پوليس د طالبانو سيمې ته ورغلې خبريالان تر پوښتنو ګروېګنو لاندې ونيول

د خبريالانو يوه ډله هغه مهال د پوليسو له ډار سره مخامخ شوه، چې د طالبانو تر لاس لاندې سيمې څخه راستانه شول.

پوليس د طالبانو سيمې ته ورغلې خبريالان تر پوښتنو ګروېګنو لاندې ونيول

د خبريالانو يوه ډله هغه مهال د پوليسو له ډار سره مخامخ شوه، چې د طالبانو تر لاس لاندې سيمې څخه راستانه شول.

Thursday, 6 December, 2007
. له طالبانو سره له سختو او کوټلو خبرو اترو وروسته هغوی ته بلنه ورکړ شوه، ترڅو په موسی کلا کې د هغوی له مرکز څخه فلمونه واخلي. دا د خبريالانو لومړۍ ډله وه، چې د فبرورۍ په مياشت کې په هغه ولسوالۍ باندې د طالبانو د سپين بيرغ له رپولو څخه وروسته هلته ځي.



په دې څلور کسيزې ډلې کې د آی ډبليو پي آر خبريال، عزيز احمد تسل، د آريانا د تلويزيون خبريال، عبدالودود هجران، د بي بي سي خبريال، عزيز احمد شافي، او د الجزيرې د تلويزيون خبريال، عبدالصمد صميم ملګري و. هغه مهال چې د نومبر د مياشتې په پنځمه نوموړې ډله له لښکرګاه څخه وخوځېدله، نو نه پوهېدل، چې څه به ورپېښ شي. د طالبانو منګولو ته ځان سپارل يوه خطرناکه لوبه ده. په سيمې کې د بهرينو جنګياليو د بې خړته شتون له مخې په هلمند کې جنګ جګړې د وړاند ويلو نه دي.



نوموړی سفر يوه لويه بريا وه. په تېره بيا چې طالبانو په ځانګړې توګه د ميلمه خبريالانو لپاره يو پوځي پرېټ هم تر سره کړ. خبريالانو وويل، طالبان ميلمه پال و او د خبريالانو په راتګ ددې لپاره ډېر خوشاله و، چې وضعه نوره هم روښانه او کره رپوټونه خپاره کړي.



تسل وخندل: "زه ډارېدلم، چې ښايي بېرته ژوندی را نه شم. خو کله چې مې د موسی کلا وضعه وليدله، غوښتل مې هيڅ بېرته رانه شم."



د طالبانو د رسنيو د پياوړی بريد حالت د حکومت د کلک غبرګون په پرتله خورا غښتلی و.



خبريالان، چې نه يوازې ژوندي راغلل، بلکې د طالبانو تر لاس لاند ې سيمې ته په ورتګ خوښ هم و. هغوی هغه مهال له رښتينو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول، چې بېرته د حکومت لاس لاندې سيمو ته راستانه شول.



تسل د ګرشک په ولسوالۍ کې پوليسو بندي کړ. هغه يي تلاشي کړ، کمره او ټيپ ريکارډر يي ځينې واخيستل او د هغه مرکې يې واورېدې. له هغه يي د سفر په هکله بشپړې پوښتنې وکړې او بيا يي خوشې کړ. هغوی ويل، د هغه "د خوشې کېدو" په اړه ورته له پورته امرونه رارسېدلي دي.



د الجزيرې د تلويزيون خبريال، صميم څو شېبې وروسته راغی. له هغه هم پوښتنې ګروېګنې وشوې او بيا پرېښودل شو.



د شافي د وينا له مخې کله چې هغه او هجران د تالاشۍ له يوې پوستې تېرېدل، نو پوليسو ورباندې ډزې وکړې.



هغوی ټول بېرته راستانه شول او هغه مهال چې کورونو ته راورسېدل، نو د خونديتوب احساس يي وکړ.



په ماښام کې د هلمند پوليس د "موسی کلا څلور" د موندلو لپاره په يوماموريت ووتل.



لومړی د هجران کور ته لاړل، چې د هغه ملګری مطيع الله مينه پال د هغه د ليدلو لپاره هم هلته و او غوښتل يي د موسی کلا په هکله د هغه خبرې واوري.



مطيع الله وويل: "زه د هجران له کوټې راووتم. په لارې کې مې مخې ته پوليس راغلل. ما سوچ وکړ، چې ښايي هغوی د هجران (د نيولو) په خاطر راغلي وي، زه بېرته وګرځېدم."



د خپل ملګري په هکله د هغه اندېښنې مطيع الله ته په بند کې د يوې شپې د تېرولو سزا ورکړه. د مطيع الله د وينا له مخې هغوی (پوليسانو) هغه تالاشي کړ او کله چې له هغه سره د آی ډبليو پي آر د پېژندپاڼې موندله، نو ويي وويل: "ته خبريال يي؟ راځه، له موږ سره لاړ شه."



هجران او مطيع الله د پوليسو موټر ته وروخيژول شول او له نورو دريو موټرو او پوليسانو سره وخوځېدل، چې تسل ومومي.



هجران او مطيع الله سمه پته ور نه کړه او د چانس له مخې پوليس د شافي د کور مخې ته ودرېدل. شافي او تسل دواړه عزيز احمد نوميږي. خو پوليسو دغه مهال شافي نه لټولو.



مطيع الله وويل: "د شافي پلار راووت او ويې ويل، چې دلته څوک د تسل په نوم نه شته. ما او هجران د پوليسو په موټرو پورې خندل چې په غلطۍ سم ځای ته راغلي و."



پوليس يو ساعت د تسل په کور پسې وګرځېدل، تر هغه چې يو هټيوال ورته د هغه کور وښود.



مطيع الله وويل: "پوليسانو دروزاه وټکوله. موږ له موټر څخه د هغوی ننداره کوله. د تسل ورور وويل، هغه په کور کې نه شته. موږ ولاړو."



د پوليسو په ماموريت کې صحنه بيخي سرچپه شوه. دمخه تردې چې هجران او مطيع الله يوې بلې کوټې ته يوړل شي، پوليسو هغوی ته چای راوړ، د هجران تلويزيونې کمره يي واړوله راواړوله. د يو بل او ميلمنو عکسونه يي واخيستل. هلته يي ورته پاک او مينځلي روجايي او يو څه کتابونه راوړل او په کوټې کې يي واچول.



مطيع الله وويل: "کله چې مې د کوټې د کولپولو غږ واورېد، نو وډارېدلم."



په سهار دا دواړه خوشې شول او بېرته مامومريت راوستل شول.



مـطيع الله ته يي وويل، چې کورته ولاړ شي. خو تر دې دمخه چې ووځي، د پوليس په لاس کې يي يو امر وليد، چې په کې ليکل شوي و: "يوه کمره، يو کمپيوتر، دوه موبايل تليفونونه او د عبدالواحد هجران په نوم سړی بايد د ترهګرو په وړاندې د مبارزې ادارې ته واستول شي."



مطيع الله وويل: "له هغه وروسته مې هجران ونه ليد."



ددې رپوټ د ليکلو پر مهال په بندې خانې کې د هجران 24 ساعته پوره کيږي. له دې ټولو خبرو سره سره هغه د ترهګرۍ سره د مبارزې په ادارې کې بندي دی.



د تسل د وينا له مخې په داسې حال کې چې د پوليسو په ادارې کې هيچا تبصرې کولوته زړه نه ښه کولو، د امنيي قوماندان، حسين انډيوال هغه ته وويل، چې که چېرته يي د الجزيرې د تلويزيون خبريال وليد نو بايد تسليم يي کړي.



د حکومت تګلاره ډنډورو وهلو ته پاتې کيږي. له ترهګرو سره د يو خبريال د برابرولو له لارې نه شي کېدای د چا زړه لاس ته راوړل شي او نه به ولايت کې د خبرونو او معلوماتو له ازاد بهير سره مرسته وکړای شي.



يو بهرني چارواکي د نوم د نه يادولو په شرط وويل: "دا حکومت سمه او رغنده تګلاره نه ده. دا يوه ناسمه پراختيا ده."



د هلمند د خبريالانو په مخ کې غرونه، غرونه ستونزې پرتې دي. د طالبانو د رسنيو د نوې همکارۍ له تګلارې سره سره د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې پروګرام کې زياتره ښکېل خبريالان په هلمند کې د هغه چا له خوا ګواښل شوي دي، چې ځانونه طالبان معرفي کوي. او ورته ويلي يي دي، چې له بهرنيو موسسو سره کار بس کړي.



له ايټالوي خبريال، دانيال ماسترو جياکومو سره د ملګری ليکوال او ژباړن، اجمل نقشبندي سر په هلمند کې د اپرېل په مياشت کې له تنې پرې کړای شو. دا يوه داسې غميزه وه، چې د هېواد په سهيل کې يي د رسنيو کورنۍ ته زيات ټکانونه ورکړل.



اوس داسې بريښي، چې حکومت هم په خبريالانو پسې راخيستې وي.



تسل پوښتنه کوي: "آيا زه يو ترهګر يم، چې داسې عمل راسره کيږي؟ زه يو خبريال يم. ما څه خراب کار کړی دی؟
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists