جوړ جاړې د لويې جرګې د بري اساسي ټکې دې
د لويي جرګې پلاوي بايد د د موکراسي او ثبات تر منځ يو تعادل رامنځ ته کړي او که نه نو کولې شي دا ملت يو ځل بيا په خپلو کې سره وويشي.
جوړ جاړې د لويې جرګې د بري اساسي ټکې دې
د لويي جرګې پلاوي بايد د د موکراسي او ثبات تر منځ يو تعادل رامنځ ته کړي او که نه نو کولې شي دا ملت يو ځل بيا په خپلو کې سره وويشي.
داسې ښکاري چې د لويې جرګې يا د ملي شورا د سترې غونډې د پايلې په اړه په بشپړه توګه وړاندوينه ګرانه ده.
ډيرو خلکو داسې اټکل کوه چې تر سخت نړيوال اغيز لاندې به دمخه يو تړون رامنځ ته شي چې د بيلا بيلو ډلو د ګټو تعادل به وساتي: او دا غونډه به د يوه رنګين تياتر په شان وي چې رښتينې پريکړى به دمخه شوي وي.
خو د ټولو غاړو سره د خبرو اترو وروسته زه فکر نه کوم چې ور له مخه دې کومى موافقې شوي وي. پداسې حال کې چې ډيرى خبرې اترى او بحثونه شوي اساسي تړونونه به د لوېې جرګې د بهير د پر مختلو سره سم تر سره کيږي.
دا ښه شى دى. د خلکو غږ به واوريدل شي. آزادي به زياته وي او خلک به د خپلو ټاکل شويو استازو له لورى وکولې شي د لمړي ځل له پاره خپل مشران وټاکي.
خو خطر هم شته. ډيره ناڅرګندتيا تاوتريخوالى رامنځ ته کولې شي. کيدى شي د لويي جرګې له امله دا ملت د دى پر ځاې چې سره يو ځاې کړي يو ځل بيا سره وويشي. نو د دموکراسى او ثبات تر منځ د تعادل د ساتلو دا مهمه مساله هم شته.
دا نظرونه ځکه پيچلي شوي چى څلور لوېې سياسي ډلې هر يو پخپلو کې سره ويشلي دي.
لمړى پخوانې باچا ظاهرشاه دې. د لويى جرګې پر مهال هغه پريکړه کړې چې ځان کانديد نه کړى. دا به د هغه پلويان خوابدي کړي په ځانګړي توګه د هيواد د جنوب او ختيځ پلاوي چى غوښتل يي د ولس مشر په توګه ساسي رول ولوبوي.
دوى غواړي ظاهرشاه د يوه داسى شخصيت په توګه وويني چى د پنجشير له درى څخه د پنجشيري تاجکانو واک کم کړي چى شمالي ټلواله يا متحده جبهه جوړوي او مهمى وزارت خانى لکه د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه تر خپلې ولکې لاندې لري .
د باچا د شاوخوا بلى ډلې احساس کړى چى د ولس مشرۍ له پاره هغه هم ناروغه دى او هم سپين ږيرى. دوى غواړي هغه د ملت د بابا په توګه سمبوليک رول تر سره کړي.
بله بيا د پنجشيريانو ډله ده چى همدارنګه پخپل منځ کى ويشل شوى . ځينى په دى باور دي چى که لويه جرګه يو پراخ بنسټى او نماينده حکومت رامنځ ته کړي نو دوى بايد د ځنيو مهمو وزارتونو کنترول له لاسه ورکړي. دوى په مخالفت پوه دي او په دى خبره هم پوهيدلي چى که چيرى د منلو وړ حکومت جوړ شي نو نورى ډلى هم بايد يوځاى کړى شي.
نور بيا که څه هم نه غواړي چې واک له لاسه ورکړي. د دفاع وزير محمد قسيم فهيم په وروستي خبري کنفرانس کى ويلي وو چى همدا حکومت بايد ادامه ورکړي او د خپلى دندى د له لاسه ورکولو له پاره يي هر ډول شرطونه ايښي وو.
بله ډله بيا په اصطلاح جهادي ډله ده چى په کى پخواني جهادي مشران لکه پروفيسر عبدالرب رسول صياف، پخوانى ولس مشر برهان الين رباني او دغه راز پخواني طالبان دي. دوى هم سره ويشلي دي.
يوه ډله چى مشري يى د رباني له خوا کيږي غوښتل چى له ظاهرشاه سره کوم تړون وکړي يعنې دا چى په دى به موافقه وکړي چى هغه ولس مشر شي تر څو چى يو له دوى څخه صدراعظم شي. نور بيا داسى معاملى نه غواړي. دوى دى خبرى ته لومړيتوب ورکوي چى جلا پاتى شي چى د لويى جرګى د بهير پر مهال خپله ايديالوژي او خپل يووالى وساتي آن که چيرى لوى مقامونه هم تر لاسه نه کړي.
وروستى بيا د لنډمهالى ادارى د مشر حامد کرزي د شاوخوا ډله ده او په پراخه باور دى چى هغه به بيا د افغانستان مشر شي. هغه دا توانمندي لري چى له ټولو توکميزه ډلو او پلاوو څخه اپيل يا غوښتنه وکړي. خو د دى له پاره چى ډيرى تر لاسه کړي هغه بايد پنجشريانو ته ووايي چى پر بشپړ واک ډير ټينګار ونه کړي.
که څه هم هغه پخپله پښتون دى خو ډير خلک هغه د پنجشيريانو د ډلى د يوى برخى په توګه ويني. نو هغه بايد د پخواني باچا پلويانو ته اپيل وکړي او ظاهرشاه ته درناوى څرګند کړي.
کرزى بايد نورو توکميزه ډلو ته هم واک ورکړي. د دى له پاره چى د اهل تسنن هزاره ګانو ملاتړ تر لاسه کړي او دا چى پښتانه سوني مسلمانان دي هغه بايد د مذهبي آزادې او د هزاره ګانو د حقونو ملاتړ وکړي. هغه بايد همدارنګه پلاو ، تعليم يافته او عصري خلکو ته اپيل وکړي چى فکر کوي په تيرو شپږو مياشتو کى يي کافي کار نه دى کړى.
نو په دى توګه کرزى بايد پنځه يا شپږ شيان په يو وار تر سره کړي چى ځينى يي په متقابل ډول يو له بل سره په تضاد کى دي.
پداسى حال کى چى د دى لويو ډلو تر منځ اختلافونه دي خو پخپله سياسي صحنه نامعلومه ده. چى دا ټول بهير په زړه پورى کوي چى وړاندوينه يي ګرانه ده او څه نا څه خطرناکه هم ده.
هرو مرو به د استازو له خوا نيوکى کيږي په ځانګړي توګه پر جنګ سالارانو چى ډيرى به يي هلته وي. دا هر څه په دى ګټور دي چى د خلکو له پاره به دا لمړى چانس وي چى د هغو مقابله وکړي چى تر اوسه د افغانستان د دومره بدمرغيو مسول دي.
خو داسى نيوکى دغه راز بايد د غونډى د وياند له خوا کنترول شي چى د لويى جرګى د ماتيدو سبب نه شي.
همدارنګه دا امکان هم شته چى ټولى توکمى ډلى د پنجشيريانو په وړاندى ودريږي چى د هيواد رښتينى واک ورته تير کال د بن په کنفرانس کى په لاس ورکړ شوى وو.
د پنجشيريانو نه ګډون به بل ناورين وي نو دا بهير به د ټولو له پاره يو چلنج وي چى په مسوليت سره ګام واخلي په ځانګړي توګه پخپله د پنجشيريانو له پاره.
نور فکتورونه هم پر پايلې اغيز درلودى شي. د پښتنو تر ټولو يواځينى ستره ډله د جنوب او ختيځ پلاوي دي. خو که څه هم چى د عبدالرشيد دوستم د جنبش ملي اسلامي ډله کوچنى ده خو سره متحده ده او کيدى شي دوى وکولى شي ډير څه تر لاسه کړي.
په پاى کى د افغانانو له پاره لار دا ده چى چى يو تړون تر لاسه شي ځکه خلک له جګړى ستړي شوي او غواړي نور وخوځيږي. خو له خطرونو او ناڅرګندتياو سره سره زه خوشبينه يم او داسى يو حکومت به جوړ شي چى د ټولو له پاره به د منلو وړ وي.
د لمړي ځل له پاره به دا يو رښتينى بهير وي. له دى مشرانو څخه يو هم د ولس سره مخامخ نه دې دريدلې. دا تجربه به ډيره چلنج ورکوونکى وي خو په افغانستان کى د دموکراسى له پاره به ډيره ښه وي.
چى لويه جرګه پيل شي نو بيا به په جلا خونو کى تړونونه او يا هم د غاړو بدلول نه وي څرنګه چى پخوا ډير ځله داسى شوي دي.
د لمړي ځل له پاره به مشران په جرګه کى ناستو ١٦٠٠ کسانو ته ځواب وايي او په دى به وپوهيږي چى د خلکو په وړاندى مسوليت لري.
احمد رشيد د Daily Telegraph د ورځ پاڼى خبريال او د طالبان:اورپکي اسلام او په مرکزي آسيا کى د نفت او بنسټ پالنى د کتاب ليکوونکى دى.