د افغانانو د بري ورځ د لمانځنې وړ نه ده
د حکومت له خوا په کمونستانو باندې د مجاهدينو د بري لمانځنه د ډيرو په آند هغو خلکو ته توهين ده چې د دې ورځې نه وروسته په جګړو کې قرباني شوي دي.
د افغانانو د بري ورځ د لمانځنې وړ نه ده
د حکومت له خوا په کمونستانو باندې د مجاهدينو د بري لمانځنه د ډيرو په آند هغو خلکو ته توهين ده چې د دې ورځې نه وروسته په جګړو کې قرباني شوي دي.
١٣ کاله مخکښې په همدغه مياشت کښې د نجيب الله حکومت د مجاهدينو په لاس نسکور شو، دا واقعه د اپريل د مياشتې ٢٨ (د غويي د مياشتې ٨) د مجاهدينو د بري ورځ په نامه ياديږي.
په داسې حالت کښې چې د ښار په مرکز کښې تيارى نيول کيږي چې دا ورځ ولمانځي،خو د کابل ښار لږ اوسيدونکي خوشاله بريښي.
ځکه چې دا ورځ ډيريو ته د نجيب الله د حکومت ړنګېدل چې د کلونو تنظيمي نا خوالو او جګړو پيل وو، د لس هاو زره افغانانو د مړينې او نږدې ټول کابل ورانيدل ور په يادوي.
دا د حيرانتيا خبره نه ده چې ځيني خلک د غوايي د اتمې د لمانځولو ته موخه نه ويني _ دا نوم هغې لمانځنې ته چه معني يي د کمونستانو درژيم د سقوط ورځ چې د افغاني جنتري د دوهمې مياشتې له اتمې نيټې سره سمون خوري ورکړ شوې ده.
آدم خان چې د رسم ګذشت له ځاي څخه سل ميتره لرې ولاړ دى وويل: "زه د غوايي له اتمي نفرت لرم"
په داسې حال کې چې خپله معيوبه کيڼه پښه يې ښکاروله ، هغه وويل: "دا هغه ورځ ده چې زما په کور راکټ ولګيد، کور مې اور واخسيت او زه زخمي شوم" .
دا رخصتي هغه ته د هغو بدو کلونو ترخه يادونه ور په يادوي، چې په کې عام وګړي د قوماندانانو د خپل منځي ډغرو او جګړو په منځ کښې ښکيل پاتې ول. "زما کور وروسته له دې نه چې مجاهدينو واک تر لاسه کړ، درې ځلې لوټ شو" خان وويل: "د دې ورځې لمانځل دخلکو په زخمونو د مالګې دوړولو مانا لري"
.
٤٣ کلن امير ُملک چې په خپله يو مجاهد وو، آي ډبليو پي آر ته وويل چې د نجيب د حکومت د ړنګيدلو نه درې ورځې وروسته کابل ته ورغلى وو.
"کله چې ما مجاهدين ولېدل چې په خپلو منځونو کې جګړې کوي او خلک لوټوي نو ما له جهاد لاس واخيست" هغه وويل ، "ما دخداي له پاره جهاد کړى، نه د دې له پاره چې خلک لوټ کړم او کورونه يي وسوځم، زه مجاهد يم خو له دې ورځې نه کرکه لرم."
که څه هم چې ځينې مجاهدينوپه دې دورې کې ډير بد نوم ګټلى خو د مجاهدينو مشران د غويي د مياشتې په اتمې نيټې وياړي.
محمد نسيم فقيري، د جمعيت اسلامي وياند، چې يوه له هغو ډلو څخه ده چې د نويمو کلونو په جګړو کې يې پراخه ونډه درلوده، وويل: چې د دې ورځې نمانځل قانونې ده او دا خبره په نوې اساسې قانون کې راغلې ده.
هغه وويل: "مجاهدينو ١٤ کاله جهاد کړى او د نړۍ ډېر لوى قدرت،پخواني شوروي اتحاد ته يې ماته ورکړې. د مجاهدينو خپل منځي جګړې نه شي کولاى چې زموږ جهاد ته کومه صدمه ورسوي.))
که څه هم ان ځينې جهادي مشران هم دا مني چې ځيني ټوپکماران بايد ډيرو پوښتنو ته ځواب ووايي.
انجنير احمد شاه احمدزى د اتحاد اسلامي د ډلې پخواني مرستيال وويل: "زه دمجاهدينو په استازيتوب دکابل له ورانيدو بښنه غواړم . دغه موږ ښه کار نه دى کړى. دا د ملت سره يوه لويه جفا وه. هرځوک چې دا نه مني هغه افغان نه دى"
خو انجنير احمدشاه احمدزى په دې ټينګار کوي چې دا ورځ بايد ولمانځل شي. دى وايي: " دا موجوده دولت او صلح دواړه دمجاهدينو د قربانيو نتيجه ده"
سياسي ځيړونکي بيا په دې هکله بيلابيل نظرونه لري.
په مزارشريف کې سياسې څيړونکى عبدالوهاب مجير د دې ورځې تاريخي اهميت مني او وايي چي دا ورځ د لمانځلو وړ ده. هغه وايي: "دا هغه ورځ ده چې کمونستي رژيم په کښې زوال وموند، دا يوه تاريخي پيښه ده".
خو بيا هلته په ننګرهار کې ميشت سياسي څيړونکى محمد اکبر دا ورځ غندي او يوه غميزه يې بولي.
"د اتم د ثور لمانځل نه بلکه غندل په کار دي، ځکه له دې ورځې وروسته زموږ هيوادښه ورځ نه ده ليدلې. د نړۍ کوم کم عقل به هغه ورځ ولمانځي چې دوى ته يې بد بختې راوړې وي.))
داسې ښکاري چې هر افغان د ويلو له پاره له دې ورځې نه يوه غمګينه کيسه لري.
٤٥ کلن حبيب الله چې د کابل ښار اوسېدونکى دى خپل يو١٨ کلن زوى او يوه١٢ کلنه لور په جنګ کښې له لاسه ورکړې. "کله چې اتم د ثور رارسيږي نو هغه يادونه را په زړه کيږي چې د خپلو ماشومانو ټوټې مې په خاورو کې لټولې. هغوى د يوه توغندي په چاودنه کې ټوټې ټوټې شوي ول"
روح الله د مزار شريف د ښار هټۍ وال له حبيب الله سره خپلې ترخې خاطرې شريکوي. "دا د خلکو جشن نه دى. دا هغو جشن دى چې د خلکو کورونه يې په ټانکونو ويجاړ کړل،د وژلوډول ډول لارې يې رواج کړې، څوک يې په تيلو کې وسوځل او يا يې د ښځو تي پرې کړل.
" هغه وويل: "ددې ورځې لمانځنه دا جوته کوي چې د خلکو قاتلان لا اوس هم په واک کې دي."