حکومت د بى سوادۍ پر ضد پراخه لړۍ پيل کړى

د حکومت له خوا د يوه تمويل شوي پروګرام په چوکاټ کى د پراخى بى سوادۍ د له منځه وړلو له پاره په زرگونو لويان ښوونځي ته ځي.

حکومت د بى سوادۍ پر ضد پراخه لړۍ پيل کړى

د حکومت له خوا د يوه تمويل شوي پروګرام په چوکاټ کى د پراخى بى سوادۍ د له منځه وړلو له پاره په زرگونو لويان ښوونځي ته ځي.

د ښوونى او روزنى په وزارت کى د سواد د زده کړى په لمړي ټولګي کى ١٧ کسان پر ځمکه ناست دي. د خونى په کړکيو کى ښيښى نه شته او نه هم ميزونه او چوکۍ شته.


ښوونکى چى فوزيه نوميږي پر تختى يي ليکلي دي چى هر زده کوونکى بايد له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ پورى د حساب ليکل زده کړي. هغه وايي دا ډيره ګرانه ده چى لوى بى سواده زده کوونکي وروزل شي . هغه وايي زه له دوى سره د ماشومانو په پرتله په نرمۍ سره خبرى کوم.


په پلازمينه کابل کى له بى سوادۍ سره د مبارزى په ترڅ کى له ٨٠٠٠٠ څخه زيات لويان ښوونځي ته تللي دي.


د هيواد نيمايي نارينه او له پنځو څخه څلور برخى ښځى په ليک لوست نه پوهيږي خو اوس د ښوونى او روزنى وزارت او د کابل ښاروالى په لس ګونو زره کسان د سواد د زده کړى په ځانګړو کورسونو کى تنظيم کړي دي.


لومړيتوب هغو کسانو ته ورکړ شوى چى په حکومتي او يا رسمي ادارو کى د ساتونکو او يا خدماتي چارو لکه خانه سامان په توګه کار کوي.


په کابل کى نژدى ٨٤٠٠٠ نارينه زده کوونکي د سواد د زده کړى په ٤٠٠٠ کورسونو کى تنظيم شوي دي. دوى ته په پښتو او دري ژبه د ليک لوست زده کړه ورکول کيږي ځکه دواړه د افغانستان رسمي ژبى دي او ورسره يو څه حساب هم ور زده کول کيږي.


لومړى خو بايد زده کوونکي ښوونځي ته د تګ له پاره د راحتۍ احساس وکړي په دى معنى چى د خجالتۍ احساس و نه کړي. ٥٤ کلن کبير چى په کابل کى په کورس کى زده کړه کوي وايي: دى کورس ته چى راځم شرميږم ځکه چى ږيره مى سپينه ده.


علم الدين چى ٤٧ کلن دى او په يوه دفتر کى ساتونکى دى وايي ډير خوشحاله يم چى دا کورسونه جوړ شوي دي. مخکى په هيڅ نه پوهيدم خو اوس تر ١٠٠ پورى حساب ليکلى شم. څلور ورځى وړاندى مى يو ساعت راونيوه او اوس په وخت ښه پوهيدى شم.


هر څوک ټولګي ته د تلو ډيره ليوالتيا نه لري. غنم ګل چى ٢٣ کلن دى او په کابل کى د عرفان د مجلى په دفتر څارونکى دى وايي: زه له ليک لوست سره چندانى دلچسپي نه لرم . که مى زده کړه کولى نو په ماشومتوب کى به مى کړى واى.


زه دغو کورسونو ته نه ځم او په افغانستان کى کومه ګټه نه لري . په افغانستان کى د با سواد او بى سواد تر منځ کوم توپير نه شته.


د يوه ساتونکي په توګه زما مياشتنۍ تنخواه ١٨٨٠٠٠٠ افغانۍ (٤٧ امريکايي ډالره) ده خو د مسول مدير تنخواه ١٩٠٠٠٠٠ افغانۍ ده.


خو ٢٥ کلن اسلم بيا د زده کړى په هکله ډير پراخ او روښانه نظر لري . ښوونه او روزنه بايد يوازى د پيسو د پيدا کولو د لارى په توګه ونه بلل شي. تعليم انسان د بشريت چوکاټ ته ورداخلوي.


درى مياشتى کيږي چى ګل مکۍ خپل ١٨ کسيز ټولګي ته تدريس کوي. هغه وايي ډير زده کوونکي تر ما مشران دي او ډيرى د کتاب د پاڼو تر منځ توپير نه شي کولى . ځينى يي آن قلم په لاس کى نه شي نيولى.


د کابل ښاروالى د سواد د زده کړى د څانګى ريسه ناجيه زهل زهرا وايي: هڅه شوى چى د زده کوونکو لمړني اړتياوى پوره کړى شي. موږ ټولو زده کوونکو ته کتابونه ورکړي او اوس کاغذ او قلم هم ورکوو. موږ چوکۍ او ميزونه هم ورکړي دي او هر څه چى دوى ورته اړتيا لري ډير ژر به پوره کړى شي.


خو زهرا وايي ځينى وزارتونه ښوونکو ته د هغوى د زده کوونکو سره د ليک لوست د زده کړى له پاره د زيات وخت تيرولو ته زړه نه ښه کوي. ځينى وخت خو آن د ليک لوست له پاره يوه خونه هم نه ورکوي.


حميده چى په ګڼ شمير روغتونونو کى کار کوي وايي: په دولتي ادارو کى هم ستونځى شته . د صحت طفل په روغتون کى ډاکتران اجازه نه راکوي چى درس ورکړم. دوى وايي زموږ کارکوونکي مه په تکليف کوۍ. يو ډاکتر بايد دا ډول چال چلند ونه لري.


زهرا وايي دا حالت د زغم وړ نه دى او تاکيد کوي چى ولس مشر حامد کرزى بايد پخپله مداخله وکړي . هغه وايي ما له ښاغلي کرزي څخه غوښتي چى د ستونځى د حل له پاره د کابينى غونډه راوبلي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists