په هرات کې د رسنيو آزادۍ ته د خطر زنګ

خبريالان ادعا کوي چې چارواکي مينه نه لري د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره د هغوى غوښتنې تر پام لاندې ونيسي.

په هرات کې د رسنيو آزادۍ ته د خطر زنګ

خبريالان ادعا کوي چې چارواکي مينه نه لري د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره د هغوى غوښتنې تر پام لاندې ونيسي.

Herat has a lively media scene, but local journalists claim they are increasingly facing obstructions. (Photo: Todd Huffman)
Herat has a lively media scene, but local journalists claim they are increasingly facing obstructions. (Photo: Todd Huffman)
Thursday, 27 January, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې خبريالان ټينګار کوي چې ځايي او بهرني چارواکي نه غواړي له هغوى سره مرسته وکړي؛ د متوازن  رپوټ د چمتو کولو په اړه د هغوى د هڅو په وړاندې خنډونه جوړوي او د وينا ازادي محدودوي. 

د رسنيو سرچينې ادعا کوي چې ملکي او امنيتي چارواکو ته خپلو آمرينو سپارښتنه کړي ترڅو له تبصرو کولو ډډه وکړي او د معلوماتو غوښتنې ردې کړي. 

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د رسنيو چټکه وده يوتر ټولولويه بريا ګڼل کېده؛ لسګونه تلويزيونې کانالونه او د راديوي خپرونوستيشنونه جوړ او په سلګونو ورځپاڼې اوخپرونې رامنځته شوې. 

دا برى پر مخ نه ولاړ  سره له دې چې د بيان ازادي په اساسي قانون کې تسجيل شوې، خو بيا هم خبريالان ترهول کيږي، وهل کيږي او بدناميږي، په داسې حال کې چې يو شمېر يې بند ته اچول شوي او ځينې آن وژل شوي دي. .

په افغانستان کې د سهيلي اسيا د ازادو رسنيو د ټولنې مشر،  فواد احمدي وويل: "د بيان ازادي په هرات ولايت کې له جدي ننګونې سره مخامخ ده." هغه زياته کړه، خبريالان خبرو او مرکې ته د يو چارواکي د موندلو لپاره، که ورځې نه وي، نو ساعتونه، ساعتونه انتظار باسي.

هغه وويل: "په ځينو حالتونو کې چارواکي نه يوازې دا چې ځواب نه ورکوي، بلکې له خبريالانو سره ناندرۍ وهي او د رسنيو د ټولنې بې احترامي کوي."

د امريکا د غږ  خبريال، فاروق فيضي وويل په بېلا بېلو حالتونو کې له دې ستونزې سره مخامخ شوى دى. هغه وويل، يوه پلا "ما د يو څه په اړه د سرحدي پوليسو نظر ته اړتيا درلوده. کله چې مې ورته وويل، خبريال يم،  نو په ډېرې بې احترامۍ يې وويل، زه وخت نه لرم چې پر تا يې ضايع کړم. تليفون يې بند کړ او هيڅ مرکه يې راسره ونه کړه."

د فرياد راديو مسؤول چلوونکي، خليل اميري ادعا وکړه چې په دې وروستيو وختونو کې په هرات کې يو پوځي چارواکي خپل وياند له خبريالانو سره خبرو ته پرې نښود. 

هغه وويل: "دا ډېره سخته خبره ده. له يوې خوا حکومت او بهرنيان د بشري حقونو، دموکراسۍ  او د بيان د ازادۍ  په اړه شعارونه ورکوي او له بلې خوا د بيان ازادۍ ته زندۍ اچوي."

هغه وويل: "د حکومت دا کار ددې څرګندونه کوي چې رسنۍ نشي کولاى د خپل هېواد د پرمختيا په اړه خپلو هېوادوالو ته معلومات ورکړي. رسنۍ اړ ايستل کيږي د بهرنيو رسنيو پر ويب پاڼو ډډه ولګوي."

په هرات کې د خبريالانو د حمايت د کمېټې مرستيال شرف الدين ستانکزي وويل هغه ته ويل شوي چې يوازې د هرات د والي وياند له رسنيو سره د خبرو او مرکو کولو واک لري.

هغه وويل: "په هرات کې د خبريالانو اوسنۍ دنده داده چې خپل ټيپ ريکاردرونه د هرات ولايت د چارواکو په مخ کې کښيږدي  دهغوى زړه چې هر څه  غواړي هغه وايي او خبريالان بايد هماغه خبرې خپرې کړي." 

هغه وويل، دا په خپل وار د خبريالانو د اعتبار غوښتنه کوي. "سره له دې چې موږپه دې اړه څو څو ځلې د هرات له پوځي او ملکي چارواکو سره خبرې کړي، خو له غونډو مو څه مثبته پايله تر لاسه کړې نه ده."

يو امنيتي چارواکي د نامه د نه خپرولو په شرط ددې پخلى وکړ چې اړوند آمر يې له خبريالانو سره له خبرو کولو منع کړى دى.

د افغانستان په لويديځ کې د پوليسو د انصار د ٦٠٦ زون وياند، عبدالرووف احمدي د محدوديتونو د شتون خبره رد کړه.

هغه وويل، کېداى شي په دې وروستيو کې د پوليسو د مشرتابه او تشکيل د نوي کېدو له امله له رسنيو سره د خبرو کولو اړوند چارواکي له تګلارو او پروسيجر سره سم بلد شوي نه وي..  

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، ولى شاه  بهره د خبريالانو د ادعاوو په اړه حيرانتيا څرګنده کړه. هغه وويل دا لومړى ځل دى چې دا ستونزه يې واورېده.

هغه وويل: "د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د خبريالانو حمايت کوي او دنده لري چې ستونزه ژر تر ژره هواره کړي." هغه زياته کړه، د هغه رياست به اړوند حکومتي چارواکي له رسنيو سره همکارۍ ته  وهڅوي. 

د هرات ولايت خبريالان شکايت کوي په سيمه کې نړيوال پوځي چارواکي دمرکو لپاره د هغوى غوښتنو ته ځواب نه وايي،خو ايتلافي پوځونه ټينګار کوي چې معلومات ښايي له مناسبې لارې او کانال چمتو شي.

د افغانستان په لويديځ کې د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) وياند، تورن ايګور پيانيک وايي سيمه ييز دفترونه له رسنيو سره د مرکو اوخبرو واک نه لري. د معلوماتو په اړوند ټولې غوښتنې له کابل سره همغږي کيږي. 

هغه وويل: "دا معلومات هغه مهال چمتو کېداى شي چې هغوى د زياتو بشپړو معلوماتو لپاره له موږ څخه د مسؤول شخص د تيلفون شمېره او د ايمېل پته واخلي."

په همدې وخت کې د رسنيو د څار مؤسسې خبر ورکړ چې په ٢٠١٠ کال کې د خبريالانو په وړاندې ٣٢ سلنه کموالى راغلى دى. په دې کال کې په ټول افغانستان کې ٥٨ پېښې رامنځته شوې دي.

د ستانکزي د وينا له مخې اوس خبريالان هغومره نه ډارول کيږي، ځکه  هغوى اړايستل شوي چې د چارواکو په ګټه ليکنې وکړي.

هغه وويل: "د حکومت د اجرااتو په اړه انتقادي ليکنې نه کيږي. خبريالان له ځانې سانسور څخه کار اخلي، ځکه د وهلو ډبولو په صورت کې يي هيڅوک غږ نه اوري."

د هرات يو وتلي او پخواني ژورنالست،  ولي محمد حديد آى ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې رسنۍ د حکومت پر کارونو نيوکې کوي، نو د ځايي چارواکو له سخت غبرګون سره مخامخ کيږي. که وضعه همداسې دوام ومومي، نو په هرات کې به د بيان آزادي ترى تم شي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists