نابينا افغانان د بدلون په هڅه کې

معلولين له ټولنيز تبعيض او د حکومتي مرستو له نشتوالي سره مخ دي.

نابينا افغانان د بدلون په هڅه کې

معلولين له ټولنيز تبعيض او د حکومتي مرستو له نشتوالي سره مخ دي.

Aqulia and her husband, QaQa Alam are both blind and livie in a home for the disabled in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Aqulia and her husband, QaQa Alam are both blind and livie in a home for the disabled in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Monday, 5 December, 2016

د بدخشان ولايت اووه کلنه اورانوس مهدي ډېر ارمانونه لري.

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «غواړم د خپلې کورنۍ په مرسته پوهنتون ولولم او هوابازه شم.»

د اورانوس په وړاندې، په ځانگړي ډول، يوه ډېره سخته لاره پرته ده: هغه په سترگو نه گوري، نابينا ده. هغه له خپل معلوليت سره سره اوس د خپل ټولگي اول نمره ده. هغه له حکومت څخه غواړي چې مرسته ورسره وکړي او په بهر کې ورته د زده کړې زمينه چمتو کړي.

هغې وويل: «غواړم له يوه بهرني پوهنتون څخه فارغه شم، خلکو ته څرگنده کړم چې موږ کمزوري نه يو او د هغه چا په پرتله چې سترگي يې گوري، سخت کار کوو.»

د ملگرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې څه دپاسه ٤٠٠٠٠٠ تنه نابينا دي او شاوخوا يو نيم ميليون د ليدلو يو څه ستونزه لري.

هغوی د دولتي مرستې د نشتوالي تر څنگ له زياتو ننگونو سره مخ دي. هغوی نېغ په نېغه له دولتي مرستو څخه گټه نشي پورته کولای، تر هغه چې له جگړو څخه د راولاړو شوو ټپونو له امله د معيوبيت په ډله کې رانشي. 

افغانستان په ٢٠١٢ کال کې د نابينايانو په نړيوال کنوانسيون کې شامل شو. دغه کنوانسيون مکلفيت لري هغو خلکو ته د روغتيا او زده کړې په برخه کې مرستې چمتو کړي چې د ليد ستونزه لري.  

په هېواد کې د نابينايانو لپاره شپږ ښوونځي موجود دي. سره له دې چې ښايي هغوی د پوهنتون په کچه امتيازي درملنه تر لاسه کړي، خو د ټولنيزو مدافعانو په وينا حکومت دغه مکلفيتونه سرته نشي رسولای. 

په مشرانو جرگه کې د نابينايانو استازي، باقي بريال وويل، دولت په ارادي ډول افغاني قوانين ناسم  تعبيروي. د هغه په وينا دولت دنده لري ټول معلوليت لرونکي کسان بايد بنسټيزې مرستې ترلاسه او لږ تر لږه لومړنيو زده کړو ته لاسرسی ولري.

نوموړي په دوام وويل: «هغه ژمنې چې دولت له نابينايانو سره د مرستو په اړه په خپلو بېلابېلو فرمانونو کې کړې، عملي شوي نه دي. د بېلگې په توگه، د لوړو زده کړو حکومتي انستيتوتونو بايد پنځه سلنه څوکۍ او همداراز بهرني سکالرشيپونه نابينايانو ته ځانگړي کړي. سربېره پر دې حکومتي ادارې بايد ډاډ تر لاسه کړي چې د خپلو کارکوونکو په ډله کې پنځه سلنه نابينا پر کار وگوماري.»

د مرستو د نشتوالي له امله معلوليت لرونکي کسان دې ته اړ باسي چې درغل اسناد لاسته راوړي، ترڅو معلومه کړي چې هغوی په جگړه کې معيوب شوي دي. د دې کار له امله هغوی کولای شي د کال نهه سوه ډالره مرسته تر لاسه کړي.

د کابل ښار د دشت برچي اوسيدونکې، ١٩ کلنې امينې آی ډبليو پي آر ته وويل، ويې کړای شول له لوړپوړو چارواکو سره د تړاو له امله نوموړي جعل اسناد تر لاسه کړي.

هغې وويل: «ما په مزارشريف کې د نابينايانو په ښوونځي کې تر اتم ټولگي پورې لوست لوستی دی او اوس په کور کې يم.» هغه دا مني چې سم کار يې نه دی کړی.

که د دغه کار سرته رسولو ته نه وای اړ شوې، نو داسې يو غير اخلاقي کار به يې نه وای کړی.

شل کلنې مهناز د بلخ ولاسيت اوسيدونکې هم وويل، د ناسمې لارې له غوره کولو پرته مې بله چاره نه درلوده.

هغې تر شپږم ټولگي پورې ښوونځی لوستی. د کار موندلو لپاره يې حکومتي ادارو ته پرله پسې غوښتنو کومه گټه ونه کړه.

هغې وويل: «ما د معلوليت لرونکو خلکو کارت د کار، ټولنيزو چارو او معيوبانو له وزارت څخه تر لاسه کړ. اوس په کال کې ٩٠٠ ډالره حکومتي مرسته ترلاسه کوم.»

په مزارشريف کې د نابينايانو د موسسې رئيس، محمد همايون ومنله، گڼ شمېر نابينايان توانيدلي چې د جگړې د ټپيانو اسناد تر لاسه کړي، ترڅو حکومتي مرسته لاسته راوړي.

نوموړي د ددې پوښتنې په وړاندې، چې ولي د حکومتي ادارې افراد داسې ناسم کار سرته رسوي، وويل: «کله چې ما دنده او ښه معاش ترلاسه کړ، نو دا پيسې به بېرته حکومت ته تحويل کړم.» 

د شهېدانو او معلولينو د وزارت معينې، جميلې افغان وويل، هغه خلک چې په دې لار حکومت غولوي، بايد تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي.

هغې وويل، له بلې خوا که چېرته د شهيدانو او معلولانو په قانون کې بدلون راشي، نو دولت به له نابينا خلکو سره مرسته وکړای شي.

د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د وياند، عبدالفتاح احمدزي په وينا، پر دې سربېره «حکومت زيار باسي له معلولانو سره د هېواد دننه يا بهر د سرې مياشتې او نورو نړيوالو موسسو له لارې په درملنه کې مرسته وکړي.»

زده کړې ته لاسرسی

د پوهنې د وزارت د ځانگړو زده کړو رئيس، فهيم شريف وويل، د کابل، بلخ، ننگرهار، غزني، خوست او فراه د نابينايانو په شپږو ښوونځيو کې شاوخوا ٨٠٠ تنه نابينايان زده کړه کوي. د زابل د نابينايانو ښوونځی د خرابې امنيتي وضعې له امله تړل شوی دی. 

د کابل د نابينايانو ښوونځی، چې په ١٩٧٩ کال کې يې پر فعاليت پيل کړی، په دې وروستيو وختونو کې د مخالفانو له خوا له هغه ځای څخه پر امريکايي پوهنتون باندې د بريد له امله د دوو مياشتو لپاره تړل شوی و.د ښوونځي له کلينيک بهر د چاودېدونکو توکو د ډکې يوې لارۍ چاوديدلو د هغی ودانۍ ته ډېر زيان رسولی و. لوست پکې لنډ وخت وځنډېد.

د  دغه ښوونځي د نهم ټولگې زده کوونکې، ١٧ کلنې مليحې وويل: «زموږ د هېواد امنيتي وضعې موږ ته سرخوږی پيدا کړی. هره ورځ چاودنې وي او موږ ډېر ښه زده کوونکي له لاسه ورکوو. له هغه وروسته چې ځانمرگي بريد کوونکي پر امريکايي پوهنتون باندې د بريد په موخه زموږ ښوونځي ته راننوتل... حکومت زموږ د ښوونځي د بيارغاولو لپاره هيڅ کار ونه کړ.»

د کابل دنابينايانو په ښوونځي کې ٢٢٠ تنه شامل زده کوونکي لاسي صنايع جوړوي او په ترکاڼۍ کې روزل کيږي. همدارنگه قران کريم او اسلامي زده کړې هم تر لاسه کوي. 

د دغه ښوونځي يوه فارغه، رويا، چې اوس دلته د ښوونکې په توگه کار کوي، وايي: «موږ له لومړي ټولگي څخه تردولسم پورې په دوو برخو کې لوست ورکوو.»

«يوه برخه يې حرفوي زده کړې او بله يې کمپيوټر او انټرنيټ ده.  پر هغې سربېره نور مضامين هم لوستل کيږي، لکه: د قران کريم حفظ، چې له فراغت وروسته يې زده کوونکي د عالم افتخاري لقب تر لاسه کوي.»

د ښوونځي مدير، خواجه عبدالکبير صادقي وويل، په تېرو پنځو کلونو کې نژدې ٢٠٠ تنه زده کوونکي له دې ليسې څخه فارغ شوي دي. له دې ډلې څخه ٢٥ تنه لوړو زده کړو ته تللي دي.

دهغو له ډلې څخه يوه ٢٠ کلنه الينا ده، چې په کابل پوهنتون کې د ژورناليزم په پوهنځي کې تحصيل کوي. هغې وويل، خپلې هيلې يې له لاسه نه دي ورکړي او کېدای شي بېرته يې سترگې جوړې شي. طبي کارپوهان وايي، کېدای شي په افغانستان کې له نيمايي زيات د نه ليدلو په ستونزې اخته اشخاص د مناسبې طبي پاملرنې له لارې بېرته خپل نظر تر لاسه کړي. 

الينا وويل: «کله چې د درملنې لپاره هندوستان ته لاړم، راته وويل شول چې سترگې مې د درملنې وړ دي.» هغې زياته کړه، هند ته د بيا تگ لپاره پيسې نه لري. نوموړې وړانديز وکړ، د حکومت په مرسته کېدای شي سترگې يې بېرته ديد پيدا کړي.

هغې وويل، بله غوښتنه يې له حکومت څخه دا ده چې معلولو اشخاصو ته د خپلو ورکړو ژمنو درناوی وکړي.

هغې وويل: «معلولانو ته ځانگړي شوي پنځه سلنه سکالرشيپونه تر اوسه هغوی ته نه دي ورکړل شوي. دا کاربايد ډېر ژر د عمل جامه واغوندي.»

الينا د ژورناليزم په پوهنځي کې د درېو نابينا زده کوونکو له ډلې څخه يوه ده. د پوهنځي رئيس، محمد وحيد غروال  وويل، هغوی «پياوړې او ذکي محصلانې دي او له خپلو لوستونو سره ډېره مينه او علاقه ښيي.» 

هغه پرحکومت غږ وکړ چې د ترانسپورت په برخه کې له  هغوی سره مرسته وکړي، ترڅو په اسانۍ پوهنتون ته راشي. 

چارواکي وايي، زيار باسي د پوهنتون نابينا محصلانو ته ځانگړي خدمتونه چمتو کړي، لکه: د بهرنۍ ژبو زده کړه، چې وکړای شي خپلو زده کړو ته په بهر کې ادامه ورکړای شي.

د کار او ټولنيزو چارو د وزارت معينې، جميلې افغان وويل: «موږ زيار باسو هغوی ته د ژبې کورسونه جوړ کړو، تر څو لومړی بهرنۍ ژبې زده کړي او وروسته سکالرشيپونه ترلاسه کړي.»

د پوهنتون زده کړه د کار تضمين نشي ورکولای.

زهره د ليسانس بری ليک لري، خو وايي پراخ ټولنيز تبعيض يې کار کولو ته د لاسرسی مخه نيولې ده.

هغې وويل: «زما د بېکارۍ لامل دا نه دی چې زه کار نشم کولای يا دپلوم نه لرم. اصلي لامل دا دی چې ټولنه او کاري چاپېريال زما او نورو نابيناوو پر وړتياوو باور نه لري او موږ ورته وړ خلک نه 
ښکارو.»

زهرې وويل، کېدای شي ځينې نابينا خلک په ژوند کې له يو شمېر فرصتونو څخه بې برخې وي، دا د دې معنا نه لري چې هغوی د هيڅ کار جوگه نه دي.

د حکومت او نورو موسسو په مرسته معلول خلک ښې لاسته راوړنې درلودای شي.

نوموړې په دوام وويل: «کېدای شي يو نابينا شخص ښه ښوونکی وي، ښه ژورناليست وي، ښه سلاکار او ښه سياستوال وي. له بده مرغه زموږ په هېواد کې هيڅ کار نه دی شوی او کاري فرصتونه نه دي رامنځته شوي، ترڅو معلول اشخاص له خپل ځان سره مرسته وکړي او د ټولنې د اوږو بار نشي.»  

Frontline Updates
Support local journalists