د افغان زورځواکي د ډارونې پاچاهي
د فارياب ولايت ډارېدلي اوسيدونکي وايي يو ځايي جنګ سالار له ولسي خلکو باج اخلي او ځوروي يي، خو حکومت د هغه د مخنيوي په هکله کوم ګام نه پورته کوي.
د افغان زورځواکي د ډارونې پاچاهي
د فارياب ولايت ډارېدلي اوسيدونکي وايي يو ځايي جنګ سالار له ولسي خلکو باج اخلي او ځوروي يي، خو حکومت د هغه د مخنيوي په هکله کوم ګام نه پورته کوي.
يو شمېر شنونکي وايي د افغانستان په شمالي سيمو کې د ناقانونۍ څرګندې بېلګې شته او پوځي ډوله قوماندانان په داسې حال کې برالا په ځايي حکومتي ادارو سترګي پټوي، چې ټول پام په سهيل کې د طالبانو په وړاندې اوښتی دی.
شهاب الدين وويل: "عبدالرحمن شمال په (پښتونکوټ) کې حکم چلوي او په ولسوالۍ کې هغسې اسونه ځغلوي لکه پاچا چې وي. د هغه تر شا په اسونو باندې وسله وال سړي سپاره روان وي. هرڅوک چې يي وګوري له ډاره ترې پټيږي. هغه له خلکو سره د مريانو په څېرچلن کوي. څوک د هغه له اجازې پرته هيڅ هم نه شي کولای.
شهاب الدين وويل "کله چې موږ خپلې لوڼې ودوو، بايد قوماندان ته لاړ شو، پنځه زره افغانۍ ورکړو او اجازه ترې وغواړو، که نه نو، واده نه کيږي."
شمال پخوا د ازبک زورځواکي، جنرال عبدالرشيد دوستم تر مشرۍ لاندې د جنبش ملي اسلامي د پوځي څانګې يوقوماندان و.
دوستم يوه ضده او نقيض څېره ده او لږ تر لږه تر يوې اندازې پورې له حکومت سره کا رکوي او د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندانۍ درستيزوال دی. د هغه د پوځ پخوانيو افسرانو په شمال کې واک تر لاسه کړی او د ځواک تشه ډکوي. په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د ناقانونه پوځيانو د بېواکه کولو لپاره له هاند او هڅو سره سره دې راز خلکو ښايسته زيات شمېر شخصي ملېشي ساتلي دي.
لږ تر لږه په فارياب کې د ناقانونه وسله والو ډلو شتون کومه پټه خبره نه ده. شمال د 2006 کال د اګست په مياشت کې يي د يوبل قوماندان خليفه صالح له وسله والو سړيو سره نښته وکړه، چې د دوستم د يو ستر مخالف پلوی و. په نښتې کې د 300 تنو پورې وسله والو سړيو برخه اخيستې وه او د 14 تنو د مړينې لامل شوې وه. (د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په وسله والو ډلو پسې راخيستې ده – د 2006 کال د ستپمبر لومړۍ نېټې رپوټ وګورئ.)
شهاب الدين ادعا کوي، چې کورنۍ په زوره اړ ايستل کيږي، ترڅو د شمال د ملېشو سره د يو ځای کېدو په خاطر سړي ورکړي.
هغه وويل: "که څوک د قوماندان ملېشو ته خپل زامن ور نه کړي، نو آن تر مرګه وهل او ډبول کيږي."
هغه زياته کړه، نوموړی له خلکو څخه په زوره پيسې اخلي، ترڅو اسونه واخلي او خپلو سړيو ته پرې ډوډۍ او خواړه چمتو کړي. که څوک غاړه وغړوي، نو بندي کوي يي او سخته سزا ورکوي.
يوه پلا په هغه باندې بند ختلی و او حکومتي امنيتي او د هغوی نړيوالو پوځي متحدينو ويل چې د هغه د نيولو پسې ګرځې.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندان جنرال خليل الله ضيايي وويل: "موږ د نوموړي قوماندان په وړاندې درې ځلې عمليات تر سره کړل، خو ځمکه (اراضي) د هغه په ګټه وه. هغه په غرونو کې پت شو. کله چې موږ ورنژدې شو هغه موږ وليدلو چې ور روان يو. زموږ له رسېدلو درې ساعته دمخه هغه له هغه ځايه په تېښته بريالی شو. وروسته چې موږ له هغه ځايه ولاړوهغه بېرته هغه سيمې ته راغی."
ضيايي وويل، پوليس د هغه نيولو ته هوډ من دي، خو پوره سرچينې نه لري.
هغه وويل: "موږ غواړو خلک د هغه له شره وژغورو، خو کله چې ورباندې بريد کوو، نو راڅخه تښتي. موږ اسونه، نه لرو چې ورپسې وځغلو."
خو ځايي خلک وايي چى هغه پټ ندى ازادانه په ولسوالى کى گرځى خو دولتى چارواکى دهغه په نيولو پاتى راغلي دي خلک پوهيږي چى هغه او د هغه وسله وال سړي چېرته فعاليت کوي
په پای کې شهاب الدين بايد خپله لاره بېله کړی وای. هغه وويل: "ژوند مې له زغم ووت. مرګ او بې عزتي را پسې را روانه وه. له دې امله مو د تېښتې لاره غوره کړه."
ملا يار بای د پښتونکوټ يو بل اوسيدونکی دی، چې د نوموړي قوماندان له لاسه تښتېدلی دی. د ملا يار بای په وينا دې قوماندان خلک بنديانول، ځورول يي او آن مړه کول يي.
هغه وويل: "قوماندان شمال شخصي بنديخاني لري او هغه خلک په کې بنديانوي، چې د هغه اطاعت نه کوي. چا چې له هغه سره ډغرې وهلي دي، يا تري تم شوي او يا هم بنديان شوي دي. زموږ ژوند او زموږ ټوله شته مني ددې قوماندان په لاس کی ده."
ځايي اوسېدونکي چې د هغه تر يوغ لاندې ايسار دي، له چارواکو څخه د قوماندان د نه موندلو او يا هم د زړه نه کولو له امله خپه او نهيلي دي.
يو سړي، چې لا تراوسه په پښتونکوټ کې اوسيږي، وويل: "حکومت نه غواړي، چې شمال ونيسي. هغوی د هغه سيمې ته راځي او له څه کولو پرته بېرته ځي. زه ډاډمن يم، که حکومت له هغه سره جګړه وکړي، نو وبه يي نه ګټي."
دا مرکچي باور لري، چې حکومت شمال ته په پښتونکوټ کې آزادي ورکړي، تر څو ونه شي کړای، د ولايت نورو برخو ته لاس وروغځوي.
هغه وويل:"حکومت ژمنې او وعدې کوي او يوازې خلک غولوي. ما پتېلې ده، چې بل ځای ته لاړ شم او هملته واوسيږم. ځکه ترهغه پورې چې شمال ژوندی وي، موږ هيڅوک په پښتونکوټ کې څه نه شو کولای."
د فارياب د والي مرسيتال ستار بارز د شمال د شتون ستونزه مني، خو ټينګار يي وکړ، چې چارواکي په هغه پسې دي او تعقيبوي يي.
هغه وويل: "دا بيخي ناسمه ده چې وويل شي، حکومت چوپه خوله دی. "شمال" يو جنايتکار دی، چې خلک وهي او ځوروي. د هغه جنايتونه هر چاته څرګند دي. موږ په پام کې لرو، چې ډېر ژر د هغه چاره وکړو."
آی ډبليو پي آر ، ونه شو کړای له شمال سره اړيکې ونيسي، خو له جنبش سره يي خبرې وکړې. نوموړي پخوا د جنبش غړی و او اوس هم ويل کيږي، چې له هغې سره تړاو لري.
د جنبش چارواکي وايي د هغوی ګوند له وسله والی ډلې څخه يوې قانونې ډلې ته اوښتی دی او له شمال سره هر راز تړاو ردوي.
د جنبش د ګوند مرستيال ګينجه کارګر آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه ګوند په بشپړه توګه له افغاني قوانينو سره سمون لري، هغه چې وايي سياسي ګوندونه، نه شي کولای وسله والې ډلې ولري.
هغه وويل: "جنبش يو پياوړی ولسي ګوند دی، چې د داياګ (د ناقانونه وسله والو ډلو بېوسلې کولو) او ډي ډي ار (د بېوسلې کولو او بېرته ټولنې ته د استولو) د پروګرامونو لاندې يي خپلې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي."
شنونکي وايي دواړه پروګرامونه، چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د مليونونو ډالرو په لګښت پلي شوو، هغومره ګټور نه و.
خو کارګر په دې خبرې ټينګ ولاړ و، چې د جنبش په ګوند کې هېڅ وسله واله ډله نه شته دی.
هغه وويل: "هر وسله وال له جنبش سره تړاو نه لري."
د فارياب ولايت د امنيي قوماندان آی ډبليو پي آر ته وويل سياسي ګوندونه زياتره داسې څرګندونې کوي. ضيايي وويل: "(شمال) له داسې يو ګوند سره تړاو لري، چې هرڅوک يي پېژني. ګوند له دې تړاو څخه سر غړوي، ترڅو له قانوني ستونزو سره مخامخ نه شي."
د بشري حقونو ډلې د وضعې د څرنګوالې له امله اندېښمنې دي او وايي چې خپلو اندېښنو ته يي د چارواکو پام اړولی دی، خو چا ورته دومره غوږ نه دی نيولای.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د فارياب د څانګي مشر، زيدالله پيوند وويل: "دا يوه لويه اندښنه ده، خو له بده مرغه موږ زور نه لرو. موږ دلته ګورو چې قوماندانان خلک ځوروي، شوکوي يي او وهي ډبوي يي. موږ ته د قوماندان (شمال) په هکله زيات شکايتونه رسيدلي دي. موږ خپل ټول رپوټونه د قانون پلي کوونکو ارګانونه ته استولي دي، خو له بده مرغه کوم اغېزمن کار لا تر اوسه نه دی شوی."
پيوند د شخصي بنديخانو د شتون پخلی ونه کړ، خو ويي ويل: "زما په اند هر انچ سيمه د خلکو لپاره يو زندان دی، چې هغه (شمال) نيولې ده. ځکه هر هغه څه چې زړه يي وغواړي، کوي يي."
يو شمېر شنونکي په خورا اندېښنې په دې اند دي، چې د پښتونکوټ حالت پراخ اړخونه لري. هغوی وايي د نوي يمو کلونو د نيمايي پېر برلاسي قوماندانان اوس د غښتلي ځواک په توګه په شمالي برخو کې راڅرګنديږي او د حکومت له کمزورتيا څخه ګټه پورته کوي.
د افغانستان په شمال کې يو ليکوال او شنونکي نبي اسير وويل: "حکومت او د بشري حقونو موسسې د وضعې د ښه والي ادعا کوي، خو په حقيقت کې قوماندانان برلاسي کيږي او حکومت د هغوی په وړاندې هيڅ ګام هم نه شي پورته کولای."
"حکومت نه شي کولای له طالبانو سره مقابله وکړي او ډاريږي، کې چېرته هغوی د (شمال) له قوماندانانو سره يو ځای شي، نو ښايي په يو ډېر پياوړي غليم واوړي."
اسير وايي د بېوسلې کولو پروګرام اغېزمن نه و او ټولو بدلو شوو ګوندونو وسله والې ډلې ساتلې دي او مرکزي حکومت د هغوی په هکله هيڅ ګام نه دی پورته کړی.
هغه وويل: "په حقيقت کې د سياسي ګوندونو مشران ددې وسله والو ډلو له لارې په حکومت کې خپل واک ساتي. د ځايي قوماندانانو په وړاندې د هر ګام پورته کول به په کابل کې د هغوی د مشرانو په وړاندې د ګام د پورته کولو په مانا وي. د (ولسمشر حامد) کرزي حکومت ددې کار د سرته رسولو وس نه لري. قوماندان شمال يوه ښه بېلګه ده."