تعليم يافته افغانان ځان ګوښى ساتي
د ډيروافغان مهاجرو له پاره چى عالي تحصيلات او مهارتونه لري، هيواد ته د ستنيدو پر ځاى د پاکستان ستونځمن ژوند ته ترجيح ورکوي.
تعليم يافته افغانان ځان ګوښى ساتي
د ډيروافغان مهاجرو له پاره چى عالي تحصيلات او مهارتونه لري، هيواد ته د ستنيدو پر ځاى د پاکستان ستونځمن ژوند ته ترجيح ورکوي.
د لنډمهالى ادارى له تاسيس وروسته په لومړيو مياشتو کى په سل ګونو زره افغانان په خپل هيواد کى د يوه ښه ژوند په هيله له پاکستان څخه خپل هيواد ته د ستنيدو له پاره له پولى واوښتل.
خو په زرګونو نور چى پکښى تعليم يافته او د لوړو مهارتونو درلودونکي و په افغانستان کى د ژوند د خرابو شرايطو، د امنيت د نشتوالي او د تعليم ناکافي شرايطو له امله يي ترجيح ورکړه چى په پاکستان کى پاتى شي.
د دغو مهاجرينو تر منځ عمومي احساس دا دى ، که څه هم په پاکستان شرايط په زړه پورى نه دي ، خو په افغانستان کى هم داسى څه نه شته چى په دايمي توګه د بيرته ستنيدو له پاره دوى وهڅوي.
يوه ډله محصلينو او محقيقينو د يوى مرکى په ترڅ کى چى ور سره د پيښور په يوه کتابتون کى شوى د مسايلو يو اوږد لست څرګند کړ چى د هغو له امله انديښمن دي. دا موضوعات عبارت دي له انفلاسيون، د اوبو ، بريښنااو کورونو له نشتوالي څخه چى دغه راز د تعليم او د روغتيا کمزوري او له نش سره برابر شرايط هم په کښى راځي. که څه هم يو تن مهاجر وويل: موږ د خپل ځان، مال او شتو ساتنه غواړو.
احمد سير هاشمي چى د ١٧ کلونو راپدى خوا په پاکستان کى اوسي وايي چى خپل او خپلوان يي افغانستان ته تللي دي خو هغه نه غواړي چى ولاړ شي . ځکه چى ويره لري چى پرى به حمله وشي. هغه وايي پښتانه چى د هيواد په شمال کى اقليت يا لږکي دي د زور زياتي سره مخامخ دي او پرى جنسي تيرى کيږي ، ځمکى يي ترى اخيستل کيږي او سيمه اييز قومندانان ترى جزئي اخلي او داسى نور. دوى خپل هر څه پريږدي او تيښته کوي. شيما چى يوه ښوونکى ده او په پيښور کى ژوند کوي وايي: هغه له دى امله غواړي په پيښور کى اوسي چى کومى قربانۍ يي چى ورکړي عبس نه شي. هغه وايي ٢٠ کاله کيږي چى د بچو له پاره مى په پاکستان کى ستونځى ګالم او اوس نه غواړم چى د اوبو د نشتوالي، لوږى او سړى هوا له امله مړه شم.
ډيرى وايي تر څو چى اقتصادي وضع په افغانستان کى د پاکستان په پرتله ښه نه شي دوى به ستانه نه شي.
ګل احمد پخوا په افغانستان کى چلوونکى و او اوس په پاکستان کى وزګار دى او په اروپا کى د خپلو خپلوانو په مرسته ژوند کوي وايي که څه هم د پاکستان د پوليسو چلند له موږ سره بد دى خو که خپل کلي ته ولاړ شم نو يقين لرم چى خپله ډوډۍ هم پيدا کولى نه شم. موږ بله هيڅ لار نه لرو پرته له دى چى په مهاجرت کى ژوند وکړو.
د افغان غاليو د ټولنى ريس حاجي نعيم وايي د نوي حکومت د جوړيدو له امله خوښ دى خو لا تر اوسه نه غواړي د غاليو دستګاه ګانى چى پکښى په زرګونو کسان کار کوي دننه افغانستان ته انتقال کړي. هغه زياتوي: موږ په دى هيله و چى حکومتي چارواکي به د سوداګرو له پاره ښه پروګرامونه جوړ کړي. دا دى اوس لس مياشتى تيرى شوى خو د سوداګريزه ټولنى له پاره هيڅ هم نه دي شوي.
احمد اميد چى اوس وزګار دى وايي: د طالبانو تر واکمنۍ وړاندى يي د ماليي په وزارت کى ماموريت درلود او په دى وروستيو کى يي وغوښتل چى خپله دنده بيرته تر لاسه کړي. هغه وايي له دى امله مى خپلى پخوانۍ دندى له پاره غوښتن ليک ورکړ خو را ته يي وويل چى د وزارت د مامورينو شمير ډير زيات دى. خو په يوه اوونۍ کۍ يي لس تنه نور مقرر کړل.
د مهاجرينو ډيرى وايي چى کورونه يي په جنګ کى وران شوي دي او دوى يي د جوړولو له پاره په کافي اندازه پيسى نه لري. حاجي ګل په دى هکله وايي: اوس که موږ وغواړو هم تللى نه شو ځکه ژمى په رارسيدو دى او موږ د ژوند کولو له پاره ځاى ځايګى نه لرو.
ښوونه او روزنه د ميندو او پلرونو له پاره بله مسـئله ده په ځانګړي توگه هغه کسان چى پخپله عالي تحصيلات لري او مسلکي کسان دي د هغوى له پاره د انديښنى وړ ده. فضل الدين فضل د کرهڼى متخصص چى د افغانستان له پاره د سويډن د مرستو له موسسى سره کار کوي يوازى د خپل کار له پاره افغانستان ته ځي خو خپله کورنۍ او واړه له ځانه سره نه وړي.
هغه وايي د کابل په پوهنتون کى وضع د قناعت وړ نه ده. سربيره پر دى په دى وروستيو کى د کابل پوهنتون نښتى د ټولو له پاره خطر دى. هغه وايي زما د بچيانو له پاره د پاکستان په تعليمي تاسيساتو کى امکانات ښه دي.
يو دوکاندار شفيع خان وايي: زما ماشومان په پاکستان کى په لوړه سطح درس وايي . زه نه غواړم افغانستان ته د هغو په وړلو د هغوى راتلونکى له خطر سره مخامخ کړم. هر کله چى د لويديځوالو له خوا نړيوال ښوونځى جوړ شو موږ به ولاړ شو.
خو د ډيرو مهاجرو له پاره اوسنۍ امنيتي وضع د انديښنى وړ ده. د سيدجمال الدين افغان د ليسى زده کوونکى احمدضياوايي: د امنيتي وضعى په اړه هيڅ باور نه شته. د احمد ضيا کورنۍ د شوروي پر ضد د جګړى پر مهال له هيواد څخه وتلى وه او د مجاهدينو له برياليتوب وروسته بيرته هيواد ته ستنه شوه. خو د جنګ سالارانو تر منځ د جګړى د پيل وروسته بيرته د هيواد پريښودو ته مجبوره شوه.
هغه وايي موږ نه غواړو دا سرګرداني او خپګان بيا تکرار کړو او تر هغى چى په بشپړه توګه مطمئن نه شو چى په واقعي توګه صلح راغلى بيرته نه ځو.