د يو نوي موډل پوځ جوړول
د افغانستان د نوي ملي اردو لپاره د سرتېرو جلب او جذب روان دی.
د يو نوي موډل پوځ جوړول
د افغانستان د نوي ملي اردو لپاره د سرتېرو جلب او جذب روان دی.
د وروستيو جګړو نښې نښانې د کابل د پوځي روزنې په مرکز باندې جوتې دي او د ختيځې دروازې ديوالونه يې ويجاړ شوي دي. خو يو څو متره وړاندې سپين رنګه ودانۍ او پاخه شوي سړکونه د ملېشو د جګړو له پېر څخه د نوي دسپلين لرونکي اردو جوړيدل په نښه کوي.
له پلازمينې څخه لس کيلومتره ختيځ لوري ته له خاورو دوړو څخه په يو ډک ډګر کې څلوېښتو تنو ته د يو افسر له خوا په عملي توګه د کلاشينکوف د کارونې زده کړه ورکول کيږي.
يو شمېر يې ددې ټوپک په کارونې ښه پوهيږي. دا وسله د هر چا په لاس کې وه، چې د افغانستان د دوو لسيزو څخه د زياتې مودې په جګړو کې کارېده او هېواد يې وران ويجاړ کړ او لا نن هم له واکه راپرځېدلي طالبان يې د حکومتي او د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونو په وړاندې کاروي.
د کابل د پوځي روزنې د مرکز قوماندان،جنرال غلام سخي اصفي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((دا مهمه نه ده، چې هغوی ددې وسلې په کارونې پوهيږي او که نه. دا د روزنې يو مرکز دی. موږ سرتېري روزو، چې له دې څخه زيات نور څه هم زده کړي.))
د روزنې ددې مرکز په يو بل کونج کې په همدې شمېرې سرتېري يو بل افسر ته ناست دي او په زده کړې بوخت دي.
داسې بريښې، چې د جلب او جذب کمی نه شته، زيات شمېر يې په ټولګيو کې دننه او يا له هغې بهر په ودانۍ کې د لوست په حال کې ليدل کيږي.
دخبري رسنيو داطلاعاتومسوول تورن محمد شاه پور څخه وپوښتل شول، چې هغه ولې د اوړي تر تاوده سوځوونکي لمر لاندې لوست ورکوي. نوموړي وويل: ((موږ دومره ټولګي نه لرو، چې ټول نوي سرتېرو ته هلته لوست ورکړو، نو ځکه (يو شمېر ته) بهر لوست وايو. د نويو سرتېرو لپاره دا ښه هم ده، چې عملي روزنه (له ټولګي څخه) بهر واخلي.))
دا جلبيان د هېواد له ټولو برخو څخه راغلي دي. په ټولو 34 ولايتونو کې د د ملي اردو د جلب او جذب مرکزونه شته، چې له اتلسو څخه تر 28 کلونو پورې نارينه په خپله خوښه د يوې درې کلنې مودې لپاره نومونه ليکي. هغوی يوازی روغتيايي کتنې تر سره کوي. له هغوی څخه نوره ازموينه نه اخيستل کيږي. په ليک لوست نه پوهېدل ملي اردو ته د راتګ مخه نه نيسي.
اصفي وويل، له لاسليک وروسته جلبيان د 14 اوونيو روزنې لپاره کابل ته استول کيږي. له هغې وروسته په کنډکونو وېشل کيږي، چې له 650 څخه تر 800 پورې سرتېري لري.
چارواکي داوږدې مودې دې پلان ته د افغاني سرتېرو د وړتيا په سترګه ګوري او د هېواد د امينت په وړاندې به ستر مسووليتونه په غاړه واخلي، چې اوسمهال د امريکا او ناتو ترمشرۍ لاندې پوځونه يې په مخ وړي.
په پام کې ده، چې د 2006 کال تر پايه پورې ټول اويا زره کسيزه غښتلې اردو جوړه شي. د رپوټونو له مخې د مارچ تر مياشتې پورې له شلوزرو څخه زيات سرتېرې روزل شوي او په 31 کنډکونو کې ځای په ځای شوي دي.
ددې مياشتې په لومړيو کې د افغانستان د ملي اردو د اوسني ځواک په اړه اصفي په بېلابېلو کنډکونو کې په منځنۍ کچه د 25 زره او 31 زره تر منځ شمېرې ته ګوته ونيوه.
هغه وويل: ((بشپړه شمېره راته په ياد نه ده، خو دا راته په ياد دي، چې وروستی فارغ شوی کنډک نهه دېرشم کنډک و.))
د عسکري دسپلين هوا په مرکز خپره وه. يونيفورم د بې نظمه ملېشو د جامو ځای نيولی و، چې معمولا بزګران يې په کليو او بانډو کې اغوندي او د جلب او او احضار لپاره يوه بډايه سرچينه ده. د افسرانو او سرتېو تر منځ دتعظيم دود (رسم تعظيم) ټينګ او عسکري دی. د نويو عسکرو ترمنځ د انډېوالۍ او ملګريتا څرګند احساس ليدل کيږي.
د هغوی له ډلې څخه د باميانو له ولايت څخه راغلي د رضا په نوم يو 23 کلن ځوان د اتو اوونيو څخه را په دې خوا تر روزنې لاندې دی. هغه وايي: ((ما له کوچنيوالي څخه غوښتل په پوځ کې کار وکړم. زما د افسرانو او سرتېرو د عسکري تعظيم د دود لاره ډېره خوښيږي، چې يو بل ته سلام ورکوي.))
رضا بزګر و. هغه وويل، د هېواد او خلکو ته د خدمت رښتينې لاره د امينت بسيا کول دي. نور جلبيان او د هغوی بريدمنان هم ددې احساس څرګندونه کوي خو يو شمېر بيا معاش او نور شرايط د خپل راتګ لامل هم بولي.
جلبيان د مياشتې اويا ډالره معاش تر لاسه کوي. د اردو افسرانو ته د مياشتې له 80 څخه تر 180 ډالرو پورې معاش ورکول کيږي. هغوی ته يونيفورم، د اړتيا بنسټيږ توکي اوخواړه هم چمتو کيږي. د رضا او د هغه انډيوالان د عسکري ټولګي تر څنګ ولاړ دي او د ميلمه پالنې په دود د آی ډبليو پي آر خبريال ته د څښاک بلنه ورکوي.
نويو راغلو جلباينو ته په لومړيو شپږو اوونيو کې دعسکري دسپلين بنسټونه، پرېټ (تعليم قدم)، د وسلو کارونه او د هغې ځانګړتياوې ورزده کيږي.
له هغې وروسته جلبيانو ته په ټاکلو برخو کې زده کړه ورکول کيږي او شپږ اوونۍ په خپلې اړوندې ساحې، لکه، توپچي، پلې، انجينري، لوجيستيک، ترانسپورت او روغتيا برخو کې کار کوي. په همدې توګه د هغو خلکو لپاره چې په ليک لوست نه پوهيږي، دليک لوست د زده کړې کورسونه هم شته.
جلبيان له فراغت دوه اوونۍ دمخه لاس ته راوړې زده کړه يو ځل بيا تکراروي او له هغې وروسته د دفاع وزارت د هغوی د کار د ځای اود ګومارلو په اړه پرېکړه کوي.
د تعليمي مرکز قوماندان وايي، اوس ټول ښوونکي افغانان دي. هغوی مخکې د بهرينو ښوونکو له خوا روزنه تر لاسه کړې ده.
بريدمن، دېرويشت کلن نويدالله په دې مرکز کې د چټک غبرګون په ټولي کې کار کوي او له نژدې درېو کلونو را په دې خوا په ملي اردو کې شامل شوی دی. د هغه د عسکري دوره تقريبا پای ته رسېدلې ده.
هغه وايي: ((زه غواړم، دا موده اوږده کړم.)) نوموړي وويل، عسکري ژوند يې خوښ دی. هغه وايي: ((ښايې ما د پيسو لپاره هم په ملي اردو کې ځان شامل کړی وي، ځکه پيسو ته هم اړتيا لرو.))
د غزني ولايت اوسېدونکي د نياز محمد په نوم يو بل بريدمن له دوه نيمو کلونو څخه را په دې خوا په ملي اردو کې شامل شوی دی.
په اردو کې شاملېدل د هغه لپاره هېواد ته د خدمت يوازينۍ موخه وه. هغه وايي: ((زه کومه اقتصادي ستونزه نه لرم.))
د اردو يو پخوانی جنرال، نورالحق علومي له مرکز بهر د ملي ځواک روزل د راتلونکې يوه اړتيا بلي. په 1992 کال کې واک ته د مجاهدينو تر رسېدو اردو له وياړه ډک اوږد تاريخ لري.
دمجاهدينو رژيم په بشپړ ډول منظمه اردو له منځه يوړه. علومي وايي: ((که مجاهدينو اردو ساتلې وای، نو افغانان به له دې بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی نه وای.))