ملايان او باليووډ
دوې افغاني تلويوزيوني شبكې د هندي سريالونو د خپراوي د مخنيوي په وړاندې درېدلي. شنونكى ګوته څنډي، چې د بيان آزادي له خطر سره مخامخ ده.
ملايان او باليووډ
دوې افغاني تلويوزيوني شبكې د هندي سريالونو د خپراوي د مخنيوي په وړاندې درېدلي. شنونكى ګوته څنډي، چې د بيان آزادي له خطر سره مخامخ ده.
ناندريو دا پوښتنې رامنځته كړي دي، چې څوك د هوايي څپو د سانسورولو اخلاقي واك لري؟، سياست څه راز د رسنيو په هكله په پرېكړو باندې اغيز شيندي او تر ټولو مهم دا چې افغانان څه ډول ټولنه غواړي.؟
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت شخصي تلويزوني كانالونو ته د افغانانو د احساساتو د تر پښو لاندې كولو پر بنسټ د يو څو ټاكلو هندي ډرامو د بندولو په اړوند د اپريل د مياشتې تر ۱۵ پورې مهلت وركړى او بيا يي دا موده د اپريل تر ۲۲ پورې يوه اوونى نوره هم اوږده كړې وه.
نوموړي وزارت د پنځو ډرامو د بندولو غوښتنه كړې وه.
د نورين او آريانا په نامه دوو تلويزيونونو دې بنديز ته غاړه كيښوده. خو طلوع، چې دوه نوموړې ډرامې خپروي او د افغان تلويزيون ددې مشهورو ډرامو خپرولو ته دوام وركړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د طلوع تلويزيون څارنوالۍ ته معرفي كړ، خو ددې رپوټ تر خپرېدا پورې كوم قانوني ګام نه دى پورته شوى.
هندي ډرامې په ليدونكو كې زياتې مشهورې دي. تېره مياشت د ديني عالمانو او د طلوع د تلويزيون د استازو ترمنځ په يوې غونډې كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، عبدالكريم خرم ادعا وكړه، چې دا پروګرامونه له اسلامي فرهنګ سره مخالفې خپرونې لري او د هندي عقايدو تر څنګ ((فحشا)) ته لاره پرانيزي.
شنونكي وايي، چې په دې ډرامو كې ښځينه جامې د افغانانو د دود په خلاف خورا نرۍ دي. د خبرو اترو او ديالوګونو لړۍ هم د يو زيات شمېر لپاره د منلو وړ نه ده. ځكه ناروا جنسي اړيكې په كې تر سترګو كيږي او نورې اوتې بوتې خپروي.
د حكومت د بنديز تر شا هڅوونكى ځواك د ديني عالمانو شورا ده. ددې شورا ترشا ستر اسلامي مشران راغونډ شوي دي. عالمانو د ټولو هندي سريالونو د بندولو غوښتنه كړې ده او د هغوى تر منځ د يو څو په بندولو راضي شوي و.
د عالمانو د شورا يو غړي، عنايت الله بليغ وويل: ((موږ د هر هغه څه مخالف يو، چې له اسلامي ارزښتونو سره مخالفت ولري. موږ وړانديز كوو، چې ټولې خپرونې بايد له اسلامي لارښوونو سره سمون ولري.)) هغه وويل، عالمان په دې خوښ و، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپله هڅه وكړه، سره له دې چې زياته بريا يي نه درلوده.
بليغ وويل، د عالمانو شورا به له خپل حق څخه تر هغه كارواخلي، ترڅو په هره بيه چې كيږي د بد اخلاقۍ د ترويج مخه ونيسي.
هغه وويل: ((موږ د هر ډول منكراتو مخه نيسو. موږ طالبانو يا القاعدې ته له منسوبولو ونه ډاريږو. موږ د هر هغه چا دفاع كوو، چې له اسلام څخه دفاع كوي. افغانستان يو اسلامي هېواد دى او د اسلامي قانون تر چترلاندې به خپل ژوند ته دوام وركوي.))
نوموړي عالم زياته كړه، د عالمانو شورا ددې وسه لري، چې په يوازې سر ددغه راز موضوعګانو په وړاندې ګام پورته كړي. خو په دې مورد كې مو د هغې ترمخه هغه حكومت ته لاره وركړه، چې په سمه توګه عمل وكړي.
د پارلمان پورتني مجلس يا مشرانو جرګې د حكومت د پرېكړې ملاتړ كړى دى. د ولسي جرګې استازو هم تېره مياشت د تلويزيونونو د غير اسلامي خپرونو په وړاندې د اعتراض غږ پورته كړى دى. د ډرامو په سريالونو برسېره هغوى په يوې خپرونې كې د نارينه او ښځو د ګډې نڅا له امله هم په غوسه شوي و.
په ملي كچه د محافظه كارانو او د بيان د ازادۍ د پلويانو ترمنځ ترخې ناندرۍ روانې دي.
يو شمير خلك د ژورنالستانو د ملي اتحاديي د مشر، عبدالحميد مبارز په څېر ټينګار كوي، چې د بنديز لګول د سياسي او ديني محافظه كارنو له خوا يوه لاسي توطئه ده.
هغه وويل: ((په حكومت كې داسې يوه ډله خلك شته، چې د بيان آزادي او دموكراسي يي نه خوښيږي. هغوى داسې يو ډول خلك دي، چې د بيان آزادي د خپلو شخصي ګټو په وړاندې يو خطر بولي.))
هغه وپوښتل: ((كه موږ د طالب ډوله تګلارو لاره نيسو، نو ولي د حامد كرزي پر ځاى ملاعمر د افغانستان ولسشمر نه شي.))
مبارز ولسشمر حامد كرزى وننګولو ترڅو ددې موضوع په اړه يو رسمي دريځ ونيسي.
هغه وويل: ((كرزى بايد يو فرمان خپور كړي اوله موږڅخه آزادي واخلى او مونږ به له هغه څخه د آزادۍ او دموكراسۍ افتخار واخلو.))
كرزي برعكس فرمان خپور كړ او د بيان د آزادى د ودې تر منځ يي هغسې يوه ليكه راكښله، چې په اساسي قانون كې راغلې او د افغاني فرهنګ د ملاتړ او حمايت غږ په كې شوى دى.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دريځ روښان دى.
د نوموړي وزارت وياند، حميد ناصري وويل: ((هر انسان تر هغه آزاد دى، تر څو تېرى ونه كړي، چاته زيان ونه رسوي او د نورو حساسيتونه ونه پاروي او عقيدې يي تر پښو لاندې نه كړي.)) ناصري وويل، نوموړي وزارت د سلګونو خلكو د عريضو او شكايتونو پر بنسټ دا حكم وركړى دى.
هغه وويل: ((دا د خلكو غوښتنه ده. موږ د خپلو خلكو د غوښتنودرناوى كوو.))
ناصري همدا راز په هغو بهرنيو ګوت نيوونكو پړه واچوله، چې د تلويزيوني سريالونو باندې بنديز د رسنيو د آزادى محدوديت بولي. په پاريس كې مېشت له پولې بهر ژورناليستانو له خوا يوې خپرې شوې بيانيې په ځواب كې وويل، چې د هغوى ((قضاوت)) بېځايه دى.
هغه ادعا وكړه: ((له خلكو او زموږ له وزارت سره د اړيكو له نيولو او يا په حقيقت باندې د ځان له پوهولو پرته هغوى ددې كار له عاملينو سره اړيكې ونيوې او هغه څه يي ومنل، چې هغوى ورته ويل.))
ناصري په شخصي تلويزيونونو پړه اچوله او ويي ويل، چې هغوى د خپلو پروګرامونو په جوړولو كې ډېر تنبل دي او د هغه په وينا وزارت هغوى وهڅول، ترڅو د افغانانو په لاس توليد وكړي او ځايي ارزښتونه او دودونه منعكس كړي.
هغه وويل: ((د طلوع د تلويزيون چارواكي هڅه كوي، ترڅو لمر په دوو ګوتو پټ كړي. دا ډرامې او سريالونه څه اسلامي او افغاني ارزښتونه لري؟ دا يو كلتوري سپكاوى دى، چې د طلوع تلويزيون له خوا پلى شوى دى.))
د طلوع تلويزيون اجرايوي مدير، صديق احمد زاده وويل د هندي سريالونو د بندولو لپاره كوم دليل نشته.
هغه وويل: ((زموږ پروګرامونه او خپرونې له قانون سره مخالفت نه لري. هغه بيانيه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت موږ ته استولې ده، كوم قانع كوونكى قانوني دليل نه لري. موږ خپل ټينګارته ادامه وركوو، چې هغه غير قانوني عمل نه دي او خپل پروګرامونه به خپروو.))
سياسي شنونكى، محمد قسيم اخګر په دې اند دى، چې ددې ناندريو بنسټ د اخلاقو پر ځآى په سياست ولاړ دى.
هغه وويل: ((په حكومت كې يو شمېر بنسټپالان دي، چې پخوا يي هم شخصي تلويزيونونه او په ځانګړي توګه د طلوع تلويزيون تر فشار لاندې نيولي و. دا د هغه پخواني فشار دوام دى. دا ډله خلك زيار باسي ترڅو د بيان آزادي په داسې يوې لارې له منځه وباسي، چې خپل ځواك وساتي او خپلو غوښتنو ته قانونيت وركړي. د بيان آزادي د هغوى له څېرو او پروګرامونو څخه پرده پورته كوي.))
د رسنيو كنترول زيات اهميت موندلى دى، ځكه افغانستان د ۲۰۰۹ كال ټولټاكنو ته چمتووالى نيسي. زياترو سياسي ډلو ټپلو خپلې رسنۍ جوړې كړي دي. اخګر په دې فكركې يوازې نه دى، چې كېداى شي د اوسني كش مكش ترشا كوم سياسي خوځښت او تحرك موجود وي.
اخګر د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت ادعا بابېزه وبلله، چې ګوندې بنديز د خلكو غوښتنو ته د غبرګون ښوولو لپاره شوى دى.
هغه وويل: ((دا خبره بيخي سرچپه ده... خلك په حقيقت كې غواړي چې دا سريالونه دې خپاره شي. څوك چې شكايت لري، كولاى شي د هغوى د خپرېدا پرمهال خپل تلويزيونونه بند كړي يا بل كانال وګوري. دا خبره، چې دا كار د خلكو د غوښتنې له مخې شوى دى، سمه نه ده.))
د احمد سعيدي په نوم يو بل شنونكي وويل، په حقيقت كې په موضوع باندې د پوهېدو خبره ډېره ستونزمنه ده، ځكه د بيان د آزادۍ په اړه بېلا بېل نظرونه موجود و.
هغه وويل: ((په دې راز حالتونو كې سړى متردد كيږي. له يوې خوا ولسمشر حامد كرزى د بيان د آزادۍ په اړه خبرې كوي او ځان آزادۍ مدافع بولي، خو له بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيان په آزادۍ باور نه لري. موږ اصلا نه پوهيږو، چې د پردې تر شا څه تيريږي.))
د كابل اوسيدونكي د بنديز او د هغوى تر شا د ضد او نقيض حالت په اړه په خپلو كې سره ويشلي دي.
يو شمېر د ډاكټر ګل رسول په څېر وايي، چې هندي سريالونه افغاني دودونه او آن عقيدې تر پښو لاندې كوي.
هغه د هغې يوې ورځې يادونه وكړه، چې د يو خپلوان كور ته د مړي د فاتحې لپاره ورغلى و. دلته د هغه يوې پنځه كلنې لور ترې پوښتنه كړې وه، چې (پلاره، ولې د مړي د كور خلكو سپينې جامې نه وې اغوستې؟)
رسول وويل، هغې له دې امله پوښتنه كړې وه، چې افغانان په فاتحو كې تورې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې د تلويزيون ممثلينو سپينې جامې اغوستې وې.
د يو ښوونځي ښوونكې، صالحې شكايت وكړ، چې د هغې زده كوونكي د لټۍ په لور روان دي، ځكه هغوى ټول وخت د سريالونو په ليدلو تيروي.
هغې وويل: ((زده كوونكي لوستونو ته نه راځي. هغوى دا سريالونه د شپې تر ناوخته پورې ګوري. زه لومړي ټولګي ته لوست وايم. په ما باور وكړئ، چې د شپږو - اوو كلونو په منګ نجونې خپلو لوستونو ته هيڅ پام نه كوي. هغوى زياتره يو بل ته ددې سريالونو د لوبغاړو تر منځ د مينې كيسې كوي.))
له بلې خوا زهره، چې اتلس كلنه ده، د هندي سريالونو د لوبغاړو په څېر جامې اغوندي.
هغې وويل، دا ناسمه ده، چې د افغانستان د ټولو ستونزو پړه په هندي سريالونو واچوو. ((په دې هېواد كې غلاوې، شوكې، قتلونه او په زرګونو نور غير اسلامي كارونه سر ته رسيږي، خو د عالمانو شوراو پارلمان او حكومت هيڅكله هم دې شيانو ته پام نه دى اړولاى. ځكه هغوى په دې جنايتونو كې ښكېل دي.)) هغې وړاندې وويل: ((اوس هغوى يوڅو هندي سريالونو باندې بنديز لګوي، چې د خلكو ترمنځ مينه او محبت، ملګرتوب او رښتينولي پراخوي.))