زعفران د 'کوکنارو' ځاى ناستى

د کرنې ځايي چارواکي د نړۍ د تر ټولو د لوړې بيې د بوټي د کرنې مفکوره رامخته کوي، چې د هېواد د نيشه يي توکو د سوداګرۍ مخه ونيسي.

زعفران د 'کوکنارو' ځاى ناستى

د کرنې ځايي چارواکي د نړۍ د تر ټولو د لوړې بيې د بوټي د کرنې مفکوره رامخته کوي، چې د هېواد د نيشه يي توکو د سوداګرۍ مخه ونيسي.

د نړۍ دترټولو لوړې بيې بوټي د کرکيلې مفکوره د داسې يوې وسيلې په توګه تر پام لاندې نيول شوې، چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د کوکنارو د کرلومخه پرې ونيول شي.


هغه مهال چې تېره مياشت دولتي تلويزيون د غلو د تناوب د پروژو په هکله يوپروګرام خپور کړ، نو زيات شمېر کروندګرو د کرنې او مالدارۍ رياست ته مراجعه وکړه.


د بلخ د ولايت يو کروندګر، حسن قلي، چې د حالاتو د معلومولو لپاره د مزارشريف ښار ته راغلى، وايي: "که زه وکړاى شم، چې زعفران وکرم، نو زيات به خوشحاله شم." نوموړى زياتوي: "هغه خلک چې زه يي پېژنم او يا مې اورېدلي دي، هم ډېر خوشحاله دي. دا کار به زموږ جيبونه ډک کړي."


د لوړ کيفيت لرونکي بوټى،زعفران، د تېز رنګ د لرلو او خواړو ته د خوند او مزې د ورکولو له امله په نړۍ کې زيات شهرت لري. په لوېديځ کې ديوې کيلو په وړاندې په سلګونه ډالره بيه لري. زعفران کروندګرو ته د اپينو په ګډون، دبل هر بوټي په پرتله، زياته بيه لري.


د تلويزيون په رپوټ کې ويل شوي و، چې د کرنې او مالدارۍ رياست په مزارشريف کې د ايران له نوې پرانيستل شوې قونسلګرۍ څخه د مرستې په لټه کې دى، چې سيمه ييزو کروندګرو ته د زعفرانوتخم ومومي.


ايران او کشمير په نړۍ کې د زعفرانو د توليد د سترو سيمو په ډله کې شمېرل کيږي. په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ په کچه د اپيمو ستر توليدوونکى هېواد دى.


په سميه کې د کرنې لوړ پوړى چارواکى، سيد عزت الله هاشمي، چې په ايران کې د کډوالۍ پر مهال د زعفرانو په کرکيله بوخت و، ددې مفکورې زيات پلوي او مينه وال دى. هغه وايي: "موږ تبليغاتي ډلې د بلخ ولسواليو او نورو ګاونډيو ولايتونو ته استوو، چې بزګرانو ته د زعفرانو د ګټو په اړوند معلومات ورکړي. موږ به کروندګر وهڅوو، چې د کوکنارو پرځاى زعفران وکري."


هاشمي وويل، چې سيمه ييز شرايط د زعفرانو د کرلو لپاره سم دي. دا بوټى د کوکنارو په پرتله زياتو اوبو ته اړتيالري، خو د غنمو په ګډون د نورو ډېرو بوټو په پرتله لږې اوبه غواړي. نوموړي يادونه وکړه، چې د زعفرانوپه کرکيله کې، په ګل کې وچه شوې غوزه په لاس راټوليږي او يو څه زيات کارغواړي. له دې امله يو زيات شمېر خلکو ته د کار زمينه برابريږي.


په مزارشريف کې د ايران د قونسلګرۍ لومړي سکرتر، علي رستينا وويل، چې لا تر اوسه په دې هکله کومه پرېکړه نه ده شوې. خو زياته يي کړه، چې: "که چېرته کروندګر د کوکنارو په ځاى د زعفرانو کرلو ته مخه کړي، نو ايران به هم له دې لارې ګټه پورته کړي،" چې د افغانستان د نيشه يي توکو له امله تر منفي اغيز لاندې دى.


بلخ او ګاونډي ولايتونه په افغانستان کچه نسبتا د اپيمو ښې توليدوونکې سيمې دي او په ملي کچه يي په توليد کې زياتوالى راغلى دى.


په ٢٠٠٣ کال کې د ملګرو ملتونو د نيشه يي توکو او جرايمو د دفتر (UNODC)د سروې له مخې د بلخ په ولسوالۍ کې د کوکنارو په کرکيله کې په سلو کې ٤٠٠زياتوالى اټکل شوى دى.


هر څوک په دې فکر کې نه دي، چې له کوکنارو څخه د زعفرانو کرکيلې ته د مخ اړول به د افغانستان د لوړې بيې مشهورې کروندې مخه ډب کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرني او خوارک موسسه (FAO) وايي، چې دد ې ځانګړي وړانديز په هکله يي څه نه دي اورېدلي، خو په يوې ليکلې بيانيي کې دغه پروګرام مشر، مانفريد سټاب آى ډبليو پي آر ته په څرګنده ويلي، چې:"د آريانتيا کومه خبره نه شته."


سټاب ليکلي وو: "په هرو دوو اوونيوکې سړى يو ځل د يوې نوې عجيبې غلې دانې نوم اوري، چې د کوکنارو ځاى ونيسي، خو په اغېزمنه توګه د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د سټاب په وينا د هېواد له کروندګر سره زياتو مرستو او او همدارنګه د بندېز يو ټينګ امر ته اړتيا ليدل کيږي.


د برتانيي د نړيوالې پراختيا د غوره کولو کمېټې رپوټ دا موندلې، چې د کرکيلې تبديلول په نادره توګه برى لري. په رپوټ کې يادونه شوې، چې کوکنار د لوړې بيې او په ډېرو ټيټو شرايطو کې د ودې له امله د سيمې د کروندګرو لپاره ګټې لري


له دې ټکي سره سره بيا هم د مزارشريف کروندګر وايي، کېداى شي هغوى يو وخت له کوکنارو څخه د زعفرانوکرلو ته مخه کړي، خو دا اوس مهال هغوى د کوکنارو له کرلو پرته بله چاره نه لري.


د چاربولک په ولسوالۍ کې يو کروندګر وايي: "زه اړ يم خپلې شل کسيزې کورنۍ ته خواړه برابر کړم. که غنم وکرم نود حاصلاتو په وخت کې يوازې ٤ زره افغانۍ تر لاسه کوم. زه بايد کوکنار وکرم، چې د غنمو په پرتله زيات حاصل کوي."


دين محمد په ځمکه کې د ګوډۍ پرمهال آى ډبليو پي آر ته وويل، : "د کوکنارو د کرلو يوازينى دليل دادى، چې د غنمو او پنبې حاصلات زموږ اړتيا نه شي پوره کولاى."


څه شى به هغه له دې کاره واړوي؟ نوموړى وايي: "هر هغه بل حاصل چې زموږ "اقتصادي" اړتيا پوره کړي، نو ولې به يي نه کرو. دا بوټى خو زموږ په دين کې هم جايز نه دى."


Frontline Updates
Support local journalists