ډاکټران وايي، د نيمګړيو (معيوبو) ماشومانو په زېږېدو کې زياتوالی راغلی دی
جګړه، بېوزلي او ټولنيز دودونه ټول ددې لامل کيږي، چې ماشومان د زېږېدو له هماغه لومړيو شېبو څخه نړۍ ته نيمګړي او معيوب راشي.
ډاکټران وايي، د نيمګړيو (معيوبو) ماشومانو په زېږېدو کې زياتوالی راغلی دی
جګړه، بېوزلي او ټولنيز دودونه ټول ددې لامل کيږي، چې ماشومان د زېږېدو له هماغه لومړيو شېبو څخه نړۍ ته نيمګړي او معيوب راشي.
د کابل ښار د نوې کارتې په يو کرايي کور کې سيما د خپلې يو کلنې لور په اړه اندېښمنه ده. هغه په څېرې تالو زېږېدلې او غومبوري يي شلېدلې او سره جلاو.
دا 38 کلنه مور په ژړا وايي: ((نه پوهېږم، څه وکړم. کاشکې هغه خدای نه وای پيدا کړی. زه به د هغې په ليدو نه دردېدم او کړېدم.))
د سيما مېړه مزدورکار دی او د ورځې دومره ګټي، چې خپلې کورنۍ ته خواړه پرې چمتو کړي. نوموړي ماشوم لا له وړاندې يوه پلا د کوچنيانو په روغتون کې عمليات شوی دی. د هغې کورنۍ دومره بېوزلې ده، چې نه شي کولای هغه د نورې درملنې لپاره له هېواد څخه بهر يوسي.
سيما وايي: ((موږ دومره پيسې نه لرو،چې خپله لور پاکستان ته يوسو او دلته ډاکټرانو ځواب کړي يو.))
د ډاکټرانو د وينا له مخې د سيما لور په هېواد کې د نيمګړو ماشومانو د زېږېدنې د مخنيوي لپاره د ځايي او نړيوالو روغتيايي چارواکو له هلو ځلو سره سره د يو زيات شمېر نيمګړو زېږېدلو ماشومانو مخ په زياتېدونکې ستونزه بيانوي.
طبي چارواکي پړه له دوو لسيزو څخه په زياتې جګړې، د هغې له امله په رامنځته شوې بېوزلۍ او له هغې څخه په راولاړ شوي فشار اچوي. هغوی دې ټکې ته ګوته نيسي، چې اميندواره ميندې زياتره له فزيکي او رواني ناوړه چلن څخه کړيږي. هغوی دا هم وايي، چې اميندواره ميندې نيشه يي توکي په ناسمه توګه کاروي. دا ټول هغه حالتونه دي، چې د مور په نس کې په ماشومانو ناوړه اغېزې کوي.
يو شمېر نور بيا د ماشومانو د نيمګړو زېږېدنو کړاو د افغانستان د اوسنيو ستونزو په پرتله په ډېرو زړو او پخوانيو دودونو اچوي.
په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د ارتوپيدي د پروژو مسوول، ډاکټر البرتو کايرو وايي: ((د ماشومانو د نيمګړې زيږېدنې لومړې لامل د ترونو د لوڼو او زامنو تر منځ ودونه دي.))
په داسې حال کې چې د هېواد په کچه ددې ستونزې سمې شمېرې په لاس کې نه شته، په کابل کې د کوچنيانو روغتون اداري مديره، ډاکټر زبيده صديقي اټکل کوي، چې نيمګړې زېږېدنې په وروستيو کلونو کې په سلو کې پنځوس زياتې شوې دي. هغې ونه شوای ويلای، چې دا زياتوب له کله راهيسې پيل شوی دی.
البرتوکايرو دسره صلیب دروغتون مشره وايي: ((ما اته کاله وړاندې د نيمګړو زېږېدنو ماشومانو په درملنې پيل کړی دی. ويلای شم، چې ښايي په دغه موده کې د 18 زرو او 20 زرو تر منځ ماشومان نيمګړې زېږېدلې وي.))
د روغتون په يوې څانګې کې د آی ډبليو پي آر خبريال د يوې مور، عاقلې لور ولېده، چې شل ورځې دمخه زېږېدلې او د پښو بڼه يې ناسمه او ملا يې له دانو ډکه وه. د هغې پلار مزدورکار دی او ځان نېکمرغه بولي، چې په اوونۍ کې يوه ورځ کار ومومي.
عاقله وايي: ((د اميندوارۍ په اوږدو کې وږې وم. مېوې ته مې زړه کېدو، خو نه مې شوه اخيستلای. ان سابه مې نه شوای موندلای.)) نوموړې زياته کړه، چې په دغه بهير کې د زړه درمل هم خوړلي، چې وايي ښايې زما په ماشوم يې ناوړه اغېز کړی وي.
په هماغه کوټه کې په يوه بله بستره کې يو بل اتلس مياشتنې ماشوم کرار پورت دی. لينګي يې په پړي ټينګ تړل شوي او کوناټي يې پيچل شوي و.
د هغه مور فريبا وايي: ((نه پوهيږم، چې کومه لويه ګناه مې کړې، چې خداې په داسې سخت عذاب اخته کړې يم. کاشکې يا زه او يا هم دا ماشوم د زېږېدو پر مهال مړ شوی وای.))
د روغتون دارتوپيدي د څانګې مسوول، داکټر ساپی سمسور د نېمګړو زېدونو له څو لاملونو څخه يادونه کوي.
هغه وايي: ((جګړه، بېوزلي، کوچېدنه او رواني ستونزې، بدني او روحي فشار په يو ښځې باندې د نيمګړو ماشومانو د زېدږېدو لاملونه دي. پخوا هم داسې ستونزې موجودې وي، خو د نن ورځې په پرتله خورا لږې وې.))
داکټر صديقي دا يادونه هم وکړه، يو شمېر اميندواره ميندې، په تېره بيا په لېرې پرتو سيمو کې، چې روغتيايي څارنه ياوجود نه لري او يا هم په نشت شمېرل کيږي، د درد او خوږ د زغملو لپاره اپين خوري.
هغه وايي: ((په ليرېو پرتو سيمو کې د روغتيايي څارنو نشتوالی، خلک د خوږ د لږولو لپاره د اپين خوراک ته اړباسي. اميندواره ميندې هم له دې پرته په بل شي نه پوهيږي.))
د سويډن د ماشومانو د ژغورنې د کمېټې د کلينيک مشرې، داکټرې ذکيې امين وويل، هره اوونی کلينيک ته د کتنو لپاره د درې سوه راتلونکو ميندو له ډلې څخه پنځه هغه يې بدني يا عقلي نيمګړې ږېږېدلې ماشومان لري.
هغه وايي، زياتره اميندواره ميندې د ويټامينونو له نشتوالي څخه کړيږي، زياتره يې د بېوزلتوب له امله او يړ شمېر يې له دې امله نيمګړي ماشومان زېږوي، چې د اميندوارۍ په مودې کې کار کولو ته اړايستل کيږي.
هغه زياتوي: ((لکه څنګه چې زموږ په کلينيک کې ليدل شوې، د پخوا په پرتله د نيمګړيو ماشومانو په زيږېدو کې په سلو کې دېرش زياتوالی راغلی دی.))
فيونا سميت، چې هغه هم د ماشومانو د ژغورنې په کمېټې کې کار کوي، د ميندو وهل ډبول ددې کار بل لامل بولي.
هغه وايي: ((که يوه مور د هغې د مېړه او يا بل چا له خوا ووهل شي، نو دا يقيني خبره ده، چې له بدني او روحي پلوه تر فشار لاندې راځي او ماشوم يې هم تر دې اغېز لاندې راځي.))
سميت وويل، حکومت او نړيوالې موسسې بايد له ښځو سره د ناسم چلن په وړاندې يو ښوونيز کمپاين پيل کړي او د واکسين منظم پلان تر لاس لاندې ونيسي.
خو د سره صليب د کارکوونکي، ډاکټر کايرو په څېر نور يو شمېر ډاکتران د نژدې خپلوانو تر منځ ودونه ددې نيمګړتيا اصلي لامل بولي.
سمه او دقيقه شمېره په لاس کې نه شته، چې دا ودونه په کومه کچه تر سره کيږي. ددې ودونو يو ستر لامل دادی، چې ميندې او پلرونه زياتره خپلې نږيندې پخپله غوره کوي. د هغې د کورنۍ پېژندل هغوی ته دا ډاډ ورکوي، چې هغه به د کور ښه ناوې وي.
کايرو وايي: ((څنګه چې پلار او مور ورته (مشابه) کروموزومونه لري، نو ښايې چې ماشومان يې نيمګړي يا معيوب وزېږي.))