو."



د محمد ګل د خبرو په پای کی له طالبانو څخه تر اجازې اخيستلو وروسته په سيمې کې وګرځېدم. سيمه داسې معلومېده، لکه چې په سلګونو کلونو دمخه متروکه شوې وې. کورونه ټول وران شوي و.



ما يو کور وليد، چې څه پرې نه و شوي. کورته لا ننوتې نه وم، چې يو سوری دېوال مې وليد. کله چې دننه لاړم، نو ومې ليدل، چې هرڅه ويجاړ شوي و. جامې، کاسې او غابونه او د ماشومانو کتابونه له خځلو سره ګډوډ پراته و.



د کور خاوند، فتح محمد راته په هوايي بمباريو کې د خپل کورنۍ د څلورو تنو دوژل کېدو کيسه وکړه.



هغه وويل: "موږ د شپې په ډوډۍ ناست و، چې جيټان راغلل. زه د دېوال تر څنګ ودرېدم او خدای ژوندی پاتې کړم. خو کله چې مې ښځه او اولادونه مړه وليدل، نو ومې ويل، چې کشکې زه هم وژل شوی وای. ما خداي ته وويل، که تا نه غوښتل، چې زه مړ شم، نو ولې دې راباندې دا ننداره وکړه؟"



فتح محمد وپوښتل،"څوک به راسره د مړو په ښخولو کې مرسته وکړي؟"



داسې برېښېدل، چې په سيمې کې ډېر خلک له منځه تللي و او داسې ښکارېدل، لکه چې اوس يي هم مړي په خپل وړاندې پراته دي.



ما له کلي څخه يو کيلومتر وړاندې يو ټراکټور سوری سوری وليد، چې شاوخوا يي د جاموپه ټوټو او وينو او تويو شوو تيلو باندې ککړه وه.



کليوالو وويل، په تراکټور باندي هغه مهال بريد وشو، چې 35 تنه کليوال په کې له بمبارۍ تښتېدل.



د حبيب الله په نوم يو استوګن وويل: "په هغې کې سپين ږيرې، زړې ښځې او کوچنيان ناست او غوښتل يي بهرنيو ځواکونو ته پنا وروړي. سړي له بمباري شوو کورونو څخه د مړو راټولولو په حال کې چې يو چا غږ کړ، د رحمت الله ماشومان په ټراکټور کې په اور سوځيږي. ما ورمنډې کړې او ومې ليدل، چې ټولو خلکو اور اخيستی دی. موږ نور څه له لاسه نه کېدل، يوازې مو په هغوی باندې اوبه تويولې."



هغه وويل: "کله چې لمبې مړې شوې، ومو ليدل، چې هغوی ټول مړه شوي و. د چا سرونه، نه و او د چا پښې يا لاسونه. يو ماشوم مې وليد، چې د لاس هډوکې يي لا تر اوسه هم سوځېدو. دې ماته تر ټولو زيات ټکان راکړ. له دريومياشتو نيولې تر لسو کلونو پورې ماشومان په کې و."



حبيب الله وويل: "موږ مړي، د هغوی غوښې او د بدن ټوټې راټولې کړې او ټول مو په پټو کې راتاو کړل. هغوی ټول مو په يو قبر کې ښخ کړل، ځکه بېلولای مو نه شول."



هغه چوپ شو او په مخ يي د خپګان او غم څپې راخورې شوې.

هغه دوام ورکړ: "دا د حامد کرزي کار دی. که چېرته وژنې نه شي درولای، نو بايد استعفا وکړي. جيټان ښځې او ماشومان نه پېژني. ددې بمباريو وروسته بهرنيان وايي، چې 60 طالبان ووژل شول. خو زه ورته وايم، چې په مړو کې يوطالب هم نه."



د سيمې خلکو وويل، ټراکټور د طالبانو د بريد په غچ کې په لاسي تر بريد لاندې راغی، چې څه ناڅه دوه کيلومتره وړاندې يي د بهرنيانو يو زغره وال موټر له منځه يوړ.



طالبانو له بهرنيانو سره د جګړې ډګر ته يوړم. هلته يو شمېر زغره وال ګاډي و. هغوی وويل، چې دا ګاډي په چاودېدونکو توکو الوځول شوي دي.



هغوی ماته د 15 په شاوخوا کې د تيلو ټانکرونه هم وښودل، چې نړيوالو پوځونو يي تيل راوړل. طالبانو وويل، چې تيل يي ترې راوايستل او د ټانکونو له سوځولو د مخه يي په خلکو باندې وپلورل.



زيات ځايونه مو د ماينونو د لرلو له امله ونه شو ليدلای. له طالبانو مې رخصت واخيست او کور ته رارهي شوم. تر هغه مې د خونديتوب احساس نه کولو، ترڅو چې د حکومت لاس لاندې پوخ سړک ته راونه رسېدم.



کله چې په پای کې کورته راورسېدم، نو فکر مې وکړ، چې نوی ژوند رابښل شوی دی.
Frontline Updates
Support local journalists