کورنی سپکاوی
زاړه نارينه ګان زياتره ځوانی ښځې کوي، خو کورنۍ يي له دې کا رسره تل موافقت نه کوي.
کورنی سپکاوی
زاړه نارينه ګان زياتره ځوانی ښځې کوي، خو کورنۍ يي له دې کا رسره تل موافقت نه کوي.
زما 85 کلن نيکه په خندا وويل: "ښځه مې مړه شوه. زه بېرته زلمی شوم. زړې ښځې هم وې، چې واده مې ورسره کړی وای، خو زړه مې يوې ځوانې هغې ته کېده. زما په اند زاړه او واړه څوک نه شي وېشلای. له دې امله مې وغوښتل يوه ځوانه (نجلۍ) واده کړم. اوس ډېر خوشحاله يم."
د فوزيي کيسه يو څه توپير لري.
هغې وويل: "پلارمې ومړ. مور مې بايد زه او دوه نوربچيان ساتلای وای. موږ پيسې نه درلودې. ځکه يي دې زاړه سړي ته ورکړم. هغې زما او زما د ژوند پروا ونه کړه. هغې زما ژوند درياب ته واچوه او اوبو يوړ."
کله چې د واده نېټه څرګنده شوه، نو نيکه مې وانګيرله، چې ښايي کورنۍ به يي خوشحاله شي. هغه له لومړنۍ ښځې لس اولادونه، اووه نجونې او درې زامن لرل. زما مور د هغه مشره لور ده.
زما مور وويل: "داسې يوې پېغلې ته مرګ غوره دی، نه له يو داسې زوړ سړي سره واده."
د واده په ورځ زما نيکه خپله خوشحالي نه شوه پټولای. هغه مېلمنو ته خوږې، غوزان او مميز وېشل. د هغه يوازې درې لوڼی واده ته راغلې وې. د هغه نور اولادونه راغلي نه و.
هغې زما له يوې ترور څخه، چې واده ته راغلې وه، وپوښتل: "تاسو ولې په ما خوشاله نه ياستئ؟"
زما ترور ورته وويل: "زه هڅه کوم. خو زړه مې نه کيږي. زه دومره بدمرغه يم، چې نه شم ويلای بيا به خوشحالي وګورم."
کله چې هغه دا خبرې واورېدې، فوزيي په بغارو پيل وکړ. او له حاله ووته ساز او خوشحالي ودرېده.
هغه مهال يي چې حالت ښه شو، نو ساز بيا پيل شو. زما نيکه د هغې په څنګ کې کيناست. د هغې په غوږ کې يي سندرې ويلې او ويل يي: "مه خپه کيږه. هرڅه به سم شي. زه به ستا ټولې غوښتنې پوره کړم. تا چې هر څه غوښتل درکوم به يي."
خو فوزيي هغه ته غوږ نه کېښود. هغه بېسده ښکارېده. هغې وويل: "دا به د خدای رضا وه. زه بايد له دې زوړ سړي سره واده وکړم. که زه ځان مړه کړم، خو دپلار کور ته به مې شرم وى خو يوازې زه په دې حالت کې نه يم."
فوزيه رښتيا وايي. داسې پېښې ډېرې دي. ما هغه په خپلو سترګو ليدلي دي. زه په لښکرګاه کې د نيشه يي توکو يو قاچاق وړونکي پېژنم، چې همدا اوس يي يوه 15 کلنه نجلۍ واده کړې ده. هغه يو زوړ سړی دی. ښايي 50 کلن وي. هغه دوې نورې مېرمنې هم لري. زه خبر شوم، چې هغه نجلۍ بېرته د خپل مور او پلار کورته لاړه. هغې ويل چې مړه شي، ښه به وي، نه دا چې بېرته د مېړه کورته لاړه شي. خو کورنۍ يي بېرته هلته ولېږله.
که زما ننګه څوک وکړي، نو ټول هغه زاړه سړي به محکمې ته راکاږم، چې ځوانې نجونې يي واده کړي دي. زه به د شر دې ډک کار ته د پای ټکی کېږدم.
زما نيکه شتمن دی. هغه په هلمند ولايت کې ډېره ځمکه لري. هغه سابه کري، خو د ډېرو نورو خلکو په څېر کوکنار نه کري.
اوس له هغه واده څخه کم و زيات يو کال اوښتی دی او د فوزيي فکر هم بدل شوی دی.
هغې وويل: "لومړی زه خوشحاله نه وم. اوس دوه ګوني بچيان لرم. يو يي هلک او بله يې نجلۍ ده. هغوی راته ډېر ګران دي. مېړه مې راسره ډېره ښه ګوزاره کوي. هرڅه چې وغواړم راته راوړي يي. اوس يي له ځوان سره نه برابروم."
زما په اند هغه غواړي ځان په خپله خوشحاله کړي. له مېړه څخه شکايت شرم ګڼل کيږي.
کله چې مې نيکه ومري، نو فوزيه بل مېړه نه شي کولای. زموږ په دود کې چې کله مېړه مړ شي، نو ښځه د هغه په کور کې پاتې کيږي. هغه کولای شي له خپل لېور سره واده وکړي. خو د هغې لېورونه ژوندي نه دي. فوزيه اوس زموږ مور او نيا ده. موږ له هغې سره واده نه شو کولای. هغه به تل کونډه وي.
زما نيکه په دې هکله سوچ نه کوي. هغه له خپلو اولادونو سره خوشحاله ژوند لري. هغه وايي: "وګورئ، زه له تاسو تکړه يم. زه ډېر بچيان لرم." هغه وايي، هغه نور اولادونه هم غواړي. په حقيقت کې هغه د بل واده په فکر کې دی.
هغه ماته وويل: "ما له يوې شل کلنې (نجلۍ) سره واده وکړ او ډېر خوښ يم. اوس يوه بله غواړم."