د تېلو افغاني سوداګرله ترکي «مافيا» څخه شکايت کوي

د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د هم توکمه افغان سوداګرو له کاروبار سره هر اړخيزه مرسته کيږي.

د تېلو افغاني سوداګرله ترکي «مافيا» څخه شکايت کوي

د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د هم توکمه افغان سوداګرو له کاروبار سره هر اړخيزه مرسته کيږي.

Bridge connecting Afghanistan with Uzbekistan at Hairatan, a key crossing point. (Photo: US Air Force by Staff Sgt. Bradley Lail)
Bridge connecting Afghanistan with Uzbekistan at Hairatan, a key crossing point. (Photo: US Air Force by Staff Sgt. Bradley Lail)
Wednesday, 14 March, 2012

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال،عبداللطيف سهاک ليکنه

په افغانستان کې د تېلو سوداګر وايي، د اوزبکستان او ترکمنستان په هېوادونو کې د تېلو د چمتو کوونکو له خوا د  وارداتو په کاروبار کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې د هغوی د ادعا له مخې د خپلو هم توکمو سوداګرو په ګټه کار کوي.

د افغانستان د اړتيا وړ اويا سلنه تېل او طبيعي غاز د اوزبکستان، ترکمنستان او قزاقستان له هېوادونو څخه وارديږي. ددې توکو زياته برخه د افغان - اوزبک پر پوله پروت، حيرتان بندر له لارې راځي. افغان سوداګرو او همدارنګه د ناتو پوځونو ته د اړتيا وړ د سون د توکو د اکمال په موخه د پاکستان له لارې د ترافيکي ګڼې ګوڼې او پېچلتيا له امله د شمال د سوداګرۍ لارې ډېر اهميت موندلی دی. (د لا زياتو معلوماتو لاره وګورئ: افغانان پر پاکستان د سوداګرۍ په وړاندې د خنډ د اچولو پړه اچوي او د ناتو د اکمالاتو له امله افغانان د تېلو له کمښت سره مخامخ دي.) ځايي اوسيدونکي د افغانستان په لويديځه پوله ايراني چارواکي تورنوي چې د ژمي پر مهال يې د تېلو د وارداتو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.   

په شمال کې د پولې دواړو خواوو ته راشه درشه بايد اسانه وای، خو افغان سوداګر وايي، تر هغه چې اوزبکستان او ترکمنستان له توکميزي کړۍ څخه ځانونه بهر نه کړي، په سوداګرۍ کې به پرمختګ ورته ګران کار وي.

سوداګر وايي د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو سوداګر افغان تېل واردوونکو سوداګرو ته، چې د هغوی له توکم څخه دي، په ارزانه بيه  تېل ورکوي، خو د نورو توکمونو سوداګرو ته د تېلو بيې لوړوي او د تېلو واردول يې له وس وباسي.    

په بلخ کې يو تاجيک توکمه سوداګر آی ډبليو پي آر ته وويل، د تېلو د واردولو صنعت د يو شمېر اوزبيک توکمه او ترکمن توکمه سوداګرو له خوا انحصار شوی دی.

هغه وويل: «دې سوداګرو په سيمه کې د تېلو مافيا جوړه کړې ده. هغوی له خپل ځان پرته نور هيڅوک نه پريږدي چې تېل وارد کړي.»  

د افغانستان د شمال په څو ولايتونو کې نسبتا زيات شمېر اوزبکان او لږ شمېر ترکمنان مېشت دي. هغوی په ترکي ژبو خبرې کوي چې د اوزبکستان  او ترکمنستان د پولو هغې خواته پرې هم خبرې کيږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې د وارداتو په کارکې له توکميز تبعيض څخه خبر دي. 

د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل پلاوي مشر، محمد قربان حقجو وويل: «زموږ له سوداګرو سره د شمالي ګاونډيو له خوا پر توکميز او ژبني امتياز چلن کيږي. هغوی نه يوازې له هغو سوداګرو سره ناوړه چال چلن کوي، چې له دوی سره تړاو نه لري، بلکې هغوی ته ستونزې راولاړوي، ترڅو له دې کاروبار څخه لا س واخلي.»     

حقجو وويل دا کار له شخصي تمايلاتو او خواخوږۍ پورته خبره ده. دا کار په ګاونډيو دولتونو کې عادي خبره ده چې غواړي د خپلو قومي ډلو له لارې په افغانستان کې سياسي نفوذ ته لار پيدا کړي. 

د افغانستان په شمال کې د عارف کاظمي په نامه يوه اقتصاد پوه وويل، اوزبکستان او ترکمنستان دواړه مينه لري له خپلو قوميانو او سياسي پلويانو سره امتيازي چال چلن وکړي.

هغه وويل، څو، څو ځله يې ليدلي چې اوزبکانو او يا د جنبش ملي له ګوند سره د تړاو له امله هغوی ته د نورو خلکو په پرتله اوزبکستان ته  د سفر ويزه ژر ورکړ شوې ده. 

جنبش يو سياسي ګوند دی، چې د جنرال عبدالرشيد دوستم له خوا جوړ شوی. دوستم يوه غښتلې څېره ده چې دمخه يې د اوزبکو ملېشو قومانده په لاس کې وه. 

کاظمي زياته کړه، ترکمنستان لېوال دی مرستندويه فعاليتونه هغو سيمو ته ورسوي  چې ترکمنان او همدارنګه اوزبکان پکې مېشت دي. 

د اوزبکستان يو دپلومات له دې څخه انکار وکړ چې ګوندې د دولت تګلار يې پر قوميت ولاړه ده. په مزارشريف کې د هغه هېواد اقتصادي آتشې، شېرزود مخدوم اوفوويل، ټوله سوداګري له دې تړاو پورته ده او له تبعيض پرته سرته رسيږي.     

هغه وويل: «موږ له ټولو هغو سوداګرو سره، چې د اوزبکستان له لارې صادرات او  واردات لري، [زموږ] د هېواد د قوانيو پر بنسټ د توکميزو، ژبنيو يا نورو لاملونو په پام کې له نيولو پرته يو شان چلن کوو.» 

په مزارشريف کې د ترکمنستان قونسلګرۍ په دې اړه موضوع په کابل کې د هغه هېواد سفارت ته راجع کړه، چې هغوی ته هم د تبصرې لپاره ونشو رسېدای. 

د تېلو يو اوزبک توکمه افغان سوداګر وويل، هغه په اوزبکستان او ترکمنستان دواړو کې له کاروباريانو سره اړيکې لري، خو له حکومت سره کوم تړاو نه لري.

هغه وويل: «د اړيکو درلودل اړين دي. دا هېوادونه ډېر پېچلي سيستمونه لري. ترڅو چې څوک ونه پېژنې او يا له چا سره اړيکې ونه لرې، د يوه ساعت کار په ورځو، ورځو سرته نه رسيږي.»   

نوموړي زياته کړه، دا ډېره اړينه ده چې له افغان چارواکو سره اړيکې ټينګې شي؛ ځکه له دې لارې هغوی د چا پر سوداګرۍ سترګې نشي پټولای. هغه وويل، د تېلو د وارداتو سوداګري به هغه مهال زياته مناسبه او اغېزمنه شي، چې افغان حکومت د سوداګرۍ د څارنې لپاره له ګاونډيو هېوادونو سره د پوهاوي يو تړون لاسليک کړي.  

نوموړي سوداګر وويل: د داسې يو تړون نشتوالي د منخنۍ اسيا د هېوادونو [په ګډون] ګاونډي هېوادونو ته اجازه ورکړې،چې له خپلې خوښې سره سم له افغان سوداګرو سره چلن وکړي.

نوموړي زياته کړه، په حيرتانو کې په دې اړه پوښتنه راولاړيږي، چې د تېلو د واردولو مسؤول شخص څوک دی. د ګمرک مسؤول محمد عارف حميد وويل، د نيمګړو اسنادو پر بنسټ د مالي ملاتړو پېژندل ګران دي. د وارداتو شرکتونه په خپلو رسمي اسنادو کې د پانګه اچوونکو نومونه، نه ليکي او د سوداګرۍ د وزارت له خوا د سوداګرۍ اجازه ليک هغومره مرسته نشي کولای. 

هغه وويل: «موږ نه پوهيږو چې ددې هېوادونو او د اصلي پانګه اچوونکو ترمنځ څه ډول  تړاو موجود دی.»

حميد وويل، هغه باوري دی چې د تېلو په وارداتو کې شپږ شرکتونه لاس لري. د هغوی له ډلې څخه يو يې زيات تېل واردوي.

هغه وويل: «دا سمه ده چې د تېلو سوداګري د يو څو تنو په لاس کې ده. نور خلک نشي کولای له هغوی سره سيالي وکړي. که چېرته کوم نوی سوداګر په لوبه کې ورګډ شي، نو د سوداګرۍ په هماغه لومړي سر کې به خپله ټوله پانګه له لاسه ورکړي.»

د سوداګرۍ د وزارت وياند، وحيدالله غازي خېل وويل، داسې پلانونه تر لاس لاندې دي چې د تېلو په وارداتو کې د دولت ونډه له درې سلنې څخه  شل سلنې ته لوړه شي،  بېلابېلو توکم  لرونکو سوداګرو ته د سوداګرۍ نوي اجازه ليکونو ووېشل شي او له دې لارې نوموړی انحصار له منځه يوړل شي. په همدې وخت کې د رقابت يو قانون چمتو شوی چې د لويو شرکتونو له خوا د کوچنيو سيالانو د لاندې کولو مخه نيسي.  

عبداللطيف سهاک  په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

Economy
Frontline Updates
Support local journalists