مېرمنې [د ولسشمرۍ] له نوماندو سره بې مينې دي
فعالين وايي نوماندي د ښځو لپاره رغنده پروګرامونه نه لري.
مېرمنې [د ولسشمرۍ] له نوماندو سره بې مينې دي
فعالين وايي نوماندي د ښځو لپاره رغنده پروګرامونه نه لري.
د افغانستان په شمال کې، د بلخ ولايت، د شکيبا تلاش په نامه يوې سياسي فعالې وويل: "سره له دې چې اساسي قانون د ښځو اونارينه ګانو لپاره برابر حقونه تضمين کړي دي، د ولسمشرۍ ستر کانديدان لا اوس هم د پلارواکۍ په سوچ کې دي."
هغې وويل: "هغوى په خپلې تګلارې کې ښځو ته ځاى نه لري. تر اوسه لا داسې دود شته چې ښځې بايد د نارينه ګانو تابع وي. د افغانستان ډېر نارينه، که روڼ اندي دي يا نالوستي، لا تر اوسه داسې فکر کوي. هغوى غواړي ښځې له ډګر څخه وباسي او له ټولنې ګوښه په يو کونج کې يې ځاى کړي."
نوموړې کرزې ته ګوته ونيوه، چې مېرمن يې طبيبه ده او له عام نظر څخه يې پټه ساتلې ده.
هغې وويل: "ولې [ولسمشر] خپله ښځه په کور کې بندۍ کړې ده. آن يوازې د ښځو په غونډو کې هيڅکله د لومړۍ مېرمنې په توګه راڅرګنده نشوه."
په دې ژورې دوديزې ټولنې کې زياتره نه ليدل کيږي چې نارينه دې له خپلو مېرمنو سره په عام محضر کې حاضر شي. هيڅ يو کانديد يا کانديدې خپل دژوند ملگرى په کمپاين کې په خپله ګټه نه د ى کارولى. دا کار د ښځو فعالينو له پلان سره سر نه لګوي.
په بلخ کې د ښځو د دفاع د انيستيوت مشره، ملالۍ عثماني د کرزي دوره د ښځو لپاره يوه زرينه دوره بولي.
هغې وويل: "د کرزي د حکومت پرمهال ښځو زياته ازادي تر لاسه کړه. کرزى د طالبانو له رانسکورېدو وروسته سمدلاسه د موقتي حکومت مشر وټاکل شو. له دې وروسته ښځو د اسلامي بنسټپال رژيم له سخت تجريد وروسته بېرته [له کور نه] بهر ته په راوتلو پيل وکړ."
هغې د ٢٠٠٤ کال په ټولټاکنو کې د مسعودې جلال نوماندۍ ته ګوته ونيوه، چې بيا وروسته د ښځو د چارو وزيره وټاکل شوه. هغې وويل: "د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ دڅوکۍ لپاره يوې ښځې ځان کانديد کړ."
نوموړې زياته کړه: "ښځو پارلمان ته لاره پيدا کړه. هغوى په تجارتي کاروبار پيل وکړ او اقتصادي خپلواکي يې تر لاسه کړه. هغوى په ښوونې روزنې، فرهنګ، سپورټ کې برخه واخيسته او آن په سندرو ويلو يې پيل وکړ، چې لويه ګناه ګڼل کيږي. ښځو ځان راڅرګند کړ. هغوى ثابته کړه چې له نارينه ګانو سره په برابر ډول خپل حقونه لاسته راوړاى شي."
دا ښايي يو خوشبينانه قضاوت وي. افغاني ښځې لا تر اوسه له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او هڅه کوي چې د قانون ترسيورې لاندې مساوات تر لاسه کړي. د بېلګې په توګه يو نوى قانون د کور دننه د ښځو په ازادۍ سخت محدوديت لګوي. د ښځو ډلو د ولسمشر له خوا د نوموړي قانون لاسليکول سخت غندلي دي او ادعا کوي چې د ټولټاکنو د ملاتړ د ګټلو لپاره يې د محافظه کار اقليت لورى نيولى دى.
په مزارشريف کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د حقونو د ملاتړ د څانګې مشره، فوزيه نوابي د کرزي زياته مينه واله نه ده.
هغې وويل: "د کرزي په حکومت کې تر سره شوى کار د افغان حکومت بريا نه وه. پرځاى يې بايد موږ د نړيوالې ټولنې ممنون واوسو، چې د نارينه او ښځو لپاره يې مساوي حقونه وغوښتل. هغوى د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د حضور لپاره ډېرې هڅې وکړې."
نوموړې زياته کړه، د کرزي حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر کمزورى ريکارډ لري.
نوابي په دوام وويل: "زه له نورو ٤٠٠ مېرمنو سره کرزي ته لاړم، چې خپلې ستونزې ورته بيان کړو او خپل پروګرامونه ورته وړاندې کړو. موږ د ښځو پر ناموس باندې د متجاوزينو لپاره د سختې سزا غوښتنه وکړه. خو کرزي زموږ پروګرامونه او غوښتنې ونه منلې. تر هغه چې کرزى ولسمشر وي زموږ پلانونه به پلي نشي."
نوموړې زياته کړه: "هېواد ته د ښـځو په نامه مليونونه ډالر راغلل. خو کوم لوى کار سر ته ونه رسيد. په حقيقت کې حکومت ددې ټولو پيسو د لګولو وسه نه درلوده. زياته برخه يې ضايع شوه."
نوابي يو شمېر عواملو ته ګوته ونيوه چې د هغوى د وړتياوو د څرګندولومخه نيسي. دا عوامل پر قانون سترګې پټول، له خپلو حقونوڅخه د نارينه او ښځو داوړو بې خبري او په افغانستان کې له ښځو څخه د کرکې عمومي فرهنګ.
هغې وويل: "ما ولسمشرۍ ته له سترو کانديدانو سره خبرې کړي دي. هغوى د ښځو د ستونزو د هوارولو لپاره سم پروګرام يا تګلاره نه درلوده. هغوى د ښځو د رايو د جلبولو لپاره غوړې ژمنې کولې، چې د نفوس نيمايي تشکيلوي. کله چې څوکۍ يې تر لاسه کړه خپلې ټولې ژمنې له ياده باسي."
نوابي د بېلګې په توګه د کرزي هغه ژمنې ته ګوته ونيوه چې ويل يې په سلو کې له ٣٠ څخه تر ٤٠ پورې حکومتي څوکۍ به ښځو ته ورکوي.
هغې وويل: "دا مازې يو چل دى. د هغې په کابينې کې يوازې يوه مېرمن ده. عبدالله او اشرف غني [دوه نور عمده نوماندي] د هماغه په څېر دي."
د سياسي شنونکو په اند په روان کمپاين کې د ښځو موضوعګانو ته په مرکز کې د ځاى نه ورکولو يو لامل دادى چې نورو اندېښنو هغه تر سيورې لاندې راوستي دي. امنيت، له طالبانو سره مذاکرې او نورو موضوعګانو دا موضوع تر اغېز لاندې راوستې او د ولس محروم او بې برخې پوړکى ته يې لږ ځاى پريښى دى.
په شمال کې د يحيى باوري په نامه يو ليکوال او شنونکي وويل: "څرګنده ده چې ولې عمده نوماندي له ښځو سره د مرستې، له تاوتريخوالي څخه د هغوى د خلاصولو او له خپلو حقونو څخه د هغوى د بې برخيتوپ لپاره ټاکلي پروګرامونه نه لري."
هغه وويل: "هغوى د ورځې پر تودو موضوعګانو، لکه هغه ننګونې چې افغانستان ورسره مخامخ دى، تمرکز کوي. د [٢٠٠٤] کال په لومړيو ټولټاکنو کې عمده موضوعګانې دموکراسي، بشري حقونه، په ټولنې کې د ښځو دريځ، د بيان ازادي او د مدني ټولنو جوړول وو."
"خو اوس يوازينۍ موضوع امنيت دى او په دې توګه د ښځو د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي حقونو په اړه پوښتنه يوې خواته پرېښودل شوې ده."
د ښځو اوځوانانو د دفاع د انستيتوت مشرې، نيلوفر سيار وويل چې د ښځو د موضوعګانو د نه پرمختګ له امله ناخوښه ده. هغه د نوابي په څېر د لاسته راغلو برياوو امتياز نړيوالې ټولنې ته ورکوي.
هغې وويل: "آن [په ٢٠٠١ کال کې] د بن په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې په افغاني چارواکو زور راوړى و، چې ښځو ته په کابينې، پارلمان او ولايتي شوراګانو کې ونډه ورکړي. د ښوونځيو پرانيستل د بن د تړون له امله و، نه د کرزي لاسته راوړنه."
سيار کوم لامل نه ګوري چې ګوندې نوى ولسمشر به کوم توپير راولي.
هغې وويل: "[ولسمشرۍ ته] نوماندې د ښځو د ستونزو د هوارولو په اړه کومه ستراتيژي نه لري."
خو هغه دې ستونزې ته يوه د حل يوه لاره لري او هغه ځاني پياوړتيا ده.
هغې وويل: "ښځې بايد پخپله د خپلو حقونو د دفاع لپاره سره يوځاى شي او پلارواکې او له ښځو څخه کرکه کوونکې ټولنې ته ثابته کړي چې موږ د بشريت نيمايي يو او له نارينه وو سره مساوي حقونه لرو."
"همدارنګه موږ بايد هڅه وکړو چې په ځانونو کې تکنالوژيکې وړتياوې پيدا کړو او ثابته کړو چې له نارينه وو څخه کمزورې نه يو. هغه مهال به وځليږو چې په ځان بسيا شو. نارينه به هم باور وکړي چې ښځې هم څه شى کولاى شي."