د ياغيانو مشر ايتلافي ځواکونه جګړې ته لمسوي

د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې سرتيري د هرات جنګسالار پسې اخيستى، خو هغه د پوځونو د تېر ايستلو هڅه کوي.

د ياغيانو مشر ايتلافي ځواکونه جګړې ته لمسوي

د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې سرتيري د هرات جنګسالار پسې اخيستى، خو هغه د پوځونو د تېر ايستلو هڅه کوي.

Thursday, 26 February, 2009
. هغه لومړى يو جهادي قوماندان و. بيا وسلې ته له لاس اچونې دمخه د هرات ښاروال و. هغه په خپل تېر ديرش کلن جګړه ييز پېر کې لږ و ډېر د هر چا په وړاندې جنګېدلى دى. اوس ښايي د هغه ستر دښمن د متحده ايالتونو ترمشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونه وي، چې د هغه د له منځه وړلو لپاره يې د جولاى د مياشتې په ١٧ بريد وکړ.





يحيى له بريد لږ وروسته د تيليفون په ليکه آى ډبليو پي آر ته وويل: "هغوى په ما باندې د ګوزار نيت درلود، خو پرځاى يې د کوچيانو پر يوې کورنۍ بريد وکړ."





يحيى له تېرو دوو کلونو راهيسې، آن د فوايد عامې د رئيس په توګه له کار څخه تر ګوښه کېدو وروسته، د هرات لپاره يو سرخوږى و.





هغه مهال له يو حکومتي کارکوونکي څخه پر ياغي بدل شو، په برمتو، قتلونو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې په دفتر (يوناما) او د هرات پر هوايي ډګر پر بريدونو تورن دى. هغه ګواښ کړى و، هغه ښځينه په پر دار وځړوي، چې په ناحکومتي موسسو کې کار وکړي. نوموړي د هرات ولايت د ګذري په ولسوالۍ کې خپله ملوک الطوايفي تاسيس کړې وه. له حکومت سره تړلو کسانو هلته تګ راتګ نشو کولاى.



نوموړى په ګذرې کې د خپل پلرنې کلني په نوم "سياوشان" باندې شهرت لري.





همدا راز داسې اوازې شته، چې نوموړي ه بيلا بيلو وختونو کې له طالبانو، القاعدې او د ګلبدين حکمتيار له حزب اسلامي سره تړاو درلود. يحيى ټينګار کوي، چې د چا تر اغېز لاندې نه دى او خپل عمليات په خپل سر پر مخ وړي.



يحيى چې څه نا څه پنځوس کلن بريښي، په ګذرې کې په خپل مرکز کې ناست دى او د طالبانو له قوماندان سره يې توپير نه شي کېداى. هغه توره رنګ کړې اوږده ګيره لري، رېښمينه لونګۍ يې پر سر ده او کلاشينکوف يې څنګ پروت دى.





هغه د نور ډېرو طالبانو په څېر خپله دنده د جهادي قوماندان په توګه پيل او په ١٩٨٠کلونو کې يې د شوروي ښکيلاک په وړاندې جګړې کې ونډه اخيستې ده.



هغه وويل: "له دېرشو کلونو راهيسې جنګيږم. پلار مې د جومات ملا و. ښوونځي ته هيڅ نه يم تللاى. خپل اوسني دريځ ته د خپلې تجربې له مخې رسېدلى يم."





په ١٩٩٢کال کې د کمونيستي حکومت له نسکورېدو وروسته يحيى د خپل وسله وال انډيوال، محمد اسمعيل خاند ولايت پرمهال د هرات ښاروال شو.





د ښاروال په توګه يې د هرات د يو سخت حاکم په توګه کار وکړ. ويل کيږي، چې هغه د غلا د مخنيوي لپاره غله پر پښو ويشتل او هټيوال به يې د خلکو په مخکې د سپکولو له لارې صداقت ته هڅول. هر هغه چا چې به د ښاروالۍ له ټاکلې بيې (نرخ) څخه سرغړونه وکړه، نو په يو څولور لاري کې به ودرول شو او غوږ به يې په يوې ونې پورې ميخ شو.





د يو هراتي د وينا له مخې د ډېرو قصابانو او ډوډۍ پخوونکو غوږونه سوري شوي وو.





په ١٩٩٠ کلونو کې هرات ته د طالبانو د رارسېدلو پر مهال يحيى ايران ته وتښتېد.





نوموړي ته د نژدې سرچينو په ويناهلته د نورو زياتو کډوالو افغانانو په څېر يو عادي کارګر و. خو ډېر ژر هلته له کاره ستړى شو او له طالبانو سره د جګړې په نيت راستون شو.





کله چې بنسټپال په ٢٠٠١ کال کې ولاړل نوموړي يوه پلا بيا دولتي دنده ترلاسه کړه. دا ځل د فوايد عامې د رئيس په توګه په کار وګومارل شو. هغه بېرته له خپل زاړه ملګري، اسمعيل خان سره يوځاى شو. اسمعيل خان د بهرنيو پوځونو په رارسېدو د "لويديځ دامير" په توګه خپل رول له سره پيل کړ.



په ٢٠٠٤کال کې اسمعيل خان د اوبو او برښنا د وزير په توګه وټاکل شو او کابل ته ولاړ.





نوي والي، سيد حسين انوري د اسمعيل خان په څېر له کم سواده، يحيى سره هغومره مينه او علاقه ونه ښوده.





يحيى ادعا وکړه، چې انوري په هرات کې شيعه ګانو لږه کيو ته په ناقانونه ډول دولتي ځمکې او نور امتيازات ورکوي. يحيى په قوم تاجيک سني دى.





په دې توګه دولتي مامور پر يو ياغي بدل شو. د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې يې وسله پورته کړه او د برمتې نيولو له ګټې ډکه دنده يې پيل کړه.





هغه په وياړ آى ډبليو پي آر ته وويل: "ما له سلو څخه زيات افغانان او يو هندى برمته کړي وو. له هغوى څخه مې له سلو زرو څخه زيات ډالر تر لاسه کړي دي اوخپلو سړيو ته پرې تنخوا ورکوم."





د سايمون پارامانتان په نوم هندي تبعه د ٢٠٠٨ کال په اکتوبر کې وتښتول شو. نوموړى د فبرورۍ په لومړيو کې مړ شو. دا لا څرګنده نه ده، چې ايا هغه په خپل مرګ مړ شوى او که د يحيى سړيو وژلى دى.





د ٢٠٠٩ کال په لومړيو کې انوري د هرات د والي په توګه له دندې ګوښه شو. نوي والي، محمد يوسف نورستاني د حکومت له مخالفو وسله والوسره خبرو اترو ته لومړيتوب ورکړ.





د افغانستان په لويديځ زون کې د ملي پوليسو قوماندان، جنرال اکرام الدين ياور وويل: "موږ غواړو دا سړي له حکومت سره خپل مخالفت ته د پاى ټکى کيږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته وروګرځي." هغه ددې خبرې پخلى وکړ، چې د يحيى او د حکومت تر منځ خبرې اترې پيل شوي دي.





هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "که چېرته هغوى خبرو اترو ته چمتو نه وي نو د ګذرې په ولسوالۍ کې به د هغوى اهداف تر بريد لاندې ونيسو."



د فبرورۍ د ١٧ نېټې د بريد په پام کې نيولو سره داسې انګېرل کيږي، چې د خبرو اترو وخت تېر شوى دى.





د ګذرې ولسوالي، چې يحيى په کې خپل کار پيل کړى دى، د هرات له ښار څخه لس کيومتره واټن لري.





د يحيى د وينا له مخې هغه خپل فعاليت په ٢٠ سړيو پيل کړ. اوس ادعا کوي، چې لس هغومره نور سړي لري او دا شمېر مخ په زياتېدو دى. هغه وويل، اوس د هغه اغېز له ګذرې بهر د هرات نورو ولسواليو ته خپور شوى دى.





هغه شرعي قانون جاري کړى، خو د طالبانو په څېر محدوديتونه يې وضع کړي نه دي. د هغه تر لاس لاندې سيمو کې پر تلويزيون او موسيقۍ باندې بنديز نشته.





د احمد په نامه د اسياچې د کلي يو اوسيدونکي وويل: "که د ناوړو فلمونو په ليدلو څوک وليدل شي، نو سخته سزا ورکول کيږي."





احمد زياته کړه،. جنايتکاران خورا سخت دسپلين لري. يحيى په پښو باندې د غلو د ويشتلو کار بېرته له سره نيولى دى. د اوسيدونکو په وينا په پايلې کې هغوى خپلو دروازو ته د غلا له ډاره کلپونه نه اچوي.





په سياوشانو کې د يحيى ګاونډي، غلام سعيد وويل: "غله د غلا جرات نه کوي. ځکه هغوى له شريعت سره سم خپله سزا ګوري."





زياتره خلک د جنايتکارنو له برمتې او له هغې ناوړه د يحيى د سړيو لاسونو ته له ورتګ څخه ډاريږي.





د محمد ګل په نامه د معاملو يو لارښوونکي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې څو مياشتې دمخه د هغه يو خپلوان په سياوشان کې مړ شو. هغه وويل: "د هغه جنازې ته د ورتګ جرات يې نه دلود."



د بصير احمدهازم په نامه د هرات د کرنې د لېسې يو ښوونکي وويل، چې هغه په هيڅ بيې هغه سيمې ته نه ځي. هغه وايي: "کله چې هوايي ډګر ته ځم نو دوه کيلومتره وړاندې لاره څارم ، چې کوم شکمن وسله وال ولاړ نه وي."





د ګذرې ولسوال، غلام محبوب افضل زاده ددې پخلى کوي، چې د يحيى سړيو د پرامانتان په ګډون په برمتو کې لاس درلود. هغه وويل: "د لومړي ځل لپاره هغوى وکړاى شول د هوايي ډګر په سړک يو څوک ونيسي."





يحيى د يو شمېر چاودنو مسؤوليت هم په غاړه لري. هغه د يوې چورلکې د رانسکورولو مسؤوليت په غاړه اخيستى و، چې د اردو ١٣ تنه په کې وژل شوي وو. خوهغه مهال حکومتي چارواکو د چورلکې د نسکورېدو لامل خرابه هوا څرګنده کړې وه. چورلکه د وريځو د غبار پر مهال يو غره ته څېرمه لويدلې وه.





هغه (يحيى) دا هم وويل، چې هغه له بهرنيو ډلو سره تړاو لري. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "په تېرو مياشتو کې زموږ تر څنګ عربانو ورونو جنګونه کول. هغوى بېرته تللي دي."





نوموړي وويل له طالبانو سره هم تړاو لري، خو په خپله طالب نه دى. هغه وويل: "زه د طالبانو له زياترو کارونو سره موافقه لرم او هغوى مالي مرستي هم را سره کړې دي. زه د طالبانو له يوې ډلې سره اړيکې لرم، خو پخپله په مستقله جبهه کې عمليات کوم ."





يحيى په ټينګه پتېلې ده، چې خپل مقاومت ته به دوام ورکوي. هغه آى ډبلوي پي آر ته وويل: "تر هغه چې ټول بهرني پوځونه له افغانستان څخه وتلې نه وي، خپله وسله به پرځمکه کښينږدم. زه به د هغوى او د هغوى د ټولو افغاني متحدينو په وړاندې جګړه کوم."





Frontline Updates
Support local journalists