پر ايران د افغان د بند د جوړېدو په وړاندې

د بخش آباد بند د افغانستان د لويديځي سيمې د سوکالۍ اوښيرازۍ لپاره يومهم بند دى، خو لويديځ ګاونډي هېواد ته د اوبو د بندېدو لامل کيږي.

پر ايران د افغان د بند د جوړېدو په وړاندې

د بخش آباد بند د افغانستان د لويديځي سيمې د سوکالۍ اوښيرازۍ لپاره يومهم بند دى، خو لويديځ ګاونډي هېواد ته د اوبو د بندېدو لامل کيږي.

Water is a vital asset for farmers like this man in Afghanistan’s arid Farah province, but also for neighbouring Iran. (Photo: ISAF/USAF Senior Airman Rylan K. Albright)
Water is a vital asset for farmers like this man in Afghanistan’s arid Farah province, but also for neighbouring Iran. (Photo: ISAF/USAF Senior Airman Rylan K. Albright)
Tuesday, 1 February, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، جاوېد تابش لکينه

د فراه ولايت چارواکي وايي د بخش آباد د برښنا پر بند پرله پسې بريدونه د هغه پروژې د کارمخه ډب کوي چې په پام کې ده ځايي اوسيدونکو ته برښنا او اوبه چمتو کړي.

په وروستۍ پېښې کې ناپېژاندو سړو د ٢٠١٠ کال د نومبر دمياشتې په ٢٦ د خاک سفيد په سيمه کې دوه تنه انجينران وتښول. يو تن يې وواژه او بل يې د سلو زرو امريکايي ډالرو په وړاندې خوشې کړ.  

د فراه ولايت د والي مرستيال، محمد يونس رسولي ادعا وکړه چې نوموړي بريد سياسي لاملونه لرل او د افغانستان د پرمحتګ په وړاندې د خنډونو اچولو په موخه ترسره شوى و.  

هغه وويل: "يو شمېر بهرني عناصر د بخش آباد د برښنا د پروژې د ودانولو کار ګډوډوي، ترڅو له امله يې بل کوم شرکت جوړولو ته زړه ښه نه کړي."

په ٢٠٠٨ کال کې هندي انجينرانو د فراه ولايت له مرکز څخه لس کيلومتره ختيځ ته پرتې د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د پروژې لومړنۍ سروې سرته ورسوله. هغوى اټکل وکړ چې دا پروژه به په درېو کلونو کې بشپړه شي او ٨٤٠ زره هکټاره کرنيزې ځمکې ته به اوبه چمتو کړي.  

له هغې راوروسته د پروژې د ودانولو کار د امنيتي اندېښنو له امله په ټپه ولاړ دى. ځاي امنيتي چارواکو پخوا ادعا کړې وه چې ايران د بند د کار د مخې د ډب کولو لپاره افغاني ياغيانو ته پيسې ورکوي. 

د فراه ولايت د والي مرستيال، يوسف رسولي وويل، د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې د پروژې په سيمه کې ياغيانو د پوليسو پر امنيتي پوستې د بريد پرمهال ١٢ تنه پوليس ووژل، چې تر دې دمه  ډېره مرګوني پېښه ګڼل کيږي.  

هغه وويل، ايران د برښنا د بند د جوړولو مخالف دى، ځکه د هغې په جوړېدو به د فراه رود اوبه پر ايران بندې شي، چې له امله به يې د سيستان او بلوچستان ولايتونه تر يوې کچې اغېزمن شي. د اولايتونه په سيمې کې تر ټولو وچې او بې اوبو سيمې دي.

د فراه ولايت د اوبو او برښنا پخواني رئيس، عبدالهادي کاشف  هم د بند د ودانولو په کار کې د ايران د لاسوهنې ادعا کړې وه. 

هغه وويل: "ايران نه غواړي د برښنا دا بند ودان شي، ځکه دې اوبو ته ډېره اړتيا لري. ايران به د بند د ودانولو د کار په مخنيوي کې نا زړه نشي، ځکه که اوبه تر کنترول لاندې راشي، نو ايران به له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي."

د متحده ايالتونو لوړپوړو چارواکو په بېلا بېلو پېښو کې ادعا کړې چې ايران په افغانستان کې مخالفينو ته وسله چمتو کوي. د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې افغان  امنيتي ځواکونو د بند په ګاونډ کې په ايران کې د جوړو شوو چاودېدونکو وسلو او مهماتو يو ګودام وموند.  پر ايران داسې تورونه هم لګېدلي چې د هرات ولايت د سلما د بند د جوړولو کار يې هم له ګډوډۍ سره مخامخ کړى دى. [وګورئ: ايرانيان يو ځل بيا د افغان بند د کار پر ودرولوتورن شو.]

د فراه ولايت د ولايتي شورا مشر، سيد احمد خان پوښتنه کوي: "د ايران لاسوهنه لکه د لمر په څېر روښانه ده. خو څوک دې چې د هغه مخه ونيسي؟ "

د بند له جوړېدو وروسته به کروندګر دې ته نه اړکيږي چې خپلې ځمکې د څاګانو په ګران بيه اوبو خړوبه کړي او ټول ولايت به ښه ښيرازه شي. 

نوموړي زياته کړه، حکومت بايد دې پروژې ته د لومړيتوب حق ورکړي.

د فراه ولايت امنيه قوماندان، فقير محمد عسکر وويل د[پروژې د کار] د مخنيوې هڅې تر يو څرګند پلان لاندې سره ته رسيږي. 

هغه وويل: "دا څرګنده چې څوک نه غواړي دا بند ودان شي. ځکه اوس چې د بند کار په ټپه ولاړ دى، موږ امنيتي ستونزې نه لرو. کله چې کار پيل شي نو امنيتي ستونزې زياتيږي." 

په هرات کې د ايران د قونسلګرۍ يو چارواکي، حسين مير سکندري په ټينګه د لاسوهنې تورونه رد کړل، ويې ويل: "دا د ايران په وړاندې يو تبليغ دى. د خپلو [تورونو] د سپيناوي لپاره څوک کوم لاسوندي نه لري."

له دې ټولو سره سره په فراه کې د اوبونشتوالى د يوې جدي  ستونزې په توګه  پرځاى پاتې ده، چې زياتره اوسيدونکي يې کروندګر دي.

د فراه ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس، محمد اسلم دانا وويل، په دې ولايت کې ٥٦٠ زره هکتاره کرنيزه ځمکه شته، خو د اوبو د نشتوالي له امله يې يوازې څه ناڅه اتمه برخه کرل کيږي. 

کروندګر د اوبو لګولو لپاره ډيزلي واټرپمپونه کاروي، په دې توګه د زياتو غلو دانو د ترلاسه کولو لپاره د هغوى هڅې محدودوي.

د ولايت په لويديځ کې د توسک د کلي يو اوسيدونکي، ٤٥ کلن غلام حيدر آى ډبليو پي آر ته وويل، "زه ډېره کرونده لرم. د اوبو د نشتوالي له امله ټوله نشم کولاى."

هغه وويل، پخوا به يې د انارو او انګورو باغونه په ډيزلي واټرپمپونو اوبه کول، خو د تېلو د بيو د زياتوالي له امله يې نوره وسه ورته نه رسيږي. 

نوموړي زياته کړه: "که دا بند جوړ شوى واى، نو فراه به د غنمو يو لوى توليدوونکى ولايت و. زه له حکومت غوښتنه کوم چې دا بند موږ ته جوړ کړي، ځکه تر اوسه پورې يې موږ ته کوم کار نه دى کړى. بايد د ايرانيانو د لاسوهنې مخه هم ونيسي."

د انرژۍ چمتو کول د فراه ولايت خلکو ته د يوې لويې اندېښنې په توګه پر خپل ځاى پاتې دي.

د هغه ولايت د انرژۍ او اوبو د رياست مشر، ميرخاتم وويل دمګړۍ د فراه ولايت له شپږو ولسواليو څخه يوازې يوې ولسوالۍ ته پوره برښنا رسولى شي. پاته سيمو ته هيڅ برښنا نه رسيږي.

يو شمېر خلک د برښنا لپاره له جنراتورونو کار اخلي، خو د ټولو خلکو وسه ورته نه رسيږي.

د ٣٢ کلن علي محمد په نامه د فراه يو هټيوال آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ د خوړو د له منځه تلو د مخنيوي لپاره جنراتورونه کاروو، خو د تېلو بيه دومره لوړه ختلې چې د خوراکي توکو پر بيو اغېز کوي. په پاى کې بېوزلي خلک  تر فشار لاندې راځي "

"نن د فراه ولايت د خلکو خوشحالي د ايران حکومت يرغمل کړې. که يوازې د بخش آباد بند جوړ شوى واى، نو د فراه ولايت به د هر څيز خاوند و."  

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists