سياستوال په کابل کې په ښوونځيو کې د لوست د ژبو په اړه په لفظي شخړو چنګاو دي
په کابل کې په پښتو ژبې باندې د لوست موضوع په افغاني ټولنې کې ژور درزونه رامنځته کړي دي.
سياستوال په کابل کې په ښوونځيو کې د لوست د ژبو په اړه په لفظي شخړو چنګاو دي
په کابل کې په پښتو ژبې باندې د لوست موضوع په افغاني ټولنې کې ژور درزونه رامنځته کړي دي.
په داسې حال کې چې يو شمېر سياستوالو د پوهنې وزارت د نوښت هرکلی کړی، خو د يو شمېر نورو د سخت مخالفت لامل شو.
د طلوع تلويزون د ګردي مېز په خبرو اترو کې په پارلمان کې د کابل ولايت استازي، نجيب الله کابلي ډېر وړاندې ولاړ او دا نوښت يي يو "جنايت" وباله. د پوهنې په وزير، حنف اتمر يي د ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د بې اتفاقۍ د تخم د کرلو پړه واچوله.
د پوهنې وزارت وياند، ظهور افغان ددې نوښت دفاع وکړه او د افغانستان اساسي قانون 43 مادې ته يي په ګوتې نيولو وويل، چې له دولت غوښتنه کوي، ترڅو په هغو ژبو باندې د زده کوونکو لپاره په خپلې مورنۍ ژبې لوست چمتو کړي، چې خبرې ورباندې کوي.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "رښتينې جنايتکاران هغه څوک دي، چې خلک يي لوټلي او وژلي او بيا د ټوپک په زور پارلمان ته راغلي دي." نوموړي زياته کړه، د پښتنو زده کوونکو پلرونو او ميندو په کابل کې ددې غوښتنه کړې وه، تر څو د هغوی د کوچنيانو لپاره په خپله مورنۍ ژبه د لوست زمينه چمتو کړای شي.
دپارلمان يوې بلې غړې، ملالۍ شينوارې ددغه وړانديز ننګه وکړه.
هغې وويل: "دا د ماشومانو حق دی. هيله منه يم، حکومت هغوی ته خپل حق ورکړي. يوماشوم د بلې ژبې په پرتله په خپلې ژبې ښه زده کړه کولای شي."
د رحمن بابا د ليسې د لسم ټولګي زده کوونکي، عاقل خان وويل، نور خبره نه شم منلای. د پښتو ژبې ښوونځي ته له لېږد دمخه هغه په دري ژبو ښوونځيو کې لوست ويلو.
هغه وويل: "کله چې به په دري ژبې باندې لوست ورکول کېده، نو زه به پرې نه پوهېدم. دلته (په پښتو ژبي ښوونځي کې) شيان ښه او ژر زده کولای شم. ځکه په خپله مورنۍ ژبه لوست وايم."
شينوارۍ ددې پلان مخالفين وغندل او ويي ويل، چې هغوی په هر څه کې سياست ورګډوي.
هغې وويل: "هغوی د پښتو ژبې سر سختي مخالفين دي او غواړي، چې خپله ژبه په نورو وتپي."
د هرات د دري ژبي ولايت يو وکيل، سيد شفيق وويل، هغه ډاريږي، چې د ژبې په بنسټ د زده کوونکو بېلول د افغاني ټولنې د بې اتفاقۍ لامل نه شي.
هغه وويل: "کله چې يو زده کوونکی يو ټولګي ته ځي او بل، بل ته. نو دا کار بې اتفاقي راولي. زما په اند دا د افغانستان په مخ يوه څپېړه ده."
د پوهنې وزير، حنيف اتمر د اکتوبر په 31 په يوې خبري غونډې کې خبريالانو ته وويل، چې په بېلا بېلو ژبو باندې د لوست چمتو کول په افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده.
هغه وپوښتل: "دا موضوع په تېرو اويا کلونو کې د بې اتفاقۍ لامل نه شوه، نو اوس ولې د هغې لامل کيږي؟"
پښتو او دري ژبې دواړه په افغانستان کې ډېر ويونکي لري. يوازې په شمال او سهيل کې زياتره خلک په يوې يا بلې ژبه باندې خبرې کوي.
د پارلمان غړې، فوزيې ناصريار يادونه وکړه، چې په افغانستان کې د ازبيکې او ترکمني ژبو په څېر په نورو ژبو هم خبرې کيږي. که د کابل پښتانه په خپله ژبه لوست کولای شي، نو نورو لږه کيو ته دې هم ورته حق ورکړ شي.
هغې ادعا وکړه: "د پوهنې د وزير دا عمل يو قومي عمل دی. که قومي نه وي، نو ولې د نورو ژبو د ويونکو لپاره ښوونځي نه جوړوي؟ وزير دا کار يوازې د خپل قوم په خاطر کوي."
د پوهنې د وزارت وياند، (ظهور) افغان د پښتنو لپاره د جلا ښوونځيو د جوړلو په هکله د کابينې د پرېکړې دفاع وکړه، چې څه ناڅه په کابل کې يو ډېره کی دی او په ورځني ژوند کې له دري پرته په بلې ژبې خبرې کوي.
د پوهنې وزارت د شمېرنو له مخې اوس په کابل کې د 200 زرو تنو په شاوخوا کې پښتانه زده کوونکي شته. د هغوی له ډلې څخه يوازې 20 زره تنه يي په پښتو لوست کوي. د کابل د 175 ښوونځيو په ډلې کې يوازې پنځه هغه يي په پښتو دي. نور نهه ښوونځي په پښتو او دري دواړو لوست کوي.
په پارلمان کې د هرات د ولايت استازي، احمد بهزاد ددې نوښت هرکلی وکړ. هغه وويل: "پښتو او دري دواړه زموږ رسمي ژبې دي. د ټول افغانستان خلک په کابل کې اوسيږي. يو شمېر زده کوونکي په دري ژبې باندې لوست نه شي ويلای، په داسې حال کې چې په مورنۍ ژبې باندې زده کړه د اساسي قانون يو رکن دی."
دا لومړی ځل نه دی، چې د پوهنې وزارت نوی پلان ژبني او توکميز توپيرونه راپاروي. د 2003 کال د لويي جرګې پر مهال پښتانه او دري ژبې تاجيک استازي په خپلو کې سره نښتي و، چې کومه ژبه بايد په اساسي قانون کې لومړيتوب ولري. په پای کې پښتو او دري دواړه ژبې په رسميت وپېژندل شوې.
د ملي سرود د ژبې په سر يو ځل بيا تاوتريخوالی رامنځته شوی و. ملي سرود په پښتو ژبې ليکل شوی، خو يو شمېر سياستوالو ګواښ کړی، چې د هغې د غږولو پر مهال به (د درناوۍ لپاره) په پښو ونه دريږي.