دافغانستان په شما ل کى ټوپکيان حکومت کوي
د تخار په شمال ختيځ ولايت کې خلکو ته د طالبانو په پرتله نور بدتره شيان تر سترګو کيږي.
دافغانستان په شما ل کى ټوپکيان حکومت کوي
د تخار په شمال ختيځ ولايت کې خلکو ته د طالبانو په پرتله نور بدتره شيان تر سترګو کيږي.
د افغانستان په شمال کې د تخار په ولايت کې د ای ډبليو پي ار يوې څېړنې د تښتونو او بېرحمه بريدونو د کيسو يوه لړۍ رابرسېره کړې ده. د ملېشو يو تن قوماندان په پېښې کې هر راز تړاو ردوي. له بلې خوا چارواکي وايي، دا (زيان ليدونکي) خلک بايد خپل شکايتونه په قانوني لارو وړاندې کړي. دا کار هغومره اسانه نه برېښي، ځکه ځايي ادارې له کمزورو خلکو څخه پياوړو خلکو ته زيات ازرښت ورکوي.
د اسې بريښي چې افغان حکومت په ملي کچه يا نه غواړي او يايي هم وسه نه رسيږي، ترڅو "جنګ سالاران" تر فشارلاندې ونيسي. يو شمېر خلک وايي چې حکومت په دې ستونزې باندې سترګې پټې کړي دي، ځکه دا زورورو خلک نه يوازې په سيمې باندې خپلې منګولې ښخې کړي دي، بلکې په دولتي تاسيساتو او ادارو باندې د لاسبرۍ اجازه هم ورکړ شوې ده.
د تخار يو اوسيدونکې، حبيب رسول د خپلې ماندينې په هکله له ژړا څخه په ډکو سترګو خپله کيسه بيان کړه. هغه وايي چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې د هغې (خپلې ماندينې) په هکله هيڅ معلومات نه لري.
هغه وويل: "قوماندان پيرم قل هغه مهال زما مېرمن وتښتوله، چې زه له خپل ناروغ ورور سره کابل ته تللی وم. زه نه پوهيږم په هغې باندې به څه چل شوی وي. هر دفتر ته لاړم او هر مامور ته مې عريضه وکړه، خو هيچا راباندې غوږ ونه ګرولو. هغوی ټول له پيرم قل څخه ډاريږي."
د حبيب د وينا له مخې دا تښتونه هغه ته په تخار کې د واکمنو قوماندانانو په وړاندې په يو لاريون کې د نوموړي د برخه اخيستنې په غچ کې تر سره شوې ده
هغه په نهيلۍ وويل: "حکومت درواغ وايي، چې په ټول هېواد کنترول لري. دلته هيڅ حکومت نه شته. دلته يوازې ځايي قوماندانان دي، چې زموږ سرنوشت جوړوي. ناتو او ايساف (نړيوال سوله ساتي ځواکونه) د هېواد په سهيل کې بوخت دي. هغوی موږ د ځايي قوماندانانو په منګولو کې پريښي يو، چې له طالبانو څخه زيات خطرناک دي."
د تخار ولايت د هېواد په شمال کې له تاجکستان سره په پوله پروت دی او د هېواد د سهيلي ناکراره سيمو په پرتله ورته حکومت او نړيوال ځواکونه لږ پام اړوي. په داسې حال کې چې ايساف او افغان ملي اردو ځواکونه په هلمند، کندهار، ارزګان او په سهيلي نورو ولايتونو کې په ترخې جګړې کې بوخت دي، تخار د نورو شمالي ولايتونو په څېر په پرتله ييز ډول کرار دی او له دې امله يي خپلو خلکو ته پرېښول شوی دی.
تخار د نوي يمو کلونو په پيل کې کله چې مجاهدين د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې په جګړو بوخت و، د شمالي ټلوالې يوې غښتلې ډلې، جمعيت اسلامي لاس ته ورغی. په داسې حال کې جمعيت له وسله والې ډلې څخه يوې قانوني سياسي ډلې ته واوښت، د تخار زيات شمېر اوسيدونکې شکايت کوي او وايي، چې زياتره زورځواکانو کنترول له لاسه نه دی ورکړی او لا تر اوسه په ولايت باندې د کنترول او واک چلولو لپاره له زور او ټوپک څخه کار اخلي.
حبيب وويل: "دې ځايي قوماندانانو شپږ ځلې زه په مرګ ګواښلی يم. که له يو ټيټ پوړي مامور څخه نيولې آن تر والي پورې هرچاته ورشي، ددې قوماندانانو په وړاندې له ډاره څه شی نه شي کولای. موږ نه پوهيږو چاته مخ واړوو."
حبيب د تخار په ولايت کې له سلګونو تنوڅخه يو تن دی، چې د "جنګ سالارانو" ښکار شوی دی. له زياترو خلکو سره چې په دې رپوټ کې مرکې شوي دي، له ډاره يي خپل نومونه ښوولې نه دي.
يو 31 کلن ځوان د خپل شپږ کالو او اتو کالو دوو زامنو عکسونه په لاس کې نيولي دي. هغه په ژړا خپله کيسه بيانوله.
هغه په داسې حال کې چې رڼې اوښکې يي په مخ روانې وې، وويل: "قوماندان پيرم قل پروسږکال زما دوه زامن له کوره وايستل. هغوی يي (زمان زامن) ووژل، مړي يي په بوجيو کې واچول او سيند ته يي وغورځول."
هغه وويل، چې نوموړي قوماندان د هغه په وړاندې په يو لاريون کې زما د برخه اخيستنې په بدل کې زما زامن ووژل.
هغه وويل: "کله چې پيرم قل زما زامن وړل، راته يي وويل: دا د قوماندانانو په وړاندې ستا د پروپاګند سزا ده."
نوموړي وويل: "هره دروازه مې وډبوله. ما د عدالت غوښتنه وکړه. ما غوښتل له قاتل څخه خپل کسات واخلم. خو ټولو راته ويل، چې هير يي کړه. هيچا ماته غوږ کېنښود."
ملا پيرم قل په 2001 کال د طالبانو د رانسکورېدو راوروسته په ملې کچه د بېوسلې کولو له پروګرام څخه دمخه د جمعيت اسلامي يو غښتلی قوماندان و. د پيرم قل د وينا له مخې هغه، هغه مهال 5000 وسله وال سړي درلودل.
اوس هغه د تخار له ولايت څخه د نهو تنو په ډلې کې د افغانستان د پارلمان يو غړی دی، چې په کابل کې د قانون جوړوونکو په ډلې کې ناست دی او د افغانستان راتلونکې جوړوي.
پيرم قل په تښتونو او وژنو کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړل.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "دا بيخي درواغ دي. دا تورونه ناسم دي. هغه خلک چې په ما دا تورونه پورې کوي، يا طالبان دي او يا له طالبانو سره تړاو لري. هغوی غواړي د مرکزي حکومت او پخواني قوماندانانو تر منځ تاوترخوالی پيدا کړي. هغوی هڅه کوي، چې د مجاهدينو او حکومت تر منځ درز واچوي او رژيم کمزوری کړي."
پېرم قل په ټينګار وويل، چې وسله وال سړي نه لري او خپلې ټولې وسلې يي د بېوسلې کولو (DDR) اود ناقانونه وسله والو ډلو د ړنګولو (DIAG) د پروګروامونو له لارې حکومت ته سپارلي دي.
ډي ډي آر او داياګ د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د نوي پيل د پروګرام يوه برخه ده او موخه يي د وسلو راټولول او په هغوی پورې د اړوندو ملېشو ړنګول و. خو د نوموړ پروګرامونو چلوونکي اعتراف کوي، چې هغوی خپلو موخو ته ونه رسيدل.
پيرم قل په ټينګه ويل، چې قومانداني يي بس کړې او اوس د پارلمان غړي دی.
هغه وويل: "زه د خلکو استازی يم. زه له حکومت سره يم. زه د قانون په چوکاټ کې کار کوم."
هغه زياته کړه، که څوک د هغه په وړاندې شکايت لري، نو د قانون له مخې دې راوړاندې شي.
نوموړي وويل: "پرېږده، چې هغوی خپلی ادعاوې ثبوت کړي. اوس موږ قانون، پوليس، څارنوالان او محکمې لرو. له دې ادارو بهر هر توراو ادعا مازې په چا باندې د پړې د اچولو هڅه ده."
د تخار والي، لطيف ابراهيمي دا خبره مني.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "که څوک په چا باندې تور پورې کوي، نو حکومت په دې هکله څرګندې لارې چارې لري. کله چې يو جرم ترسره شي، نو ولسوال شته، دامنيې قوماندان شته او محکمې شته. خلک باېد له دې لارو راوړاندې شي او حکومت به له قانون سره سم اجراات وکړي."
والي له دې خبرې څخه انکار وکړ، چې ګوندې د هغه اداره دې قوماندانانو ګواښولي وي.
هغه وويل: "موږ قانون په هرچا يو خېل پلی کوو. موږ د قوماندانانو تر اغېز لاندې نه يو. خو موږ خلکو ته په مازې تور ونو پورې کولو باندې هم سزا نه شو ورکولای. مدعي بايد خپل تور په اثبات ورسوي."
زيان ليدونکي خلک وايي، والي يا نه غواړي له هغوی سره مرسته وکړي او يا يي هم زور نه رسيږي.
څلوېښت کلنې دولت بي بي آی ډبليو پي آر ته وويل، په ما باندې 13 تنو جنسي تېری وکړ، چې د يو ځايي قوماندان لپاره يي کار کولو.
هغې وويل: "زه يوه نيمه مياشت بستره شوې وم. زه د ولسوال دفتر ته لاړم، خو چا راته غوږ ونه ونيو. هغه چاچې په ما جنسي تېری کړی، ازاد ګرځي. حکومت ځانته د هغوی د بندي کولو زحمت نه ورکوي. هرچېرته لاړم، خو خلکو راته وويل، داسې کوم قانون نه شته، چې په دې خلکو پلی شي، هېريي کړه."
د بشري حقونو موسسې وايي، داسې ښکاري، چې حکومت نه شي کولای د قوماندانانو د زور مخه ډب کړي. زيان ليدونکي خلک د مخ اړولو لپاره کوم ځای نه لري.
د افغانستان په شمال کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسون مشر، محمد ظاهر ظفري وويل: "دا خلک په رښتيا هم بدمرغه دي. دې قوماندا نانو پخوا د هغوی کورونه ورانول او اوس د ولسوالانو، د امنيې د قوماندانانو او داسې نورو په توګه ګومارل شوي دي. چاته څوک د حق د تر لاسه کولو لپاره ورشي؟"
هغه وويل زموږ ادارې ته په هره اوونۍ کې په منځني ډول څلور شکايتونه رسيږي. خو په زياترو موضعګانو کې چې رسمي عريضې راځي، محکمې د قوماندانانو په پلوۍ پرېکړې کوي.
هغه وويل: "پنځه مياشتې دمخه ديو قوماندان زوى د بنګې په ولسوالۍ کې په يو لس کلن هلک باندې جنسي تېری وکړ. هلک ټپي شوی و. غټه کولمه يي څېرې شوې وه. خو کله چې د هغه پلار محاکمې ته د قوماندان زوى د راکښلو هڅه وکړه، بری يي په برخه نه شو. قوماندان له پيسو او خپل اغېز څخه کار واخيست او ټوله قضيه د هغه په ګټه پای ته ورسېده."
هغه زياته کړه، په سلګونو داسې پېښې رامنځته شوې دي او ويي ويل: "دلته بيخي ناتار ګډ دی."
د پارلمان يو غړي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل، چې قوماندانان پخپله قانون دی.
د پارلمان نوموړي غړي وويل: "پخواني قومندانان په ولسواليو کې ځانته ځايي حکومتونه جوړ کړي دي په هغه څه چې خوشاليږي، هغه کوي. د قانون پروا نه کوي.د مرکزي حکومت د ادارو په ګډون هيڅوک ددې ځايي قوماندانانو له خوښې پرته څه نه شي کولای."
نوموړي د تخار د چاه آب په ولسوالۍ کې يوې پېښې ته ګوته ونيوله، چې نوی ګومارل شوی ښاروال د ځايي قوماندانانو له غبرګون سره مخامخ شو
هغه وويل: "ښاروال دفتر ته له ورننوتلو سره سم راويستل شو. قوماندان هغه ته وويل، زه له کلونو کلونو راهيسي دلته حکومت کوم. واک زما دی. هرڅوک چې غواړي دلته کار وکړي، بايد لومړی زما موافقه تر لاسه کړي. نه لکه د ستا په څېر."
د پارلمان نوموړي غړي زياته کړه، ډېرې داسې ورته کيسي شته. هغه وويل: "دا د ستونزې يوه ډېره کوچنۍ برخه ده. دلته د حکومت دننه بل حکومت دی."
د رستاق د ولسوالۍ يو هټيوال، عبدالرحمن په داسې حال کې چې د خپل ځان په وړاندې د وهلو ډبولو او ډارولو کيسه کوله، خپله ټپي شوې ګېډه يي وښودله.
هغه وويل: "د جمعيت يو پخواني قوماندان له ما څخه 12 زره ډالره پوروړی و. هغه به زما له هټۍ څخه سودا وړه. خو کله چې به مې ترې خپل پور وغوښته، هغه به زه په مرګ ګواښولم. يو ځل د خپل حق د غوښتلو لپاره په ټوپک باندې ووهل شوم."
هغه وويل: "کله چې مې وليدل په ما څوک غوږ نه ګروي، نو لاسونه مې ترې ومينځل. زه نه پوهيږم چاته شکايت وکړم. هرچاته چې ورځم، نو ګورم، چې ټوپک يوازينۍ قانون دی."
دا ستونزه يوازې په ولسواليو کې نه ده. 25 کلن محمد عيسی د تخار د مرکز تالقانو اوسيدونکی دی.
هغه وويل: "ما له نجيبې سره کوژده وکړه. هغه شل کلنه وه. له کوژدې دوه مياشتې وروسته يو قوماندان زما کوژده په زور يوړه. اوس هغه د نوموړي ماندينه ده. زه ډارول شوی يم او راته ويلي شوي، چې په قضيې پسې ونه ګرځم. نه حکومت او نه د نجلۍ کورنۍ راته غوږ نيسي. ځکه هغوی ټول له قوماندان څخه ډاريږي."
د "جهان نو" د ورځپاڼې چلوونکی او سياسي شنونکی، قيوم بابک د ملېشو د مشرانو د پايښت او فعاليت پړه په ولسمشر اچوي.
هغه وويل: "په دې باندې هرڅوک پوهيږي، چې د تېرو شپږو کلونو راهيسي (د ولسمشر حامد) کرزي حکومت د ځايي قوماندانانو په وړاندې ډېر نرم چلن لري. له دې امله هغوی هڅېدلي او له لاسه د وتلي واک د تر لاسه کولو هلې ځلې کوي. دې قوماندانانو د کرزي له نرمښت څخه ګټه پورته کړې ده او د سرطان دانه ترې جوړه شوې ده. هغوی به د کرزي د حکومت له لارې ژوند زندۍ کړي."
هغه زياته کړه، پخواني قوماندانان اوس په حکومت کې لوړې څوکۍ او پوره واک لري او په خپله ګټه يي کاروي.
بابک وويل: "هغوی له خپل موقعيت څخه په ګټې اخيستنې داسې قانون رامنځته کړی، چې محاکمې ته د راکښلو مخه يي نيسي. که موږ په واقعې ډول وضعې ته وګورو، نوموړي قوماندانان قانون جوړوی، په اجرايوي واک کې شامل دي او د ولايتونو واليان دي. بېوزلي خلک چاته مخ واړوي؟"
نوموړي وويل، په داسې حال کې چې د ولسمشر او نړيوالو ځواکونو پام د هېواد سهيل ته اوښتی په شمال کې قوماندانان خپل واک نور هم پيسې پراخوي.
هغه وويل: "حکومت او ناتو دواړه داسې انګيري، چې ګوندې رښتينی خطر طالبان دي او دا قوماندانان کوم ګواښ نه رامنځته کوي."
نوموړي زياته کړه: "زه غواړم هغوی ته ووايم، چې دا قوماندانان به مرکزي حکومت له پښو وغورځوي. هغوی د طالبانو په پرتله زيات خطرناک دي."