په افغانستان کې له بندڅخه خوشې شوو مېرمنو ته له کوره بهر ژوند ستونزمن دى

د شرم(کورني عزت) فرهنګ ښځې د بند له سزا وروسته له رټلو سره مخامخ کوي.

په افغانستان کې له بندڅخه خوشې شوو مېرمنو ته له کوره بهر ژوند ستونزمن دى

د شرم(کورني عزت) فرهنګ ښځې د بند له سزا وروسته له رټلو سره مخامخ کوي.

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، سودابې افضلي ليکنه

قدسيه په داسې حال کې چې د هرات په ښار کې د خواجه موفق هروي له زيارت بهر د سوالګرو ښځو په ډله کې ولاړه ده، په ژړا وايي: "کاشکې نه واى زيږېدلى."

نوموړې٢٨ کلنې مېرمنې په دوام وويل: "که زيږېدلى هم واى، خو ښځه دې نه واى."

له زيارت بهر د نورو زياتو مېرمنو په څېر د هغوى زړې، بورقې او حجابونه د هغوى بېوزلۍ او غربت څرګندوي. قدسيه له دې امله درويزه ګرۍ ته اړشوه چې يوه موده يې په زندان کې تېره کړې اوکورنۍ يې شړلې ده.

قدسيه د خپل واده په اړه خبرې کوي او وايي پر نشې يو روږدي شخص ته واده شوې او تل له ناوړه چلن او وهلو ټکولو لاندې وه. يومهال له سختو وهلو وروسته هغې له خپلې کورنۍ څخه د مرستې غوښتنه وکړه.کله چې ورور يې کورته ورغى د هغې له ميړه سره يې جنګ وکړ او تر مرګه يې وواهه. ورور يې ايران ته وتښتيد او پر قدسيې اته کاله د بند سزا وخته.

په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، ويې ويل: "يو مهال راته څرګنده شوه، چې نه مې خپله کورنۍ او نه مې د ميړه کورنۍ قبلوي. له حکومت څخه مې څو، څو ځلې د مرستې غوښتنه وکړه، خو هيچا راته غوږ نه نيوه. له هغې ورسته دلته راغلم او له نورو ښځو سره مې يوځاى، چې کور نه لري، په درويزه ګرۍ پيل وکړ."

له درويزه ګرۍ نه هغه خپل ورځنى لګښت چمتو کوي او د اتو ډالرو په شاوخوا کې له نورو لسو ښځو سره يوځاى د استوګنې د ځاى کرايه ورکوي. زياترو هغو مېرمنو هم يوه موده بند تېر کړى دى.

د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې، زياتره "په اخلاقي فساد تورنې" بندي شوې مېرمنې د خپلو کورنيو او اړوندې ټولنې له خوا رټل کيږي.

په "اخلاقي فساد" کې زياتره له کوره تېښته، واده ته غاړه نه ايښودل او يا پر عفت او ناموس تجاوز شامل دي. په داسې حال کې دا عملونه په مدني قانون کې تسجيل شوي نه دي، محکمې هغو ښځو ته د بند سزا ورکوي، چې له دغو کړنو څخه په يوې تورنه شوې وي.

د هرات د محبس مشر، عبدالمجيد صادقي آى ډبليو پي آر ته وويل، اوسمهال (د هرات په محبس کې) ١١٥ تنه ښځې بنديانې دي، چې عمرونه يې له ١٩ – ٥٠ کلونو پورې رسيږي. هغه وويل، هغوى زياتره له کور څخه په تېښتې تورنې دي او له شپږو مياشتو تر دوو کلونو پورې د بند په سزا محکومې شوې دي.

هغوى د ټولنې له شرم سره مخامخ شوي، زياتره له بند څخه له خوشې کېدو وروسته بېکوره او بېوزلې کيږي.

صادقي وويل، د هغوى زيات شمېر يې کورنيو نه دي منلي او له محبس څخه له راوتلو وروسته ځاى ځايګى نه لري.

هغه وويل: "په دې وروستيو کې يوې مېرمنې، چې د خپل بند موده يې بشپړه کړې وه، وويل له محبس څخه وتلو ته چمتو نه ده. خو د قانون له مخې ټول بنديان بايد د بند د مودې له بشپړولو وروسته له محبس څخه ووځي. له دې امله مو له محبس څخه بهر کړه."

مخکيني بنديان شکايت کوي، حکومتي ادارو او د مدني ټولنې ډلو داسې کوم اصول او مقررات نه دي چمتو کړي چې له ښځو سره له محبس نه تر وتلو وروسته مرسته وکړي.

يوې بلې مېرمنې، چې هغه هم قدسيه نوميږي، له کور څخه تر تښتېدو وروسته شپږ مياشتې بند تېر کړى دى.

نوموړې ٣٥ کلنې مېرمنې وويل: "کله چې له بنده خوشې شوم، د ښځو د چارو رياست يوه مياشت د اوسيدوځاى راکړ. وروسته يې خوشې کړم. څو ځايونو ته لاړم، خو هيچا هم راسره مرسته ونه کړه."

هغې وويل، په هرات کې د ښځو د دفاع ډلې هم څه نشي کولاى.

د - نداى زن – په نامه يوې نادولتي موسسې له پنځوسو څخه زياتو بېوزلو نجونو او مېرمنو ته، چې عمرونه يې له ١١ – ٣٥ پورې رسيږي، د استوګنې ځاى چمتو کړى.

د نوموړې موسسې مشرې، ثريا پاکزاد وويل، د هغوى يو زيات شمېر يوه موده په محبس کې تېره کړې او له هغې وروسته د کورنيو له خوا شړل شوي دي. "نداى زن" زيار باسي د ښځو او د هغوى د کورنيو تر منځ روغه جوړه وکړي.

هغې وويل: "دا ښځې اقتصادي او روانې ستونزې لري. يو شمېر يې د ځان وژلو هڅې هم کړې. موږ د هغوى د رواني ستونزو د درملنې په خاطر يو شمېر طبي سلاکاران ګومارلي دي. (نوموړي سلاکاران) له هغوى سره خبرې کوي او له سره د ژوند د پيلولو په اړه ورته سلا مشورې او لارښوونې کوي."

د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسې، کرېمې حسيني وويل، د هغه رياست زيار باسي د رسنيو او ديني عالمانو له لارې د هغوى په وړاندې عمومي نظر او چال چلن واړوي.

حسيني وويل: "اړمنو ځوانو نجونو او ښځو ته د محاکمې په بهيرکې د دفاع وړيا وکيلان چمتو کوو. موږ د بندي ښځو د حالت د څارلو لپاره خپل څارونکي محبسونو ته ليږو. د هغو ښځو لپاره مو د اوسيدو موقتي ځاى جوړ کړى دى، چې څوک نه لري."

حسيني وويل، له بند څخه د خوشې شوو ښځو کورنۍ معمولا هغوى ددې لپاره نه مني، چې کورنۍ ته يې د شرم د اړولو لامل بولي.

هغې وويل، قانون په برابره توګه نه پلى کيږي. هغه نارينه چې له کور څخه د ښځو د وتلو لامل کيږي يا هغوى ته ورته جنايت ترسره کوي، تر دې کچې سخته سزا نه ګوري.

د هرات ولايت د استيناف د محکمې رئيس، فضل وهاب فضلي دا تورونه رد کړل او ټينګار يې وکړ چې قانون له تعصب پرته پلى کيږي. .

نوموړي د هغه مېرمنو په اړه د ډېر زغم غوښتنه وکړه چې بند يې تېر کړى وي.او د پاک قران هغه آيت ته يې ګوته ونيوله، چې وايي، "خداى (ج) توبه کوونکي خوښوي." .

هغه وويل: "خلک، په تېره بيا کورنۍ، بايد (له بند څخه خوشې شوو) ښځو ته شا وانه اړوي او نه دې ورسره ناوړه چلن کوي. که داسې کار وکړي، نو قانون ماتوي او کېداى شي جنايتکاران وبلل شي."

د هرات ولايت د مذهبي چارو رئيس، الحاج مولوي عبدالواحد معصومي هم وويل د هغو نارينه يا ښځو ځورول او کړول، چې د بند موده يې تېره کړې وي، ناسم کار دى. نوموړي ټينګار وکړ چې د افغاني او شرعي دواړو قوانينو له مخې داسې اشخاص ترهغې وروسته جنايتکاران نه دي او بايد ناوړه چلن ورسره ونشي.

معصومي وويل هغه په دې کار کوي د هرات د ټولو جامع جوماتو خطيبانو ته لارښوونه وکړي، چې د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي او ټينګار وکړي چې داسې چلن د اسلامي احکامو مخالف عمل دى

هغه وويل: "خلک په اسلامي قوانينو سم نه پوهيږي. هغوى داسې انګيري، څنګه چې يې زړه وي هغسې له خپلو مېرمنو سره چلن کولاى شي."

يو شمېر نور خلک دا ستونزه د ښځو په وړاندې د پراخه چلن او د کورنۍ د بې خړته حيثيت او وقار د اهميت څرګندونه کوي.

د سيد محد الحق په نامه يو ټولنپوه وويل: "د پېغور او نورشرم له امله کورنۍ پر ښځو سخت محدوديتونه لګوي. کله چې يوه مېرمنهپه يودليل بندي شوه، نو کورنۍ يا آن نور خپلوان يې له هغې سره ټولې اړيکې شلوي. دا کار له کورني عزت څخه ريښه اخلي."

هغه زياته کړه: "په ټوله افغاني ټولنه کې چې کله د کورني عزت خبره راپورته کيږي، نو بيا نارينه نور يو رښتينى زړور او اصولي سړى نه وي."

محدالحق له دې سره موافق دى، چې کېداى شي د دينې عالمانو او رسنيو له خوا پرله پسې او رغنده کمپاين ددې چلن له بدلون سره مرسته وکړي.

هغه وويل بايد د ښځو په محبس کې شرايط هيڅ بدګومانۍ ته ځاى پرې نږدي، چې پر هغوى دې د جنسي تېرى خبره وشي، ځکه کېداى شي دا د کورنيو لپاره د شرم يوه بله خبره وي.

يو شمېر کورنۍ له بند څخه خوشې ښځې بېرته قبلوي، خو د نورې ټولنې د پړې او ملامتۍ له خطر سره مخامخ کيږي.

شپږ څلوېښت کلن حاجي وکيل احمدي د رباط سنګي په ولسوالۍ کې له خپل کلي،( احمد) څخه وتلو ته له هغه وروسته اړ ايستل شوى و، چې له کوره د تېښتې له امله يې خپله لور له شپږو مياشتو بندوروسته بېرته کور ته راوستې وه.

هغې له خوشې کېدو وروسته يوه موده د "نداى زن" له خوا په جوړ شوى استوګنځي کې تېر کړى و.

احمدي وويل: "کله چې موسسې ماته د خپلې لور د وړلو خبر راکړ، زه پر هغې ډېر په غوسه وم او آن نه مې غوښتل ويې ګورم. خو د يو زړه سواند پلار په توګه مې وروسته وپتېله چې لاړ شم او له ځانه سره يې راولم."

نوموړي زياته کړه: "دا اسانه خبره نه وه، ځکه زما خپلوان او زما قوم له ما سره موافقه نه کوله، چې هغه بېرته کورته راولم. هغوى پر ما شرايط کېښودل، ويل يې چې يا بايد خپله لور واخلم او يا هغوى او زما کور.ما خپله لور غوره وبلله. له دې امله مې هرڅه او هرڅوک پرېښودل او په بل ځاى کې مو نوى ژوند غوره کړ."

څلرويشت کلنه معصومه شپږ مياشتې دمخه له بنده راخوشې شوه. هغه د خپل تره له خوا په زوره د ودولو له امله له کوره تښتېدلې وه. د هغې کورنۍ هغه بېرته خپل کور ته راوستله. خو روغه جوړه په اسانۍ نه وه ترلاسه شوې.

هغې وويل: "دا سمه ده چې کورنۍ مې ومنلم، خو دا کار په اسانۍ سرته نه دى رسيدلى..کله چې کور ته راستنه شوم، ورور مې سر راته وخرايه او بيا يې دوه اوونۍ په تشناب کې بنده کړم. وروسته يې وبښلم، خو د پخوا په څېر چلن راسره نه کوي. اوس زيار باسم چې بېرته د هغوى باور تر لاسه کړم." 

Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists